02/10/2026
درنو ملګرو تاسو باید کوم ډول او د کومو مشخصاتو سولرې واخلئ؟
پام مو وي اوس ځینې نوي سولر پینلونه له فابریکې یا انتقال پر مهال له درزونو او تخنیکي عیبونو سره راځي، چې وروسته په سیستیم کې سم کار نه کوي .
په نویو او مستعملو سولرونو کې دا دوه تر ټولو لوی عیبونه وپیژنئ؟
۱:د کمپنۍ سیل کټ دا په فابریکه کې د کټینګ يا سولډرنګ پر مهال او یا د لوژستیک په پروسه کې د سولر په سیلونو کې واړو درزونو یا کټ کېدل رامنځته کیږي .
ظاهره دقیق نه ښکاري، خو کله چې لمر پرې لګېږي، برېښنا ترې سمه نه تېرېږي، برېښنايي بهیر Amperes قطع کېږي او د پینل ظرفیت کمېږي.
۲:د کمپنۍ سیل ټچ کله چې د فابریکې په تولید کې د سیلونوBusbarsیو له بل سره په ناسم ډول یا له بریښنایی نقطو سره سم ټچ نه شي.دغه ته سیل ټچ وایي کله چې نصب شي بیاپه لنډ وخت کې د هټ سپاټ او غټ حرارت لامل کېږي، چې لومړی د پینل پر مخ پړسوب، او په پای کې د پینل د سوځېدو او شیشې د ماتېدو سبب کېږي.
کله چې د خپل کور، دوکان لپاره سولر پینل اخلئ، دغه ۵ مهم مشخصات حتماً په نظر کې ونیسئ:
هر وخت Grade A پینلونه واخلئ. Grade B یا Grade C پینلونه همدا د سیل کټ او سیل تچ ستونزې لري.
هڅه وکړئ د نوي نسل پینلونه لکه N-Type TOPCon یا PERC Mono واخلئ، چې د تودوخې لوړ مقاومت او لوړ موثریت (Efficiency) لري.
هغه پینلونه غوره کړئ چې Half-Cut او ډېر بس بارونه لکه 10BB یا 16BB ولري. په دې ډول پینلونو کې که په یو سیل کې لږ سیوری راشي، پاتې برخه په نورمال ډول کار کوي.
د پینل تر شیشې لاندې اصلي بارکوډ او په شا فلزي پرنټ وګورئ. تر شیشې لاندې او بهر سټیکر باید یو شان Serial Numberولري.
۵:له معتبرو شرکتونو څخه خرید وکړئ چې د تولید او د کارکردګۍ معتبره ورنټي ولري.
مخکې له دې چې سولر واخلئ، له متخصصو او تجربه کارو انجینرانو سره مشوره وکړئ ترڅو د بې کیفیته اجناسو له اخیستلو وژغورل شئ!
SunEdge Solar Energy