Scholarships Info

Scholarships Info Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Scholarships Info, Business service, Jalalabad.

د نړۍ په سپیڅلي ځای مدینه منوره کې د مدینې منورې اسلامي پوهنتون لیسانس سکالرشیپونه!د مدینې منورې پوهنتون چې د نړۍ یو له ...
29/09/2022

د نړۍ په سپیڅلي ځای مدینه منوره کې د مدینې منورې اسلامي پوهنتون لیسانس سکالرشیپونه!
د مدینې منورې پوهنتون چې د نړۍ یو له بهترینو پوهنتونونو څخه دی هر کال تقریبا د ټولې نړۍ لپاره بورسونه اعلانوي چې افغانستان هم پکې شامل دی.
د یادونې وړ ده چې د سعودي عربستان پوهنتونونو کې د مدینې منورې پوهنتون یواځینی پوهنتون دی چې هر کال د نورو پوهنتونونو په نسبت ډیر افغانان قبلوي.
دغه سکالرشیپونه په پوره ډول وړیا دي او ټول مصارف د سعودي د حکومت له لوري ورکول کیږي.
امتیازات:
- ویزه
- د تګ راتګ ټکټ
- د پوهنتون فیس
- مجهزه لیلیه
- میاشتنی معاش
- د حج اداء کولو امکانات
- او ورته لسګونه نور امتیازات

اړین اسناد:
- د دولسم ټولګي شهادتنامه او ترانسکرپت (لازم)
- د شهادتنامې او ترانسکرپت عربي ژبې ترجمه (لازم)
- پاسپورت (لازم)
- تذکره(عربي ترجمه)
- -صحي فورم او عربي ترجمه ترجمه یې (لازم)
- عکس (لازم)
- شهادة حسن السيرة السلوک (لازم)
- شهادة المیلاد یا د زیږیدنې سند اوعربي ترجمه (لازم)
- دوه تزکیې یا ریکومندیشن لیټر (لیتر)
- د حفظ سند، انګلیسي ژبې یا د عربي ژبې اسناد (لازم ندي مګر که وي ښه ده)
د فراغت څخه باید پنځه کلونو څخه زیات تیر شوي نه وي.
عمر باید د ۱۷ نه کم او د ۲۵ کلونو نه زیات نه وي.
د مدینې منورې پوهنتون ته نوملکنه

هیله ده پوسټ شیر کړئ تر څو نور هیوادوال مو هم له دغه چانس څخه استفاده وکړي.
——————————————————————————
که تاسې نوملیکنه نشئ کولای او غواړئ چې نوملیکنه مو په معتبره او دقیق ډول د سکالرشیپس انفو (Scholarships Info) ټیم له لوري وشي نو له موږ سره په لاندې واټساپ شمیره په اړیکه شئ:
+923249054404
Wa.me/+923249054404

يادونه: که تاسې د ذکر شویو اسنادو عربي ترجمې نه لرئ سکالرشیپس انفو ټیم تاسې ته یاد اسناد په عربي ژبه ژباړي.
د قیقې، معتبرې او باوري نوملیکنې لپاره سکالرشیپس انفو
انتخاب کړئ!

د سکالرشیپس انفو ټیم د فسبوک رسمي صفحه:
https://www.facebook.com/Scholarships-Info-100202889015413/

سکالرشیپس انفو تل د هیوادوالو په خدمت کې !

خبرتیاپه متحده عربي اماراتو کی میشتو درنو هیوادوالو ته په درنښت خبر ورکول کېږي چې د دبی په ښار کې د ښځینه وو لپاره  د قر...
17/06/2022

خبرتیا
په متحده عربي اماراتو کی میشتو درنو هیوادوالو ته په درنښت خبر ورکول کېږي چې د دبی په ښار کې د ښځینه وو لپاره د قرآن کریم د حفظ نړیواله سیالی تر سره کېږي.
په دغو سیالیو کې گران هیواد افغانستان ته هم بلنه ورکول شوې ده تر څو د افغانستان په نمایندګی یو کس د قرآن کریم حافظه ورته معرفي شي.
په متحده عربي اماراتو کی مېشت او پر شرائطو برابرو ښځینه وو ته بلنه ورکول کېږي چې په ابوظبی کې د افغانستان سفارت سره په دغو سیالیو کې د گډون لپاره د برېښنا لیک ([email protected]) له لارې نوم لیکنه وکړي.
شرائط: د قرآنکریم مکمل حفظ
د تجوید احکام یې زده وې
عمر یې تر 25 کالو کم وي
د یادونې وړ ده چی په دغو سیالیو کی د نوم لیکنی وروستی نیټه د 2022 کال د جولای د میاشتې 25 تاریخ دی.

