14/12/2018
د مهربان خیریه بنسټ غړو د مرستو ویشلو په دوام کې د دوهم ځل لپاره مټاخان ولسوالۍ ته سفر وکړ او (8085) افغانۍ مرسته چې شاولي باوری له هند رالیږلي وه همدې غریبي، بېچاره، یتیمو بچو ته ورسوله او هغوی ته مو پرې د اړتیا وړ توکو واخیستل.
دغه راز مو د یتیمو بچو د کوټ او بوټ لپاره چې دوی نه درلودل یؤ څه اندازه نغدي پیسې ورکړي.
خدای ﷻ وایي: د یؤ مظلوم زړۀ خوشحالول زما په دربار کې دومره مقام لري، لکه کعبه شریفه چې جوړه کړي؛ نو هغو ځوانانو او مشرانو ته دې خدای ﷻ اجر ورکړي چې له یاد بنسټ سره یې مرسته کړې ده او نورو ته توفیق غواړو چې مرسته وکړي.
نور حال په ویډیویي راپور کې لیږ ځنډ وروسته درکوو.
اړیکې شمېرې:
0093794833093 / 0093744244122 / 0093773836990
درنښت
د نشراتو مدیریت