Medical information طبي معلومات

Medical information طبي معلومات موږ تل خلکو ته طبي خدمات وړاندي کوو

هعه د مکروب ضد درمل چي په حمل کي يي استعال خوندي دي او مور او ماشوم ته پکي کوم زيان نه رسيږي!antibiotics safe in pregnan...
03/05/2022

هعه د مکروب ضد درمل چي په حمل کي يي استعال خوندي دي او مور او ماشوم ته پکي کوم زيان نه رسيږي!
antibiotics safe in pregnancy(catagory-B)
1:Apmicillin
2:Amoxicillin
3:Augmintin
4:Cephalosporins.1.cephalexin 2.Ceftriaxone 3. cefixime .etc
5:Azithromycin
6:erythromycin
7:clindamycin
8:metronidazol(aviod in 1th trimester)
9:vancomycin(oral)
10:nitrofurnatoin
11:meropenem
12:fosfomycin

ارواپوهنهخپګان او ذهني فشار په دې (۹) طریقو سره کم کړئ!نن سبا داسې وخت دی چې هر انسان لږ و ډېر سټرېس/خپګان لري، ټول خلک ...
22/09/2021

ارواپوهنه
خپګان او ذهني فشار په دې (۹) طریقو سره کم کړئ!

نن سبا داسې وخت دی چې هر انسان لږ و ډېر سټرېس/خپګان لري، ټول خلک له يو نه يو ډول اروايي ستونزې سره لاس وګریوان دي. د ننۍ زمانې انسان په يوه پېچلې ساينسي نړي کې اوسېږي، له زښته ډېرو سرګردانيو سره مخ دی او بيا زموږ هېواد چې د جګړو کومي ته لوېدلی نو د رواني ناروغيو کچه پکې لوړه ده.

هغه کسان چې په ذهني فشار او ژور خپګان اخته دي، مړاوي دي او هيلې يې له لاسه ورکړې، په ځان باور يې ختم شوی، ژوند ورته بې مانا او نړۍ ورته زندان ښکاري اړينه ده چې له دغه وضعيت سره مبارز وکړي او ځان وژغوري، ځکه ژور خپګان ورو ورو په لويه لانجه بدليږي.

موږ به په دې ليکنه کې د خپګان د کنټرول (۹) مهمې لارې درته وړاندې کړو:

۱ ـ څو کارونه يو مهال مه کوئ: په يوه لاس کې دوه هندواڼې نه نيول کيږي، که غواړئ دوه هندواڼې په يوه لاس کې ونيسئ ډېر امکان شته چې يوه ماته شي يا دواړه ضايع شي، همدا ضايع کېدل لامل کيږي چې ستاسې د خپګان کچه لوړه کړي.

په يوه وخت د څو کارونو تر سره کول نه يوازې دا چې د وخت د سپما لامل نه کيږي، بلکې زموږ ټول کارونه ناقص کوي، هغه ټول وخت چې پرې مصرف کړی مو دی له هېڅ سره برابريږي.

له خپګان سره د مبارزې يوه لار داده چې په يوه کار خپل حواس راټول کړو، په يوه شي تمرکز وکړو او په بهترين ډول يې ترسره کړو، کله چې يو کار په ټوله مانا سم پای ته رسوو زموږ تاسې د خوشالۍ حس په حرکت راځي او خپګان تېښته کوي.

۲ ـ زموږ د خپګان يوه بله وسيله داده چې موږ ځينې پلانونه لرو خو فکر کوو چې مناسب وخت يې نه دی راغلی او دغه ټول پلانونه مو يو نامعلوم راتلونکي ته پرېښي دي. آيا تاسې همداسې ياست؟ که يو کار داسې وي چې نن يې تر غرمې پورې تر سره کړئ خو له وسه مو نه کيږي او کله چې ماسپښين شي واياست چې کاشکي مې دا کار سهار کړی وای… همدا خپګان دی.

هغوی چې د نن کارونه يې سبا او د سبا يې بل سبا ته پاتې ايله له خپګان سره ژوند وکړي، دوی د کارونو تر سره کولو ته له خپګان وزګاريږي لا نه. مه هېروئ کله مو چې ورځ بې فعاليته تېره شي د شپې ښه خوب نه شئ کولای، که غواړئ ښه احساس ولرئ ژر اقدام وکړئ، د نن کار سبا ته مه پرېږدئ.

