Geology & Mines Faculty L.U.

Geology & Mines Faculty L.U. د جیولوجي او کانونو په برخه کې په اسلامي او ملي روحيه سم

د الکترونيکي زده کړو اړوند سمينار وړاندې شو!لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د ژمني سمستر د انلاين الکترونيکي زده ک...
17/12/2023

د الکترونيکي زده کړو اړوند سمينار وړاندې شو!
لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د ژمني سمستر د انلاين الکترونيکي زده کړو علمي سمينار ارايه شو.
په ياد سمينار کې چې د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې علمي او محصلانو چارو معاون پوهنيار احمد غيور يوسفزي، د جيولوجي او کانونو پوهنځي رئيس پوهنيار ظفرخان سعيدي د نورو پوهنځيو د رئيسانو، او استادانو سره ګډون درلود، نوموړی سمينار د جيولوجي او کانونو پوهنځې د استخراج څانګې د آمر نامزد پوهنيار سيدالله صافی او د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګليسي څانګې آمر رفيع الله مهجور لخوا وړاندې شو.
د يادونې وړ ده چې د ژمني سمستر منځنۍ دوه مياشتې په آنلاین ډول تدريس کيږي چې استادانو ته د آنلاين زده کړو د چمتووالي په موخه د HELMS د زده کړو د مديريت سيستم اړوند مفصل معلومات وړاندې شول‌‌.
نشراتو کمېټه!

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي نويو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه!سه شنبه: د ۱۴۰۲ ک...
17/12/2023

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي نويو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه!
سه شنبه: د ۱۴۰۲ کال قوس/لیندۍ ۲۱ مه او د ۱۴۴۵ جمادی الاول ۲۸ مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي نویو زده کړیالانو ته د دغې موسسې د غونډو په تالار کې د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنمل دکتور شفیق الله شفقت، د جیولوجي او کانونو پوهنځي ریییس پوهنیار ظفرخان سعیدي، د یاد پوهنځي استادانو او زده کړیالانو ګډون درلود. غوڼده د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د جیولوجې او کانونو پوهنځي رییس نویو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د دغه پوهنځي په اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. ورپسې د دغې موسسې رییس پوهنمل دکتور شفیق الله شفقت هم په خپلو خبرو کې نویو زده کړیالانو ته د تحصیلي ژوند دې پړاو ته د ښه راغلاست تر څنګ د جیولوجي او کانونو پوهنځي په ارزښت خبرې وکړې. ښاغلي شفقت په هیواد کې شته کانونو ته په اشارې وويل، چې تر بل هر چا د جیولوجي او کانونو پوهنځي فارغو او مسلکي ځوانانو ته د ګران هیواد د اقنصادي وضعیت د پورته کېدو او ښه کېدو تمه کېدلای شي او همدا راز یې زده کړیالانو ته د وخت د ارزښت او د خپل تحصیلي مسؤلیت په رښتینې توګه د سرته رسولو په اړوند سپارښتنې وکړې. ورته مهال د دغې موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي څو تنو استادانو هم د پوهنتون د تشکیلاتو، زېربناوو، علمي برنامو، پالیسي او لایحو په اړوند ارزښتمن او ترتیب شوي معلومات وړاندې کړل. د دې ترڅنګ د غونډې په يوه څنډه کې د دغه پوهنځي یو شمېر هغه زده کړیالان هم وستایل شول، چې په تېر سمستر کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې او د پوهنځي د ممتازو زده کړیالانو په ډله کې راغلي وو.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې په جیولوجي او کانونو پوهنځي کې )۳۷۰) تنه ځوانان په لوړو زده کړو بوخت دي، چې له ډلې یې (۲۰۰) تنه د سږني ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې له لارې بریالي شوي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

خبرتیا!لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې جيولوجي او کانونو پوهنځي د ژمني (زمستانی) سمستر  تدريسي بهير د روان کال د ۱۴۰۲/۹/۱ نېټې...
22/11/2023

خبرتیا!
لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې جيولوجي او کانونو پوهنځي د ژمني (زمستانی) سمستر تدريسي بهير د روان کال د ۱۴۰۲/۹/۱ نېټې څخه پيل شوي دي، نو په همدې اساس ټولو محصلینو ته په خورا درنښت خبر ورکول کېږي ترڅو خپلو درسونو ته حاضر شي.
درنښت.
نشراتو کميټه!

خبرتیا!لوګر د لوړو زده کړو موسسې ټولو هغه نویو بریالي شویو زده کړیالانو ته چې د عمومي کانکور، اختصاصي او دیني مدرسو څخه ...
14/10/2023

خبرتیا!
لوګر د لوړو زده کړو موسسې ټولو هغه نویو بریالي شویو زده کړیالانو ته چې د عمومي کانکور، اختصاصي او دیني مدرسو څخه د دغې موسسې څلور ګونو پوهنځیو ته د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې له لارې را بریالي شوي خبر ورکول کیږي، چې سر له نن ۱۴۰۲ کال د میزان له ۱۸ مې څخه د روان کال د عقرب(لړم) میاشتې تر (۱۰) لسمې نېټې پورې نوم لیکنه پیل او روانه ده.
د نوم لیکنې ځای: لوګر د لوړو زده کړو موسسه د محصلانو چارو عمومي مدیریت.
د نوم لیکنې په وخت کې لازم او اړین مواد:
- د تابیعت تذکرې دوه پاڼې رنګه کاپي.
- څلور قطعې ۳،۲ عکسونه.
ـ دوه پلاستیکي دوسیې.
یادونه: د نوم لیکنې په وخت کې هر زده کړیال باید خپله شتون ولري.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.................................................................................
اطلاعیه ثبت نام جدید الشمولان!

