27/01/2024
زما د ژوند تجربې
پوه شوم چې تل هغه څه نه ترلاسه کیږي چې تل یې غواړو...!
پوهېدم، هر څوک چې درسره وي، حتمي نه ده چې "ملګری" دې وي!
پوه شوم، له چا چې په لومړي نظر کرکه/نفرت کوو، یوه ورځ یو ښه ملګری/دوست کیدلې شي... !
پوه شوم چې بې تفاوتي تر ټولو ستر غچ دی...
نفرت یو ډول ګناه ده...
خوشحالي کم راځي او غمونه په ژوند کې ډیر وي...!
غرور تر ټولو لوی دښمن دی...
خدای تر ټولو ښه ملګری دی ...
کورنۍ تر ټولو لوی چانس دی...
روغتیا تر ټولو لویه شتمني ده...
ښځه یو غوره خدایی نعمت دی...
پوه شوم چې "پریښودل" تل د نفرت له امله نه وي...
د چا چې ژبه نرمه وي، د هغه زړه هم نرم وي.
هغوی چې اخلاق یې تېز وي، مادیات یې سخت وي!
څوک چې ډیر خاندي، هغه دننه ډیر ژاړې!
ظاهر په باطن کې ثبوت نه لري...
پوه شوم چې له ډېرو سره جنګ کول هسې تېروتنه ده...
پوه شوم چې ډېر ځله دې هيلې په ژړا او زاريو هم نه پوره کېږي...
پوه شوم چې ځینې وختونه د زیاتو ملګرو شتون کې تنهایې وي!
ځینې وختونه تاسو هغه خلک یادوئ چې تاسو ورسره مینه درلوده...
کله کله تر ټولو ښه دوست تر ټولو بد دوښمن جوړ شي.