۳ ـ هغه کارونه چې لاهم بحث ته اړتيا لري مه کوئ: ځينې کارونه بيخي مشخص وي، چې بايد ژر تر سره شي، خو ځينې داسې وي چې لا هم فکر کولو او بحثونو ته اړتيا لري، په اړه يې معلومات بايد راټول شي او ځينې نورې محاسبې هم ورته په کار وي، دغسې کارونه چې څو ښه روښانه شوي نه دي مه يې پيل کوئ، ځکه په نيمايي کې بند راځئ او بيا مو د خپګان کچه پورته ځي.

۴ ـ ځينې خوراکونه چې ډېر عام دي او آسانه تياريږي، ستاسې يې زړه وهلی، هره ورځ هګۍ پخول، يا برګر او چېپس خوړل نا مناسب خوراکونه دي، په اصل کې غيرمنظم خوراکي رژيم ستاسې د خپګان کچه لوړوي، تکراري خوراکونه د ستړيا لامل کيږي او وجود پکې خپلې اړتياوې نشي پيدا کولی، ډول ډول خوراکونه ستاسې د وجود اړتياوې پوره کوي او کله مو چې په وجود کې مېنرالونو، وټيامينونو او نور مواد کمبود نه وي اکثره دردونه او ټنبلۍ به مو خپله له منځه لاړې شي.

۵ ـ پلان جوړ کړئ: که ګډ وډ ياست چې څه وکړئ، يا کوم کار اول تر سره کړئ، نو مانا يې داده چې پلان نه لرئ. د منظم پلان نه لرل لامل کيږي چې ورځ بې فعاليته درباندې تېره شي، کله چې د شپې حساب کوئ او ورځ مو بې فعاليته تېره شوې وي د خپګان کچه مو لوړيږي.

۶ ـ د نه ويلو جرات او هنر زده کړئ: کوم کار چې نه مو خوښېږي او کولو ته يې مجبوريږو خپګان مو زياتوي، په دغسې شرايطو کې تر ډېر (هو) يو (نه) ښه دی.

که مو يو ملګری غواړي چې سبا يوه مېلمستيا ته ورسره لاړ شئ او ستاسې هېڅ زړه نه کيږي، ښه داده چې په ځان فشار را نه وړئ او ملګري ته مو شف شف نه بلکې شفتالو وواياست او نر غوندې انکار ورته وکړئ. ممکن دا کار درته سخت وي شايد فکر به کوئ چې ملګری به مو خپه شي، که دا امکان وو ملګري ته مو بيا توضحات ورکړئ، خو هېڅ وخت د هغه کار ته چې ستاسې نه خوښيږي اوږې مه ورکوئ، ځکه دا ډول کار چې څو پای ته رسيږي ستاسې د خپګان کچه په مراتبو لوړوي.

۷ ـ هېڅ کار مه کوئ بلکې تفريح وکړئ: ځينې وخت انسان ستومانه شي، هېڅ کار ته يې لاس نه ورځي او د ټنبلي احساس يې خپګان لاپسې غټ کړي، په دغسې شرايطو کې د تفريح پلان طرحه کړئ، چکر ووهئ او پام غلط کړئ.

۸ ـ ورزش وکړئ: ورزش د خپګان ضد دی، ورزش سره ستاسې په وجود کې د خپګان ضد هورمونه توليديږي، حال مو ورسره ښه کيږي. هره ورځ نيم ساعت ورزش ستاسې خپګان لمنځه وړي.

۹ ـ د خپګان عوامل پيدا او له منځه يوسئ: آيا پوهېږئ چې څه ستاسې د خپګان لامل کيږي؟ آيا پوهېږئ چې څه ستاسې د خپګان کچه تر وروستي بريده لوړوي؟ کله مو چې دا دوې پوښتنې ځواب کړې، هڅه وکړئ چې عوامل يې له منځه يوسئ

روغتیاد ځینو خلکو رګونه ولې د ځینو نورو په پرتله ډير پړسیدلي وي؟رګونه د انسان په بدن کې د وینې د لیږد کار کوي چې تر ټولو...
12/09/2021

روغتیا
د ځینو خلکو رګونه ولې د ځینو نورو په پرتله ډير پړسیدلي وي؟

رګونه د انسان په بدن کې د وینې د لیږد کار کوي چې تر ټولو اړین دي، په رګونو کې د وینې بندش یا خرابوالی د هرې ناروغۍ رامنځته کېدلو بیناد دی، د زړه، شکر، فالج، فشار، ویښتان تویېدل، ستړیا، ستومانتیا او داسې نورې ډيرې ناروغۍ په رګونو کې د وینې ناسم چلند له کبله رامنځته کیږي.

