د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ریاست اجرائیوی شرکت امارتی آبرسانی و فاضلاب شهری

30/08/2026

د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت د اداري فعالیتونو لپاره د لمریزې انرژۍ د کارونې پروژه پرانیستل شوه
درینۍ،سه شنبه ۳ ربیع الاول ۱۴۴۸ هـ.ق کال
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت د هغو فعالیتونو په دوام چې د اوبو رسولو د تولیدي مرکزونو او سایټونو د لمریزې انرژۍ په کارولو سره ترسره کېږي، دا ځل د لمریزې برېښنا د سیستم په نصبولو سره د خپلو اداري فعالیتونو لپاره د اړتیا وړ برېښنا هم له لمریزې انرژۍ څخه تأمین کړه؛ هغه اقدام چې د برېښنا له جنراتورونو او ښاري شبکې څخه د شرکت د اړتیا کچه راکموي.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د همدې موخې لپاره جوړو شوو مراسمو کې وویل: «د ښاریانو لپاره د څښاک پاکو او صحي اوبو د برابرولو ترڅنګ، د سالم او له چاپېریالي ګواښونو څخه پاک چاپېریال تأمینول هم زموږ له مسؤلیتونو څخه دي.»
نوموړي زیاته کړه: «د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت تر دې دمه له شلو څخه ډېر مرکزونه په لمریزو سیستمونو سمبال کړي او هڅه کوي چې په ټولو تولیدي او توضیعی سایټونو او اړوندو ادارو کې له پاکې او دوامدارې لمریزې انرژۍ څخه استفاده وکړي.»
په دوام کې، د امارتی شرکتونو لوی ریاست تجارتي رئیس، مولوي عبدالحلیم صفدر، د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت د مسؤلینو له نوښتونو او اغېزناکو فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ، د دوامدارو خدمتونو وړاندې کولو او د اوبو د سپما په برخه کې یې د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت او د هېواد د ښاریانو پر مسؤلیت ټینګار وکړ.
همدارنګه، د شرکت تخنیکي رئیس، انجنیر ندي‌الله نیازي، د دې پروژې د اهمیت او تخنیکي جزئیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: «د لمریزې انرژۍ کارول، د اړتیا وړ برېښنا د تأمین ترڅنګ، د عملیاتي لګښتونو او د سون‌توکو د مصرف په کمولو او د چاپېریال په ساتنه کې هم مهم رول لرلی شي.»
نوموړي زیاته کړه چې د دې پروژې لګښت له شپږ میلیونه افغانیو څخه زیات دی، چې د شرکت له داخلي بودجې څخه تأمین او د «سباوون کمال لوژستیکي شرکت» له لورې تطبیق شوې ده. په دې سیستم کې ۳۰۰ لمریزې تختې او ۱۶ دستګاوې، چې هره یوه یې ۵ کیلوواټه ظرفیت لري، کارول شوې دي، چې د ورځې شاوخوا ۱۷۵ کیلوواټه او د شپې ۸۰ کیلوواټه برېښنا تأمینوي.
په دې مراسمو کې د ښاري اوبو رسولو شرکت اداري رئیس، شیخ سمیع‌الله نورستاني، د اسلام له نظره د هغو کسانو د مقام په اړه خبرې وکړې چې د اوبو رسولو زمینه برابروي. نوموړي زیاته کړه چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د اوبو رسولو او د اوبو د سپما په اړه ګڼ شمېر احادیث بیان کړي دي.
