21/08/2026
د حسېب قوای مرکز د مرګ اصلي عاملین په خپله د مقاومت تش په نامه جبهه او د پاکستان د آیایسآی (ISI) ډله ده.
دا کس په پاکستان کې و او له هغه ځایه افغانستان ته د تخریبي کړنو لپاره رالېږل شوی و چې پايله يې تاسو وليده
خو د دې تش په نامه جبهې مشران په خپله په اروپايي هېوادونو کې په ارامۍ ناست دي، د پردیو مېندو زامن د خپلو نا مشروع اهدافو په موخه د مرګ خولې ته ورکوي، او له دا شان ځوانانو له احساساتو څخه ناوړه ګټه اخلي. که دوی رښتیا جرئت لري، نو لطفا په خپله او خپل اولادونه دې د مبارزې ډګر ته راولي، بیا به موږ پوه شو چې تاسې رښتیا مبارزه کوئ، خو موږ باوري يو چې دا جرئت په تاريخ کې به تاسې و نه کړئ
دا خرڅ شوي او د پنجاپ غلامان په لوی لاس افغان ځوانان د استخباراتو په منګولو کې ورکوي او د ورانکارو چارو لپاره یې هېواد ته رالېږي
چې د داسې کړنو پایله به هرومرو همداسې وي، لکه څنګه چې د حسېب قوای مرکز برخلیک شو.
په پای کې پر ځوانانو غږ کوم چې د دغو پلورل شویو او تش په نامه جبهو پر درواغجنو ژمنو ونه غولېږي او خپل ګران ژوند په خطر کې وا نه چوي. دا ټولې د پردیو غلامې او پلورل شوې ډلې دي.