عمري تجارتي او ساختماني شرکت

عمري تجارتي او ساختماني شرکت د عمري تجارتي او ساختماني شرکت رسمی فیسبوک پاڼه

05/12/2025

ملي تجار الحاج محمد عیسی عمري تېره شپه ناوخته د عمري دارالایتام له یتیمو زده‌کوونکو سره ځانګړې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کي نوموړي د ماشومانو د تعلیم، روزني او ښه ژوندانه لپاره د خپلو مرستو او خدمتونو د دوام ډاډ ورکړ.

همدا رنګه یې د یتیمو زده‌کوونکو ستونزي واورېدې او د هغوی د حل لپاره یې لازمي لارښووني وکړې.

01/12/2025

روغپال عمري معالجوي روغتون

دلته د تجربه لرونکو متخصصینو تر څارني لاندي معیاري درملنه، دقیق تشخیص، عصري لابراتوار، او ۲۴ ساعته عاجل خدمتونه برابر دي.

زموږ موخه د ناروغانو چټکه درملنه، کره پاملرنه او په لوړ کیفیت سره د خدماتو وړاندي کول دي.

روغپال عمري معالجوي روغتون کي د پاک، آرام او مطمئن چاپېریال تر څنګ، هر مریض ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

ستاسو روغتیا زموږ لومړیتوب دی.

پته:
هلمند ولایت غازي محمد ایوب خان ښارګوټی.

24/11/2025

عمري ښارګوټي کي رغنیزي پروژې دوام لري…

د سړکونو معیاري جوړول زموږ لومړیتوب دی، ددې سړکونو کارونه په چټکۍ روان دي.

د سړکونو دغه پروژې به د یاد ښارګوټي خلکو د تګ راتګ اسانتیاوي زیاتي او د ښارګوټي بڼه به نوره هم معیاري کړي.


#ګریشک
#هلمند
#آبادي
#پرمختګ

22/11/2025

الحاج محمد عیسی عمري د عمري روغتیایي علومو انستیتوت له مسؤولینو او محصلینو سره ولیدل.

په دې لیدنه کي د انستیتوت موسس دوکتور نور احمد ایمل، اداري کارکوونکو او محصلینو خپل نظرونه، ستونزي او غوښتني د الحاج محمد عیسی عمري سره شریکي کړې.

د عمري تجارتي او ساختماني شرکت موسس الحاج عمري د هري ستونزي د اورېدو ترڅنګ، د سم‌ لاسي حل لپاره لازمي لارښووني ورکړې او ټینګار یې وکړ چي د محصلینو لپاره به په معیاري زده‌ کړو، اسانتیاوو او عملي برخو کي به لا نور بدلونونه رامنځته سي.

دا لیدنه د محصلینو د تشویق، ملاتړ او د روغتیایي تعلیم د لا پراختیا په برخه کي مهم ګام بلل کیږي.

20/11/2025

الحاج محمد عیسٰی “عمري” د عمري ښارګوټي د روانو رغنیزو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه :

د عمري تجارتي او ساختماني شرکت رئیس الحاج محمد عیسٰی “عمري” نن د ګرشک ولسوالۍ د عمري ښارګوټي د روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د دغه لیدنې څخه موخه دا وه چي د عمري ښارګوټي د روانو د چارو د کار د پرمختګ، کیفیت، او د پروژو د تطبیق د څرنګوالي څارنه له نږدې څخه وسي.

عمري ښارګوټی چي د ګرشک د ولسونو د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره یوه مهمه او بنسټیزه پروژه بلل کېږي، د عصري ښاري پلان مطابق جوړېږي او د ابادۍ او پرمختګ یوه څرګنده نښه ګڼل کېږي.

ښاغلي ( عمري ) په خپلو خبرو کي یادونه وکړه چي د هیواد ابادي او جوړونه ورته تر هر څه لمړیتوب لري، او د ولس د خوشحالۍ لپاره به تر خپل توانه هڅه کوي.

19/11/2025

ملي تجار الحاج محمد عیسی عمري نن د عمري دارالایتام له یتیمو زده‌کوونکو سره وکتل.

په دې لیدنه کي نوموړي یتیمو د زده‌ کوونکو ستونزي واورېدې، او د هغوی د هڅوني لپاره یې لازمي لارښووني وکړې.

الحاج عمري دوی ته د لا ځانګړي پاملرني ډاډ ورکړ.

د یادوني ده چي یاده لیدنه د یتیمو ماشومانو د ملاتړ او ښوونیز بهیر د پیاوړتیا په هدف ترسره سوه.

17/11/2025

عمري ښارګوټی ورځ تر بلي وده کوي، اوس خلک خپل کورونه په معیاري ډول جوړوي.

د خلکو دا هڅه نه یوازي د ښارګوټي ښکلا ډېروي، بلکي د راتلونکي لپاره یو منظم، خوندي او پرمختللی چاپېریال هم جوړوي.

د کورونو د جوړولو دا لړۍ څرګندوي چي عمري ښارګوټی د آبادۍ، سوکالۍ او پایدار پرمختګ په لور په ثابتو قدمونو روان دی.

#پرمختګ #هلمند #آبادي #ګریشک


16/11/2025

د عمري ښارګوټي رغنیزي چاري رواني دي.

د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ عمري ښارګوټي کي د رغوني او پرمختګ چاري په بېلابېلو برخو کي په چټکۍ سره رواني دي.

د ژمي د رارسېدو سره سم، د عمري شرکت له لوري د اوبو د منظم بهیر لپاره د کانالونو د جوړولو کار پیل سوی دی.

تر څنګ یې، په ښارګوټي کي نوري مهمې رغنیزې پروژې هم دوام لري، چي موخه یې د خلکو ژوند اسانول او د یو معیاري ښارګوټي رامنځته کول دي.

#پانګونه #پرمختګ #هلمند


Address

Helmand
Lashkar Gah
3901

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when عمري تجارتي او ساختماني شرکت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to عمري تجارتي او ساختماني شرکت:

Share