Hameed Miakhil Money Service Provider

Hameed Miakhil Money Service Provider انتقال و دریافت پول از کشورهای خارجی و ۳۴ ولایات کشور در پنج دقیقه

د کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پېغام!بسم الله الرحمن الرحیم  حمید میاخېل د صرافۍ او پولي خدمتونو شرکت ویاړي چې د روژې م...
09/04/2024

د کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پېغام!
بسم الله الرحمن الرحیم
حمید میاخېل د صرافۍ او پولي خدمتونو شرکت ویاړي چې د روژې مبارکې میاشتې په تېرېدو او د نیکمرغه کوچني اختر په را رسېدو سره د افغانستان غم ځپلي, متدين او دردېدلي ولس ته د کوچني اختر مبارکي وایي او د الله تعالی له عظیم دربار څخه په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات دروازو د پرانیستلو غوښتنه کوي.
لوى څښتن تعالى دې زموږ د ټولو متدینو ولسونو عبادتونه، روژې، صدقې، خيراتونه او دعاګانې په خپل عظیم دربار کې قبولې او منظورې کړي.
هیله مند یو چې د دې نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو سره مو د خلکو ترمنځ د لازياتې خوشحالۍ، ورورولۍ، نېکمرغۍ، سولې، امن او ثبات څپې لا را ژوندۍ کړي.
نو په همدې موخه حمید میاخېل د صرافۍ او پولي خدمتونو شرکت په کور دننه او بهر د افغانستان زورېدلي, باتور او ميړنى ولس درنو او باعزته افغانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وايي.
تل دې وي افغانستان !
په درنښت
حمید میاخېل د صرافۍ او پولي خدمتونو شرکت

يو سړي چې خالصې شېدې يې خرڅولې او په شېدو کې به يې اوبه نه گډولې. له همدې امله يې  د شيدو اخستونکی ډېر وو او پرې پوره ډا...
10/01/2018

يو سړي چې خالصې شېدې يې خرڅولې او په شېدو کې به يې اوبه نه گډولې.
له همدې امله يې د شيدو اخستونکی ډېر وو او پرې پوره ډاډمن وو.
يوه ورځ يې له ځان سره فيصله وکړه، چې ورځنۍګټه بايد زياته کړم.
نو په شېدو کې يې اوبه ګډې کړې او شېدې يې لکه پخوا په خپلو د شيدو اخستونکی خرڅې کړې.
د شيدو اخستونکی په هغه ډاډمن وو، نو دغه شېدو ته چې اوبه ورسره ګډې شوې وي ، متوجه نه شول.
د هغه ګټه په دې ورځ دوه چنده شوه، هغه د دوه چنده ګټې نه خوشاله و او په خوشالۍ کور طرف ته بېرته روان شو.
په لاره کې ستړي شو نو د لارې سره خوا کې د يوې ونې لاندې د استراحت له پاره کېناست.
دغې لارې سره نږدې د اوبه يو نهر هم بهيده، هغه د پيسو کڅوړه په ځمکه کيښوده ، لږ وخت وروسته ناڅاپي يو بيزو را ښکاره شوه او د پيسو په کڅوړه يې ور ټوپ کړل او کڅوړه يې وتښتوله .
هغه بيزو ته ډېره عاجزي ښکاره کړه، چې کڅوړه بېرته ورکړي خو بيزو دا کار ونه‌کړ.
بيزو د پيسو کڅوړه خلاصه کړه او يوه درهم به يې هغه ته غورځوه او بل درهم يې د اوبه نهر ته غورځوه.
په دې ترتيب کڅوړه له پيسو تشه شوه.
هغه کور ته ستون شو او پاتې پيسې يې وشمارلې.
ويې ليده چې هغومره پيسې ورته پاتې دي څومره يې چې مخکې ګټلې
( دخالصو شيدو پيسې پاتې وې او د اوبو پيسې نه وې پاتې )
(مال الحليب للحليب ومال الماء للماء).
هغه په خندا شو او ويې ويل : دشېدو پيسې شيدو ته پاتې شوې او د اوبو پيسې اوبو ته ولاړې.
د خلکو اعتماد او ډاډ ستا له پاره لويه خزانه ده .
د خلکو سره داسې معامله کوه چې الله ﷻ هم درنه خوښ وي او خلک هم خوښ وي.
دخلکو سره دوکه مه کوه دهغوي دباور او ډاډ نه غلطه استفاده مه کوه .
حمیدالله میاخیل

04/01/2018

دجمعی مبارکه شپه ده
درود شريف په ستر لارښود حضرت #ﻣُﺤــَﻤﺪٍﷺ وواياست.

