AKA Online Services

AKA Online Services Scholarships, Apply for Job vacancies, CV, Passport Apply, E-Tazkera,, Pak eVisa, Social Media Accout

الحمدالله ، تاریخ جوړ شو زنداباد افغان اتــــلان 🇦🇫پنجاب + گل خانان مات شو 💪 🇦🇫
23/10/2023

الحمدالله ، تاریخ جوړ شو
زنداباد افغان اتــــلان 🇦🇫
پنجاب + گل خانان مات شو 💪 🇦🇫

یو نالوستی ملت هیڅ کله هم ازاد کیدای نه شې.شاه غازی امان الله خانرب ج دی ټول افغانان د قلم په گاڼه سمبال کړي چې د وطن از...
19/08/2023

یو نالوستی ملت هیڅ کله هم ازاد کیدای نه شې.
شاه غازی امان الله خان
رب ج دی ټول افغانان د قلم په گاڼه سمبال کړي چې د وطن ازادې په سر لوړې سره وساتې.
د گران وطن 🇦🇫 افغانستان د خپلواکۍ بیرته گټلو 104 کلیزه دی ټولو هیوادوالو ته مبارڪ وي.
🇦🇫

28/06/2023

لوی اختر مو مبارڪ شه
عــید قربان مبارک 💞
Eid Ul Adha Mubarak 💞
نیکمرغه اختر ولرے

 #ترکيه   د تركيې د بورسونو بشپړ لارښود او ګټورې مشورېد ۲۰۲۲ كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه د تركيې د تحصيلي بو...
11/01/2023

#ترکيه



د تركيې د بورسونو بشپړ لارښود او ګټورې مشورې
د ۲۰۲۲ كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې بهير د جنوري په نهمه نېټه پيل او د فېبروري مياشتې تر شلمې نېټې پورې به دوام وكړي.
هېره نه كړئ چې دقيقه نوم ليكنه ستاسې د برياليتوب ضمانت كوي.

د یادولو وړ ده چې د AKA ټيم او دفتر به تاسو ته د معلوماتو او نوم ليکنې بڼه په حضوري ډول وړاندې کوي.

هیله ده چې زموږ پاڼه له دوستانو سره شریکه کړئ، ستاسو مرسته زموږ سره د پاڼې شېیر کول دي تر څو ډېری ځوانانو ته خبر ورسېږي او دې بورسونو ته اپلای وکړي.

د نوم لیکنې رسمي وېبپاڼه:

https://www.turkiyeburslari.gov.tr/en/english-home/

عمومي معلومات

تركيه د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا سربېره په يو شمېر نورو برخو كې هر كال شاوخوا ۵۰۰۰ بورسونه وركوي. دې بورسونو ته د نړۍ د ټولو هېوادونو نه نږدې ۹۰ زره زده كوونكي مراجعه كوي. تركيه په پام كې لري چې سږ كال څه باندې ۵۰۰۰ كسانو ته تحصيلي بورسونه وركړي. داسې اټكل كيږي چې سږ به دې بورسونو ته د نړۍ د ټولو هېوادونو نه شاوخوا ۱۰۰ زره كسان مراجعه وكړي.

هغه زده كوونكي چې د بورسونو په ابتدايي شرايطو برابر وي يواځې د نوم ليكنې د آنلاين فورمې په ډكولو سره ددې چانس لري چې په تركيه كې لوړې زده كړې وكړي.

د تركيې بورسونو ته د نوماندو كسانو د ټاكل كېدو پروسه ډېره شفافه ده. د ټولو نوماندو د نوم ليكنې فورمې او اسناد په انقره كې د ځانګړي مسلكي ټيم لخوا ارزيابي كيږي. مركه يا انټرويو هم د همدې ټيم لخوا ترسره كيږي. ددې امله د درغليو د ترسره كولو او واسطې احتمال پكې نشته دى.

