اسلام زما دین دی

اسلام زما دین دی اسلام زما دین دی زه له اسلام سره مینه لرم

کله چې څوک په کور کې وفات کېږي، څه باید وشي؟مسئله ۱: کله چې څوک د مرګ په حالت کې وي، هغه پر شا ځملوئ  او پښې یې د قبلې خ...
23/10/2025

کله چې څوک په کور کې وفات کېږي، څه باید وشي؟

مسئله ۱: کله چې څوک د مرګ په حالت کې وي، هغه پر شا ځملوئ او پښې یې د قبلې خواته واړوئ. د سر لاندې یو بالښت یا بل څه کېږدئ، څو سر یې لږ لوړ شي او مخ یې د قبلې خواته وي. د ده ترڅنګ کښېنئ او د کلمې شریفې الفاظ په لوړ آواز سره ووایئ، څو هغه هم واوري او کلمه ووایي.
خو ده ته مه وایئ چې «کلمه ووایه»، ځکه دا وخت ډېر دروند او سخته لحظه ده، نه معلومیږي چې له خولې یې څه وځي.

مسئله ۲: کله چې مریض یو ځل کلمه ووایه، نور چوپ شئ. دا مه هڅوئ چې هغه کلمه مسلسل تکرار کړي تر څو په کلمه سره مړ شي. مقصد دا دی چې وروستۍ خبره یې کلمه شریفه وي، نه دا چې تر وروستۍ شېبې یې کلمه تکرار کړي.
البته، که وروسته له کلمې د دنیا کومه خبره وکړه، نو یو ځل بیا کلمه په لوړ آواز سره ووایئ، او کله چې هغه بیا کلمه ووایه، تاسو بیا چوپ شئ.

مسئله ۳: کله چې د مرګ نښې ښکاره شي — لکه د نفس چټکتیا، د پښو سستي، د پوزې کږېدل، او د شقیقه‌ګانو (د مخ دواړه اړخونه) دننه تلل — پوه شئ چې مرګ رانږدې شوی دی. په دې وخت کې د کلمې شریفې تکرار په لوړ آواز سره وکړئ.

مسئله ۴: د سورت یاسین لوستل د مرګ سختۍ کموي. نو د مړي د سر ترڅنګ یا نږدې ورته کښېنئ او دا سورت تلاوت کړئ، یا بل څوک ورته ووایئ چې تلاوت یې کړي.

مسئله ۵: په دې وخت کې داسې خبرې مه کوئ چې د مړینې کس زړه د دنیا خوا ته مایل کړي. دا وخت د دنیا څخه د جدا کېدو او د الله ﷻ حضور ته د ورتګ وخت دی.
باید داسې خبرې او عمل وشي چې زړه یې د دنیا نه بې‌پروا او د الله ﷻ خواته مایل شي، ځکه خیر د ده په همدې کې دی.
په دې حالت کې د ماشومانو راوستل، یا د هغه چا راوستل چې ده ورسره ډېره مینه لرله، یا د دنیايي خبرو یادونه کول چې زړه یې بېرته دنیا ته مایل کړي — دا ټول کارونه ډېر ښه ندي.
که څوک خدای مه کړه په داسې حالت مړ شي چې د دنیا مینه په زړه کې یې پاتې وي، دا د بدې پایلې نښه ده (نعوذ بالله).

مسئله ۶: که د مړینې په وخت کې له خولې د کفر کلمې ووځي، پرې پام مه کوئ او خلکو ته یې مه وایئ. دا داسې وبولئ چې د مرګ سختۍ یې عقل له منځه وړي، ځکه دا حالت د بې‌عقله‌توب دی، او هر څه چې په دې حالت کې له خولې ووځي، معاف دي.
د ده لپاره له الله ﷻ څخه د بخښنې دعا وکړئ.