خو ځینې کسان به مو لیدلي وي چې رګونه یې د نورو په پرتله ډیر پړسیدلي وي، که څه هم دې ته زیاتره خلک تر هغې پاملرنه نه کوي تر څو چې یې په سمدستي ډول د بدن رګونه وپړسیږي خو ددې ځینې لاملونو ته مو پام را اړوو.

که چیرې مو په سمدستي ډول د لاس یا پښو رګونه وپړسیدل نو ډیر د فکر وړ خبره نه ده، په عام ډول پړسیدلي یا غټ رګونه د ښې روغتیا نښه ګڼل کیږي، خو ایا د رګونو پړسوب د کومې ناروغۍ خوا ته اشاره ورکوي؟

لاملونه یې:

پوستکی: ځینې مهال د سپین رنګه کسانو په پرتله د تور یا غنم رنګه کسانو د بدن رګونه زیات غټ یا پړسیدلي وي، همدا ډول د ډنګر کسانو رګونه هم نسبت چاغو ته ډیر پړسیدلي وي، د پوستکي نری والی هم یو لامل کیدلی شي، ویل کیږي چې د عمر په زیاتېدلو د پوستکي لاندې غوړ کمیږي چې له کبله یې رګونه په پوستکي غټ ښکاري، همدا لامل دی چې د کشرانو په پرتله د مشرانو رګونه ډیر زرغونه او پړسیدلي ښکاري، یو بل لامل دا هم کیدلی شي چې د ځینو خلکو رګونه په طبیعي ډول پوستکي ته ډیر نږدې وي.

ورزش: د ورزش کولو پر مهال کله چې د بدن غړي په حرکت راشي او بدن کې وینه په چټکۍ سره حرکت پېل کړي د انسان رګونه زرغونه کیږي، او په رګونو کې د وینې چټکتیا او پوره رسېدل د غوره روغتیا نښه ده.

امیندواري: د امیندوارو میرمنو د نورو په پرتله رګونه ډیر پړسیدلي وي، لامل یې دادی چې په دغه مهال کې رګونه په چټکۍ سره ګردش ته اړ کیږي، په اسانه اصطلاح چې د عامو میرمنو په پرتله د امیندوارو میرمنو رګونه زیات کار کوي چې له کبله یې رګونه پړسیږي، د بچي زیږیدلو نه وروسته عام حالت ته راځي.

بدني کمزورتیا: په بدن کې د غوړ کچه کمېدل او یا نوره کمزورتیا د رګونو پړسیدلو لامل کیږي، د ډنګر او کمزورو کسانو د پوستکي لاندې غوړ کم وي چې رګونه یې د نورو په پرتله زیات پړسیدلي وي.

یادونه: که د رګونو پړسیدلو پرمهال مو بدن کې د سینې درد، په ساه اخیستلو کې ستونزه، د رګونو شاوخوا پړسوب او ځینې نورې نښې څرګندې شي باید ډاکټر ته رجوع وکړل شي، ځکه چې دا د نورو ناروغیو خوا ته اشاره ده.
دستاسو د روغتيا په هيله که پوسټ مو خوښ شوي وي نو پوسټ شير کړي

که د خیټې وازګو ختمول غواړئ دغه پنځه خواړه پریږدئ!د خیټې وازګې او غوړ په نارینه او ښځینه دواړو کې په مساوي ډول رامنځته ک...
11/09/2021

که د خیټې وازګو ختمول غواړئ دغه پنځه خواړه پریږدئ!
د خیټې وازګې او غوړ په نارینه او ښځینه دواړو کې په مساوي ډول رامنځته کیږي، پوهان وایي چې د خیټې وازګې د نورو په پرتله ډيرې سختې دي، نو څرنګه ترې ځان وژغورل شي؟

ځینې داسې لاملونه شته چې د خیټې لاندینۍ برخه کې د غوړ په زیاتولو کې ځانګړی رول لوبوي، دغه لاملونه په لاندې ډول دي:

ناسم خواړه چې په عام ډول د روغتیا لپاره زیانمن وي

فشار، چې په ورځني ډول ورسره مخ کیږو، او داسې نور..

