باب السلام ـــ د العدل سياحتى او زيارتي شرکت Babus salaam Travel Agency

  • Home
  • Afghanistan
  • Jalalabad
  • باب السلام ـــ د العدل سياحتى او زيارتي شرکت Babus salaam Travel Agency

باب السلام ـــ د العدل سياحتى او زيارتي شرکت    Babus salaam Travel Agency Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from باب السلام ـــ د العدل سياحتى او زيارتي شرکت Babus salaam Travel Agency, Jalalabad.

ننګرهار ځانګړو زده کړو مسلکي لېسه د 1404 تعليمي کال لپاره ناشنوايانو او نابينايانو په برخه کې زده کوونکي جذبوي دغه بهير ...
06/08/2025

ننګرهار ځانګړو زده کړو مسلکي لېسه د 1404 تعليمي کال لپاره ناشنوايانو او نابينايانو په برخه کې زده کوونکي جذبوي دغه بهير کې اړونده ليسي سره د جذب پروسې پر مخ وړلو کې همکاري وکړئ، پوسټ مخکي شير کړئ.
مننه

افغان کارګو ستاسو اموال په مناسب قيمت او کم وخت کې د نړئ هر کونج ته رسوي.دقت او سرعت له افغان کارګو سر تجربه کړئ.اختر ور...
14/03/2025

افغان کارګو ستاسو اموال په مناسب قيمت او کم وخت کې د نړئ هر کونج ته رسوي.
دقت او سرعت له افغان کارګو سر تجربه کړئ.
اختر ورځو شپو کې ځانګړي تخفيف لري د مشتريانو لپاره.

د عمرې کولو طریقه.....د حج ښه ملګري کتاب څخه عمره بی لوستلو مه تیریږی  عمره سنت ده البته د پنځو ورځو څخه پرته  نور په ټو...
11/12/2024

د عمرې کولو طریقه.....
د حج ښه ملګري کتاب څخه عمره
بی لوستلو مه تیریږی
عمره سنت ده البته د پنځو ورځو څخه پرته نور په ټول کال کي د شپې او د ورځي هره میاشت او هره ورځ عمره ادا کېدلاى سي .

د عرفات په ورځ، د لوی اختر په لومړۍ ، دوهمه ، دریمه او څلورمه ورځ عمره نه اداء کیږي دا ځکه چي په دې پنځو ورځو کي د عمرې اداء کول کراهیت لري

په عمره کي څلور شیان کیږي لومړی احرام تړل ، دوهم پر کعبه شریفی نه طواف کول ، دریم د صفا او مروا تر منځ تګ او راتګ کول ، څلورم نارینه سر خريي یا يې ورېښتان کوچني کوي او ښځي فقط د سر ورېښتان د ګوتي د سر په اندازه کوچني کوي .

د عمرې احرام

څوک چي عمره اداء کوي نوتر هر څه وړاندي به په خپل کور او وطن یا په میقات ځای کي احرام تړي ، د مېقات بيان به وروسته درته کیږي .

احرام نیت او تلبیې ته وایي خو د احرام څخه مخته په کار ده چي بدن پاک او ستره کړي غسل یا اودس تازه کړي ، نارینه د احرام جامې واغوندي یعني لونګ ووهي او پټو پر اوږو واچوي اوکه د نفلي لمانځه د اداء کولو وخت وو نودوه رکعتونه نفلي لمونځ په پټ سر اداء کړي .

د لمانځه وروسته به دعاګاني وکړي څو الله( دا عمره ورته اسانه او قبوله يې کړي ، بیابه تلبیه ووایی
لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ
عمره کونکي ته په عربي مُعتمِر وايي ، د عمرې په نیت او د تلبیې په ویلو مُعتمِر محرم ګرځي ، لکه څه ډول چي د لمانځه بندیزونه د لمانځه د نیت او د نیت وروسته د تحریمې په تکبېر یعني د الله اکبر د ویلو وروسته لګول کیږي همدا ډول د احرام بندیزونه هم د حج یا عمرې د نیت او تلبیې ویلو وروسته لګول کیږي .

د عمرې د نیت او تلبیې وروسته عمره کونکی نوکان او وېښتان نه شي کوچني کولای ، عطر پرځان نه سي وهلای ، مېړه او ښځه خپل منځ کی جنسي اړیکي نه شي پوره کولای او نه یو بل ته په شهوت او خوند لاس ور وړلای سي او نه يې مچولای سي ، نارینه ټوپۍ او لنګوټه نه سي پر سر کولای او نه بوټونه ، پرتوګ او قمیص اغوستلای سي بلکي لوڅ سر به وي ، احرام چی لنګ اوڅادر به د قمیص او پرتوګ پر ځای پر ځان راچولی وی او داسي څپلۍ به په پښو کړي چي دخپو ګیټکۍ ورپټي نه کړي، ښځي په احرام کي خپلي عادي جامي اغوستلای سي خو د ښځي د احرام بندیز په مخ کي دی ، ښځه به په احرام کي مخ نه پټوي البته ځواناني ښځي د مخ څخه لیري ټوکر ځوړند کولای سي تر څو د پردیو نظر پر و نه لګیږي .