مسئله ۷: کله چې کس مړ شو، لاسونه او پښې یې سمې کړئ. یو ټوکر د زنې لاندې ور تیر کړئ او دواړه سرې یې د کس سر شا ته وتړئ، څو خوله یې خلاصه پاتې نه شي.
همدارنګه، سترګې یې وتړئ او د دواړوپښو لويې ګوتې سرونه سره وتړئ، څو پښې جلا نه شي. بیا پرې څادر واچوئ او هڅه وکړئ چې ژر تر ژره غسل او کفن ترسره شي.

مسئله ۸: د خولې تړلو او ورته کارونو پر مهال دا دعا ووایئ:
بِسْمِ اللهِ وَ عَلٰی مِلَّةِ رَسُوْلِ اللهِ
(په نوم د الله او د رسول الله ﷺ په دین)

مسئله ۹: له مړینې وروسته ښه ده چې بږ خوشبويي د مړي ترڅنګ کېږدئ.
همدارنګه، هغه ښځه چې په حیض یا نفاس کې وي، یا څوک چې غسل پرې واجب وي، د مړي ترڅنګ مه پرېږدئ.

مسئله ۱۰: له مړینې وروسته، تر هغو چې مړی غسل نه وي شوی، د قرآن لوستل د ده ترڅنګ روا نه دي.

-د دې مطلب خپرول او ترنورو رسول صدقۀ جاریه ده، او ثواب یې هم د لیکونکي او هم د شریکوونکو لپاره دی.

#مړینه #مهم #دین

23/08/2025
22/08/2025

🔻 #وګورئ.. د سرايا القدس مجاهدینو د القسام له کتائب سره په ګډه یو کمین جوړ کړی، چې پکې یې دښمن د زغرو ضد ماینونو او مرمیو په وسیله د غزې ښار د شجاعیه سیمې ختیځ کې په نښه کړی.

21/08/2025

*رسول الله ﷺ فرمايلي دي:♥️*
*د چا چې خفګان او غمونه زيات وي،نو دا*
*ذڪر دې ډېر ڪوي●*

*( لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ )*

💙🌸💙

زړه بوږونکې مرکهد الجزیره ټلویزیون ژوندۍ پاتې سوې خبریاله یسریٰ العکلوق د شهید انس الشریف د کونډي مېرمني بیان سره مرکه ک...
20/08/2025

