20/01/2022
د نوي پکېج خبرتيا!
پکتیکا ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست اړوند د الکترونیکي تذکرو مرکز ټولو هغو مراجعینو ته خبر ورکوي. چې تذکرې يې د مرکزي چاپ خانې څخه راغلي دي. یوازې د فامیل مشر هم کولای شي چې د ټول فامیل تذکرې ترلاسه کړي. خپل نومونه همداشان د الکترونیکي تذکرو شميرې ته په کتو سره احصائیی او معلوماتو ریاست ته سر له شنبې ورځې تشریف راوړئ.
نوټ: د افغانستان اسلامی امارت د کابینې د ۱۴۴۳ کال د ربیع الاول د میاشتې د ۱۸ نېټې د ۷ ګڼې مصوبې په اساس یوه الکترونیکي تذکره د( ۳۰۰) دری سوه افغانیو پر بدل وېشل مراجعینو ته وېشل کیږي.