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ،إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِید

دا ټولې پیسې ته واخله!يوه ميرمن چې، د سرطان په ناروغۍ اخته وه. له یوه ډک بکس پيسو سره ډاکټر ته راغله او ورته يې وويل: دا...
01/01/2018

دا ټولې پیسې ته واخله!

يوه ميرمن چې، د سرطان په ناروغۍ اخته وه. له یوه ډک بکس پيسو سره ډاکټر ته راغله او ورته يې وويل: دا پيسې واخله خو زما ژوند وژغوره!
ډاکټر وويل: په بخښنې سره مونږ څه نشو کولاى، ستا ناروغي اخر حد ته رسيدلې.
ښځه هم ډيره غوسه شوه او د پيسو ډک بکس يې د دهليز په لور وغورځاوه او په چيغو يې پيل وکړ...

نو د داسې پيسو فايده څه ده؟
په دې پيسو صحت نشو اخيستلاى.
په دې پيسو وخت نشو اخيستلاى.
پدې پيسو ژوند نشو اخيستلاى.
پدې پيسو خوښي او مينه نشو اخيستلاى.

په هر حالت کې بايد د خپل صحت او سلامتيا شکر ادا کړو. د هر نعمت په ارزښت هغه وخت پوهيږو چې، له لاسه يې ورکړو.
انسانان د دوو نعمتونه په هکله هميشه بې غوره دي، لمړی صحت او دوهم موقع (وخت).

ګرانو وروڼو او خویندو!
وخت او صحت دواړه د الله تعالى ډېر ستر نعمتونه دي، راځئ چې همدا اوس ترې کار واخلو، هسې نه چې راڅخه واخیستل شي، بیا به ورپسې ډېر ارمان وکړو!

یوه غوښتنه:
-که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً په کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!

یادونه:
که غواړۍ نور په زړه پورې اسلامي معلومات او ښایسته پند لرونکې کیسې ولولئ؛ نو (حمیدالله میاخېل) فسبوک پاڼه لایک (خوښه) کړئ.

16/11/2017

د جمعې مبارکه شپه ده خپل زړونه په درود شريف ويلو سره تازه کړئ.
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ،

رښتینې ملګرتیا!یو ډیر شتمن ځوان چې، پلار یې د زرو، جواهرو او قیمتي کاڼو تجارت کاوه، زوی یې د دنیا له زیاتو نعمتونو څخه ب...
15/11/2017

رښتینې ملګرتیا!

یو ډیر شتمن ځوان چې، پلار یې د زرو، جواهرو او قیمتي کاڼو تجارت کاوه، زوی یې د دنیا له زیاتو نعمتونو څخه برخمن وو، له ښه ژوند سره یې خورا ډیر ملګري درلودل او په هغو به یې هم ډېر زیات لګښت کاوه، د هغو به یې خورا زیات احترام کاوه، په رښتیا یې ښه ملګرتیا ورسره پاللـه. شپې او ورځې تېرېدې، آخر د خدای خوښه داسې وه چې، د دې ځوان د کور مالي حالت مخ پر خرابېدو شو او دومره خوار او غریب شو چې، هیڅ یې هم نه لرل.