زړه بوږونکې مرکه
د الجزیره ټلویزیون ژوندۍ پاتې سوې خبریاله یسریٰ العکلوق د شهید انس الشریف د کونډي مېرمني بیان سره مرکه کړې ده، د هغې خبري د عربي ټولنیزو رسنیو پر مخ ډېري خپرې سوي دي، راځئ د غزې د تر ټولو مشهور خبریال د زړه‌خوږونکو یادونو دروازې بېرته پرانیزو:
انس یوه شپه بې له کومي خبرتیا ناڅاپه کور ته راغئ، دا د هغه وروستۍ جمعه او وروستۍ لیدنه وه، تر اوږده جلاوالي وروسته داسې په ناڅاپي توګه راښکاره سو، او کله چي د دروازې مخي ته د خپلې غیږې پرانیستی ودرېد، نو بیان داسې احساس وکړ لکه ټول جهان چي دده په غېږ کي راټول سوئ وي.
دا ځل هغه د عادت خلاف سمدستي خپلو ماسومانو ته مخه کړه، په ټینګار یې له خوبه راویښ کړل، او دواړه یې پرله‌پسې په غېږ کي پورته کړل، کله یې پورته هوا ته اچول، بیا یې په غېږ کي کلک نیول، او بیا بیا یې د خوشالۍ په څېر تاوول، داسې ښکارېده لکه د راتلونکو ورځو د یوازیتوب لپاره چي یې غوښتل د خپلو بچیانو خندا او معصوم بوی د زړه په تل کي خوندي کړي، انس بهکله پر کوچ(صوفه) کښېناست، کله به پر ځمکه وغځېد، او کله به پر بستر د دواړو غاړو لاسونه پرانیستی کښېناست، د هغه بدن له ستړیا ډک و، او دا لومړی ځل و چي ده خپله ستړیا ښکاره ومنله، موږ اوږدې خبرې وکړې، ما د هغه پر څېره داسې عاجزي او ستړیا ولیده چي تر دې مخکي مې هېڅکله نه وه لیدلې، دا لومړی ځل و چي هغه وویل: زه سکون، ساده او بې وېرې ژوند ته تږی یم.
هغه شپه د انس سره نه موبایل و، نه خبرونه، نه سور ماسور، یوازې خپل احساسات یې راوړي دي او د کور په دېوالونو کي داسې ګرځېده لکه پروانه چي خپله خوشبویي خپروي، د هغه په سترګو کي ژور سکوت و، او په غېږ کي یې پټ یو چوپ الوداع، زما په زړه کي یوه غږ راپورته سو: «ایا دا وروستۍ لیدنه ده؟» خو ما هغه غږ چوپ او ځان مې قانع کړ چي دا یوازې د میني شدت دی، د وداع حالت نه دی.
څو ساعته وروسته انس د تلو نیت وکړ، د هغه د هر قدم سره زه داسي احساس کوم لکه په زړه کي چي مي یو څوک خنجر ښخوي، تر دروازې پوري ورسره لاړم، هلته هغه مخ راواړاوه، موسکی سو او ویې ویل: «وعده ده چي ستا د زیږون په کلیزه کي بیا سره ګورو، هغه وخت به بېرته راسم، او په خپلو لاسونو کي به ستا لپاره ډالۍ هم ولرم،» زه پوهېدم چي انس تل زما خوشحالي د یوې میلې په څېر رنګینه کوله، په هر حال، ما په درنو قدمونو هغه رخصت کړ او بېرته را وګرځېدم، او هغه له سترګو پناه سو.