د مراسمو په پای کې، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د څارنې، ارزونې او پالیسۍ معینیت کفیل ، الحاج ملا محمد هاشم فرهادوال، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم، او د شرکت د مرکزي ریاستونو او آمریتونو د مسؤلینو او یو شمېر کارکوونکو په حضور کې، د یادې پروژې د فعالولو تڼۍ په کېکاږلو سره پروژه رسماً پرانیسته او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه......................؛..................
پروژه استفاده از انرژی خورشیدی برای فعالیت های اداری شرکت امارتی آبرسانی افتتاح گردید
سه شنبه 3 سنبله 1405
به ادامه فعالیت های شرکت امارتی آبرسانی با استفاده از انرژی خورشیدی در سایت ها و مراکز تولیدی آبرسانی، اینک این شرکت با نصب سولر سیستم، برق مورد نیاز فعالیت‌های اداری خود را نیز از انرژی خورشیدی تأمین می‌کند؛ اقدامی که وابستگی به جنراتور و برق شهری را کاهش می‌دهد.
محترم مولوی غلام‌الرحمن کاظیم، رئیس اجرائیوی شرکت امارتی آبرسانی و فاضلاب شهری، در مراسمی که به همین مناسبت در ریاست آبرسانی برگزار شده بود، گفت: «در کنار فراهم‌سازی آب پاک و صحی آشامیدنی برای شهروندان، تأمین محیط سالم و عاری از تهدیدهای زیست‌محیطی نیز از جمله مسئولیت‌های ماست.»
وی افزود: «شرکت امارتی آبرسانی تاکنون بیش از بیست مرکز خود را به سیستم‌های سولری مجهز کرده و در تلاش است تا در تمامی سایت‌های تولیدی و توزیعی و همچنان ادارات مربوط، از انرژی پاک و پایدار خورشیدی استفاده کند.
در ادامه محترم مولوی عبدالحلیم صفدر رئیس تجارتی ریاست عمومی شرکت های امارتی ضمن ابزار قدردانی از ابتکارات و فعالیت های موثر مسئولین شرکت امارتی آبرسانی؛ بر ارایه خدمات پایدار و صرفه جویی آب توسط مسئولیت شرکت امارتی آبرسانی و شهروندان کشور تاکید نمود.
همچنین محترم انجنیر ندی الله نیازی رئیس تخنیکی شرکت در مورد اهمیت و جزئیات این پروژه معلومات ارایه نموده گفت: استفاده از انرژی خورشیدی، افزون بر تأمین برق مورد نیاز، می‌تواند در کاهش هزینه‌های عملیاتی، کاهش مصرف سوخت و حفاظت از محیط زیست نقش داشته باشد.
وی علاوه نمود: هزینه این پروژه که افزون بر شش میلیون افغانی می شود از بودجه داخلی شرکت تامین و با همکاری شرکت لوژِیستیکی سباوون کمال تطبیق گردیده است. همچنین در این سیستم از 300 تخته سولر و 16 عدد بطری 5 کیلووات استفاده شده که حدوداً 175 کیلووات برق از طرف روز و 80 کیلووات برق از طرف شب تامین می کند.
در این برنامه محترم شیخ سمیع الله نورستانی رئیس اداری شرکت آبرسانی پیرامون جایگاه کسانیکه که زمینه آبرسانی را فراهم کنند از دیدگاه اسلام صحبت نموده علاوه نمود: پیامبر گرامی اسلام (ص) بر آب دهی و صرفه جوئی آب احادیث بیشماری بیان داشته است.
در پایان مراسم، پروژه متذکره توسط محترم الحاج ملا محمد هاشم فرهادوال کفیل معیت نظارت، ارزیابی و پالیسی ریاست عمومی شرکت های امارتی، مولوی غلام الرحمن کظیم رئیس اجرائیوی شرکت امارتی آبرسانی و فاضلاب شهری وبا حضورداشت روسا و آمرین مرکزی و جمعی از کارمندان شرکت آبرسانی با فعال کردن دکمه روشن، رسماً به بهره برداری سپرده شد.

