ایزي کنیکټ (Easy Connect)
ایزي کنیکټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت (MCIT)، اترا (ATRA) او آیسا (AISA) سره راجستر ده (د جواز شمېره: D-47171)، د افغانستان یو مخکښ او تجربهلرونکی انټرنیټ خدمتونه وړاندې کوونکی شرکت دی. دا شرکت په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د دې لپاره تاسیس سو چي د افغانستان په ټولو سیمو کي د بې سیم، ويسَټ (VSAT)، وایمېکس (WiMAX) او مایکرووېو له لاري چټک او باوري انټرنیټي خدمتون
ه وړاندي کړي.
ایزي کنیکټ د افغانستان لومړی د ښځي لخوا ملکیت لرونکی انټرنیټي شرکت دئ، چي همدارنګه په دې برخه کي مخکښ رول لري. د دې شرکت چاري د داسي مسلکي او مجرب ټیم لخوا پرمخ وړل کېږي، چي له یو لسیزې زیات تجربه لري او د کورنیو او نړیوالو ادارو سره یې د آیاېس پي (ISP) او آی سي ټي (ICT) په مختلفو برخو کي کار کړی دئ. دغه ټیم په ډېرو ستونزمنو سیمو کي د بېلابېلو پروژو د تطبیق پراخه تجربه لري.
زموږ تمرکز پر دې دئ چي انعطاف من او د اړتیا مطابق برابرېدونکي خدمات او حللارې رامنځته کړو، تر څو د هرې سوداګري ادارې اړتیا پوره کړو، پرته له کوم محدویت.
موږ خپلو مراجعینو ته د معیاري، خوندي او باثباته شبکې له لاري، عصري او پراخ انټرنیټي خدمتونه او حللاري وړاندي کوو. شرکت هڅه کوي تر ټولو لوړه د مراجعینو رضایت ترلاسه کړي، چي دا کار د باوري سیسټمونو، چټکو ځوابونو، ژر فعاله کېدو، مناسب اسنادو او پرمختللو ازمویني او تحلیل وسایلو او لابراتوارونو په وسیله تر سره کوي.
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when Easy Connect ISP - Kandahar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.