له دې لیدنې یوازې ۴۸ ساعته وروسته هغه ورځ راغله چي ما به تل د خپلې ژوند تر ټولو ښکلې ورځ بلله، زما د زوکړې ورځ، د اګسټ۱۴مه، خو په دې ورځ انس بېرته نه راغلئ، نه د ډالۍ سره، نه د حیرانتیا سره، نه د غېږ نیولو سره، هو، هغه کور ته راغی، خو د خلکو پر اوږو سپور، چوپ، بې‌صدا، ما ته یوازې یوه دقیقه وخت راکړل سو چي له خپل ګران خاوند سره وروستی ملاقات وکړم.
ما په ژړا وویل: «کفن پرانیزئ، زه غواړم د هغه څېره ووینم، د هغه پر مخ د خدای په اماني ښکلول پرېږدم،» خو شاوخوا خلکو رد کړل، ځکه د انس سترګي نوري پاتي نه وې، ما د رېږدېدونکو لاسونو سره خپل مخ د کفن پر سر کېښود او په چیغو، چیغو ژړل مې پیل کړل:
(دده بدن یخ سوی، خو غوښه یې لا هم نرمه ده).
د انس کیسه یوازي د یوه خبریال د شهادت کیسه نه ده، بلکي د یوه خاوند، د یوه پلار، او د وطن د عاشق یو همېشنی داستان دئ، خو تر هر څه زیات دا د یوې کونډي فریاد دئ، د یوې داسي مېرمني فریاد دئ چي زړه یې ټوټې ټوټې سوئ او اوس ټولي نړۍ ته چیغي وهي:
زما زړه به څوک بیرته راته راکړي؟
یوازې یوه دقیقه وخت ورکړل سو، په همدې یوه دقیقه کي بیان (د انس کونډي مېرمني) د خپل خاوند په غوږ کي ورو ورو یوازي یو پوښتنه پټه کړه: «څه سول هغه وعده چي تا کړې وه، چي یو ځای به مړه کيږو، څو د یو بل د جلاوالي زخم نه وزغمو؟ زما ګرانه، ایا موږ داسي پرېکړه کړې نه وه، ایا تا وعده نه وه کړې چي زما د زیږون په ورځ به بېرته راځې؟»
دا جملې لا زما پر شونډو وې چي خلکو انس له ما نه پورته کړ او د خپلو اوږو پر سر یې د وروستي آرام ځای پر لور یووړ.
الجزیرې د انس الشریف له کونډي "بیان" سره په عین هغه ورځ کي لیدنه وکړه، کومه ورځ چي د هغې د زېږون ورځ وه، خو اوس دغه ورځ د هغې په ژوند کي یو نوی عنوان خپل کړی دی: د کلیزې ورځ نه، بلکي د غم او تعزیت ورځ، زموږ مخې ته ناسته وه، خو یو ستړی بدن، پړسیدلي سترګي او د درد له امله ټيټ سوی سر، هغه ډالۍ چي ژمنه یې سوې وه، نه راورسېده، راورسېدل؛ خو یوه ترخه او بې رحمه خدای په اماني، کوم چي د مرګ په څېر ناڅاپې او بې خبره راغلل.
د انس کوچنۍ لور "شام" هم د همدې غم ژوندی انځور دی، کله چي هغې د خپل پلار خېمه لټوله، نه خېمه پاتې وه او نه یې مهربان پلار، هغه بېرته راغله، په سترګو کي یې پوښتني وې او په زړه کي یې تشوالی، یو داسي تشوالی چي هېڅکله به ډک نه سي.
انس ته هره ورځ ګواښونه راتلل، خو وروستی ګواښ بل ډول و، د جنایتکارانو لخوا په ټیلیفون کي ورته وویل سول: "موږ به ستا ملا ستا د ښځي او ماشومانو په وسیله ماتوو، موږ د هغوی ځای پېژنو او هغوی به ووژنو،" دا هغه جملې وې چي د انس په زړه کي یې یو بې‌سارې وېره پیداکړل، هغه سمدلاسه بیان ته وویل چي کور پرېږدي، ځکه ده ته داسي ښکاره سوه چي دا ځل دښمن په خپل قصد کي جدي دی، دغه وېري د انس تر وروستۍ ساه پورې ځوروئ.