26/08/2026

افتتاح #پروژه شبکه انتقال #آب از جاده میوند الی شفاخانه ابن سینای شهر #کابل؛ گامی در راستای ارایه خدمات پایدار

د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت د اداري فعالیتونو لپاره د لمریزې انرژۍ د کارونې پروژه پرانیستل شوهدرینۍ،سه شنبه  ۳  ربیع ا...
25/08/2026

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیاد تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، په دې توګه ټولو خلکو ته ...
17/08/2026

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، په دې توګه ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې دامارتی شرکتونو لوی ریاست اړوند ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست په پام کې لري، د لاندې پروژو قراردادونه د اړوندو شرکتونو سره د ټاکل شوې بیې په بدل کې ورکړي:
لومړی لاټ: د کندز زون د اوبو رسولو اړوند، د بغلان ولایت د پلخمري ښار د اوبو رسولو آمریت د ټرانسفارمرونو لپاره د CT – PT برقي وسایلو د ۱۴ قلمو د تدارک او نصبولو پروژه، د وحدت لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې د جواز شمېره یې ۳۹۲۴۴ او پته یې شهر نو، چهاراهي حاجي یعقوب، کابل ښار ده، د ۲٬۶۳۸٬۳۵۱ (دوه میلیونه، شپږ سوه اته دېرش زره، درې سوه یو پنځوس) افغانیو په مجموعي بیه ورکړل شي.
دویم لاټ: د هرات زون د اوبو رسولو اړوند، د فراه ښار د اوبو رسولو آمریت د تولیدي سایټونو (۳ او ۶) د جنراتور سیسټم د برقي وسایلو د ۹ قلمو د تدارک او نصبولو پروژه، د افغان هیواد نور لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې د جواز شمېره یې ۳۸۵۱۲ او پته یې خیرخانه، ۱۷مه ناحیه، د کابل مرکز ده، د ۸۵۲٬۶۳۲ (اته سوه دوه پنځوس زره، شپږ سوه دوه دېرش) افغانیو په مجموعي بیه ورکړل شي.
یادې پروژې د UWASS-soc/1405/NCB/G/001 داوطلبۍ شمېرې لاندې شاملې دي او د پورته یادو شوو شرکتونو سره به یې قراردادونه ورکړل شي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکم سره سم، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ته، چې پته یې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو، سر تپې سیمه ده، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده او تر پورته ټاکل شوې مودې د بشپړېدو او د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه منعقد کېږي.
//////////////////////
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد
بدین‌وسیله به تأسی از فـــقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطــــلاع عموم رسانیده می‌شود، ریاست اجرائیوی شرکت امارتی آبرسانی و فاضلآب شهـری مربوط ریاست عمومی شرکت های امارتی، درنظر دارد، قـرارداد.لات اول پروژه تدارک و نصب چهارده قلم CT – PT) (وسایل برقی ترانسفارمرهای آمریت آبرسانی شهر پلخمری ولایت بغلان مربوط آبرسانی زون کندز.را با شرکت خدمات لوژستیکی وحدت دارندۀ جواز شماره ۳۹۲۴۴ آدرس: شهرنو چهاراهی حاجی یعقوب شهرکابل را به قیمت مجموعی مبلغ2,638 ,351 دو میلیون وشش صدو سی وهشت هزارو سه صدوپنجاویک افغانی و لات دوم پروژه تدارک و نصب نه قلم وسایل برقی سیستم جنراتورسایت های تولیدی (3 و6) آمریت آبرسانی شهرفراه مربوط آبرسانی زون هرات.را با شرکت خدمات لوژستیکی افغان هیواد نور دارندۀ جواز شماره ۳۸۵۱۲ آدرس:خیرخانه ناحیه ۱۷مرکزکابل، را به قیمت مجموعی مبلغ852,632 شش صدو سی ودوهزارو هشت صدوپنجاو دوافغانی راکه تحت شماره داوطلبی. UWASS-soc /1405/NCB/G/001می باشد.پروژه متذکره را با شرکت های فوق الذکر اعطاء نماید.
اشخاص حقیقی و حکمـــی کـــه هر گونه اعتراض در زمینه داشته باشند، می‌توانند اعتــراض خویش را از تاریخ نشر این اعلان الی پنج روزکاری طــور کتبی توأم با دلایل آن به ریاست اجــــرائیوی شرکـت امارتی آبرسانی و فاضلآب شهری واقع سرتپۀ کارته نو ناحیه هشتم شهر کابل؛ وفق احکام ماده پنجاهم قانون تدارکات ارائه نمایند.
این اطلاعیه به معنی عقد قرارداد نبوده و الی تکمیل میعاد فوق الذکر و طی مراحل قانونی بعدی، قرارداد منعقد نخواهد شد.

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیاد تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، په دې توګه ټولو خلکو ته ...
17/08/2026

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، په دې توګه ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست په پام کې لري، د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ لپاره د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د څښاک پاکو او صحي اوبو د یوې نوې څاه د کیندلو پروژې قرارداد، چې د داوطلبۍ شمېره یې AWSS/1405/NCB/W/013 ده، د زمان زوی ساپي ساختماني او سرک جوړونې شرکت، چې د جواز شمېره یې ۹۸۹۵۱ ده او پته یې ، کابل ښار دهبوري ده، ته د ۱٬۸۷۲٬۱۵۰ (یو میلیون، اته سوه دوه اویا زره او یو سل پنځوس) افغانیو په مجموعي بیه ورکړي. هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکم سره سم، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ته، چې پته یې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو، سر تپې سیمه ده، وړاندې کړي. دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده او تر پورته ټاکل شوې مودې د پای ته رسیدو او د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه منعقد کېږي.
//////////////////////////////////////////////////////
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