د خیټې وازګې خطرونه یوازې دا نه دي چې د بدن ښکلا ورسره کمیږي، بلکې د شکر ناروغي، د وینې فشار لوړوالی او په میتابولیکي پروسه کې خنډ د خیټې وازګې زیاتوالي څخه رامنځته کیږي، نو ځکه ډاکټران سپارښتنه کوي چې باید ژر تر ژره له دې څخه ځان وژغورل شي.

دلته داسې پنځه خواړه وړاندې کوو چې د خیټې وازګې کمولو لپاره ترې باید ځانونه وژغورئ!

جوس

دا څرګنده ده چې په میوو جوس کې د شکر کچه خورا زیاته موندل کیږي، نو د جوس څښل باید محدود کړل شي. دلته ستونزه دا ده چې زیاتره وګړي په دې فکر دي چې جوس طبیعي او ویټامن سي لپاره ځانګړي خواړه دي، خو په دې هیڅوک نه دي پوه چې د همدغې میوې، جوس کولو پرمهال دا خپل نسجونه له لاسه ورکوي. پوهان وایي چې همداسې تازه میول خوړل بدن ته ددې ګټې په بشپړ ډول رسوي، خو کله چې دا جوس ته واوړي خپل نسجونه له لاسه ورکوي، د همدې لامله کیله، مالټه او مڼه باید د جوس پرځای همداسې وخوړل شي.

آیس کریم

د تودوخې درجې لوړوالي سره د آیس کریم شوق هم زیاتیږي، پوهان د آیس کریم لپاره مستې «یونانی مستې» چې په خوند کې دې سره یوځای دي، غوره بدیل بولي. په ځانګړي ډول کله چې په دغه مستو کې میوه یا بل څه ګډ شي خوند یې د آيس کریم په ډول شي، په دې کې لوړه کچه کلسیم شتون لري او د هاضمې سیستم په ښه کولو کې مرسته کوي، سربېره پر دې دغه مستې د موړوالي احساس درکوي چې له ډيرو خوړو مو ژغوري.

مساله دار چپس

په ځانګړي ډول بازاري یا مساله دار چیپس په عموم کې ناسم خواړه دي، لامل یې په دې کې د زیاتې کچې مالګې او د څارویو غوړ شتون دی، ددې لپاره له چارمغزو بل غوره بدیل نه موندل کیږي، ګڼ شمېر څیړنو ښودلې چې چارمغز د چاغوالي مخنیوي کې مرسته کوي، د خیټې غوړ له منځه وړي، او د بدن میتابولیکي سیستم هم غوره کوي.

سره غوښه

سره غوښه زیاته خوړل خامخا چاغوالی او روغتیايي ګواښ رامنځته کوي، دغه ډول غوښه د بدن غړو او عضلاتو شاوخوا ته د وازګو زیاتوالي لامل کیږي. ددې ښه بدیل د ماهي غوښې خوړل دي اګر که له غوړو ډکه هم وي، ځکه چې ماهي اومیګا ۳ اسیدونه لري، کوم چې د وینې په جریان کې مرسته کوي او د زړه ساتنه کې هم مهم رول لوبوي.

موسلي

موسلي یو ډول خواړه دي چې له وربشو، وچې او تازه میوو څخه جوړیږي، دغه خواړه په لوړه کچه شکر لري، موسلي په سباناري کې خوړل کیږي چې د خوړو سره سم په وینه کې د شکر کچه لوړوي، دغه راز انسان ته نور هم د لوږې احساس ورکوي، پوهان ددې ښه بدیل په سباناري کې هګۍ او ایوکادو چې د وربشو ډوډۍ سره وخوړل شي،
c

08/09/2021

ساینس پوهانو د موټ+ک وهلو ترټولو لوی او خطرناک زیان اعلان کړ

توپیر.کام؛ نن سبا له بده مرغه ډېری ځوانان په خپل لاس ځان انز-ال کوي او پدې کار روږدي شوي، په ځان نه پوهېږي او نه په ځان کنټرول لري او په پرلپسې ډول دا کار کوي، که څه هم هرځل ددې کار کولو وروسته پیښمانه کېږي خو دا اراده او عمل پکې نشته چې په قطعي ډول دا عادت ترک کړي.

