13/01/2022
#حلال او #حرام
دوکتور محمد راتب النابلسي وایي زه چې کله ماشوم وم نو یو ورځ مې مور راته وویل: آیا ته کولای شي چې د "حلال" کلیمه پۀ داسې ډؤل تلفظ کړي چې دواړه شونډې دې سره ونه نښلي؟
ـ ما چې د را سپارل شوې چارې هڅه وکړه نو وتوانېدم او پرته د شونډو له وصل څخه مې د "حلال" لفظ تلفظ کړ.
مور مې ښکل کړم او بیا یې راته کړه: آیا کولای شي چې د "حرام" کلیمه پۀ داسې ډؤل تلفظ کړي چې شونډې دې سره ونه نښلي؟
ـ ما څو څو ځلي هڅه وکړه خو ونه توانېدم.
ما پۀ خپګان سره وویل چې: اې مورې! زه یې نشم کولای، زه چې هر څومره کوښښ وکړم بیا مې هم شونډې سره نېږدې شي.
- مور مې ؤخندل او را غبرګه یې کړه؛ زویه! دا د "حلال" او "حرام" ترمنځ توپیر دی؛ حلال خلاصون او نېکمرغي ده خو حرام بندښت او بدمرغي ده؛ نو اوس ستا اختیار دی چې کوم یو پکې خوښؤي.
د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ دروازې د ځان لپاره پرانېزې او که یې بندؤې.؟
#ژباړه
ک: معلوماتي څانګه