20/05/2026
د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ، غوښتنې او غبرګونونه
د ایران او امریکا اړیکې له سخت سیاسي او امنیتي کړکېچ سره مخ دي. دواړه لوري سخت شرطونه وړاندې کوي او لا هم د نرمښت نښې کمې دي.
د ایران غوښتنې:
* د هر ډول برید پر ضد نړیوال ضمانت چې بیا پوځي اقدام ونه شي
* په سیمه کې، په ځانګړي ډول لبنان سره اوربند
* د هرمز تنګي د تګ راتګ پر مهال د اقتصادي ګټې او د تنظیم ځانګړی میکانیزم
* د ټولو نړیوالو بندیزونو لرې کول
* د شاوخوا ۶۰ تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو پورې کنګل شوې شتمني چې د امریکا او متحدینو له خوا (په ځانګړي ډول په سویلي کوریا، جاپان او اروپا کې) بنده شوې، آزادول
د امریکا غوښتنې:
* د ایران د اټمي پروګرام د لوړ کچې غني کولو بندول
* له هغو ډلو سره د اړیکو پرې کول چې امریکا یې ترهګرې ګڼي
* د هرمز تنګي بې قید او شرطه د نړیوالو کښتیو لپاره خلاص ساتل
* په سیمه کې د ایران د پوځي او سیاسي نفوذ محدودول
پوښتنه دا ده چې څوک به لومړی نرمښت وښيي؟
په اوسني حالت کې دواړه لوري سخت دریځ لري. بشپړ توافق په لنډ مهال کې ستونزمن ښکاري، خو محدود او لنډمهاله تفاهمونه ممکن دي. دا یو اوږدمهاله او ډېر پېچلی کړکېچ دی.