19/07/2017
وروسته له درې ورځو نن د ارګ فیسبوک چلونکوته!
دافغانستان متحدملت ګوند یو آزاد او مستقل ګوند دی چې دځوان رهبر الحاج عبدالرحیم ایوبی له خوا رهبري کيږي پدې ورځو کې د ایوبي صیب آخرنی سیاسي فعالیتونو څخه ځني په قصدي ډول غلط تعبیرونه او غلط اطلاع رسونه په رسنیو کې کوي, او ښاغلی ایوبي صیب چې تل یې د یووالي غږ پورته کړی او ټول قومونه سره ورونه بولي غواړي چې دې ته یې اړ کړي چې د یو پښتون په صفت له نورو قومونو سره تقابل ته ولاړ شي, خو د ایوبي صیب تګلاره, ضمیر او وجدان به دا هیڅ کله و نه مني او هیڅ کله به دا کار ونکړي, او تل به د ملت یووالي لپاره کار کوي و زیار به باسي.
د ایوبي صیب آخرنی سیاسی فعالیتونه په دې ډول دي.
جنبش رستاخیز څخه حمایت
سوال دا دی چې څه ډول حمایت?
د ګوند رهبری شورا له فیصلې وروسته د رستاخیز مشران له رهبر صیب سره یې لیدنه وکړه, او یو تفاهم ته سره ورسیدل, چې موږ به تل له مشروع غوښتنو دفاع کو او له غیر مشروع کړنو څخه به ددې تر څنګ چې دفاع نه کو مخنوی ته یې چمتو یو,هغه دا چې هیڅ کله به سړکونه نه بندوی, د یو خاص قوم او شخص په نوم په شعار نه ورکوی او هغه کسان چې له ملي تظاهرات څخه شخصي ګټه پورته کوي باید تحریم شي او که چیرې په تفاهم نامه باندې عمل ونه کړی موږ ستاسو څخه هیڅ کله حمایت کولای نشو اونه یې کو.
کندهار ولایت ته سفر د څه لپاره و?
کندهار ولایت ته سفر, ملت یووالي ته رابلل او دافغانستان پوځي ځواکونو او د هغوی کورنی او یتیمانو څخه دفاع کول و , ترڅنګ یې حکومت مشرانو باندې غږ کول هغوی اتفاق او اتحاد ته رابلل و.
خو ځني دا لیکلي و چې ایوبي صیب د جنرال دوستم,محقق او عطامحمد نور له ائتلاف څخه د حمایت په مناسبت دا غونډه جوړه کړې وه موږ دا وایو چې د نجات ائتلاف دملت لپاره نه بلکه د شخصي ګټو د خونديتوب او دقدرت تداوم لپاره جوړ شوی ځکه ائتلاف هغه کسانو جوړ کړی چې رسما په حکومت کې دندې لري, موږ هغه وقت دې ته یو سالم ائتلاف ویلای شو چې دوی خپل دندو څخه استعفا وکړي, د کندهار غونډه ائتلاف سره هیڅ ډول تړاو نه لري او هیڅ کله به یوځای نه شي, خو که چیرې دا حکومتي مشران یوځای کار کولای نشي لاره د حل ملي اجماع ته مخه او دجرګې راغوښتل دي.
ولې دافغانستان متحدملت ګونددحکومت منتقددی?
موږ په انتخاباتو کې د تحول او تدام ټیم نه په کلکه ملاتړ وکړ, او په لومړنۍ غونډه کې مو داکترصیب غني ته وویل که چیرې تاسو دملت په رایو معامله وکړه لومړنی کسانو له جملې څخه به یو چې تاسره به مخالفت کوي.
خو وروسته له انتخاباتو غني د ملت په پاکو رایو باندې معامله وکړه او د اساسي قانون په خلاف له مخالف ټیم سره یې سیاسي هوکړه لیک لاسلیک کړ او موږ یې هم په خلاف ودریدلو, د غني حکومت کې ولایتونه سقوط وکړ,%50 خاوره دښمن په لاس کې زرګونه کورنی له شمال, مشرقی او جنوبي ولایتونو څخه د جګړو له امله کډن او په بد حالت کې ژوند کوي, په زرګوه ځوانان مو شهیدان, ماشومان مو یتیمان او خویندې مو کوڼدې خو ولسمشر هیڅ ډول برنامه نه لري, او په ټول افغانستان کې په درې کلونو کې هیڅ زیربنایی پروژه نه دی عملي شوی, هرڅه د کاغذ په مخ پراته دي.
اوس تاسو قضاوت وکړی, که ددې مظلوم ملت څخه موږ دفاع ونکړو څوک یې کوي? که دملت غږ موږ تر کاڼه چارواکو ونه رسو څوک یې رسوي?
زموږ غوشتنه له ملت څخه دا دی چې لږ په هوش کې راشی ترکله به دا ناخوالې وي?.
نن څو کسان چې د ارګ فیسبوک چلونکي دي زموږ په اړه منفي تبلغات کوي او غواړي چې عامه ذهنیت بدل کړي, خو موږ تل خپل ولس څخه دفاع کړی او تل به دفاع کو.