د بورسونو ګټونكي، د دوى د اسنادو تر څنګ د نوم ليكنې په فورمه كې د معلوماتو له مخې ټاكل كيږي. پدې لړ كې نږدې ۱۰۰ زره كسان رقابت كوي. ددې امله د نوم ليكنې په فورمه كې د زده كوونكو لخوا ليكل شوې هره جمله ډېره مهمه ده. حتى يوه جمله كيداى شي چې ستاسې د برياليتوب يا پاتې كېدو لامل شي.

د تركيې د تحصيلي بورسونو امكانات

د تركيې د تحصيلي بورسونو ټول امكانات وړيا دي. ددې ترڅنګ لاندې خدمات هم په وړيا توګه وړاندې كيږي.
۱- محصلينو ته مياشتنى معاش
د لېسانس د پروګرامونو لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۹۰۰ تركي لېرې وركول كيږي .
د ماسټرۍ د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۱۲۰۰ تركي لېرې وركول كيږي .
د دکتورا د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۱۶۰۰ تركي لېرې وركول کېږي.
د فوق دکتورا د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۲۴۰۰ تركي لېرې وركول كيږي .
د یادولو وړ ده چې د دکتورا او فوق دکتورا بورسونو لپاره به د کور کرایه هم سږ کال ورکړل شي.

۲- استوګنه

په تركيه كې بورس لرونكي بهرني زده كوونكي په دولتي ليليو كې په وړيا توګه استوګنه كولاى شي. ددې ترڅنګ بهرني زده كوونكي كولاى شي چې په خپل مصرف كورونه هم ونيسي.

۳ – د پوهنتونونو فيس
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكي د پوهنتونونو د فيسونو نه معاف دي.

۴ – وړيا روغتيايي خدمات
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكي كولاى شي چې د تركيې په هر روغتون كې په وړيا توګه د خپل ځان هر ډول درملنه وكړي. ګټونكي د وړيا روغتيايي بيمې مستحق كيږي.

۵ - د تركي ژبې زده كړه
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكو ته په لومړي كال د تركي ژبې وړيا زده كړې وركول كيږي. دا زده كړې يو تحصيلي كال `` ۹ مياشتې`` دوام كوي. پدې موده كې د بورس د ټولو اسانتياو نه برخمن كيدى شي.
۶ – د تګ - راتګ او ترانسپورټ لګښتونه

د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكو ته د تګ راتګ لپاره د الوتكې ټكټ وركول كيږي. د يادولو وړ ده چې دا ټكټ، تركيې ته د لومړي ځل لپاره د راتګ او د زده كړو په پاى كې هېواد ته د بېرته د ستنېدو پر مهال وركول كيږي. د زده كړو پرمهال په رخصتيو كې هېواد ته د تګ راتګ لپاره د الوتكې ټكټ نه وركول كيږي.

۷ – ښاري ترانسپورټ
د تركيې په بېلابېلو ښارونو كې د اړوندو ښارواليو لخوا د ښاري ترانسپورټ په برخه كې زده كوونكو ته تخفيف وركول كيږي. ددې تخفيف نه بهرني زده كوونكي هم ګټه پورته كولاى شي. حتى په ځينو ښارونو كې د بهرنيو زده كوونكو لپاره ښاري ترانسپورټ وړيا دى.

د تركيې د بورسونو لپاره د نوم ليكنې شرايط:

۱- د لېسانس د پروګرامونو لپاره د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۲۱ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسې د دورې د درې كلنو نمرو اوسط يې لږ تر لږه تر ۷۰ سلنې لوړ وي.
۲- د ماسټرۍ د پروګرامونو لپاره د نوماند عمر بايد تر ۳۰ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسانس د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.
۳ - د دوكتورا د پروګرامونو لپاره د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۵ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د ماسټرۍ د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.
۴- داسې روغتيايي ستونزې و نه لري چې د نوماند د تحصيل مخنيوى وكړي.
د تركيې د تحصيلي بورسونو رسمي اكاډيميكه ژبه تركي ده. په تركيه كې هغه پوهنتونونه چې رسمي ژبه يې انګليسي يا بله ژبه وي د پورتينو اسنادو سربېره د TOEFL يا IELTS په څېر د نړيوالو آزموينو نمرې هم غواړي. پدې اړه جزييات د اړوند پوهنتون د وېبپاڼې نه ترلاسه كولاى شئ.
هغو نوماندو ته لومړيتوب وركول كيږي چې د افغانستان په كانكور كې يې ګډون كړى وي او نسبتاً لومړې نمرې يې اخيستې وي.
نوم ليكنه يواځې د انټرنېټ يعنې انلاين له لارې ترسره كيږي.
د تركيې تحصيلي بوسونو ته د برياليتوب پروسه
د تركيې تحصيلي بورسونو ته د نوماندو زده كوونكو د برياليتوب پروسه دوه مهم پړاوونه لري.
۱ – د نوم ليكنې د شرايطو د پر ځاى كولو او د نوماند د اسنادو د ارزوونې پړاو او ازموينه
۲ – د مصاحبې ( انټرويو) د ترسره كولو پړاو

۱ – د نوم ليكنې د شرايطو د پر ځاى كولو او د نوماند د اسنادو د ارزوونې پړاو
د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې پروسه د انټرنېټ له لارې په آنلاين ډول ترسره كيږي. د نوماندو زده كوونكو د ارزوونې ټوله پروسه په تركيه كې د يوې خپلواكې ادارې لخوا عملي كيږي.
د يادولو وړ ده چې بورسونو ته د برياليتوب په موخه بورسونو ته د ټاكل كېدو اصلي شرط، د لېسانس د پروګرام لپاره د لېسې د درې كلنو نمرو اوسط، ازموينه، انټرويو د ماسټرۍ د پروګرام لپاره د لېسانس ډيپلوم او ترانسكرېپټ او د دكتورا د پروګرام لپاره د ماسټرۍ ډپيلوم او ترانسكرېپټ دى.
ددې ترڅنګ د اسنادو د ارزوونې پرمهال د هغو نوماندو د ټاكل كېدو چانس ډېر دى چې د كانكور په آزموينه كې ګډون كړى وي او نسبتاً لومړې نمرې يې اخيستې وي. دا لاندې اسناد كه څه هم جبري نه دي خو د نوماند په ټاكل كېدو په بهير كې مرسته كوي.
- د كانكور د آزمونې نمرې
- د معتبرو كورسونو نه د فراغت ډپيلومونه
- د TOEFL او IELTS په څېر د نړيوالو آزموينو نمرې
- په ښوونيز او اكاډيميك ډګر كې هغه اسناد چې له مخې يې د نوماند د برياليتوب او هلو ځلو چارې څرګندې شي.
- د لېسانس د پروګرام لپاره بايد د لېسې د درې كلنو نمرو اوسط لږ تر لږه تر ۷۰ سلنې پورته وي.
- د ماسټرۍ او دوكتورا د پروګرامونو لپاره بايد د لېسانس د دورې د ترانسكرېپټ د نمرو اوسط لږ تر لږه تر ۷۵ سلنې پورته وي.
- د طب د پوهنځي لپاره د نوماندو د لېسې د درې كلونو نمرو اوسط لږ تر لږه تر ۹۰ سلنې پورته وي.
۲ – د مصاحبې ( انټرويو) د ترسره كولو پړاو
د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د انټرنېټ له لارې د نوماندو آنلاين مراجعت په انقره كې د يوې خپلواكې ادارې د مسلكي ټيم لخوا ارزول كيږي. ددې ارزونې په پايله كې هغه نوماند چې د آنلاين مراجعت فورم يې په دقيق ډول ډك كړى وي او ټول اسناد يې آپلوډ كړي وي ددې ټيم لخوا په كابل كې د تركيې سفارت ته د مصاحبې ( انټر ويو) لپاره را غوښتل كيږي. د مصاحبې لپاره ټاكل شوو نوماندانو ته د نوموړو د برېښناليك له لارې خبر وركول كيږي.
د مصاحبې يا انټرويو پرمهال د تركيې د بورسونو د خپلواكې ادارې مسلكي غړي د يو ژباړونكي په واسطه د نوماندو سره خبرې اترې كوي. ددې خبرو اترو په پايه كې د تركيې د تحصيلي بورسونو نهايي ګټونكي اعلانيږي او د يوې مياشتې په موده كې تركيې ته د زده كړې لپاره راغوښتل كيږي. د بورسونو لپاره د آنلاين نوم ليكنې نه پېل د نهايي ګټونكو د نومونو د اعلان پورې اړوند بهير په اوسط ډول شاوخوا څلور مياشتې وخت نيسي.

