د ځوان عزم علمي بنسټ رسنیزه پاڼه

د ځوان عزم علمي بنسټ رسنیزه پاڼه د ځوان عزم علمي بنسټ

07/09/2026

( ١٣٩٢) هجري شمسي کال ،

دې وخت کې رسمي مسوولیت مې معارف کې وو، خو په افتخاري توګه مې د ملي تلوېزیون د ذهني ازموینې د خپرونې کوربه توب او د نوښت ویاړ هم درلود.

هغه مهال د معارف په استازولۍ مې د ننګرهار ملي تلوېزیون له پخواني مشر انجینیر صاحب زلمي سره تر مشورو وروسته یاده برنامه پیل کړه، چې له نېکه مرغه د زده کوونکو د هڅونې او همدا راز د دولتي او خصوصي ښوونځیو ترمنځ د سالم رقابت روحیه ډېره پیاوړې شوې وه.
اوسنیو محترمو مسوولینو ته مې هم همدا مشوره ده، چې د زده کوونکو علمي ودې او تشویق په موخه یاده برنامه بیا ځلي پیل کړي، ترڅو د زده کوونکو او لېسو ترمنځ سالمه سالي ترویج شي.

مننه
کریم ناصري.

د ننګرهار ولایت د تودو ( ګرمسیرو) سیمو د ښوونیز بهیر د پیل په مراسمو کې مې ګډون او وینا وکړه؛نن سهار د غوچکو عالي لېسې پ...
06/09/2026

د ننګرهار ولایت د تودو ( ګرمسیرو) سیمو د ښوونیز بهیر د پیل په مراسمو کې مې ګډون او وینا وکړه؛

نن سهار د غوچکو عالي لېسې په انګړ کې د معارف د ګڼو لېسو آمرینو او مسوولینو ترڅنګ، حکومتي مسوولینو، د سره رود ولسوالۍ د پوهنې محترم آمر اسد الرحمن حق اني، قومي مشرانو، علماء کرامو، ځوانانو او درنو ښوونکو په ملتیا مو د ښوونځي د زنګ په وهلو سره تعلیمي کال پیل کړ.

ټولو درنو ولسونو ته دې نوی تعلیمي کال بختور او مبارک وي.

درناوی
کریم ناصري.
----------------------١٤٠٥/٦/١٥---------------
در مراسم آغاز روند آموزشی در مناطق گرمسیر ولایت ننگرهار اشتراک و سخنرانی نمودم؛
امروز، در صحن لیسه عالی غوچک در کنار شماری از آمران و مسئولان لیسه‌های معارف، آمر معارف ولسوالی سرخرود محترم اسدالرحمن حقانی، بزرگان قومی، علمای کرام، جوانان و استادان گرانقدر، با به صدا درآوردن زنگ مکتب سال تعلیمی جدید را آغاز کردیم.
فرا رسیدن سال تعلیمی جدید را به همه مردم شریف و گرانقدر مبارک و خجسته باد می‌گویم.

سپاس
کریم ناصری.

01/09/2026

تېر کال مو (٦٥) وړو او لویو غونډو کې برخه اخیستې وه، چې د وینا پر مهال مې خپل درانه ځوانان تحصیل او تعلیم ته تشویق کړي وو، الحمدلله نتیجه یې هم ګورم او ډېری ځوانان مو د علم د ستر نعمت د برخمن کېدو په هدف زيار ګالي.

یادونه: البته په دې انځورونو کې یو شمېر یې پخواني هم دی، په هر حال د خپلو علم دوسته ولسونو څخه نړۍ مننه، چې مونږ ته يې همېش مينه راکړې.

مننه
کریم ناصري.

27/08/2026

حتماً یې ولولئ!

شيخ حسن بصري د څه کار لپاره د بصرې د حاکم ماڼۍ ته ورغی، حاکم خپل دفتر کې له دوو کسانو سره مجلس کاوه، نو شيخ ته يې پام نه شو.

شيخ د حاکم سره ناست کسان وپېژندل، چې ډېر شرير او مفسد کسان دي، نو خپله پښه يې ونيوله په شا راوګرځېد د حاکم خدمتګارانو ترې وپوښتل، چې شيخ صاحب ولې په شا شوې حاکم صاحب سره نه ګورې؟

شيخ وويل، حاکم اوس مصروف دى کوم بل وخت به وسره وګورم.
څو مياشتې وروسته حاکم او شيخ يو مسجد کې سره وليدل حاکم له شيخ نه ګيله وکړه، چې زما ماڼۍ ته راغلى وې خو زما د ليدلو پرته بېرته تللی وې.
شيخ وويل راغلی وم، خو چې ولې بېرته وګرځېدم که اجازه مو وي په دې هکله به يو حکايت درته وکړم.
حاکم ورته وويل سمه ده زه يې په مينه اورم.