بدین‌وسیله به تأسی از فـــقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطــــلاع عموم رسانیده می‌شود، ریاست اجرائیوی شرکت امارتی آبرسانی و فاضلآب شهـری مربوط ریاست عمومی شرکت های امارتی درنظر دارد، قـرارداد پروژه حفاری یک حلقه چاه جدید آب آشامیدنی صحی به عمق ۱۲۰ متر درولسوالی اندخوی ولایت فاریاب راکه تحت شماره داوطلبی. AWSS/1405/NCB/W/013می باشد را با شرکت ساختمانی وسرکسازی زمان زوی ساپی دارندۀ جواز شماره 98951 آدرس: دهبوری شهرکابل، را به قیمت مجموعی مبلغ1,872,150 یک میلیون و هشت صدوهفتادو دوهزارو یک صدو پنجاه افغانی پروژه متذکره اعطاء نماید.
اشخاص حقیقی و حکمـــی کـــه هر گونه اعتراض در زمینه داشته باشند، می‌توانند اعتــراض خویش را از تاریخ نشر این اعلان الی پنج روزکاری طــور کتبی توأم با دلایل آن به ریاست اجــــرائیوی شرکـت امارتی آبرسانی و فاضلآب شهری واقع سرتپۀ کارته نو ناحیه هشتم شهر کابل؛ وفق احکام ماده پنجاهم قانون تدارکات ارائه نمایند.
این اطلاعیه به معنی عقد قرارداد نبوده و الی تکمیل میعاد فوق الذکر و طی مراحل قانونی بعدی، قرارداد منعقد نخواهد شد.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS) له استازو سره وکتلی...
17/08/2026

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS) له استازو سره وکتل

یونۍ / یکشنبه، ۳ رییع الاول ۱۴۴۸ هـ.ق کال
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د اوبو رسولو پروژو د مدیریت، پلي کولو او ساتنې په برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS) له استازو سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې لیدنه کې د UNOPS د دشت برچي د اوبو رسولو پروژې مسؤلې، مېرمن ماریا پاز سایسون، د کابل ښار د دشت برچي د اوبو رسولو پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړې وویل، چې د دې پروژې تمویل د یاد بنسټ له لوري کېږي او د کوریا هېواد یې د پلي کولو مسؤلیت پر غاړه لري.
هغې همداراز ډاډ ورکړ چې د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر هڅه کوي، څو د اوبو رسولو پروژو د پلي کولو او هېوادوالو ته د لا ښو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپلو اړینو همکاریو ته دوام ورکړي.
همدارنګه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، هېوادوالو ته د څښاک پاکو او صحي اوبو د برابرولو په برخه کې د یاد بنسټ له همکاریو څخه مننه وکړه او د ګډو همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
د شرکت اجرائیوي رئیس د اوبو رسولو خدمتونو د ښه والي او پراختیا په برخه کې د نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو، همکاري د شرکت له مهمو اړتیاوو څخه وبلله او د دغو همکاریو پر لا ټینګښت او دوام یې ټینګار وکړ.....................؛...................
دیدار رئیس اجرائیوی شرکت آبرسانی با نمایندگان دفتر خدمات پروژه‌های سازمان ملل متحد (UNOPS)
یک شنبه 25 اسد ۱۴۰۵
محترم مولوی غلام‌الرحمن کظیم، رئیس اجرائیوی شرکت امارتی آبرسانی و فاضلاب شهری، به منظور تقویت همکاری‌ها در بخش مدیریت، تطبیق و حفاظت از پروژه‌های آبرسانی، با نمایندگان محترم دفتر خدمات پروژه‌های سازمان ملل متحد (UNOPS) دیدار و گفتگو نمود.
در این دیدار محترم ماریا پاز سایسون مسئول پروژه آبرسانی دشت برچی (UNOPS) در مورد پروژه آبرسانی دشت برچی شهر کابل که توسط این نهاد تمویل و کشور کوریا مسئولیت تطبیق آنرا به عهده دارد، معلومات ارائه نمود.
وی همچنان اطمینان داد که دفتر خدمات پروژه‌های سازمان ملل متحد تلاش می‌نماید تا در راستای تطبیق پروژه‌های آبرسانی و ارائه خدمات بهتر به شهروندان، همکاری‌های لازم را ادامه دهد.
همچنین محترم مولوی غلام‌الرحمن کظیم، رئیس اجرائیوی شرکت امارتی آبرسانی و فاضلاب شهری، ضمن قدردانی از همکاری‌های این نهاد در راستای فراهم‌سازی آب پاک و صحی آشامیدنی برای شهروندان کشور، بر گسترش و تقویت همکاری‌های مشترک تأکید نمود.
رئیس اجرائیوی شرکت، همکاری نهادهای بین‌المللی به‌ویژه سازمان ملل متحد را در راستای بهبود و توسعه خدمات آبرسانی از نیازمندی‌های شرکت دانسته و بر تحکیم و تداوم این همکاری‌ها تأکید کرد.

