25/08/2026
🌹 د رحمت العالمین حضرت محمد مصطفیٰ ﷺ د مبارک میلاد په مناسبت 🌹
نن هغه مبارکه ورځ ده چې د انسانیت د ستر لارښود، د رحمتونو د پیغمبر، حضرت محمد مصطفیٰ ﷺ په راتګ سره نړۍ د هدایت او رڼا په نعمت روښانه سوه. ❤️
هغه ﷺ موږ ته د مینې، رحم، اخلاقو، ورورولۍ او د الله تعالی د عبادت لار را وښوده.
راځئ چې یوازې د میلاد ورځ ونه لمانځو، بلکې د خپل خوږ نبي ﷺ سنتونه په خپل ژوند کې عملي کړو او د هغه ﷺ پر لار روان سو. 🤲
اللهم صل وسلم وبارک على سيدنا محمد ﷺ ❤️🌹
د ټولو مسلمانانو لپاره دې دا مبارکه ورځ د خیر، برکت، سولې او رحمت سبب وګرځي. 🤲
🌹 میلاد النبی ﷺ مبارک ! 🌹