ښځي د حیض او نفاس په ناروغیو کي هم احرام تړلای سي خو چي مکې مکرمې ته ورسیږي تر هغه مهاله د عمرې طواف نه سي کولای او نه مسجد حرام ته ور ننوتلای سي تر څو چي ناروغي يې ختمه سوې نه وي . د حیض او نفاس څخه چی پاکه سي غسل وکړي بیا طواف او سعي کولای سي .

د عمرې طواف

عمره کونکی چي مکې مکرمې ته ورسیږي ،مسجد حرام ته به ولاړ سي څه مهال چي پر کعبه شریفه یې نظر ولګیږي الله اکبر او لا اله الا الله به ووایي او بیا به طواف د حجر اسود څخه پیل کړي ، دا طواف فرض دی ، عمره کونکی څونه چي وکولای سي تلبیه دي وایي خو د طواف د پیل کولو سره تلبیه ختمېږي نور نو عمره کونکی تلبیه نه وايي، د عمرې طواف او بل هر طواف د حجر اسود څخه پیلیږي . د طواف شروع کولو په نیت دي حجر اسود مچ کړي که حجر اسود ته د ګڼي ګوڼي لکبله نه سوای ور نژدې کېدلای نو د حجر اسود پر برابر مځکنى کرښي دي مخامخ حجر اسود ته ودرېږي د بسم الله و الله اکبر د ویلو سره سم دي لاسونه پورته کړي ، بیا دې دا ډول کښته کړي لکه پر حجر اسود چي يې ایږدي ، بیا دې د ورغوي لخواخپلي ګوتي مچ کړي اوپر کعبه دي طواف پیل کړي .

د یادوني وړ ده چي د طواف نیت په خوله نه ویل کیږي بلکي حجر اسود ته چي دی د طواف په اراده ورځي همدا يې د طواف نیت دی ، حجر اسود مچول یا د لیري څخه لاس یا لکړه ورغځول یا لاسونه ورته پورته کول استلام بلل کیږي د استلام څخه وروسته طواف پیلیږي ، اووه ځلي به پر کعبه شریفه را ګرځي .

پر بيت الله هر ځل راګرځېدلو ته په عربي شوط ویل کیږي اووه شوطونه یو طواف کیږي ، هر شوط د لومړي شوط په شان په استلام پیلیږي .

اوږه لوڅول

نارینه به د طواف د شروع کولو څخه مخته ښۍ اوږه لوڅه کړي یعني د پټو په یوه سر دي چپه اوږه پټه کړي او د پټو دا بل سر دي تر راسته اوږې لاندي په اړخ کي را تاو کړي او پر چپه اوږه دې واړوي ، په طواف کي د ښۍ اوږې لوڅولو ته په عربي کي اضطباع وایي او اضطباع یعني د اوږې لوڅول یوازی په هغه طواف کي کیږي چي وروسته يې د صفا او مرواتر منځ تګ کیږي او هم یې د احرام جامې په تن وي .

د پهلوانۍ منډه

نارینه عمره کونکي به د طواف په اولو درو شوطونو کي د پهلوانی منډه وهي یعني اوږې به ښوروي اوچت اوچت لنډ لنډ ګامونه به اخلي لکه څه ډول چي د سپورټ لپاره خلګ ځغلي . دا د پهلوانۍ وځغاستي ته په عربي کي رَمل ویل کیږي ، رَمل هم یوازي په هغه طواف کی کیږي چي تر هغه وروسته صفا او مروا کیږي لکه د عمرې طواف .

د طواف لمونځ

د هر طواف وروسته دوه رکعته لمونځ واجب دی ، عمره کونکی چي طواف وکړي نو وروسته به يې دوه رکعته د طواف لمونځ کوي ، د طواف د لمانځه د پاره تر ټولو غوره ځای مقام ابراهیم دی ، یعنی د مقام ابراهیم شاته دي دا ډول ځای ودرېږي چي مقام ابراهیم دده او د کعبې شریفي تر منځ راسي ځکه په لمانځه کي به مخامخ وکعبې شریفي ته درېږي که څوک و مقام ابراهیم ته دا ډول ودرېږي چي مخ يې د کعبې څخه چپ وي نو د هغه لمونځ نه صحیح کیږي ،که ګڼه ګوڼه زیاته وه او د مقام ابراهیم شاه وخواته هم طواف کونکي رسېدل نو بیا به د طواف کونکو مخ نه بندوي ،ځکه د طواف لمونځ په مسجد حرام کي هر ځای کولای سي آن تر دې چي د مسجد څخه دباندي يې لا هم هر ځای کولای سي .