جلال‌اباد ښار کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوهپنځنۍ/ پنجشنبه، ۲۹ صفرالمظ...
16/08/2026

جلال‌اباد ښار کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
پنځنۍ/ پنجشنبه، ۲۹ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق کال
جلال‌اباد ښار کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې سترې پروژې د بنسټ ډبره د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مشرتابه، تخنیکي رئیس، ختیځ زون د اوبو رسولو رئیس، یو شمېر مسؤولینو او د امارتي ادارو د استازو په حضور کې کېښودل شوه.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د پروژې د کار د پیل په مراسمو کې وویل: «هېوادوالو ته د اوبو رسولو خدمتونه وړاندې کول زموږ د مسؤولیت ترڅنګ یو ستر ویاړ هم دی. د خوښۍ ځای دی چې دا پروژه د هېواد د خپلواکۍ او آزادۍ ورځې د نمانځنې د پروګرامونو په لړ کې پیلېږي.»
ښاغلي زیاته کړه، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د جلال‌اباد ښار له اووه زرو څخه ډېر اوسېدونکي د څښاک پاکو او صحي اوبو څخه برخمن شي او تمه ده چې د پروژې چارې به په راتلونکو اوو میاشتو کې بشپړې شي.
د شرکت اجرائیوي رئیس همدارنګه د اوبو په سپما او د اوبو رسولو شبکو په ساتنه کې د هېوادوالو پر مسؤولیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په ټول هېواد کې د نوو اوبو رسولو شبکو د پراختیا او د زړو او فرسوده شبکو د بدلولو چارې دوام لري.
د شرکت تخنیکي رئیس، انجنیر ندي‌الله نیازی، وویل: «دغه شبکه ۲۴.۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې پخوانۍ د اوبو رسولو شبکه هم ترمیم شي او د دې ناحیې د زرګونو اوسېدونکو لپاره به څښاک پاکو او صحي اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.»
له بلې خوا، د ختیځ زون د اوبو رسولو رئیس، مولوي یارمحمد محمدي، د دې پروژې د جزیاتو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې دغه پروژه د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ د جلال‌اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د «زاړه څارنوالۍ» په سیمه کې پلې کېږي.
همدارنګه په دې مراسمو کې د ولایت مقام د فرهنګي چارو مسؤول، مولوي سمیع‌الله سمون، د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا په برخه کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له فعالیتونو او هڅو څخه قدرداني وکړه او د ننګرهار ولایت په ټولو سیمو کې یې د اوبو رسولو شبکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
……………………؛...................
سنگ تهداب یک پروژه آبرسانی به ارزش 21 میلیون افغانی در شهر جلال آباد گذاشته شد
پنج شنبه 22 اسد 1405
سنگ تهداب یک پروژه بزرگ آبرسانی به ارزش ۲۱ میلیون افغانی، با حضور مقام رهبری شرکت امارتی آبرسانی و فاضلاب شهری، رئیس تخنیکی، رئیس آبرسانی زون شرق و شماری از مسئولان و نمایندگان ادارات امارتی، در شهر جلال‌آباد گذاشته شد.
محترم مولوی غلام‌الرحمن کظیم، رئیس اجرائیوی شرکت امارتی آبرسانی و فاضلاب شهری، در مراسم آغاز کار این پروژه گفت: ارائه خدمات آبرسانی به شهروندان کشور، در کنار مسئولیت، برای ما یک افتخار بزرگ است و باعث خرسندی است که این پروژه در چارچوب برنامه‌های گرامی‌داشت از روز استقلال و آزادی کشور آغاز می‌شود.
رئیس اجرائیوی شرکت افزود: با تکمیل این پروژه، بیش از هفت هزار تن از باشندگان شهر جلال‌آباد از آب صحی آشامیدنی بهره‌مند خواهند شد و انتظار می‌رود کار آن طی هفت ماه آینده تکمیل شود.
وی همچنین با تأکید بر مسئولیت شهروندان در صرفه‌جویی و حفاظت از شبکه‌های آب‌رسانی، گفت که روند توسعه شبکه‌های جدید و تعویض شبکه‌های فرسوده آبرسانی در سراسر کشور ادامه دارد.
در ادامه، محترم انجنیر ندی الله نیازی رئیس تخنیکی شرکت گفت: این شبکه ۲۴.۵ کیلومتر طول دارد و با تکمیل آن، شبکه قدیمی آبرسانی منطقه نیز ترمیم خواهد شد و زمینه دسترسی هزاران تن از باشندگان این ناحیه به آب آشامیدنی صحی فراهم می‌شود.
از سوی هم محترم مولوی یارمحمد محمدی، رئیس آبرسانی زون شرق، پیرامون جزئیات این پروژه معلومات ارائه کرده، افزود: که پروژه متذکره براساس نیازمندی‌های مردم در منطقه «سارنوالی سابق»، مربوط به ناحیه چهارم شهر جلال‌آباد، تطبیق می‌شود.
همچنین در این مراسم، محترم مولوی سمیع‌الله سمون، مسئول امور فرهنگی مقام ولایت، از فعالیت‌ها و تلاش‌های شرکت امارتی آبرسانی و فاضلاب شهری در زمینه گسترش خدمات آبرسانی قدردانی کرده و بر توسعه شبکه‌های آبرسانی در تمامی ساحات این ولایت تأکید کرد.