يادونه:
د نوم ليكنې د پيل نه وړاندې د لاندې اسنادو سكن شوې كاپي بايد په USB یا كمپيوټر كې ولرئ.
۱ – ډيپلوم يا شهادتنامه
۲- د آزموينو د نمرو سند
د هغو آزموينو د نمرو سند چې تاسې پكې ګډون كړى دى. د بېلګې په ډول كه چېرې مو په كانكور كې ګډون كړى وي د كانكور د نمرو د سند ( په كابل كې د لوړو زده كړو د وزارت او په ولايتونو كې د پوهنې د ریاستونو څخه مرسته اخیستی شئ) سكن شوې كاپي بايد ولرئ. همداراز كه چېرې د ټافل او يا كومې بلې ژبې سندونه ترلاسه كړي وي، هغه هم سكن كړئ. ( د معتبرو كورسونو سندونه هم ستاسې په ګټه دي.)

۳ – د نمرو ترانسكرېپټ
د لېسانس د بورسونو لپاره د لېسې د درې كلنو نمرو ترانسكرېپټ، د ماسټرۍ او دوكتورا لپاره د لېسانس د دورې د څلور كلنو نمرو ترانسكرېپټ بايد له ځانه سره ولرئ.( كه چېرې په انګليسي ژبه وي لا ښه دى او كه نه وي نو په پښتو ژبه هم منل كيږي.)

۴ – پاسپورټ يا د هويت تذكره.
كه چېرې پاسپورټ لرئ نو د پاسپورټ سكن شوې كاپي او كه يې نه لرئ نو د هويت د تذكرې سكن شوې كاپي تياره كړئ.

۵ – يوه قطعه سكن شوى عكس
كه چېرې مو پورتني اسناد تيار كړي وي نو د لاندينو هداياتو په نظر كې نيولو سره په شاوخوا ۱- ۲ ساعتونو كې كولاى شئ چې د نوم ليكنې بهير په اسانۍ سره پاى ته پاى ته ورسوئ.

د نوم ليكنې بهير
د نوم ليكنې پرمهال لاندې بهير تعقيب كړئ او بيا د هداياتو سره سم فورمه ډكه كړئ.

د https://www.turkiyeburslari.gov.tr/en/english-home/ وېبپاڼې ته لاړ شئ او لاندې د انګليسي ژبه انتخاب كړئ.

د انګليسي ژبې تر انتخاب وروسته د نوم ليكنې د فورمې د ترلاسه کړئ.

په نوې پرانيستل شوې پاڼه كې د فورمې د ډكولو په موخه بايد ځانله يو حساب `` اكونټ`` جوړ كړئ.
په پرانيستل شوې پاڼه كې به خپل شهرت په اړه معلومات وليكئ.
د حساب ( اكاونټ) د فعالوولو پرېښناليك
كله مو چې دا مرحله پاى ته ورسوله تاسې ته يو برېښناليك راځي. خپل inbox كنترول كړئ، يو برېښناليك به وګورئ.
دا لېنك كلېك كړئ. وروسته به يوه پاڼه پرانيستل شي. پدې پاڼه كې خپل د برېښناليك پته او پسوړډ وليكئ او د نوم ليكنې فورمې ته ننوځئ
د نوم ليكنې درجه
په لاندې برخه كې، كه چېرې د لېسانس لپاره مراجعه كوئ لېسانس، كه د ماسټرۍ او دوكتورا لپاره مراجعه كوئ نو د ماسټرۍ او دوكتورا آپشنونه انتخاب كړئ.
پدې ډول د نوم ليكنې فورمه مو پرانيستل كيږي. دا فورمه د لاندنيو معلوماتو په اساس په غور سره ډكه كړئ.

