22/12/2025
شمايل احمد عبدالله ندوي پۀ هندوستان کې زېږېدلی دی، کلکته یې پلرنی ټاټوبی دی. د دۀ کورنۍ پۀ زدکړی او حکمت مينه وه. شمايل لمونځ نه قضا کاوه، تلاوت یې کاوه، دا به يې خوښوه چې علمي خبرې واوري. دی پۀ داسې چاپيريال کې را ستر شو، چې شاوخوا یې دینداره خلک اوسیدل،ځکه خو شمايل هم چې تنکی زلمی وو، د (ندوةالعلما) مد.رسې ته ولاړ. دا مشهور علمي مرکز د هند پۀ (لکنو) کې و. شمايل احمد همدلته زده کړې بشپړې کړې، قران یې حفظ کړ او د فتوا ورکولو قابليت یې پيدا کړ. عربي ژبه، فقه او احاديث یې ولوستل. دی په اعلی درجه فارغ شو، استادانو یې پۀ وړتيا، فصاحت او بلاغت اعتراف کاوۀ. له دې وروسته یې لۀ نوم سره د (ندوي) لفظ هم جمع شو.
وروسته یې پۀ تفسیر او علوم القران کې زده کړې وکړې.
د لوړو زده کړو لپاره د ماليزيا مشهور اسلامي پوهنتون ته ولاړ. هلته اسلامي او عصري علوم محصلينو ته ښوول کېدل. ندوي صاحب تر دوکتورا مزل وکړ او لا روان دی..
ندوي صاحب پۀ ۲۰۲۱ز کال کې د Markaz Al -Wahyain پۀ نامه د ديني زده کړو انلاين مرکز جوړ کړ، د نړۍ لۀ څنډو یې زدهکوونکي پيدا کړل. هلته بې وزله زده کوونکي وړيا زده کړه کوي.
پۀ ۲۰۲۴ز کال کې یې د ( وحيين بنسټ) د هند پۀ کلکتې کې پرانيست. چې تر ننه خيريه، تعليمي... او نور خدمتونه کوي.
د کلکتې پۀ کوبي باګان جو.مات کې خطیب هم پاتې شوی دی. په جلا، جلا موضوعاتو علمي بحثونه کوي
تازه یې د جاويد اختر سره مناظره پۀ نړۍ کې ميليونونه خلکو ليدلې ده، او دۀ ته یې یو نوی پيژندنه ور کړی ده.