بهیر انلاین تجارت

بهیر انلاین تجارت د بهیر انلاین خدمات له لاری په لوړ کیفیت اجناس ترلاسه کولای سۍ.

ډېر ښه! زه به درته آنلاین سوداګرۍ (E-Business / Online Business) په اړه جامع معلومات په ساده او واضح ډول تشریح کړم.---۱️...
17/03/2026

ډېر ښه! زه به درته آنلاین سوداګرۍ (E-Business / Online Business) په اړه جامع معلومات په ساده او واضح ډول تشریح کړم.

---

۱️⃣ آنلاین سوداګري څه ده؟

آنلاین سوداګري هغه کاروبار دی چې انټرنیټ د وسيلې په توګه کاروي تر څو محصولات یا خدمات وړاندې کړي، خرڅ کړي، او د مشتریانو سره اړیکه ونیسي.

په ساده ډول: هر هغه سوداګري چې په ویب‌پاڼه، اپلیکیشن، یا ټولنیزو رسنیو کې ترسره شي، آنلاین سوداګري بلل کېږي.

---

۲️⃣ د آنلاین سوداګرۍ ډولونه

1. B2C (Business to Consumer)

کاروبار مستقیم د مشتریانو لپاره محصولات یا خدمتونه وړاندې کوي.

مثال: Amazon، Daraz

2. B2B (Business to Business)

کاروبار نور کاروبارونه د محصولاتو یا خدمتونو لپاره چمتو کوي.

مثال: Alibaba

3. C2C (Consumer to Consumer)

مشتریان د نورو مشتریانو سره انلاین سوداګري کوي.

مثال: eBay، OLX

4. C2B (Consumer to Business)

مشتریان کاروبار ته خدمت یا محصول وړاندې کوي او له کاروباره عاید ترلاسه کوي.

مثال: فریلانسر ویب‌سایټونه لکه Upwork

۳️⃣ د آنلاین سوداګرۍ ګټې

🌐 نړیوال بازار: تاسو خپل کاروبار نړۍ ته وړاندې کولی شئ.

⏱️ اساني او چټکتیا: مشتریان کولی شي هر وخت پیرود وکړي.

💸 کم لګښت: د فزیکي دوکان په پرتله لږه پانګه اچونه غواړي.

📊 د معلوماتو تحلیل: د مشتریانو رفتار او غوښتنې په آسانۍ تعقیبولای شئ.

---

٤ د آنلاین سوداګرۍ مهم عناصر

1. ویب‌پاڼه یا اپلیکیشن – ستاسو د سوداګرۍ آنلاین حضور
2. تادیاتي سیستم – بانکي کارتونه، پیسې آنلاین انتقال
3. مارکیټینګ او تبلیغات – ټولنیزې رسنۍ، SEO، ایمیل مارکیټینګ

4. مشتري خدمت – د سوالونو ځواب، شکایات حل کول

5. لوژستیک او تحویلي – د محصولاتو خوندي او وخت سره تحویلي

د بریالۍ آنلاین سوداګرۍ لپاره مشورې

د بازار مطالعه وکړئ او خپل هدف مشتریان وپېژنئ.

ویب‌پاڼه یا اپلیکیشن ساده او چټک جوړ کړئ.

د ټولنیزو رسنیو او آنلاین تبلیغاتو سره خپل کاروبار مشهور کړئ.

د مشتریانو رضایت تل لومړیتوب ورکړئ.

د تادیاتو او امنیت سیستمونه قوي او باوري وي.

Reab is now available in App Store and Google store
05/11/2025

Reab is now available in App Store and Google store

05/11/2025

د ١.١.١ د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ٧١٨ خالي بستونو کې د ٣٤٢ علمي او کادري ځوانانو د وړاندیز منظوري د پوهنې وزارت محترم مقام له لوري د کارکوونکو چارو لوی ریاست ته ورکړل شوې وه او یاد ریاست له لوري د ګمارنې منظوري مکتوب د ولایتونو ټولو ریاستونو ته ولېږدول شو.
د یادونې وړ ده چې بریالي ځوانان دې د راتلونکې شنبې په ورځ، د روانې میاشتې په ١٦ نېټه د ولایتونو پوهنې ریاستونو ته مراجعه وکړي.

قاري منصوراحمد حمزه
د پوهنې وزارت ویاند

 #الله جل جلاله تاسو ویني
27/08/2025

#الله جل جلاله تاسو ویني

تاسو اوس کولۍ شی چې د کابل څخه پکتیا ننګرهار خوست او لوګر ولایت هر څه ارډر کړی موږ یې تر تاسو درسوو .
30/04/2025

تاسو اوس کولۍ شی چې د کابل څخه پکتیا ننګرهار خوست او لوګر ولایت هر څه ارډر کړی موږ یې تر تاسو درسوو .

پکتیا او هلمند قندهار کې که دا شاړي ځمکی داسي خصوصي شرکتونو اوذخیریه بنسټونو ته ورکړي د څو کلونو په موده هم به مو ځمکی ش...
24/07/2024

پکتیا او هلمند قندهار کې که دا شاړي ځمکی داسي خصوصي شرکتونو اوذخیریه بنسټونو ته ورکړي د څو کلونو په موده هم به مو ځمکی شنی شي هم به مو هیوادوالوذته د کار زمینه مساعده شي .

