سیاست

سیاست Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from سیاست, Business service, خوست, Jalalabad.

05/11/2016

سوشلزم څه دی؟
ژباړه: ندیم سالار
د سوشلزم تاریخ:
سوشلزم هم د لبرالېزم او نشنلېزم په څېر د سرمایه دارانه ژوند نظام ته د جواز ورکولو یوه نظریه ده، سوشلزم په خپل ذات کې هیڅ د ژوند معقول نظام نه دی، د سوشلزم د یو څو بنیادي تصوراتو ریښې د زاړه یوناني او ایراني مفکرینو نه په اقتباس اخیستل شوې دی، چې همدا دلیل دی علامه محمد اقبال رح سوشلزم ته “مزدکیت” ویلي دی.
مزدک د زردشت د تعلیماتو پر خلاف بغاوت وکړ، او انفرادي ذاتي ملکیت يې حرام وبلئ، د افلاطون د ریاست تصور هم پر دې خصوصیت مبني و، چې د ریاست اشتراکي تصور يې مثال سوشلزم دی.
خو کومي نظريې ته چې اشتراکیت وايي د هغې ابتداء په نولسمه پېړۍ کې وشوه، د دې نظریې دوه تعبیرونه وړاندې شول، سوشلستانو د Owen Foureir, Morris, Prodhoun او idialism او Marx او Engles بیا Seientific Socialism تعبیر وکړ.
په دې دواړو نظریاتو کې مشترکه عقیده د ذاتي ملکیت نه موجودیت و، د دغو دواړو نظریاتو د سرمایه درلودونکي ظلم او استحصال د ختمولو لپاره د ذاتي ملکیت له منځه وړل او ختمول ضروري بلل.
د socialist idealists دا خیال و، چې د ذاتي ملکیت د له منځه وړلو لپاره پراخو او اشدو تبلیغاتو ته ضرورت شته، او له تبلیغ او دعوت وروسته خلک خپله خپل ذاتي ملکیت خوشې کوی او د اجتماعي ملکیت پر اصولو برابر کاروباري ژوند ته ترتیب ورکوي. چې د دوی یو پیروکارRobert Owen د دې ادعاء د ثبوت او خلکو د جذب لپاره خپله یوه کارخانه په همدغه شکل او ترتیب جوړه کړه.
د Seientific Socialism ساینټیفیک سوشلزم بیا دا نظر و، چې د ذاتي ملکیت خاتمه د انساني تاریخي کړنو نه حتماً راوځي، او ماده‌پرستان(Materialist) په دې خبره باور لری، چې د مارکس د تصوراتو ارتقاء د انساني تاریخ ساینسي نظریه له همدې حیثیته څرګنده کړې ده، چې د کوم حیثیت له کبله يې د ارتقاء نظریه ثابته کړه. مارکس ځان ساینسپوه بللی و، او خپل تر ټولو ستر تصنیف “داس کیپیټل” يې هم د (Darwin) ډاروین نوم ته منسوب کړی و.
Socialist idealists سوشلسټ نظریات له تیرو دريو پیړیو نه موجود دي، د نړۍ ټولو سوشلسټو ډیموکراټیکو احزابو دغه نظریات خپل کړي دي، په دغو احزابو کې د هندوستان کانګریس، د پاکستان پیپلز ګوند، برطانوي لیبر ګوند، فرانسوي سوشلسټ ګوند او نور شامل دي.
سوشل ډیموکراټیک فکر په ډیر بد شکل باندې ځینې اسلامي ګوندونه هم زیات متأثر کړي دي، د دې اسلامي ګوندونو مشران لکه راشد الغنوشي، احمد غزالی، جلال الدین احمد، خرم جاه مراد او پروفیسر خورشید احمد له یوې مودې راهیسي په دې فکر مصروف دي، چې څرنګه سوشل ډیموکراټیک مباحث اسلامي کړي.
د ۲۰۱۲ م په مصري انتخاباتو کې د اخوان المسلمون منشور او ۲۰۰۲م کې د ایم ایم اې منشور د بې شمیره سوشل ډیموکراټیکو غوښتنو مجموعه ول.
د ساینټیفیک سوشلیزم د نظریاتو منونکي ګوندونه کمونیسټ ګوندونه دي، دغو ګوندونو په چین، روسیه، کیوبا او نورو ځینو هیوادونو کې د سوشلزم دیکتاتوري Prolitariatانقلابات راوستي دي او ذاتي ملکیت يې له منځه وړی دی.
