Aziz Shinwari

Aziz Shinwari General information and entertainment.

06/23/2024
04/28/2024

۱.ځان په بشپړ ډول الله سبحانه وتعالی ته وسپاره ځکه چې هیڅ شې ستاسو په اختیار کې نه دی.
۲ .ستاسو کورنۍ له هرڅه پورته ده او هیڅوک نشي کولی چې د مور څخه زياته مینه درکړي.
۳. هره ورځ یو څه شتون لري چې باید مننه یې وکړئ، حتی په هغو ورځو کې چې تاسو حرکت نشئ کولی یا هغه ورځې چې ستاسو درد د زغملو لپاره خورا ډیر ښکاري.
۴. ستاسو شتون او نه شتون باندې ددې دنیا هېڅ کار نه ودريږي او نه خرابیږي. ستاسو د کورنۍ د غړو او یو څو نږدې ملګرو پرته هیڅوک ستاسو په اړه فکر نه کوي. تاسو پوهیږئ چې څوک واقعا ستاسو لپاره مهم دي.
۵.ځینې خلک به تاسو د خپلې ګټې لپاره کاروي مګر دوی به ستاسو د اړتیا په وخت کې ستاسو لپاره شتون ونلري. له دې خلکو ځان وساتئ او د امکان په صورت کې له دوی څخه لرې شئ.
۶.په ملګرتیا کې، تل د کمیت په پرتله کیفیت غوره کړئ. ځینې ملګري به په ریښتیا ستاسو پوښتنه کوي او خدمت ته به مو ولاړ وي خو ځيني ېې بیا شخصي ګټې ګوري.
۷.په خپل ژوند کې کوچني شیان او فعالیتونه له پامه مه غورځوي مثلا د ملګرو سره خبرې کول، په پارک کې ګرځیدل، منظم خواړه خوړل، خندا کول، ښه خوب کول، او د کار کول، دا هغه ساده خوښۍ دي چې ممکن تاسو ته لږ ښکاره شي ، مګر دا هغه څه وو چې ما د خپلې ناروغي پرمهال تجربه کړل.
۷.د خپل مصروف ژوند څخه یو څه وخت د ناروغ ملګرو د ليدلو لپاره وقف کړي او هغوي ته هيله بخښونکي خبرې وکړي، او دا زموږ د خوږ نبی مُحَمَّد ﷺ سنت هم دې .
۸. ټولنیز رسنۍ یو لوی فریب دی. او موږ ټول ېې پر بېهوده کارونو بوخت کړي يو او د خواخوږۍ څخه ېې باسلې يو.
۹.ژوند ډیر لنډ دی نو همدا اوس ارزښتناک ګامونه پورته کړي. که چا ته مو زیان رسولې وي بخښنه وغواړئ. که تاسو له یو چا سره مینه لرئ، ورته ووایاست. دا مه ځنډوئ ځکه چې تاسو ممکن وروسته فرصت ترلاسه نکړئ ځکه چې بله ورځ به تاسو لاړ شئ.
۱۰.تاسو به فکر کوي چې پرته له تاسو به ټول کارونه او فعالیتونه ودريږي مګر ژوند به همداسې تیریږي لکه څنګه چې د پیړیو راهیسې روان دی.
۱۱. په پای کې، زه پوه شوم چې زموږ په هکله الله تعالی پریکړه کوي او هغه ترټولو غوره پلان جوړونکی دی."

02/26/2024

Love of mother

02/21/2024

راتلونکي جمعې شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه
ورکوئ)
د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې
الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.
امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.
حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟
صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې
اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟
د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي
د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.
عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.
ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :
1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.
2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول.
3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.
(د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير هم ليکل کيږي)
نوټ: دوستانـــو مخکی یی شیر کړی
که هرڅوک په دغه شپه عبادت اودورځی روژه ونیسی نو تاسی به هم الله ج پوره پوره اجرونه درکړی
ستاسو د دعا په هیله

06/10/2023

کلیوالی ژوند

06/10/2023

مهم ټکي:

1. تر دوه ځله زياد تيلفون يو کس ته مه کوه ، داسي فکر وکړه چه هغه په بل مهم کار اخته دی.

2. هغه پيسي چه تا پور کړيدي بيرته يې خاوند ته ورکړه د مخه تر دې چه هغه یې غوښتنه وکړي، دا ستا رښتينوالی او شخصيت ښکاره کوي.

3. کله چه په يو هوټل کې د يوه دوست له خوا د ډوډۍ خوړلو ته دعوت یې نو قيمت ترينه غذا مه راغواړه.

4. بې ځايه پوښتني مه کوه مثلآ تا تر اوسه واده نه دی کړی؟ يا ته ماشومان نلري؟ ولي يو کور نه اخلي؟ يا ولي موټر نه اخلي؟ دا ستا ستونزي نه دي.

5. هميشه دروازه د هغه چا لپاره خلاصه کړه چه ستا تر شا را روان دي، دا مهمه نه ده چه هغه تر تا لوړ يا کښته دی، نر دی که ښځه، ته به په دې کم نه سي.

6. که د يوه ملګري سره په ټکسي کې سپور یې او هغه پيسي ورکړي، بل وخت بيا ته پيسي ورکړه.