13/08/2026

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د خپلو تخنیکي او عملیاتي برخو ترڅنګ، په اداري برخو کې هم د لمریزې برېښنا له سیستمونو ګټه اخیستنه پیل کړې ده.
دغه اقدام د برېښنا او جنراتورونو پر وابستګۍ، د سون‌توکو پر مصرف او عملیاتي لګښتونو د کمولو ترڅنګ، د پاکې او تجدید وړ انرژۍ د پراختیا او د چاپېریال ساتنې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
شرکت پلان لري چې د لمریزې انرژۍ کارونه په خپلو نورو برخو او تأسیساتو کې هم پراخ کړي.

13/08/2026

ویډیو: د ښاري اوبو رسولو شرکت کې د لمریزې انرژۍ پراختیا؛ د پاکې، دوامدارې او کم‌لګښته انرژۍ پر لور مهم ګام

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د خپلو تخنیکي او عملیاتي برخو ترڅنګ، په اداري برخو کې هم د لمریزې برېښنا له سیستمونو ګټه اخیستنه پیل کړې ده.
دغه اقدام د برېښنا او جنراتورونو پر وابستګۍ، د سون‌توکو پر مصرف او عملیاتي لګښتونو د کمولو ترڅنګ، د پاکې او تجدید وړ انرژۍ د پراختیا او د چاپېریال ساتنې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
شرکت پلان لري چې د لمریزې انرژۍ کارونه په خپلو نورو برخو او تأسیساتو کې هم پراخ کړي.

د شرکت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان له مخې د ترسره شویو فعالیتونو د راپور ورکولو غونډه جوړه شوهڅلورنۍ / چهار‌شنبه، 28  صفرا...
12/08/2026