خو د ۱۹۸۹م نه را په دې خوا دغه ګوندونه له ماتي سره مخ شوي دي، په چین، کیوبا او هر ځای کې لبرل نظریات او لبرل نظام غالب scientific sociatismاو بریالي شول.
اوس ددغو نظریاتو درلودونکي مجبور شوي دي، چې له خپلو ډېرو نظریاتو نه منحرف شي.
سوشلسټه ټولنه:
د روسي انقلاب په پیل کې لینن او اسټالن د سوشلست انفرادیت تصور وړاندی کړ، له دې نظریې نه مأخوذ Specie Being چې د مارکس تصور وو، ویل کیدل چې څرنګه سوشلست نظام مستحکم کېږي، همهغسي به روس یو عام Maoze D**g وګرځي.
د ۱۹۶۶م نه تر ۱۹۷۴م پوري کلتوري انقلاب هم د سوشلسټ انساني شخصیت جوړولو یوه هڅه وه.
خو چې څرنګه وخت تېر شو، همهغسي دا د قربانۍ او فداکارۍ جذبات ساړه شول او سوشلسته ټولنه د خودغرضۍ، حسد او کینې نه ډکه شوه، د کمونیست ګوند تر ټولو لوړ مشران د بدترین اداري فساد او بې لارۍ ښکار شول، چې واضح ترین مثالونه يې لینن، اسټالین او ماوزې تنګ وړاندي کړل. دوی په حقیقت کې هم ډېر ظالم، خودغرضه، سفاک او بد دیانته واکمنان ثابت شول.
د سوشلستی او لبرالي ټولنو اخلاقي پستي یو شان ده، په دواړو ټولنو کې د حرص او حسد واکمني وي، خلک د یو بل د مجبوریتونو او ضرورتونو نه په ناجایزې ګټه پورته کولو سره خپل مطلب سر ته رسوي، د سوشلزم دا دعوه چې د ذاتي ملکیت په ختمولو سره دې سرمایه دارانه نظام له منځه یوړل شې قطعاً غلطه ثابته شوه، لینن، سټالین او ماوزې ډیر ذاتي ملکیتونه له منځه یووړل خو په سرمایه دارانه نظام يې هیڅ بد تأثیر ونه کړ.
د یو منظم پلان او سازش له مخي اقتدار د شخصی سرمایه دارانو له لاسه وویستل شو او د ریاستی نوکر شاهانو لاسونو ته منتقل شو.
د لبرل او سوشلست ریاستونو جوړښت دا تضمین کوي، چې هیڅ کله به د دوی تر منځ جګړه نه کېږي، نن په نړۍ کې چین د امریکا تر ټولو ستر حلیف دی، چین هیڅکله هم په ښکاره او مخامخ د امریکا د وحشت مقابله او یا نیوکه نه ده پرې کړې، نه په افغانستان کې، نه په عراق کې، نه په لاتینی امریکا کې او نه هم په لری شرق کې، ددې برعکس يې په بلیاردونو ډالر په امریکا کې ایښي دي، چې همهغه ډالر د امریکا د معیشت تر ټولو زیاته مرسته ده.
اسلامي سوشلزم:
سوشلزم، لبرالیزم او نشنلیزم “قوم پرستي” کفري نظریات دي، دا ټول نظریات د اسلام په رد کې دي، ځکه د دریو واړو کلمه د “لا اله الا الله” پر ځای “لااله الا الانسان” ده، چې له اسلام سره په کلکه مخالفه ده. خو دغو دریو نظریاتو ډېر اسلامي مفکرین او اسلامي ګوندونه متاثر کړي دي، په برصغیر کې د سوشلزم اثر پر اسلامي فکر د لومړۍ نړیوالې جګړې په دوران کې پیل شو، د تحریک ریشمی رومال له ناکامۍ وروسته څو علماو او مجاهدینو هجرت وکړ، چې په هغوی کې تر ټولو مهم شخصیت مولانا عبیدالله سندی و، چې د ترکیې له لاری روس ته ولاړئ، ویل کېږي چې هندوستان ته له راتګ وروسته يې ډېر سوشلسټ نظریات اسلامي کول پیل کړل.
د سند دیوبندی علماء اوس له فکري پلوه له دې فکر نه څه نا څه متاثر شوي دي، ذوالفقار علي بوټو له اسلامی سوشلزم نه ډېر متاثر و، ډیری خلک په سندی علماو کې د سوشل دیموکراتیک فکر خپرېدل له بوټو سره دردوی مینه بولي. موږ باید ښه پوه شو چې د لبرالیزم او قوم پرستۍ په څیر سوشلزم هم خالص جاهلیت او کفرِلعین دی، سوشلستان د اسلام بدترین دښمنان دي، ځکه هغوی د الله دښمنان دي.