ددې ناوړه کار د زيانونو په هکله خبرې ډېرې دي خو يوه نوې څیړنه ښیي هغه کسان چې زيات موټک وهي نو د پروستات په سرطان تر نورو لس چنده زيات اخته کېږي، دا څېړنه وايي چې د پروستات غده د ډېر زيات فعاليت په وجه لويېږي او وروسته شديد التهاب پيدا کوي، د پرلپسې التهابونو وروسته دا غده په یې کنټروله ډول لويېږي او سرطان کېږي.

پوهان وايي په مياشت کې شل ځله موټک وهل د سرطان احتمال حتمي کوي او نارينه په لنډ وخت کې په دې ناوړه سرطان اخته کوي، ددې ډول سرطان قطعي تداوي ددې غدې لرې کول دي چې جانبي عوارض يې د اولاد نه کېدل دي.

انګورو ګټي انګور ستاسو د پښتورګو لپاره طبیعي درمل ديتاسو څه ډول عموماً خپل پښتورګي روغ ساتئ؟ آیا تاسو کافي اوبه څښئ؟ آیا...
29/08/2021

انګورو ګټي

انګور ستاسو د پښتورګو لپاره طبیعي درمل دي

تاسو څه ډول عموماً خپل پښتورګي روغ ساتئ؟ آیا تاسو کافي اوبه څښئ؟ آیا تاسو له خپل رژیم څخه مالګه لرې کوئ؟ آیا تاسو هره ورځ ورزش کوئ؟

که پورته پښتنو ته مو ځواب هو وي هم ښه ده او که ځواب مو نه وي؛ نو بیا هره ورځ هڅه وکړئ چې ۱۴ دانې انګور وخورئ، دا چاره به تاسو سره مرسته وکړي چې ستاسو د پښتورګي څخه سالمه ساتنه وکړي او پښتورګي به مو تحرک کړي.

د پښتورګي ناروغۍ نښې کومې دي؟

ستاسو د ملا درد پر معدې باندې اغېزه کوي، تاسو د پیشاب (تشو میتازو) پر مهال سوځیدونکی احساس کوئ، ستاسو پیشاب رنګ بدلوې او داسې… نور دا هغه نښې دي چې تاسو د پښتورګي ناروغۍ لرئ.

د پښتورګي ناروغۍ مخنیوي لپاره څه وکړو؟

د امریکا د پښتورګي روغتیا انستیتیوت په وینا ، په هرو نهو کسانو کې یو د پښتورګو ستونزې لري. پښتورګي د بدن یو له کلیدي غړو څخه ده. چې د ژوند پر بیلابیلو چارو کې مو خورا اړین رول لوبوې. نو که غواړئ چې د پښتورګي ناروغۍ څخه وژغورل شئ نو د خواړو په لیست کې مو بدلون راولئ. نو له همدې امله یو شمېر روغتیا پالان سپارښتنه کوي چې د خواړو په جدول کې مو انګور اضافه کړئ. او هره ورځ یې وخورئ.

انګور کولی شې چې پښتورګي پیاوړي کړي او پښتورګي له زیانونو څخه وژغورې. همدغه راز انګور د وینې جریان څخه د زهري موادو لرې کولو کې مرسته کوي او ستاسو د پښتورګو فعالیت تنظیموي. د یوې مطالعې پر بنسټ چې انګور او لوبیا له ډېر وزن لرونکو کسانو سره مرسته کوي چې په بدن کې یې اضافه غوړ کنټرول کړې.

د انګورو جوس او ګټې یې:

د انګورو طبیعي جوس د انټي اکسیډنټ متمرکزه سرچینه ده، او ستاسو پښتورګي له زیان رسونکي آزاد رادیکالونو څخه ساتي.

د انګورو ډېر استعمال هم زیان لري:

انګور شوګر لري ، نو د دې لپاره چې د انګورو ډیره ګټه ترلاسه کړئ ، تاسو باید د ورځې لږ تر لږه ۱۵ دانې او یا هم په کافي اندازه انګور وخورئ. د څیړنو پر بنسټ چې د ورځې ۱۵ دانې انګور خوړل مو پښتورګي له ناروغۍ ساتي او ستاسو د پښتورګو درملنه او متوازن رژیم ساتلو لپاره کافي اندازه باندې فعالیت کوي. د انګورو د خوړلو غوره وخت په سهار کې دی.

په خالي معده د ګرمو اوبو څښل !د زړه یو متخصص ډاکتر وايي !چي دغه مطلب که د هر چا لاس ته ورسیږي او هغه يې د هغو کسانو سره ...
13/08/2021

په خالي معده د ګرمو اوبو څښل !

