26/02/2026
د پاکستان کرنسي د سقوط په حال کې:
مالي ادارو یې خپل تازه راپور کابیني ته سپارلی چې د لسگون نوټ ناچل اعلان کړي او د دې تشې د ډکولو په موخه به په محدود ډول د لسگون سکه راوباسي. د پاکستان په تاریخ کې دا اول ځل دی چې کرنسي یې په خورا لوړه کچه خپل ارزښت د لاسه ورکړی دی.
و یادونې وړ ده چې د نړیوالو اقتصادي راپورونو پر بنسټ د ۲۰۲۵ز مالي کال تر پایه پورې د پاکستان ټول حکومتي پور نږدې ٢٨٦.٨ز مېلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی. دا پور دوه برخې لري، یو یې داخلي چې ١٩٦ مېلیارده ډالر دی چې حکومت له دننه بانکونو او مالي ادارو څخه اخیستی دی او بل یې خارجي چې ٩٤ مېلیارده ډالر دی او هغه پور دی چې له بهرنیو هېوادونو، نړیوالو بانکونو او نړیوالو ادارو څخه اخیستل شویدی.
اوس که دا ټول پور (٢٨٦مېلیارده ډالر) د پاکستان پر نفوس یانې کابو ٢٤٠ مېلیونه نفوس باندې ووېشل شي نو هر وگړی څه کم ٢زره ډالر پوروړی دی 😊 په اوسط ډول یو ٥کسیزه کورنۍ ١٠زره ډالر پوروړې ده.
د اقتصادی چارو شنونکی Abdul Wafi Nayebzai - عبدالوافي نایبزی