21/07/2016

فراکسیون

په یو ګوند یا کومې بلې سیاسي ادارې کې یوه ډاله ده، چې غړي یې د نوموړي ادارې د سیاستونو او تګلارو په اړه د نورو غړو پر خلاف نظریات وړاندې وي.

17/04/2016

نړیوال تړونونه (قراردادونه) :
په انګلیسي ژبه کې د نړیوال قرارداد انډول کلیمه (International Contract) او په فرانسوي ژبه کې یې (Le Contract International) بولي چې د هغو ژمن لیکونو او معاملاتو په معنی دي چه له یوه څخه ډیر هیوادونه پکې ښکیل وي ، ځکه دا ډول تړونونه د بیلابیلو هیوادونو د حقیقي او حقوقي وګړو ترمنځ چې بیلایبل تابعیتونه لري تړل کیږي.
یو نړیوال تړون هغه حقوق او ژمنې په ځان کې رانغاړي چې کم تر کمه یو ښکیل لوري یې بهرنی وي.

07/04/2016
05/04/2016

کابينې د الکترونيکي تذکرو لانجمنه مسئله حل کړه. په تذکره کې به ملي هويت ليکل کېږي او قوميت به هم په کې راځي.
دا يې تر ټولو معقوله حل لاره وه.
ټولو ته دې مبارک وي; په ځانګړي توګه هغوته چې په دې لار کې يې مبارزه وکړه.
ولسمشر او کابينې نه هم مننه چې د يوې سترې خلا او حتی ناورين د رامنځته کېدو مخنيوی يې وکړ.

18/03/2016

سیاست

په ټولو چارو کې د موجوده الاتو په مرسته یو ټاکلي هدف ته رسیدو لپاره په پوهې،تدبیر او دقت سره مداخلې ته سیاست وایي.

07/03/2016

کیمیاوي جنګ

هغه جنګ چې په کوم کې کیمیاوي وسلې:وژونکی ګاز،کیمیاوي بمونه او داسې نور کیمیاوي مواد د عامه وژنې لپاره استعمالیږي.

06/03/2016

سوله!
سوله نه یوازې دا چې د افغانانو اړتیا او غوښتنه ده بلکې د انساني ژوند غوښتنه ده. د پایښت لروونکي سولې لپاره سولې ته ژمنتیا، سیاسي اراده او هر اړخیزې هلې ځلې اړینې دي!!!!!!
#سوله

 #قانع وايي؛پا کستانۍ سخت دريځه ور ځپا ڼه ليکي : #نبيل دومره خطر ناک وو چې  #دپاکستان دنظام دتصادم لپاره په تو طيه بو خت...
05/03/2016

#قانع وايي؛
پا کستانۍ سخت دريځه ور ځپا ڼه ليکي :
#نبيل دومره خطر ناک وو چې #دپاکستان دنظام دتصادم لپاره په تو طيه بو خت وو
په يوه ميتينګ کې يې #دپوځ دمشر راحيل شريف په وړاندي وويل دافغانستان بنسټونه او اداري تشکيلات له خپل ملکي زعامت څخه هدايت اخلي
خو دپاکستان پو ځې تشکيلات او استخباراتي بنسټونه دملکي زعامت په وړاندي بغاوت کوي
افغانستان هم اوس په دې فکر کې دی چې پاکستان په کور دننه منفجر کړي

دا بیسواد او شعله یی زموږ وزیر داخله شو دا هیڅ د نظامی زده کړی نلری خو ځان ته ډګرجنرال وای دا ځکه وزیر داخله شو چي پنجشی...
29/02/2016

دا بیسواد او شعله یی زموږ وزیر داخله شو
دا هیڅ د نظامی زده کړی نلری خو ځان ته ډګرجنرال وای دا ځکه وزیر داخله شو چي پنجشیری وه
که د دبل ولایت پروفیسور او فیلسوف وی خو صفر دی که د پنجشیر موچی یی نو مخکې یی
داسي هیواد دی زموږ

26/02/2016

حیاتي اړتیا

هغه پلمې چې دولتونه پرې خپل ناروا،بې منطقه او استبدادي کړنې ترسره کوي

26/02/2016

دری څيزونه انسان ته په ژوند کې يو ځل پلاس ورځي.
*مور او پلار
*ځواني
*ښايست

Address

خوست
Jalalabad
100

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سیاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share