__________

اطلاعیه
به اطلاع هموطنان عزیز مقیم امارات متحده عربی رسانیده می شود که قرار است مسابقات حفظ قرآن کریم ویژه زنان، در شهر دبی برگذار گردد. در این مسابقات، از کشورعزیز ما نیز دعوت صورت گرفته است تا یک تن از خواهران را به نمایندگی از افغانستان معرفی نماید. بدین وسیله از تمامی خواهران ما مقیم امارات متحده عربی دعوت به عمل می آید تا جهت اشتراک در این مسابقه، از طریق ایمیل آدرس [email protected] ثبت نام نمایند.
شرایط اشتراک:
• حافظ کل قرآن کریم باشند.
• احکام تجوید را بدانند.
• سن شان کمتر از 25 سال باشد.
قابل تذکر است که آخرین مهلت ثبت نام، 25 جولای سال 2022 می باشد.

25/04/2022

د مدینې منورې اسلامي پوهنتون لومړنۍ پایلې اعلان شوې!
خپل غوښتنلیکونه مو ووینئ.

28/02/2022

خبرتیا!
هغه چا چې د مدینې منورې اسلامي پوهنتون ازموینه کې د شنبې په ورځ ګډون ونکړ؛ نن دوشنبه د افغانستان پر وخت د مازدیګر پنځه نیمې بجې کولاي شي په هماغه سیستم کې بیا ازموینه ورکړی.

هغه چا چې د سعودي د مدینې منورې اسلامي پوهنتون ته نوملیکنه کړې وه؛ لومړی په لاندې لینک کلیک وکړئ او په اسم المستخدم کې خ...
26/02/2022

هغه چا چې د سعودي د مدینې منورې اسلامي پوهنتون ته نوملیکنه کړې وه؛ لومړی په لاندې لینک کلیک وکړئ او په اسم المستخدم کې خپل ایمیل ولیکئ او په کلمة المرور کې هماغه ځانګړی پاسورډ چې تاسې د نوملیکنې پر وخت ورکړی و ولیکئ:
https://minhatee2.iu.edu.sa/Account/Login?ReturnUrl=%2FCandidate

صفحی ته دداخلیدو وروسته که چیری ستاسې د اپلکیشن حالت (مؤهل لدخول الاختبار اللغة العربیة) لیکل شوی وو نو تاسې به د عربي ژبې یوه انلاین تحریري ازموینه ورکړئ، که چیرې ستاسې د اپلکیشن حالت (تحت الدراسة) وي نو تاسې د ازموینې ورکولو وړ نه یاست.
دغه ازموینه څلور ځوابونه لري او تاسې به صحیح ځواب په نښه کوئ.
سوالونه یې د عربي ژبې له ابتدائي قواعدو شروع بیا تر آخره پورې وي.
د ازموینې پروخت هغه ساحه غوره کړئ چې انټرنټ ډیر تیز وي، ځکه که چیرې یو ځل له لینک څخه ووتلئ بیا نشئ کولای لینک ته د ازموینې لپاره داخل شئ.
هغه څوک چې قابل د ازموینې وو او ازموینه یې ورنکړه، نه کامیابیږي.
ازموینه د Black board په سیستم کې ده، کله چې لینک ته داخل شوئ نو په اوله خانه(اسم المستخدم) او دوهمه خانه(کلمة المرور) دواړو کې خپل رقم التسجیل (اپلکیشن نمبر) ورکړئ.
ازموینه نن د شنبی ورځ د حوت ۷ مه نیټه د افغانستان پر وخت د مازدیګر ۴:۳۰ بجې ده.
کوشش وکړئ ازموینه په ښه ډول ورکړئ، دا ازموینه یواځې ستاسې عربي ژبه معلوموي چې کوم صنف کې د شمولیت وړ یاست مګر دقیق معلومات یې نشته چې آیا په کامیابۍ کې رول لري یا نه
د ازموینې لینک : https://ium.blackboard.com/
یاد معلومات د سکالرشیپس انفو ټیم له لوري تاسو ته برابر شوي دي.