که څوک د طواف څخه د مازیګر ترلمانځه وروسته فارغ سي یا د سهار د لمانځه په مهال کي فارغ سي نو بیا به د طواف لمونځ ځنډوي په داسي وخت کي به د طواف لمونځ کوي چي په هغه وخت کي نفلي لمونځونه کېدلای سي . تر طواف وروسته دي د زمزم په اوبو ځان ښه اوبه کړي .

سعي

د صفا او مروا تر منځ تګ او راتګ ته سعي ویل کیږي ، په حج او عمره کي یو ځل سعي کول واجب ده ، لکه څه ډول چي اوه ځلي پر کعبې شریفي راګرځېدل یو طواف بلل کیږي دا ډول اوه ځلي د صفا او مروا تر منځ تګ کول یوه سعي شمېرل کیږي ، د صفا څخه تر مروا تګ یو شوط شمېرل کیږي د مروا څخه بېرته و صفا ته تګ دوهم شوط شمېرل کیږي دوهم ځل چي بیا همدا ډول د صفا او مروا تر منځ تګ او راتګ وکړي څلور شوطه ځني جوړیږي دریم ځل چي بیا همدا تګ او راتګ وکړي شپږ شوطه ځني جوړیږي او بیا چی د صفا څخه تر مروا پوري ولاړ سي اوه شوطه پوره کیږي.

سعي د صفا څخه پیل کیږي پر مروا پای ته رسیږي . عمره کونکی د طواف د لمانځه څخه وروسته د سعي د پیل کولو لپاره د حجر اسود استلام کوي بیا و صفا ته پورته کیږي د صفا د غونډۍ څخه سعي شروع کوي .

صفا ته چي لږ پورته سي مخ د کعبې وخوا ته درېږي د تکبېر او دعاګانو څخه وروسته د مروا په لور په عادي تګ روانیږي ، د صفا او مروا تر منځ البته د صفا خوا ته نژدې پخوا شېله وه دا شېله اوس نشته خو د شېلې ساحه په شین رنګو میلانو نښاني سوې ده ، سعي کونکی چي څه وخت شنه میل ته ورسیږي نو بیا تر هغه بل شنه میله پوري په چټکتیا یعني نیمه ځغاسته وځي ، د شېلې تر ساحې چي ووځي بېرته به عادی تګ کوي څو مروا ته ورسیږي ، ښځي د شنو میلانو تر منځ هم په عادي تګ ځي .

مروا ته چي پورته سي مخ د کعبې په لور درېږي تکبېر وایي او څوني چي وکولای سي په پورته لاسونو دعاګاني کوي .

او بیا د مروا څخه په عادي تګ بېرته د صفا په لور رهي کیږي ، و شنه میل ته چي راورسیږي بیا تر هغه بل شنه میله پوري چي دشېلې برخه ده په نیمه ځغاسته ځي د شېلې د ساحې څخه چي ووځي بېرته عادي تګ کوي څو صفا ته پورته کیږي په دې سره د سعي دوه شوطه پوره کیږي .

په سعي کي هر ځل چي صفا او مروا ته پورته کیږي، مخ به پر کعبې شریفي وګرځوی تکبېرونه به وایي او په پورته لاسونوسره دعاګاني کوی .

د سعي اوم شوط پر مروا پوره کیږي ، عمره کونکی چي د سعي څخه فارغ سي عمره يې بشپړ ېږي خو یو شى لا بل هم پر پاته دی چي د هغه په کولو د احرام ټول لګول سوي بندیزونه تری پورته کیږي هغه د سر خریل یا کوچني کول دي ، ښځي سرونه نشي خریلای البته د احرام څخه د حِلالېدلو د پاره دا ضروري ده چي دلاس دغټی ګوتي د بند په اندازه به د ټول سر څخه ورېښتان کټ کوي ،

د سر خریلو ته په عربي حلق او کوچني کولو ته يې قصر ویل کیږي تر حلق یا قصر وروسته عمره کونکی ټول هغه څه کولای سي کوم چي د احرام له کبله تري منع شوی وو .