7. د نورو نظرياتو ته احترام وکړه.

8. کله چه څوک خبرې کوي د هغه په خبرو کې مه لويږه، پريږده چه هغه خبره پوره کړي..

9. هغه چا څخه مننه وکړه چه ستا سره یې مرسته کړي ده.
10. په عامه د نورو په مخ کې د يو چا ستاينه وکړه اما تنقيد په خصوصي ډول وکړه.
11. هيڅ وخت د يو چا په چاغښت يا قد باندې څه مه وايه.
12.که يو څوک يو تصوير تاته ښيي نو ته پر موبايل ګوته يوي او بلي خواته مه کشوه چه نور څه وويني..

13. که يو ملګری درته ووایي چه ډاکتر ته ځم، پوښتنه مه کوه چه د څه لپاره ځي؟ صرف دعا ورته وکړه، هغه بايد مجبوره نه سي چه د خپلې شخصي ناروغۍ په هکله تاته ووايي.

14. د دفتر صفاکار يا پياده ته په هغه اندازه احترام وکړه کوم چه د دفتر مشر ته یې کوي..

15. که يو څوک تاته خبرې کوي نو مناسبه نه ده چه ته په موبايل باندې مصروفه يي.

16. که يو چا سره مخ سي د تنخوا او عمر په هکله پوښتنه مه کوه..

17. کله چه چا سره خبرې کوي نو توري عينکې له سترګو ليري کړه، او که د چا سره روغبړ کوي نو دستکشي له لاسه ليري کړه..

02/02/2023

د لوړ فشار لپاره لارښونی

12/16/2022

دقیامت د ورځی د راتلو ځانګړی نښانی په لاندی ډول دی :
۱- دامام مهدی راښکاره کیدل .
۲- ددجال راښکاره کیدل .
۳- دحضرت عیسی ع داسمانه راکښته کیدل.
۴- دیاجوج او ماجوج راښکاره کیدل.
۵- دغرب له لوری د لمر راپورته کیدل چی ددی وروسته به د بخشش دروازی د خدای ج له لوری بندی شی او توبه به نه قبلیږی.
۶- د دابة الارض راپورته کیدل له ځمکی څخه چی رشتنی مسلمانان به په نښه کړی.
۷- د۴۰ ورځو لپاره د هوا ګرداوغبارپه دی مرحله کی به ټول رشتنی او ایمانداره مومنان مړه شی ترڅو نوری سختی نښی ونه ګالی.
۸- یو ډیری زیاتی او به به تباهی منځته راوړی .
۹- کعبه شریفه به ونړیږی.
۱۰ - دقران کریم لیکنه به غیبه شی او ورقی به یی سپینی پاته شی.
دپورته مرحلو څخه ورسته به د اسرافیل ع په واسطه لومړی شپیلی ووهل شی دشپیلی د اواز په نتیجه کی به ټول ژوندی موجودات ومری او اپارتمانونه او نور تاسیسات به ونړیږی.
ددوهمی شپیلی په وهلو سره به ټول مخلوقات راژوندی شی او د حشر میدان ته به راغونډ شی او د عرفات په غونډی کی به دفیصلی په موخه راټول شی.
لمر به خپل ځان په ځمکه باندی راټیټ کړی.
حضرت محمد ص په یوه ارشاد مبارک کی فرمایلی دی چی که څوک دغه خبر نورو مسلمانانو ته ورسوی نو زه به په ورځ د فیصلی د هغه شفاعت وکړم
الله ج دی پرموږ ټولو ورحمیږی .

که مولوستی وی ولیکی ولوستل شو له ملګروسره هم شیر کړی مننه

12/15/2022

په چا غرض مه لره !
که د چا « همدرد » نسې کیدای ، نو « سردرد » خو یې هم مه کیږه !

A good start towards the day.
12/11/2022

A good start towards the day.

09/12/2022

صرف پنځه دقیقې سوچ پرې وکړه!

فکر وکړه ته نن مړ شوې، غسل او کفن درکول شو، کټ دې د کور په انګړ کې ایښی دی، لږ ساعت پس دې قبر ته وړي، او هلته درباندې د خاورو انبارونه جوړوي، په توره تیاره قبر کې به پروت یې.
نه بچیان درسره شته نه مور، خور، ورور، او نه خپلوان درسره شته؛ نو ستا به څه حال وي!؟ که چیرې شونې وه او په همدغه موقع درته ویل شوي وای چې، صرف د یوې میاشتې لپاره بیرته دنیا ته لاړ شه... نو دا یو میاشت به تاسې په دنیا کې څه کول؟
کاروبار؟
پیسې ګټل؟
ښه خوراکونه کول؟
او که عبادت کول؟
حتماً مو ځواب دا دی چې، یواځې او یواځې عبادت کول.
ښه نو دا اوس چې کلونه کلونه عمر درکول شوی دی، څومره وخت مو د قرآن کریم تلاوت او نورو عباداتونو ته ورکړی دی؟
هغه وخت چې بیا ارمان کوو او هیڅ شونې نه ده چې، بیرته دنیا ته راوګرځو نن ولې، په غفلت کې پراته یو او دنیا راګیر کړي یو؟

Address

Houston, TX

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Aziz Shinwari posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share