الرجاء إدخال بيانات الاعتماد الخاصة بك والنقر فوق الزر تسجيل الدخول أدناه.

22/02/2022

خبرتیا!
هغه چا چې سږ کال د مدینې منورې اسلامي پوهنتون ته نوملیکنه کړې وه؛ د هغوې څخه د تحدید المستوی (د عربي ژبې د کچې معلومولو) یوه تحریري ازموینه په آنلاین ډول د حوت په ۷ مه نیټه اخیستل کیږي.
د ازموینې اړوند بشپړ معلومات به ډیر ژر نشر شي.

د مدینې منورې اسلامي پوهنتون کې د راتلونکي کال لپاره شاوخوا له دیرشو څخه زیات افغانان تازه قبول شوي دي .یادونه: یاد پوهن...
20/02/2022

د مدینې منورې اسلامي پوهنتون کې د راتلونکي کال لپاره شاوخوا له دیرشو څخه زیات افغانان تازه قبول شوي دي .
یادونه: یاد پوهنتون کې نور افغانان به هم په راتلونکو ورځو او میاشتو کې قبول شي.

26/01/2022

پنځه تنه افغانان چې تیر کال یې د سعودي جوف پوهنتون ته نوملیکنه کړې وه؛ یاد پوهنتون ته بریالي شوي دي.

22/01/2022

د سعودي د حفر الباطن پوهنتون لومړنۍ پایلې اعلان شوې؛ شارټ لست شویو زده کوونکو ته ایمیل شوی دی.

د متحده عربي اماراتو د القاسمیه پوهنتون پایلې اعلان شوې!خپل ایمیلونه مو وګورئ!
12/01/2022

د متحده عربي اماراتو د القاسمیه پوهنتون پایلې اعلان شوې!
خپل ایمیلونه مو وګورئ!

 #دترکیې۵۰۰۰سکالرشیپونه ‎ترکیه هر کال د نړۍ شاوخوا ټولو هیوادونو ته ۵۰۰۰  سکالرشیپونه ورکوي چې افغانستان هم په دغه هیواد...
10/01/2022