د شرکت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان له مخې د ترسره شویو فعالیتونو د راپور ورکولو غونډه جوړه شوه
څلورنۍ / چهار‌شنبه، 28 صفرالمظفر 1448 هـ.ق کال
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د پالیسۍ او ستراتیژیک پلان آمر، ښاغلي احمد بشیر ناصریار، د یو پریزنټېشن له لارې د ۱۴۰۱ کال څخه تر ۱۴۰۵ هـ.ش کال د لومړۍ ربعې تر پایه پورې د ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د شرکت رهبرۍ مقام، رئیسانو او مرکزي آمریتونو مسؤلینو ته وړاندې کړ.
په دغه راپور کې د شرکت مالي وضعیت د عوایدو او لګښتونو، پراختیايي بودجې او طلباتو په برخو کې؛ په تخنیکي برخه کې د پروژو سروی، ډیزاین او تطبیق؛ په عملیاتي برخه کې د اوبو تولید او وېش، د مېټرونو نصب، د څاه‌ګانو کېندل، د شبکې پراختیا او بدلون، د اوبو معاینه او د خدمتونو د زیاتوالي؛ د فاضلابو په برخه کې د سروی، ډیزاین او عوایدو؛ او په سوداګریزه برخه کې د پخوانیو او نویو مشترکینو شمېر، د خپل‌سرو نلونو تثبیت، له عددي مشترکینو څخه مېټري سیستم ته د بدلون، د پلېټونو نصب، د بلونو وېش او د مشترکینو د GPS ثبت بهیرونه وڅېړل او وارزول شول.
همدارنګه، په اداري برخه کې د تدارکاتي چارو او پروژو د طی مراحلو بهیر، د شرکت تشکیلات او په یادو کلونو کې د کارکوونکو او کارمندانو وضعیت، ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه هم په دقیقه توګه وارزول شول.
په دوام کې، د شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د شرکت د ټولو مسؤولینو او کارکوونکو له هڅو او زحمتونو څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ، وړاندې شوی راپور بریالی وباله او ویې ویل: «د ترتیب شوي راپور او د اوبو رسولو خدمتونو د ښه والي د ګراف له مخې، په ټولو برخو کې، د فاضلابو د مدیریت په ګډون، لا ډېره انګېزه ترلاسه کوو، څو د هېواد د وګړو لپاره د لا غوره او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه زیاتې هڅې وکړو.»
د شرکت اجرائیوي رئیس دغه لاسته راوړنې د شرکت په مرکز او ولایتونو کې د ټولو کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو هڅو او زحمتونو پایله وبلله او د هغوی له همکارۍ او هڅو څخه یې مننه وکړه...............؛..............
جلسه گزارش‌دهی از فعالیت‌های انجام‌شده مطابق پلان استراتژیک پنج‌ساله شرکت برگزار شد
چهارشنبه، ۲۱ اسد ۱۴۰۵
محترم احمد بشیر ناصریار، آمر پالیسی و پلان استراتژیک شرکت، طی یک پرزنتیشن، گزارش فعالیت‌ها و دستاوردهای انجام‌شده طی سال‌های ۱۴۰۱ تا اخیر ربع اول سال ۱۴۰۵ هـ.ش به مقام رهبری شرکت، رؤسا و آمرین مرکزی ارائه کرد.
در این گزارش، وضعیت مالی شرکت در بخش‌های عواید و مصارف، بودجه انکشافی و طلبات؛ در بخش تخنیکی، سروی، دیزاین و تطبیق پروژه‌ها؛ در بخش عملیاتی، تولید و توزیع آب، نصب میتر، حفر چاه، توسعه و تعویض شبکه، تست آب و افزایش خدمات؛ در بخش فاضلاب، سروی، دیزاین و عواید؛ و در بخش تجارتی، تعداد مشترکین گذشته و جدید، تثبیت نل‌های خودسر، تبدیل مشترکین عددی به میتری، نصب پلیت، بل‌دهی و ثبت جی‌پی‌اس مشترکین مورد بررسی و ارزیابی قرار گرفت.
همچنین در بخش اداری، روند طی مراحل امور و پروژه‌های تدارکاتی، تشکیل و وضعیت کارکنان و کارمندان شرکت طی سال‌های یادشده و مشکلات، چالش ها و پشنهادات نیز به‌صورت دقیق مورد ارزیابی قرار گرفتند.
در ادامه، محترم مولوی غلام‌الرحمن کظیم، رئیس اجرائیوی شرکت امارتی آبرسانی و فاضلاب شهری، ضمن ابراز سپاس و قدردانی از تلاش‌های تمامی مسئولین و کارکنان شرکت، گزارش ارائه‌شده را موفقیت‌آمیز عنوان کرده و گفت: «مطابق گزارش ترتیب‌شده و گراف بهبود خدمات آبرسانی، در تمامی بخش‌ها، به‌شمول مدیریت فاضلاب، انگیزه بیشتری خواهیم گرفت تا در راستای ارائه خدمات بهتر و مؤثرتر به شهروندان کشور تلاش‌های بیشتری انجام دهیم.»
رئیس اجرائیوی شرکت همچنین این دستاوردها را حاصل تلاش‌های خستگی‌ناپذیر و زحمات شبانه‌روزی تمامی کارکنان شرکت در مرکز و ولایات دانسته و از همکاری و تلاش آنان قدردانی نمود.

Address

کابل، اتمه ناحیه، کارته نو، د تپې سر
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share