01/07/2025
له دي هم خبر شئ!👇
د کولمبیا په پوهنتون کې یو زدهکوونکی د ریاضي په ټولګي کې ویده شوی ؤ. کله چې یې سترګې خلاصې شوې، د محصلینو غږونه یې واورېدل چې وایي: "لېکچر ختم شوی دی." پورته شو او په تخته یې دوه سوالونه ولیدل چې لیکل شوي دي فکر یې وکړو چې دا به کورنۍ دنده وي، ژر، ژر یې دواړه پوښتنې په خپله کتابچه ولیکلې،
کله چې کورته لاړ کار یې پرې شروع کړ، پوه شو چې دا پوښتنې ډېرې سختې دي، خو هیڅ ناهیلی نه شو. کتابخانې ته لاړ، کتابونه یې وپلټل او پرله پسې یې هڅې وکړې، تر دې چې له ډېرو زحمتونو وروسته یې یو سوال حل کړ.
په بله ورځ چې ټولګي ته راغی استاد هېڅ دې کورنۍ دندې پوښتنه وه نکړه.
ده وپوښتل: "استاده!کورنۍ دنده نه ګورې؟ تا چې پرون په تختې لیکلي وه.
استاد په حیرانتیا وویل: "کورنۍ دنده؟ نه، هغه خو کورنۍ دنده نه وه. ما خو یوازې داسې مثالونه لیکلي وو چې تر اوسه د نړۍ لویو، لویو ریاضي پوهانو هم نه وو حل کړي!"
زده کوونکي په حیرانتیا وویل: "خو ما خو له هغو پوښتنو څخه یوه په څلورو پاڼو کې حل کړي ده “!
وروسته دې دغې پوښتنې حل د کولمبیا په پوهنتون کې رسمي ثبت شو، او د دغه زدهکوونکي په نوم وه پېژندل شو.
دا زدهکوونکی وروسته د ریاضیاتو لوی عالم شو: چې نوم یې "جورج دانتزِګ (George Dantzig)" ؤ.
پوهېږئ هغه څنګه دا ستونزمن سوال حل کړ؟ ځکه چې دی نه ؤ خبر چې: "دا پوښتنې تر اوسه هېچا نه دي حل کړي"!
ده خپل ځان قانع کړی ؤ چې دا سوالونه حل کېدلی شي. او کله چې یې بې له مایوسۍ هڅه وکړه بریالی هم شو. نو خبره مې دا کوله چې
کله هم د چا دا خبره مه اوره چې "ته یې نشې کولی!"
تاسې هر څه کولی شئ، که حالات هر څومره سخت هم وي.