ځوان د کار او مزدورۍ په لټه کې شو، په تنګسیا کې سړي ته خپلوان او ملګري وریادیږي، د ملګرو په اړه یې پوښتنه پیل کړه اخر یې معلومه کړه چې، یو ډیر نږدې او خوږ ملګری یې خورا زیات شتمن شوی دی او دومره زیات چې شتمنۍ او جایدادونه یې له شمار او حساب اوښتي دي، ځوان د هغه په لور په دې نیت روان شو چې، څه مرسته به ورسره وکړي او یا به کوم کاروبار ورته برابر کړي.
خوار شوی شتمن ځوان د خپل خوار شتمن شوي ملګري دروازې ته ورسید، خادمان یې راووتل، ده ورته وویل: د کور څښتن ته ووایه چې، ستا پخوانی خوږ او نږدې ملګری راغلی دی او غواړي تا سره وویني. د هغه خادمانو خبر ورکړ چې، ستا فلانی نومی ملګری په دروازه کې ولاړ او تاسره لیدل غواړي. هغه له کوره له یوې کړکۍ څخه دباندې راوکتل او ویې پیژانده؛ خو چې د ده څیرې جامې او بد حالت یې ولید؛ نو خادمانو ته یې وویل: ورته ووایئ چې، هغه په اوس وخت کې له هیچا سره هم لیدل نه غواړي!
خوارکی ځوان هک حیران شو او په دې حیرانتیا کې بیرته نا امیده روان شو، تیر وختونه او له ده سره د ملګرتیا کیسې یې ذهن ته راوبللې، او د هغه موجوده سوړ او ناوړه چلند یې د خپګان او غوسې درجې یو سل اتیا ته ورسولې. له ځانه سره یې وويل: چې اخر ولې انساني اخلاق دومره په زوړ شول؟ انسان ولې دومره احسان هیروونکی او ناشکره شي؟ دا راز ډیرې (ولې، ولې) یې په ذهن کې اړولې او له درد او دوکه ډک زړه یې خپل کور او کلي ته نږدې کړ.
کور ته لا نه و رسیدلی چې، درې کسان یې وموندل، هغوی داسې ښکاریدل لکه؛ په چا پسې چې ګرځي، له ده یې پوښتنه وکړه چې، فلانی د فلاني زوی مو ضرور پکار ده، ده ورته وویل: زه ده هغه زوی یم؛ خو هغه وفات شوی دی، سړي حیران پاتې شول او (انا لله و انا الیه راجعون) یې وویلې او ده ته یې وویل: موږ له هغه سره ګډ کاروبار کاوه، له موږ سره یې یو څه ارزښتناک جواهر پاتې دي، اوس به هغه تاته در وسپارو، یوه کڅوړه یې هغه ته ورکړه او هغوی یې رخصت کړل.
ځوان له ترخو حیرانتیاوو وروسته په خوږو حیرانتیاوو واوښت، کاڼي ده هم پیژندل رښتیا هم ډیر ارزښتناک او قیمتي کاڼې وو، دومره قیمتي چې په لنډه سیمه کې یې چا بیه نشوه پوره کولی، نیت یې وکړ چې معلوم لوی ښار ته یې یوسي، په همدې نیت کې و چې، یوه بوډۍ ښځه یې کور ته راغله او ورته یې وويل: یو ډول قیمتي کاڼې یې په کار دي، که یې چرته پیدا کړل هر څومره پیسې چې وي پریکوي یې، ځوان خپل کاڼي ورښکاره کړل، بوډۍ ورته وویل: چې همدا دي! هغې ورته وویل: اوس د دوو کاڼو بیه پریکولی شم د نورو نلرم، دوه یې واخیستل او خورا زیاتې پیسې یې وګټلې. بوډۍ روانه شوه او د خوار ځوان کور له ډیرو پیسو او ارزښتناکو جواهرو ډک شو. ځوان کارو بار زیات کړ او بیرته د مال او شتمنۍ ورمخه شوه او بېکچه شتمن شو.
د خپل ملګري بې فايي یې له یاده نه وتله، یوه ورځ یې په یوه ټوټه کاغذ دوه بیتونه ورته ولیکل او ور ویې لیږل، په هغو بیتونو کې یې ورته ویلي و چې، د سپکو او بې وفا خلکو ملګرتیا مې وکړه، چې د خلکو په منځ کې په چالونو وخت تیروي، زه چې شتمن وم هغوی به ستایلم او زما عزت به یې کاوه خو چې، غریب شوم دښمني يې راسره پیل کړه. ملګري ته یې چې دا بیتونه ورسیدل د هغې ټوټې په شا هغه هم څو ځوابي بیتونه ورته ولیکل او هغه داسې وو:
ته ما له خپلې دروازې څخه د دې له پاره وشړلې چې، ستا حالت ډیر کمزوری و او ما ویل چې په دې بد حالت کې زما سره کښینې؛ نو وبه شرمیږې، ته اوس هم زما ورور او زما د زړه سر یې، که یې نه منې هغه درې کسان ما درلیږلې وو چې، تاته یې د ارزښتناکو جواهرو کڅوړه درکړه، او هغه بوډۍ چې له تانه یې دوه کاڼي واخیستل هغه زما مور وه!