د زړه یو متخصص ډاکتر وايي !

چي دغه مطلب که د هر چا لاس ته ورسیږي او هغه يې د هغو کسانو سره چي ناسته ولاړه ورسره لرئ ور سره شریک یې کړئ په حقیقت کي به نوموړي شخص دیوه انسان ژوند ژغورلئ وي.

په ګرمو اوبو سره درملنه.!
هیڅ باور د چا نه کیږي ډيري داسې ناروغۍ سته چي خدای تعالی هغه په څلور ګیلاسه اوبو سره له منځه وړي.

د جاپان د روغیتایي څيړنو مرکز د وروستۍ تجربې پر اساس چي د ګرمو اوبو په ذریعه يې تر سره کړې دي نتیجه یې سل په سلو کي د لاندي ذکر سوو ناروغیو لپاره مثبته اعلان کړېده.

* شدیده سردردي.
* د ویني فشار.
* کم خوني.
* د زنګنو درد.
* فلج.
* د زړه شدید ضربان.
* د ویني غوړ.
* ذکام.
* د ستوني پاړسوب.
* سل.
* د شریانونو پاړسوب.

* بلاخره هره ناروغي چي په ادرار پوري ارتباط ولري.
* دمعدې پاړسوب.
* کم اشتهایي.
* او هر هغه ناروغۍ چي په سترګو غوږ او حنجره پوري مربوط وي.

د استعمالولو کړنلاره یې.!
* کم وخت چي اوبه پر جوش راغلې ، هره ورځ سهار وختي چي له خوبه را پورته سئ څلور ګیلاس اوبه په خالي معده وڅښئ اوبه باید ګرمي وي داسې ګرمي چي دڅښلوو وړ وي نه چي ډیري ګرمي وي او نه ډیري یخي.

* د اوبو څښلو وروسته باید تر ۴۵ دقیقو پوري غذا ونه خورئ.
* ځیني وخت یو شمیر ناروغان د څلور ګیلاس اوبو په څښلو سره په مشکل کي کیږي کیداسي چي لږ لږ وڅښي ترڅو ځان څلور ګیلاس اوبو څښلو ته ورسوي.

* پورته ذکر سوي ناروغیو به په لاندي لیکل سوي وختونو کي انشاالله له منځه ولاړي سي.

* شکره په ۳۰ ورځو کي.
* دویني فشار په ۳۰ ورځو کي.
* د معدې مشکلات په ۱۰ ورځو کي.
* د سرطان ناروغي په ۹ میاشتو کي.
* سل او د شریانونو پاړسوب په ۶ میاشتو کي.
* میاشتانه عادت په ۱۵ ورځو کي.
* د زړه مشکلات په ۳۰ ورځو کي.
* شدید دسر درد په ۳ ورځو کي.
* کم خوني په ۳۰ ورځو کي.
* د ویني غوړ په ۴ میاشتو کي.
* فلج په ۹ میاشتو کي.
* او تنفسي مشکلات په ۴ میاشتو کي. ...
سره لاس پرلاس یې کړئ.شېر کول یې صدقه جریه ده.

دلا نورو معلوماتو لپاره پاڼه لايک کړۍ مننه
copy

ولې بايد زناکار په دورو ووهل شي؟د برطانيې مشهوري ورځ پاڼې ډيلې ميل په " 2013/1/7 " کښي يو راپور خپور کړ.چي روسې طبيبانو ...
30/07/2021

ولې بايد زناکار په دورو ووهل شي؟
د برطانيې مشهوري ورځ پاڼې ډيلې ميل په " 2013/1/7 " کښي يو راپور خپور کړ.
چي روسې طبيبانو په خپل يوه نوې څيړنه کي دا ثابته کړې ده چي کوم څوک په زناء أو ممارسة الجنس باندي روږدې وي أو قدرت د پريښوولو يې نه لري دهغه لپاره ترټولو مجربه نسخه داده چي پر شا باندي أتيا دورې ووهل شي.
چي دا يې هغه شهواني فکر له منځه وړي أو پر دماغ چي کوم أثر دکثرة الزناء له وجهې پروت وي د هغه په ختمولو کي هم مهم رول لري.
مشهور روسي طبيب " Dr German Pilipenki زیاتوي چي تر أوسه پوري مو تر زر زيات چي أکثره يې له ليري منطقو راغلي دي د شپيته ډالره په مقابل کي مو په أتيا دورو وهلې دي چي پنځه نوي فيصده یې په هغه عين وخت کي د سعادت احساس کوي.
أو هغه ذهنيت يې په بشپړ ډول له مينځه وړل سوی وي کوم چي دوی يې و زناء أو ممارسة الجنس ته هڅول.
#تبصره دشريعت محمدي صلی الله عليه وسلم په تطبيق أو تنفيذ کي دټول عالم خير دی، څوک چي يې دتطبيقولو مخه نيسي هم په حقوق الله مجرم دي أو هم په حقوق العباد...
يا ربه ته خو مو پر ټوله نړۍ دشريعت محمدي صلی الله عليه وسلم په حاکمیت سترګې یخي کړه! .... امین
کـــاپــى