18/03/2024

ستاسو په نظر کوم انلاین کار شروع کړو چې ترکوره یې دروسوو ستاسو مشوری زموږ عمل

علیکم بسنتی؛ د الهي مینې ښوونکی!انعام الحق انصاريکله چې د کائناتو په اړه موجود معلومات مطالعه کوې او پکې ولولې: زموږ سیا...
21/02/2024

علیکم بسنتی؛ د الهي مینې ښوونکی!
انعام الحق انصاري

کله چې د کائناتو په اړه موجود معلومات مطالعه کوې او پکې ولولې: زموږ سیاره(ځمکه) د همدې لمریز نظام نسبتاََ وړه سیاره ده او دا لمریز نظام بیا په میلک وې(د شیدو لار) کهکشان کې دی، چې په میلیونونو نور ورته نظامونه هم پکې دي. دا کهکشان( د شیدو لار) بیا په کلسټر کې دی، چې په دې کلسټر کې په میلیونونو نور کهکشانونه هم دي او دا کلسټر بیا په سوپر کلسټر کې دی چې نور کلسټرونه هم پکې شامل دي. له دې پراخ حجم وروسته سړی د انسان وجود په دې دومره پراخه کائناتو کې تر یوې ډېرې کوچنۍ زرې هم کوچنی تصور کوي، خو بیا چې د دې ټولو کائناتو په منځ کې د همدې ټولو او هغو چې موږ یي لا په اړه نه پوهېږو، د خالق(پیدا کونکي) مهربانۍ ته سوچ وهې، نو سړی حیرانېږي!!!
دې مهربان خالق خپل دا ضعیف مخلوق(انسان) دومره معزز کړ چې پر ګرده ځمکه یي خلیفه وټاکه، ورته نږدې ټول کائنات یي ورته مسخر کړل او د لارښوونې لپاره یي له هم دوی څخه رسول ورته ولېږه او په خپل سپېڅلي کلام سره یي لا عزتمن کړل.
رسول الله صلي الله علیه وسلم د دوو کلیمو یو ډېر عجیب ترکیب دی؛ چې په ویلو سره یي سړی خپل اصل او ورستي هدف ته وصلېږي. زموږ همدا مهربان خالق په بشپړ لطف سره موږ ته د خپلې مینې لاره داسې راښيي:" (اې محمده!) ورته ووایه چې که تاسې له الله جل جلاله سره مینه لرئ، نو زما پیروی وکړئ، چې پر الله جل جلاله ګران شئ او ګناهونه مو دروبښي؛ بې شکه چې هغه ډېر بښونکی او مهربان دی." (ال عمران:۳۱)
همدا د رسول الله صلي الله علیه وسلم د لارې تعقیب د الله جل جلاله په لوري د تګ سم ادرس دی.
"علیکم بسنتي" یو وړکی کتابګوټی دی، چې پکې د ورځني ژوند قریب زر شاوخوا سنتونه بیان شوي. دا بریالۍ او محسنه هڅه ښاغلي عبدالجلیل اخندزاده کړې؛ الله جل جلاله دې د خیر پرېمانه بدله ورکړي. په دې کوچني کتابګوټي کې د ورځنیو مسنونو اذکارو په شمول ورځني ډېر عملي سنتونه هم بیان شوي، چې په کولو سره به یي موږ د دنیا او اخرت پرېمانه ګټې کړې وي.
کتاب د قېمت او حجم په لحاظ کم، خو د اهمیت په لحاظ ډېر عظیم دی! خپله یي هم واخلئ، په جېب کې یي وساتئ، له هر لمانځه وروسته او په هر فارغ وخت کې یي راوباسئ، دعاګانې یي ولولئ، حفظ یي کړئ او سنتونه یي یاد او عملي کړئ؛ نورو ملګرو ته یي هم واخلئ او د ویلو سپارښتنه یي ورته وکړئ، چې په دې توګه به تاسې په ډېره کمه صدقه، ډېر زیات اجر ګټلی وي. دا کوچنی کتاب مشهور او معروف دی، چې په تقریبا هر کتابپلورنځي کې یي تر لاسه کولی شئ.
دا او د سیرت کتابونه باید پرلپسې ولولو او وارو چې د دنیوی ژوند اصل هدف د دنیا په فرعي چارو کې را څخه ګډوډ نه شي.

دا هغه کتابونه دي چې په تير مياشت کې زموږ مشتريانو ډير خوښ کړي  او اخيستي دي!تاسې له دې څخه کوم يو لوستی۔۔۔؟
01/02/2024

دا هغه کتابونه دي چې په تير مياشت کې زموږ مشتريانو ډير خوښ کړي او اخيستي دي!
تاسې له دې څخه کوم يو لوستی۔۔۔؟

Address

Shahr-e Now

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when بهیر انلاین تجارت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to بهیر انلاین تجارت:

Share