#دترکیې۵۰۰۰سکالرشیپونه

‎ترکیه هر کال د نړۍ شاوخوا ټولو هیوادونو ته ۵۰۰۰ سکالرشیپونه ورکوي چې افغانستان هم په دغه هیوادونو کې شامل دی.
یاد سکالرشیپونه په بشپړ ډول وړیا دي او د لیسانس، ماسترۍ او دکتورې لپاره ورته په آنلاین ډول نوملیکنه کیږي.
د ۲۰۲۲ کال یادو ۵۰۰۰ سکالرشیپونو ته نوملیکنه د جنوري له لسمې نیټې پیل او د فبروري د میاشتې تر ۲۰ نیټې پورې به دوام ولري.
یادو سکالرشیپونو ته نارینه او ښځینه دواړه نوملیکنه کولای شي.
یاد سکالرشیپونه سل سلنه وړیا دي؛ یعنې د پوهنتون فیس، لیلیه، غذا، میاشتنۍ جیب خرچي او نور مصارف د ترکیې دولت لخوا محصل ته ورکول کیږي.
د نوملیکنې لپاره باید د متقاضي (غوښتونکي) عمر د لیسانس لپاره د ۲۱، د ماسترۍ لپاره د ۳۰ کلونو او د دکتورې لپاره د ۳۵ کلونو نه زیات نه وي.
د نوملیکنې نه وروسته ځینې کسان شارټ لست کیږي، چې له هغوې به د ترکیې د بورسونو د کمیټې لخوا ازموینه اخیستل کیږي چې یا به د انټرویو په شکل او یا به د تحریري ازموینې په بڼه وي.
د نوملیکنې لپاره اړین اسناد:
- پاسپورت یا تذکره( پاسپورت اړین ندی)
- شهادتنامه او ترانسکرپت( که چیرې شهادتنامه او ترانسکرپت نلرئ؛ نو درې کلنې نمرې په انګلیسي ژبه له خپل ښوونځي واخلئ او په مربوطه مراجعو یې امضاء کړئ)
- ریکومنډیشن ليټر: تاسو به د خپل ښوونځي نه دوه ریکومنډیشن لیټرونه واخلئ، په ریکومنډیشن لیټر کې د ښوونځي لخوا ستاسو توصیف کیږي.
- د ماسترۍ لپاره باید د ښوونځي شهادتنامه او د لیسانس دورې سرتیفیکیت یا دیپلوم ولرئ او د دکتورې لپاره د ماسترۍ، لیسانس او د ښوونځي د فراغت اسناد ولرئ.
- شخصي عکس
- د کانکور نمرې، د کورسونو اسناد او نور ستاینلیکونه چې لرئ یې (اړین ندي)
د نوملیکنې په وخت کې به تاسو د لیسانس لپاره Intent Letter، او د ماسترۍ لپاره باید پروپوزل ولیکئ.
‏Intent Letter کې لاندې درې برخې باید په ډیر دقیق ډول ولیکئ:
- کومه رشته چې تاسو انتخابه کړې ده، په دغه رشته کې کومه تجربه لرئ؟ کوم کارونه مو په دې رشته کې کړي دي؟ علمي او ټولنیز معلومات به ولیکئ.
- تاسو ولې ترکیه انتخابوئ؟
- ستاسو راتلونکی پلان به په دغه رشته کې څه وي؟
یادونه: د ترکیې په یادو بورسونو کې انټنټ لیټر ډیر مهم دی، د کامیابۍ راز مو تقریبا همدغه انټنټ لیټر کیدلای شي.
باید داسې معلومات په انټنټ لیټر کې ولیکل شي چې د غوښتنلیکونو څیړونکې کميته په دې ډاډه شي چې تاسو په دغه برخه کې کافي تجربه لرئ او تاسې وړ یاست چې دغه برخه کې خپل تحصیل وکړئ.
نوملیکنه به په آنلاین ډول تقریبا ۵۰ ورځې دوام ولري او د ترکیې ټول دولتي پوهنتونونه په کې شامل دي.
د رشتې په انتخاب او همدارنګه د پوهنتون په انتخاب کې باید ډیر دقیق اوسئ.
د استانبول او انقره نه علاوه نور پوهنتونونه چې په نورو ولایاتو کې موجود دي ستاسو په انتخاب سره ممکن ستاسو د کامیابیدو چانس زیاد شي.
تاسو فقط کولای شئ یو ځل نوملیکنه وکړئ، که چیرې نوملیکنه کې مو ستونزه وه نو خپل اپلکیشن د فبروري تر ۲۰ ډیلیټ کولای شئ او بیا له پیل څخه نوملیکنه کولای شئ.
که چیرې تاسو په تیرو کلونو کې نوملیکنه کړي وي، خپل پخواني اکونټ ته داخلیدلای شئ او د هماغه اکونټ څخه بیا نوملیکنه کولای شئ.
که چیرې د پخواني اکونټ پاسورډ مو هیر وي؛ کولای شئ خپل پاسورډ د ایمیل په ذریعه تغیر کړئ.

د نوملیکنې او بشپړو معلوماتو لپاره د ترکیې بورسونو رسمي سایټ :
https://tbbs.turkiyeburslari.gov.tr/
————————————————————————
‎ که غواړئ چې نوملیکنه مو د سکالرشیپس انفو ټیم له لوري په معیاري او دقیق ډول ترسره شي، له موږ سره په لاندې واټساپ شمیره په اړیکه شئ:
0775432941
د واټساپ لینک: Wa.me/+93775432941
د اړیکو شمیرې:
0730368399
0749852370
0705648828
سکالرشیپس انفو(ScholarshipsInfo) تل د هیوادوالو په خدمت کې!

Address

Jalalabad

Telephone

+93730368399

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Scholarships Info posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share