شيخ وویل پخوا زمانه کې يو کس د لرګیو پسې ځنګل ته لاړ، لاره کې يې يو زمرى د کارغه سره په خبرو وليد
سړی بېرته خپل کور ته راوګرځېد.
څو ورځې وروسته بيا د لرګیو په نيت ځنګل ته روان شو دا ځلې يې زمرى د شاهين سره په خبرو وليد، سړى مخامخ د زمري په لور ورغى.
زمري پرې غږ وکړ ودرېږه ای انسانه!
پوښتنه درنه کوم؟
سړی ودرېد زمري ترې وپوښتل ته خو څو ورځې مخکې هم په دې لاره راتللې، خو کله دې چې زه وليدلم وډار شوې او بېرته مخ په کور لاړې، خو دا ځلې ډېر ډاډه زما په لور راغلې علت يې راته ووايه؟
سړي وويل، سمه ده علت يې درته وایم لومړی ځل تاسې د يو پليت مرغه یعنې کارغه سره مجلس کاوه، وډار شوم چې کومه غلطه مشوره درنه کړي، داسې نه چې وبه مې خورې.
خو دا ځل تاسې د مرغانو له پاچا سره مجلس کاوه، نو ډاډه درباندې راغلم ځکه چې يو هوښيار پاچا هېڅ کله بل پاچا ته غلته مشوره نه ورکوي.
زمري وويل آفرين! واقعاً چې تاسې انسانان اشرف المخلوقات ياست.
ريښتيا وايې، څو ورځې مخکې کارغه ليدلی وې
راته يې وويل، ښکار را روان دی چې درنه خطا نه شي
زما هم درته نيت خراب شوی وو.

خو دا ځل شاهين ولیدلې راته يې وويل، پام کوه انسان راروان دی، چې بريد پرې ونه کړې که بريد دې پرې وکړ، نو بيا به يې اولادونه ستاسې بيخ او نبيره له ځنګل نه ورکه کړي.

حاکم په لوړ آواز وخاندل، د شيخ ږيره يې ښکل کړه، چې بلکل همداسې ده زه څه وکړم تاسو مې خواته نه راځئ، خو مفسدين لکه د مچانو په څېر راپسې دي.

مننه
کریم ناصري.

خاموشه ځواب ،کله چې د مقابل لوري علاقه او رابطه درسره مخ په کمېدو شوه، نو پوه شه چې خاموشه ځواب درکوي او نور نه غواړي چې...
25/08/2026

خاموشه ځواب ،

کله چې د مقابل لوري علاقه او رابطه درسره مخ په کمېدو شوه، نو پوه شه چې خاموشه ځواب درکوي او نور نه غواړي چې درسره مزل وکړي، نو ښه خبره دا ده چې له داسې خلکو څخه سل فیصده ځان را ټول کړئ، ولو که د میلیونونو روپیو ګټه هم له لاسه ورکوئ.

مادي ګټه له لاسه ورکړئ، خو شخصیت له لاسه مه ورکوئ.

نوټ: انځور د توجه لپاره.

مننه
کریم ناصري.

اولادونه مو ښوونځیو کې شامل کړئ!د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه د زده کوونکو د نوم لیکنې او جذب بهیر پیلېږي، هیله ده چې خپل...
21/08/2026

اولادونه مو ښوونځیو کې شامل کړئ!

د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه د زده کوونکو د نوم لیکنې او جذب بهیر پیلېږي، هیله ده چې خپل اولادونه ښوونځیو کې شامل کړئ او که په وس مو پوره وه، نو د بې وزلو زده کوونکو لپاره هم د زده کړو زمینه برابره کړئ او هر اړخیز ملاتړ یې وکړئ.

ژوند په علم، تربیه او پوهې سره رڼا کېږي.

مننه
کریم ناصري.
---------------------------١٤٠٥/٥/٣٠-------------
فرزندان‌تان را در مکاتب شامل کنید!
از اول ماه سنبله، روند جذب و ثبت‌نام دانش‌آموزان آغاز می‌شود. امیدواریم فرزندان‌تان را در مکاتب شامل کنید و اگر در توان‌تان باشد، برای دانش‌آموزان نیازمند نیز زمینهٔ آموزش را فراهم ساخته و از آنان همه‌جانبه حمایت کنید.
زندگی با علم، تربیت و دانش روشن می‌شود.

سپاس
کریم ناصری.

نن سهار ،د ناصري انسټیټیوټ د زده کړیالانو په فراغت غونډه کې مو ګډون وکړ. د وینا پر مهال مې ټول درانه فارغان لوړو زده کړو...
20/08/2026

نن سهار ،

د ناصري انسټیټیوټ د زده کړیالانو په فراغت غونډه کې مو ګډون وکړ.

د وینا پر مهال مې ټول درانه فارغان لوړو زده کړو ته وهڅول او هیله مې ترې وکړه، چې خپلو تخصصي زده کړو لپاره اقتصادي ننګونو او مشکلاتو ته تسلیم نه شي او په تحصیلي ډګر کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

همدا راز د ګران دوست او د ناصري خصوصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو بنسټګر او مشر استاد نذیر ناصري څخه مې مننه وکړه، چې د ځوانانو په روزنه کې د زړه له تله هڅې کوي او د زرګونو ځوانانو د روزنې ویاړ لري.

یو ځل بیا یادو درنو فارغانو ته مبارکي وایم او ټولو ته سرلوړي او بریاوې غواړم.

