21/07/2026
ختیځ صحت پلازه؛ د معیاري او نوې روغتیايي دورې پیل!
په ډېرې خوښۍ سره خبر درکوو چې د ختیځ صحت پلازې د رغونې او ابادۍ اساسي چارې بشپړې شوې دي، او د بېلابېلو طبي څانګو مجرب، مسلکي او په کار پوه ډاکټرانو او روغتیايي پرسونل خپل خدمات پیل کړي دي.
یو شمېر متخصصینو عملاً د ناروغانو درملنه او خدمتونه پیل کړي، او د نورو متخصصو څانګو د تجهیز او ابادۍ وروستۍ چارې هم په چټکۍ سره روانې دي، چې ډېر ژر به بشپړې او په رسمي ډول به خپلې دروازې د هېوادوالو پر مخ پرانیزي.
ختیځ صحت پلازه یوازې یو روغتیايي مرکز نه، بلکې د معیاري، تخصصي او عصري روغتیايي خدمتونو نوی باب دی.
موږ ویاړو چې ډېر ژر به په ختیځ صحت پلازه کې داسې تخصصي طبي څانګې او خدمات پیل شي، چې تر دې وړاندې یې نه یوازې په ننګرهار، بلکې د افغانستان په ډېرو برخو کې هم شتون نه درلود.
د دغو نوښتګرو او ځانګړو خدماتو په اړه به ډېر ژر بشپړ معلومات له تاسو سره شریک کړو.