د بمبارۍ یوازي پنځه دقیقې وړاندې یې بیان ته زنګ وواهه، د هغه په غږ کي یو پټ سوځېدل و، کوم چي بیان ژر احساس کړل، انس ورته وویل: "بیان، نه پوهېږم څه وکړم، زه ستا لپاره وېرېدلی یم، د راپور جوړولو لپاره وځم، خو ذهن مي ستا سره پاتي دئ،"
بیا یې ناڅاپه وصیت وکړ: "ته باید حتماً د غزې ښار پرېږدې او جنوب ته ولاړه سې، که شمال او جنوب ترمنځ بندیزونه کښېښودل سي، نو ته به خوندي پاتې نه سې، هغوی به تا زما پر ضد وسله وګرځوي، او زما لپاره مرګ د دې ذلت نه اسانه دی،" خو هغې د خپل عادت سره سم، بیا هم انکار وکړ، هغې وویل: "زه هر څه کولی سم، خو له تا جلا کيدل زغملی نه سم، دغه خیال ژر له زړه وباسه،".
په دې ډول انس د خپل وروستي تردد او اندېښنې سره د ژوند هغه پوله واړوله، له کومې چي بېرته راتګ نسته، شاته یې یوه کونډه پاته سول چي زړه یې هره شېبه ویلیږي، او یوه کوچنۍ شام چي د پلار له جلا کيدو یې د تل لپاره معصومیت بدل سو، یوازې پنځه دقیقې فاصله وه د انس د وروستي ټیلیفون پای ته رسېدو او د هغه بېرونکي برید تر منځ، په همدې شېبو کي انس هڅه کوله خپلې مېرمني ته قناعت ورکړي چي ژر د غزې ښار پریږدي او د منځنۍ سیمې پر لور ولاړه سي، ځکه وېره یې درلوده چي دښمن به ځمکنی یرغل وکړي، خو د بیان لپاره دغه پرېکړه ممکنه نه وه.
تر دې وړاندې هم هغوی څو ځله د غزې پرېښودو موقع لرله، خو هر ځل یې انکار کړی و، کله چي موږ له هغې وپوښتل: "ولې دې بیا بیا انکار وکړ؟" هغې د اوښکو ډک غږ کي وویل: "انس زما ټول ژوند دی، زه څنګه کولی سم هغه له خپلو ماشومانو څخه بې برخيکړم، په داسي حال کي چي همدا شېبې د ده لپاره د ژوند ستن وه؟ زه څنګه کولی سم د غزې پرېښودو سره سکون ترلاسه کړم، په داسي حال کي چي هغه یوازي د جګړې کړاوونه تېروي؟ زه څنګه کولی سم چي هغه په ویجاړو لارو او سړکونو کي یوازي پرېږدم؟
انس الشریف، د دې کیسې اصلي شخصیت، د ۱۹۹۶ د ډيسمبر په ۳ نېټه وزېږېد، هغه په اوو وروڼو کي تر ټولو کشر و، پنځه کاله وړاندي یې واده وکړ، او الله تعالی ورته دوه اولادونه ورکړل، د هغه لور شام تر ټولو لويه ده، چي عمر یې یوازې ۴ کاله دی، انس خپله وصیت هم د هغې په نوم پیل کړی و، داسې لکه هغه چي د ده د زړه لومړي ټکي وي، بیان وایي: "انس هم د شام لپاره ژوند کاوه او خپله وروستۍ وصیت یې هم د شام په نوم ولیکه،".