ګرانو ورونو او خویندو!
ښه ملګرتیا او ښه ملګری د الله تعالی ځانګړې پېرزوینه ده. د دین او دنیا په ټولو چارو کې د ملګري حیثیت د یوه محرک په څېر وي چې، هم دې تر ټولو خلکو وړاندې کولی شي او هم دې وروسته پاتې کولی شي.

بې ملګري ژوند که هر چېرې وي مګر نیمکړی، بې کیفه او بې خونده وي.

ځکه یو ملګری د یو شخص لپاره د هغه پېژاند، د څنګ ښکلا او د ژوند یې مهم راز بلل کېږي.

که یو څوک ښه ملګری په ژوند کې ونه لري؛ نو دا په دې معنا چې، دی په ځان کې نیمګړتیاوې لري او ژوند یې خورا نیمګړی وي.

که غواړې چې تل اتل او خپل ژوند ته لا ښکلا ور په برخه کړې؛ نو راشه خپل ځان ته داسې یو ملګری پیدا کړه چې، د سترګو اوښکې دې په خپلو لاسونو پاکې او تر څنګ يې د آرامۍ احساس وکړې. راشه نن د یو ښه او ښایسته ملګري په لټه کې شه!
چې ستا د درد په لېدو ستا د خوشحالولو او خندولو لپاره په هر حال تیار و اوسي.

داسې یو ملګری چې له ځان نه هم ډېر په تا او ستا په ملګرتیا باور ولري.

داسې ملګری چې د ګمراهۍ له تیارې دې را ایسار او د هدایت رڼاوو ته دې برابر کړي.

هو! ملګرتیا هنر ته اړتیا نه لري، بلکي پاک زړه او باور ته اړتیا لري!

خو ډیر خلک بیا پاک زړه او باور نه لري؛ نو هڅه وکړه تر څو ځان ته پاک زړی او یو ښه باوري شخص پېدا کړې.

ځکه ښه ملګری د هغې ملایکې په څېر ده، چې انسان د کامیابۍ تر آسمانونو رسوي. او د ژوند موخو ته د رسېدلو لپاره یې د سمې لارې په ښودلو کې د لارښود په څېر اوږه په اوږه او پل په پل قدم ږدي او د نړۍ ټوله سوکالي، خوشحالي او آرامي یې په لمنه کې ور آچوي.

هر څوک د ژوند ملګری مه جوړوه! خو که ملګری دې ورته وویل، بیا یې د چا په مخکې بد مه وایه! ځکه چې ملګرتیا د کتاب په څیر ده! سوځیدل یې څو ثانې، مګر لیکل یې بیا کلونه كلونه وخت نیسي.

هڅه وکړه تر څو خپل ښایسته ملګري ته په زړه کې ځای ورکړې؛ ځکه غوره ملګری لکه؛ ملغلره داسې وي، له ملغلرې څخه که وړه ذره هم ماته شوه؛ نو ټول ارزښت له لاسه ورکوي، چې ښایي ښې پایلې ونه لري.

له ملګرو پرته د انسان ژوند دومره تش او بې خونده وي لکه؛ په یو ځای کې چې یواځې یو څو دېوالونه راچاپېر وي او په منځ کې یې هېڅ هم نه وي.

