13/08/2026
تنهائۍ ښۀ شوه، د اسرو نه دې بېغمه کړمه
لکه د ګُل دې بې بارانه، بې شبنمه کړمه
خپل ارمانونه به يو لوئے درياب ته ؤغورزؤم
ستا د وصال دا لېونۍ تنده به کمه کړمه
نور مې په دې بهانو مۀ چېړه اودۀ زخمونه
داسې دړمن يم، چې اوس ترهه له مرهمه کړمه
ياره د زړۀ د مجبورۍ به درته څۀ اووايم
خبره ؤرانه کړې، خو زۀ ېئ ځان ته سمه کړمه
کۀ دامې ياد وي بس دے بيا ېئ چا له نۀ ورکؤم
کماله دا ځل به د زړۀ ټوټې راجمه کړمه
/مصطفیٰ کمال/