د شهید انس رحمه الله د زوی نوم صلاح دی، چي د جګړې په زېږنده (مرکز) کي وزېږېد، دی یوازي یو نیم کلن دی، اوس اوس یې د خپل پلار څېره پېژندل پیل کړې وه او د “بابا” غږ یې پر ژبه ښکاره کيده، خو دجالي ځواک دا تړاو وشکاوه او هغه یې له هغه شفقت څخه بې برخي کړ چي لا یې د برخلیک برخه نه وه سوې، د بیان له سترګو اوښکي بهېږي کله چي وایي: “که د انس او صلاح ګډي ورځي حساب کړم، نیمه میاشت هم نه کيږي،” اوس چي کله د صلاح په زړه کي د پلار د یاد تنده راپورته سي، نو مور یې پرته له دې چي د انس انځورونه ور وښيي یا یې ویډیوګانې واوروي، بل څه لار نه لري، څو شېبې لپاره چي د پلار غږ د هغه غوږونو ته ورسي، د هغه وړوکی زړه د یوې لنډې شیبې لپاره ټک ودرېږي، خو بیا هماغه خلا، هماغه غږ “بابا” ــ خو ځواب ورکوونکی هېڅوک نه وي.
یسریٰ العکلوق وايي: د خبرو پر مهال ناڅاپه وړوکې شام کوټې ته راننوته، له هره وخت چیغي وهونکې او د خوشحاله شام له معصومي څېرې او خولې موسکا تښتېدلې وه، په قدمونو کي لړزه، په سترګو کي وېره، او پر څېره د بې‌وسۍ کرښي، اوس هر وخت د مور د لمني سره مښتې وي، وېره لري چي مور یې هم د بابا په څېر پرېنږدي، خو دا غزه ده، چيري چي د وصل فصل ډېر ژر د هجر په فصل بدلیږي؛ سهار د مور او پلار سیوری سلامت وي، خو ماښام د یتیمۍ څادر پر سر خپریږي، شام د مور په لمني داسي کلکه مښتې وي لکه یوه بې‌څرګنده کښتۍ چي د طوفان په منځ کي د لنگر په لټه کي وي، بیان وایي چي شام ټینګار کوي: زه غواړم له خپل بابا سره ووینم، د هغې په ډیري غوښتني مي هغه د انس شریف خیمې ته یوړه، چيري چي شام خپل بابا لټاوه، خو نه خیمه وه او نه د خیمې اوسېدونکی، هغې وپوښتل: بابا چيري دی؟ ما تسلي ورکړه: “هغه په جنت کي دی، د ستا د نیکه ترڅنګ،” خو د یوې وړې نجلۍ زړه کاغذ نه دی چي اسانه پرې ولیکل سي او ژر پرې باور راسي، شام زما ټيلیفون په لاس کي ونیوئ او ټینګار یې کاوه چي زه غواړم د بابا غږ واورم، ما د مات زړه سره وویل: “بابا ستړی دی زما لوري، هلته ارام کوي، نو ځکه یې ټیلیفون له ځان سره نه دی وړی،” خو دا کیسه شام مطمئنه نه کړه، لکه هغه شېبه چي د رخصتۍ پر مهال د هغې مخي ته پر یو تخته یو بې‌جانه بدن ایښودل سوی و، هغې په پوښتونکي اواز وویل: “دا خو بابا نه دی، بابا خو په خپلو پښو روانېدای سي”.
د انس مېرمن وویل: “شام به تل له خپل بابا انس څخه پوښتنه کوله چي ولي زموږ سره نه اوسیږي؟ انس به ورته ویل: لوري، دښمن غواړي ما ووژني، نو شام به په معصومیت هغه غېږ کي نیوه، د دواړو لاسونو په منځ کي به یې د هغه څېره نیوله او ویل به یې: بابا مه وېرېږه، هغوی هېڅکله تاته زیان نه سي رسولی.”
د انس د ژوند سفر هم یوه د دردونو کیسه ده، هغه په جامعة الاقصی کي د راډیو او ټلویزیون زده‌کړي وکړي، بیا د آزاد عکاس په توګه د مبارزې په ډګر کي کښته سو، د هغه د کېمرې ښیښي یوازې صحنه نه ثبتوله، بلکي د قابض دښمن د ظلمونو شاهد ګرځېده، او کله چي پر غزه نوې قیامت نازل سو، انس ورو ورو د الجزیره سره کار پیل کړ او بالاخره یې استازی سو، هغه استازی، چي د خپلې ویني په قېمت یې ریښتیا ژوندي ساتل، تر هغې چي خپله د ریښتیا په لار کي شهید سو.
د انس کیسه یوازي د یوه خبریال نه ده، بلکي د یوه پلار،یوه خاوند، او یوه وطنپال عاشق کیسه ده، خو له دې ټولو ډېر، دا د وړې شام د نیمګړي موسکا کیسه ده، چي لا هم د مور ټیلیفون په لاس کي نیولئ د بابا غږ ته غوږ نیسي او تږې تږې یې انتظار باسي.
د بیان په وینا:
انس لا د مخه یو د پیغام خاوند و، د انرژۍ ډک، مخلص او زړور، ما هغه وهڅاوه چي د الجزیرې برخه سي، ځکه زه پوهېدم چي هغه به د حق انځور په ښه ډول نړۍ ته وړاندې کړي.