مننه
کریم ناصري.
----------------------١٤٠٥/٥/٢٩-------------
امروز صبح،
در مراسم فراغت دانش‌آموزان انستیتوت ناصری اشتراک کردم.
در جریان سخنرانی، همهٔ فارغان گرامی را به ادامهٔ تحصیلات عالی تشویق کردم و از آنان خواستم که در مسیر ادامهٔ تحصیلات تخصصی خویش، در برابر چالش‌ها و مشکلات اقتصادی تسلیم نشوند و تلاش‌های شان را در عرصهٔ تحصیل و دانش همچنان ادامه دهند.
همچنان از دوست گرانقدر، استاد نذیر ناصری بنیان‌گذار و رئیس مکاتب خصوصی و مراکز آموزشی ناصری، سپاسگزاری کردم که با دلسوزی و از صمیم قلب برای آموزش و پرورش جوانان تلاش می‌کند و افتخار تربیت هزاران جوان را در کارنامهٔ خویش دارد.
بار دیگر فراغت این دانش‌آموزان گرامی را تبریک گفته و برای همهٔ آنان سربلندی، موفقیت و کامیابی آرزو
می‌کنم.

با احترام
کریم ناصری.

ازبکستان، نن مو د ازبکستان، چین او افغانستان هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراختیا په موخه جوړو شویو مراسمو...
15/08/2026

ازبکستان،

نن مو د ازبکستان، چین او افغانستان هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراختیا په موخه جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.

د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت له مشرتابه څخه مننه کوو، چې د درې اړخیزو همکاریو او اقتصادي فرصتونو د رامنځته کېدو په هدف یې ازبکستان کې د یادې برنامې لپاره زمینه سازي وکړه.

مننه
کریم ناصري.
-----------------------------١٤٠٥/٥/٢٤----------
ازبکستان،
امروز در مراسمی که با هدف توسعه روابط اقتصادی و تجاری میان کشورهای ازبکستان، چین و افغانستان برگزار شده بود، اشتراک نمودیم.
از رهبری وزارت صنعت و تجارت افغانستان سپاسگزاریم که با هدف گسترش همکاری‌های سه‌جانبه و ایجاد فرصت‌های اقتصادی، زمینه برگزاری این برنامه را در ازبکستان فراهم نمودند.

سپاس
کریم ناصری.

صحت په برخه کې ستر خدمت ،کابل کې مو د افغان هلت خصوصي روغتون څخه لیدنه وکړه، د یاد روغتون له رئیس او د افغانستان د خصوصي...
09/08/2026

صحت په برخه کې ستر خدمت ،

کابل کې مو د افغان هلت خصوصي روغتون څخه لیدنه وکړه، د یاد روغتون له رئیس او د افغانستان د خصوصي روغتونونو د اتحادیې مرستیال قدرمن سید جمال پاچا ته مو د مبارکۍ ترڅنګ، د روغتون له بېلابېلو برخو څخه مو لیدنې هم وکړې.
یاده دې وي، چې پاچا صاحب په کابل کې د افغان هلت روغتون ترڅنګ د اریانا روغتون مؤسس هم دی، چې د صحت او روغتیا په برخه کې معیاري او پرمختللې ادارې جوړې کړي دي.
رب دې ورته توفیق ورکړي، چې په دې برخه کې د وطنوالو لا زیات خدمات وکړي.

مننه
کریم ناصري.

دې کې شک نشته، چې آزادي ترلاسه کول قرباني غواړي، خو له آزادۍ وروسته خپلواکي او وحدت ساتل په مراتبو قرباني غواړي.معنا داچ...
08/08/2026

دې کې شک نشته،

چې آزادي ترلاسه کول قرباني غواړي، خو له آزادۍ وروسته خپلواکي او وحدت ساتل په مراتبو قرباني غواړي.

معنا داچې، د خپلواکۍ ترلاسه کولو څخه وروسته د خپلواکۍ ساتل ډېره فداکاري غواړي، مثلاً : په موقف کې حوصله ساتل، د ملت زړه ګټل، د فساد او نفس سره کلکه مبارزه کول، د بې وزلو او ناچارو خېټه مړول، له کبر او غرور څخه ځان ساتل، د هېواد اقتصادي او سیاسي ثبات لپاره ملي چتر غښتلی کول، سالم انتقاد ته لبیک ویل، تعلیمي او علمي نهادونو حمایت لپاره مؤثر ګامونه پورته کول، ځوانانو ته د کاري فرصتونو د ایجاد لپاره پراخې هلې ځلې کول، د یتیم اوښکې وچول او ځانونه له هر ډول اداري او اخلاقي فساد څخه ساتل، چې دا ټول د خپلواکۍ د ساتلو لپاره مهم ټکي دي، چې ډېری برخو کې کار شوی، خو لا ډېر کار ته اړتیا لري.

الله ج دې زمونږ ګران هېواد تل آزاده، آباده، با وقاره او باثباته لري.

آمین!
مننه
کریم ناصري.

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د ځوان عزم علمي بنسټ رسنیزه پاڼه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to د ځوان عزم علمي بنسټ رسنیزه پاڼه:

Shortcuts

Share