ذهني ستړیا څنګه له منځه یوسو؟په انسان کې یو له سختو ناروغیو څخه هم ذهني ستړیا ده ځکه چې انسان په دې حالت کې د فکر کولو و...
27/07/2021

ذهني ستړیا څنګه له منځه یوسو؟

په انسان کې یو له سختو ناروغیو څخه هم ذهني ستړیا ده ځکه چې انسان په دې حالت کې د فکر کولو وړتیا له لاسه ورکوي او خپل احساسات له نورو سره نشي شریکولی. چې دغه حالت انسان په فزیکي ستړیا او په ځینو نورو ناروغیو اخته کولی شي.

ذهني ستړیا ډیر لاملونه لري چې د هغې له جملې څخه کار، کورنۍ ژوند او ارامه او خاصه اندازه خوب نه کول ځانکړی اثر لري. د دې خنډ سره د مبارزې لپاره لومړۍ خپل ذهن ارامه کړئ.

دلته مو له هغو مراحلو سره معرفي کوو چې کولی شي انسان له ذهني ستړیا وژغوري:

خپل ځان ته وخت وټاکئ: د دغې ناروغۍ تر ټولو غوره درملنه دا ده چې په یوه تیاره کوټه کې کینئ او له خپل رب او خالق سره اړیکه ټینګه کړئ. د قرآن کریم تلاوت، لمونځ او دعا په نړۍ کې تر هر څه زیات انسان ته ذهني ارمتیا وربښي. دعا او له دعا سره ژړا هغه عملونه دي چې د زړه او ذهن ستړیا به مو یوازې څو دقیقو کې له منځه یوسي.

ارامه او خاصه اندازه خوب وکړئ: ځینې خلک د خوب کولو سربیره بیا هم په ذهني ستړیا اخته وي. د دې خنډ له منځه وړلو لپاره باید پوره اندازه خوب وکړئ. هره شپه ۸ ساعته خوب به ذهن او بدن تازه او له ستړیا وژغوري. هره شپه ۸ ساعته خوب به مو له ډیر ذهني فشارونو هم وژغوري. خاصه اندازه خوب بدن ته د خپل ځواک حاصلولو چانس برابروي.

کوښښ وکړئ ځینې ورځني مشکلات هیر کړئ: کتاب ولولئ، له ملګرو یا د کورنۍ له غړو سره په رخصتیو کې په چکر ووځئ. ځینې وختونه د چاپیریال بدلول له انسان سره مرسته کوي خپل ورځنۍ ذهني فشار او ځینې مشکلات هیر کړي.

هره ورځ ورزش وکړئ: د ورزش پر مهال د انسان عصبي سیسټم انډورفین (Endorphin) نومې مواد خارجوي. انډورفون هغه مواد دي چې انسان خوشحاله ساتي. تاسې اړتیا نه لري چې په ساعتونو ساعتونو ورزش وکړئ یوازې ۱۵ دقیقې ساده قدم وهل هم د دې موخې لپاره کفایت کوي.

ساه اخیستلو ورزش هم ځانګړی اثر لري: د پوزې له لارې اوږده او ژوره ساه واخلئ، د ۱۰ ثانیو لپاره يي وساتئ او بیرته يي د خولې لارې وباسئ. دغه کار مو له هر ډول ذهني ستړیا او فشار څخه په ساتلو کې مرسته کوي.
ډاکټر محسن شينواري

12/07/2021

څلورم ليکچر

10/07/2021

د طبي زده کړو لړي به په انلاين ډول مخکې بيايو انشاءالله
زموږ پاڼه لايک کړي او شير يي کړي تر څو هيوادوال تري خبر شي

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical information طبي معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share