بیان نور هم وايي:
کله چي انس الجزیرې ته لاړ، نو ده ته داسي ښکاره سوه چي الله ورته یو داسي ساحه ورکړې ده، کوم چي باید د مظلومانو غږ سي او لازمه ده چي دا امانت په ښه توګه ترسره کړي.
خو ډېر ژر د ګواښونو لړۍ پیل سوه، په داسي حال کي چي بیان هغه ته د حوصلې خبره کوله او ورته یې ویل:
انس، په احتیاط، بې له خطره کار کوه، په یاد ولره چي موږ ټول تا ته اړتیا لرو.
او انس به ځواب ورکاوه:
الله محافظ دی، او موږ ته به یوازي هغه څه رسیږي چي هغه زموږ لپاره لیکلي دي.
د بیان د ژوند هغه دوه ویشت میاشتي داسي وې لکه پېړۍ، انتظار، بېلتون، وېره او یوازیتوب هغه له خپلو دوو ماشومانو سره یو ځای پر اوږو وړل، انس خو د موجودوالي سره، سره بیه هم ورسره نه و، هغې ویل:
هر څومره رواني فشار چي به مي زغمئ، د انس لیدل او نږدې کيدل مې ټول کړاوونه ورکول، د هغه خبري زما لپاره ډاډ وې، هغه زما زړورتیا او د صبر ستن و.
بیا ناڅاپه بیان ودرېده، په کوټه کي یې سترګي واړولې او له اوښکو ډکي سترګي یې پورته کړې او پوښتنه یې وکړه:
انس، اوس دي چا ته پرېښودم؟ زه خپل طاقت له کومه کړم؟
د انس او کږور تر منځ یې د څو دقیقو او دوو کوڅو فاصله وه، خو بیا هم لیدني محدودي وې، هغوی وېره لرله چي دښمن به هغه نږدې ومومي او کورنۍ به یې هم په نښه کړي، خو د انس غږ د ماشومانو له غوږونو هېڅکله نه پرې کيده، بیان وايي:
زما زړه به ډېر درد وکړئ کله چي به مي هغه وپوښت، چي کله به هغه ورځ راسي چي ټول به تر یوه بام لاندي، بې له کوم خطر او پټېدو، په ارام ژوند وکړو؟
د ډیرو لپاره کېدای سي د «بشپړ انسان» خبره مبالغه ښکاره سي، خو د بیان لپاره دا ټکي هم د انس د شخصیت په وړاندې لږ دي، هغه په ډاډمن غږ وايي:
انس یو بې بیلګي خاوند و، بې بیلګي زوی او پلار و، په خدای قسم، د هغه په څېر به نور هېڅکله نه پیدا کړو.
یوازي د شهادت پنځه ورځي وړاندي انس و بیان ته یو پیغام واستاوه، چي پکښی څو وصیتونه لیکل سوي وه، لومړی یې دا چي د هغه په تللو مه ژاړه، بیا یې وویل چي ماشومان باید زده کړي وکړي، هغه روزنه ترلاسه کړي چي ده یې خوب لیدئ، او هغه تعلیم بشپړ کړي چي انس د هغوی لپاره ټاکلی و، خپلي مور ته د ځانګړي پاملرني سپارښتنه یې وکړه، او په پای کي یې ولیکل:
بیان، زما په تيرو ورځو کي د کور نه شتون ثابته کړې چي ته قوي او وړتیا لرونکې یې، زه په تا باور لرم.
د بیان لپاره د دې جملو درد لبیخي زیات و، هغې یوازي وویل:
دا خبري مه کوه، خدای دي تا ته اوږد ژوند درکړي یا خو خدای دي وکړي چي دواړه یو ځای له دې نړۍ ولاړ سو.
د انس د فاتحې په غونډه کي د شهیدانو مېندي د هغه د مور شاوخوا راټولي سوي وې او د شهیدانو ښځو د یو بل د زخمونو د درمل هڅه کوله، هره یوه خپله کیسه ویله او د نورو درد یې سپکاوه، خو د انس کیسه د ټولو لپاره د ډاډ پیغام و، یو څوک د بیان خواته ورغلئ او ورته یې وویل:
سر جګ وساته، ستا خاوند ویاړ دی، هغه ډېره زیاته هڅه وکړه او اوس ورته آرام نصیب سوی دی.
د دې ټولو په منځ کي د بیان نظر بیا بیا پر ساعت برابرېدئ او سترګي یې د موبایل پر سکرین مښتي وې، چي د انس انځور پکښي روښانه و، هغې ورو ورو خپل سر زما لور ته ونیو او و یې ویل:
زه چي په خپله هم زاړه زخمونه لرم، خو داسي احساس کوم چي دی به اوس زنګ ووهي یا به ناڅاپه راسي او ثابته به کړي چي دا ټول درواغ دي.
بیا یې خپله چوکۍ سمه کړه او په شونډو کي یې ورو وویل:
زما زړه دننه ویلي کیږي… څوک به زما د سر تاج بیرته راته راکړي؟
#ژباړه : قاري ادريس احمد سعيد