نوټ : ګرانو دوستانو ټول امت مسلمه ته دعاګانې کوئ چې رب ذوالجلال مونږټول د خپل کور په دیدار ونازوي.
که مو ولوسته شیرکول مو هیر نشي
C

OmanLike and Share this page
27/11/2024

Oman
Like and Share this page

تازه انځور د مسجد الحرم♥️که پوسټ تر تاسو رسي لايک او ماشاءالله وليکئ.نوټ: دغه پاک ځاي ته زموږ او ستاسو ټولو مسلمانانو نص...
26/11/2024

تازه انځور د مسجد الحرم♥️
که پوسټ تر تاسو رسي لايک او ماشاءالله وليکئ.
نوټ: دغه پاک ځاي ته زموږ او ستاسو ټولو مسلمانانو نصيب وکړي
آمين

11/05/2024

لاندي لينک کړئ، صفحه لايک او ملګرو سره شريک کړئ محترمو مشرانو او باعزته ملګرو!
https://www.facebook.com/profile.php?id=61551726584238&mibextid=ZbWKwL

د ننګرهار ناشنوايانو او نابينايانو مسلکي لېسې رسمي فيسبوک پاڼي ته ښه راغلاست👋
Welcome to the official page of Nangarhar Deaf and Blind School♦️

09/05/2024

السلام عليکم ورحمة اللّٰه وبرکاته
محترمو مشرانو او باعزته هېوادوالو په دي هېله چې روغ او جوړ به ياست، ستاسو روغتيا د رب لايزال له درباره غواړم.

ښه خبر!الحرمین الشریفین پاڼه‌ لیکي، ژر به خپله پښتو پاڼه‌ پر لیکه کړي‌.حج او عمري معلوماتو لپاره زموږ صفحه خوښه او هم يي...
17/08/2022

ښه خبر!

الحرمین الشریفین پاڼه‌ لیکي، ژر به خپله پښتو پاڼه‌ پر لیکه کړي‌.
حج او عمري معلوماتو لپاره زموږ صفحه خوښه او هم يي له ملګرو سره شيک کړئ🙏🙏

✔️ د حج او عمري ويزي خدمات🔻 د 15ورځو خدمات:🔸عمري ويزه🔸دوه طرفه ټيکټ🔸ټرانسپورټ سهولت🔸مکه او مدينه کې تر ټولو نږدي او غوره...
04/08/2022

✔️ د حج او عمري ويزي خدمات

🔻 د 15ورځو خدمات:

🔸عمري ويزه
🔸دوه طرفه ټيکټ
🔸ټرانسپورټ سهولت
🔸مکه او مدينه کې تر ټولو نږدي او غوره هستوګنځايونه

🔻 لازم اسنادونه:
🔸 پاسپورت
🔸 تذکره
🔸 عکس
🔻د نورو معلوماتو لپاره له موږ سره په تماس کي شئ
📱واټساپ نمبر+93786787858
📲مبایل: 0786787858/0764787858
#آدرس: جلال اباد ښار اتحاد ټاور، شهرنو، کابل افغانستان.

 :ثبت نام شروع دی، تاسي کولای شئ له موږ سره په لاندي شميرو سره تماس ونيسئ.تماس شميري:WhatsApp Number:0786 78 78 580764 7...
02/08/2022

:

ثبت نام شروع دی، تاسي کولای شئ له موږ سره په لاندي شميرو سره تماس ونيسئ.
تماس شميري:
WhatsApp Number:0786 78 78 58
0764 78 78 58

 ♥عَنْ أَبِي أَيُّوبَ الأَنْصَارِيِّ رضی الله عنه : أَنَّهُ حَدَّثَهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ قَالَ: «مَنْ صَامَ رَمَضَا...
06/05/2022



عَنْ أَبِي أَيُّوبَ الأَنْصَارِيِّ رضی الله عنه : أَنَّهُ حَدَّثَهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ قَالَ: «مَنْ صَامَ رَمَضَانَ ثُمَّ أَتْبَعَهُ سِتًّا مِنْ شَوَّالٍ كَانَ كَصِيَامِ (الدَّهْرِ».‌
ابو ایوب انصاری رضی الله عنه وایی : رسول الله ﷺ وفرمایل :
هر څوګ چې درمضان میاشتې روژې ونیسی، او وروسته له هغې دشوال میاشتې شپږ روژی هم ونیسی ،داسی ده لکه چې ټول عمر یی روژه نیولی وی.
په_خاطر_پوسټ_شیر_کړئ

Address

Jalalabad
2601

Telephone

0700523512

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when باب السلام ـــ د العدل سياحتى او زيارتي شرکت Babus salaam Travel Agency posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to باب السلام ـــ د العدل سياحتى او زيارتي شرکت Babus salaam Travel Agency:

Share