به اطلاع جدید الشمولان که از طریق امتحان کانکور سال 1402 به مٶسسۀ تحصیلات عالی لوگر کامیاب گردیده‌اند، رسانیده می‌شود که پروسۀ ثبت نام محصلان جدیدالشمول سر از تاریخ ۱۸/ ۷ / ۱۴۰۲ شروع الی ۱۰/ ۸/ ۱۴۰۲ پایان می‌یابد.
بناءً از عموم محصلان محترم جدیدالشمول خواهشمندیم تا همه روز از ساعت ۳۰: ۸ صبح الی ۳۰: ۳ عصر جهت ثبت نام به مدیریت عمومی امور محصلان مراجعه نمایند.
اسناد مورد ضرورت:
1. اصل تذکره با دو کاپی رنگی.
2. چهار قطعه عکس 3*4 سانتی

مدیریت عمومی نشرات

هیأت ممتحن کانکور و تیم بایومتریک به پوهنتون لوگر رسیده است. فردا پروسۀ بایومتریک آغاز می‌شود..............................
17/07/2023

هیأت ممتحن کانکور و تیم بایومتریک به پوهنتون لوگر رسیده است. فردا پروسۀ بایومتریک آغاز می‌شود....................................................................................

د کانکور ممتحن پلاوی او بایومټریک ټيم لوگر پوهنتون ته راورسېد. سبا ورځ د بایومټریک پروسه پیلیږي.

17/04/2023

د ليتيم او د هغه د استعمال ځايونو په اړه دا ويډيو را سره تعقيب کړئ.

د جيولوجي او کانونو پوهنځي استادانو ، کارمندانو او زده کړيالانو ته د دغه پوهنځي د ستراتيژيک پلان په اړه پوهاوی ورکړل شو!...
12/04/2023

د جيولوجي او کانونو پوهنځي استادانو ، کارمندانو او زده کړيالانو ته د دغه پوهنځي د ستراتيژيک پلان په اړه پوهاوی ورکړل شو!
________________________________________________
دغه سیمینار نن د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د وري د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د محترم پوهنيار ظفر خان سعیدی لخوا د جيولوجي او کانونو پوهنځي په تالار کې وړاندې شو.
پروګرام د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شو، وروسته د جيولوجي او کانونو پوهنځي د ستراتيژيک پلان او په ټولنه کې ددغه پوهنځي د رول په اړه هر اړخيزه معلومات ورکړل شول، په پای کې د زده کړيالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول او غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

جيولوجي او کانونو پوهنځي نويو شاملو شوو محصلينو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه!لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جيولوجي او ک...
20/03/2023

جيولوجي او کانونو پوهنځي نويو شاملو شوو محصلينو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه!
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جيولوجي او کانونو پوهنځي د 1401 ل کال سمستر نويو شاملو شوو محصلينو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د دې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستيال د جيولوجي او کانونو پوهنځي رئيس ، د تضمين کيفيت آمر ، د څانګو آمرينو، استادانو او اداري کارکونکو سربېره ګڼ شمېر محصلينو ګډون کړی ؤ.
د غوندې په پیل کې د لوګر د لوړو زده کړو موسسې علمي او محصلانو چارو مرستيال پوهنيار ګل الرحمن صابر نويو محصلينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وويل، دا ستاسې د مسلکي پوهې ترلاسه کولو او له مسوليت څخه ډکه دوره ده او بايد په غوره توګه يې پای ته ورسوئ نوموړي د خپلو خبر پرمهال زياته کړه غوره درسي چاپيريال او د درسي کيفيت لوړوالی زموږ لومړيتوب دی او په دې برخه کې به ستاسې لپاره ښې اسانتياوې برابرې او شته امکانات به لاغني کړو.

وروسته د جيولوجي او کانونو پوهنځي رئيس پوهنيار ظفرخان سعيدي د کانونو په اهميت او اکاډميکو فعاليتونو خبري وکړي د غونډي وروستی ويناوال پوهنمل سردار احمد احمدي ؤ چې د کريډيټ سيستم, نظم او ډسپلين په لايحې او د موسسې پر پالېسيو او اصولو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

د نيالګيو کينولو په موخه کمپاين!را‌ځئ لوګر پوهنتون راسره په ګډه زرغون او ښېرازه کړئ!دا چې د پسرلي موسم په رارسيدو دی، لو...
18/03/2023

د نيالګيو کينولو په موخه کمپاين!
را‌ځئ لوګر پوهنتون راسره په ګډه زرغون او ښېرازه کړئ!
دا چې د پسرلي موسم په رارسيدو دی، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسه/لوګر پوهنتون غواړي، چې د تير په څېر د يکشنبې ورځ چې د ۲۸/۱۲/۱۴۰۱ نيټې سره برابره ده د پوهنتون د زرغونتیا او ښېرازۍ په موخه د نيالګيو کېنولو کمپاين پیل کړي، نو درنو هیوادوالو په ځانګړي ډول د لوګر پتمنو ځوانانو راشئ لوګر پوهنتون، چې زمونږ ټولو علمي کور دی دپسرلي موسم په رارسېدو سره دنیالګیو په کېنولو د طبیعت له اړخه ښایسته او زرغون کړو.
درنښت

Address

Logar
Logar
1402

Opening Hours

Monday 08:30 - 16:30
Tuesday 08:30 - 16:30
Wednesday 08:00 - 16:30
Thursday 08:30 - 16:30
Saturday 08:30 - 16:30
Sunday 08:30 - 16:30

Telephone

+93793784641

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Geology & Mines Faculty L.U. posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Geology & Mines Faculty L.U.:

Share