⭕ لواطت او بچه بازي نن سبا یو عام مرض  !📢 حضرت ابوهريره ( رضی الله عنه ) له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه نقل كوي ، چې ...
02/07/2025

⭕ لواطت او بچه بازي نن سبا یو عام مرض !

📢 حضرت ابوهريره ( رضی الله عنه ) له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه نقل كوي ، چې حضرت محمد ﷺ فرمايي :

⭐ چا چې له ښځي سره دَ شا لخوا ''مقعد'' کي ج**ع / کوروالي وكړ ، او يا يې له هلك او يا سړي سره لواطت وكړ ، نو دې به د قيامت په ورځ بدبويه ځاى ته دننه شي .

🌀 د لواطت ( بچه بازئ ) په اړه د صحابه كرامو اقوال :

⭐ له حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روايت دى ، وايي چې كله چې لواطت كوونكى سړى مړ شي او په قبر کي کيښودل شي نو بدن يې مسخه شي او خنځير به ترې جوړ شي .

⭐ همدا رنګه له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دى ، وايي څوك چې هلك استعمال كړي ، نو په تحقيق سره دا سړى كافر شو . او حضرت ابن عباس رضی الله عنه فرمايي ، چې دَ لِواطت كوونكي لس ⑩ خويونه دي ، چې له هغي څخه درې ③ شواهد دا دي ...

① لومړى دا چې دي به په نشه يي توکو لكه چرس ، سګريټ ، هيروئين ، آپين ، ترياك ، شراب او داسې نورو اخته وي .

② دويم دا چې دي به په مجلس کي د خپلو ګوتو ټكونه باسي .

③ درېيم دا چې د ده پايڅې به له بيجلكو څخه كښته څکيږي .

⭐ لواطت كوونكي لپاره دوه ② ډوله عذابونه دي ، چې يو يې دُنيوي عذاب او بل يې اُخروي يعنې د آخرت عذاب دى .

⭐ علامه ابن حجر ( رحمة الله علیه ) فرمايي ، چې الله ﷻ په قرآن كريم کي د لواطت كوونكي په اړه فرمايلي دي ، چې موږ د لوط عليه السلام قوم د همدې ګناه په سبب پړمخي نسكور كړ او هغه ځمكه مو هم ورسره نسكوره كړه چې دوى پکي اوسېدل .

⭐ پر دوي باندې الله ﷻ د پخو كاڼو باران واوراوه . داسې كاڼي چې پر دوي باندې په پرله پسې توګه ورېدل او په هر كاڼي به د هر يوه لواطت كوونكي نوم ليکلى و ، چې هغوي پر سر به لګېدل .

⭐ علماوو ليكلي دي ، چې كه چا لواطت وكړ نو تاسې دوي ونيسئ او يو لوړ ځاي ته يې وخېژوئ او لاندې يې راوغورځوئ ، چې مړ شي . ځينو نورو بيا ليكلي دي ، چې په اور کي يې وسوځوئ ، ځكه لواطت تر زنا هم لويه ګناه ده .

⭐ حضرت منذر رحمة الله عليه ليكلي دي ، چې لواطت كوونكي به څلور ④ خليفه ګانو په اور کي سوځول او همدغه يې سزا وه .
① يو حضرت ابوبكر صديق ( رضی الله عنه ) ،
② دويم حضرت علي ( رضی الله عنه ) ،
③ دريم حضرت عبدالله بن زبير ( رضی الله عنه ) ،
④ څلورم حضرت هشام بن عبدالملك( رضی الله عنه )

👈 او د صحابه وو پر دي باند

Address

۲
Jalalabad
۲۶۰۰۰

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اسلام زما دین دی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share