ځکه چې ملګری د ژوند خوشحالي او ښکلا ده، او په شتون یې انسان دومره تازه وي؛ لکه په وچه او شاړه دښته چې باران وشي او په هغه باندې تازه ګلان وغوړیږي.

هر انسان د خپل دوست او ملګري په دین او طریقه باندې وي؛ نو په دې وجه له یو چا سره د دوستۍ او ملګرتیا څخه وړاندې، ښه غور او فکر کول اړین دي، چې له چا سره باید دوستي او ملګرتيا وشي.

Hameedullah Miakhil

31/10/2017
د هغه ليوني کيسه چې د وخت پاچا يې بې ځوابه کړژباړن: قاري هاشميد هارون الرشيد د خلافت په زمانه کې د بهلول په نامه يو ليون...
08/07/2017

د هغه ليوني کيسه چې د وخت پاچا يې بې ځوابه کړ
ژباړن: قاري هاشمي
د هارون الرشيد د خلافت په زمانه کې د بهلول په نامه يو ليوني ژوند کاوه، هغه له نورو انسانانو څخه متفاوت ژوند درلود، د هغه د ژوند يوه نا اشنا کيسه داسې ده چې، يوه ورځ هارو ن الرشيد وليد چې دی په هديره کې د قبرونو په منځ کې ناست دی، نو هارون الرشيد ورته په ټوکو وويل، ای بهلوله! ته خو ليونی یې، ته به کله هوښيارېږې؟
بهلول پورته شو او يوې ونې ته وخووت او بيا يې په لوړ اواز باندې په هارون الرشيد غږ وکړ، ای هارونه، ای ليونيه! ته به کله هوښيارېږې؟
هارون الرشيد په خپل اس باندې سپور ونې ته راغی او ده ته يې وويل، زه ليونی يم که ته ليونی يې چې ټوله ورځ په هديرو کې ناست يې؟
بهلول وويل: زه ليونی نه مګرهوښيار يم
هارون وويل: هغه څنګه؟
بهلول وويل: زه په دې پوی شوی يم، چې ستا د پاچاهۍ دغه قصر نړېدونکی دی او دا «قبر» باقي پاتې کېدونکی دی، تا خپل قصر اباد کړی مګر خپل قبر دې ويجاړ کړی دی، نو ته دا بده ګڼې چې له ابادۍ څخه ويرانۍ ته ولاړ شې، سره له دې چې ته پوهېږې چې دې ځای ته ستا ورتلل حتمي دي.
اوس ته ووايه چې زه ليونی يم او که ته؟
هارون الرشيد د بهلول خبرو ولړزاوه او دومره يې وژړل چې ږيره يې په اوښکو لمده شوه او ويې ويل چې « والله انک لصادق» په الله قسم ته رښتينی يې.
بيا هارون الرشيد وويل: ای بهلوله! ماته نور نصيحت وکړه.
بهلول وويل: د الله (ج) کتاب درته کفايت کوي همغه ټينګ ونيسه.
هارون: ستا کوم حاجت شته چې زه يې پوره کړم؟
بهلول: هو درې حاجتونه دي که پوره دې کړل؛ نو زه به ستا احسان مند يم.
هارون: مهرباني وکړه.
بهلول: عمر مې زيات کړه.
هارون: داسې خو نه شم کولای.
بهلول: له ملک الموت څخه مې وژغوره.
هارون: دا هم نه شم کولای.
بهلول: جنت ته مې داخل کړه او له جهنم څخه مې وژغوره.
هارون: له دې هم ناتوان يم.
بهلول: پوی شه، نو چې ته غلام يې پاچا نه يې، زه تا ته اړتيا نه لرم.
حميدالله مياخيل

د رحمتونو میاشت مو مبارک شه.
22/05/2017

د رحمتونو میاشت مو مبارک شه.

Address

Kabul
0000

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93782825982

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hameed Miakhil Money Service Provider posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Hameed Miakhil Money Service Provider:

Share