- د شهرت د معلوماتو په برخه كې دقيق و اوسئ. دا معلومات تر پايه پورې همداسې پاتې كيږي.
د انځور پورته كول (آپلوډ)
خپل عكس په سمه توګه په خانه كې ځاى پر ځاى كړئ.
د كورنۍ په اړه معلومات
د اړيكو په اړه معلومات
پاملرنه!
- په پورتنيو خانو كې ستاسې معلومات ډېر اهميت لري.
- مركې `` انټرويو `` ته ستاسې د راغوښتل كېدو پر مهال د پورتنيو اړيكو نه ګټه پورته كيږي. پدې ډول د پوتنيو خانو په ډكوولو كې د پوره دقت نه كار واخلئ.
د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا د زده كړو په اړه معلومات
- پدې برخه كې بايد د خپلو زده كړو په اړه معلومات وليكئ.
- د لېسانس لپاره د لېسې او د ماسټرۍ او دوكتورا لپاره د پوهنتون په اړه معلومات د له ورکړل شوي لېست نه انتخاب كړئ.
د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا د زده كړو په اړه معلومات
- پدې برخه كې بايد د خپلو زده كړو په اړه معلومات وليكئ.
- د لېسانس لپاره د لېسې او د ماسټرۍ او دوكتورا لپاره د پوهنتون په اړه معلومات د ورکړل شوي لېست نه انتخاب كړئ.
پاملرنه:
- كه چېرې مو خپلې زده كړې په كوم بل بهرني هېواد كې ترسره كړي وي نو لطفاٌ د پورتني لېست نه د هغه هېواد نوم انتخاب كړئ.
- كه چېرې ستاسې د نمرو د سيستم خانه فعاله نه وي نو د افغانستان د كانكور د نمرو په سيستم خپلې نمرې وليكئ.
- د زده كړې د برخې په خانو كې د خپلو زده كړو په اړه دقيق معلومات وليكئ. دا معلومات د بورسونو د سيستم لخوا ارزيابي كيږي او تاسې ته مناسب بورس موندل كيږي.
مشوره:
- پدې ځاى كې د كمپيوټر، انګليسي ژبې او نورو برخو كې هغه ټول اسناد چې تاسې مختلفو كورسونو او يا نورو مركزونو نه ترلاسه كړي وي آپلاد كړئ. دا د نورو په پرتله ستاسې د انتخاب چانس لوړ كړي.

مشوره:
- كه څه هم د هابي برخه په يواځې ځان كومه ځانګړې معنى نه لري خو د اورزنې په ټيم كې داسې رواني پوهان شته دى چې هغوى پدې خانه كې د معلوماتو په اساس كولاى شي چې د زده كوونكي د راتلونكې په اړه وړاندوينه وكړي. د بېلګې په ډول، زده كوونكى د نوم ليكنې پرمهال د طب پوهنځى انتخابوي خو د هابي په خانه كې بيا ليكي چې سپورټ سره ډېره مينه لري، هره ورځ دوه ساعته فوټبال كوي او داسې نور ... د طب د پوهنځي درسونه سخت دي او محصلين يې هم ډېر وخت نه لري. ددې امله د ورځې دوه ساعته فوټبال كول او په عين وخت كې د طب د پوهنځي د ويلو هيله درلودل سره اړخ نه لګوي.ددې امله يې فورمه باطليږي. په ورته ډول كه څوك غواړي چې د سياست، ژورنالېزم او ورته نورو اجتماعي علومو په برخو كې زده كړې وكړي خو د هابي په خانه كې يې ليكلي وي چې `` تر ټولو ښه مصروفيت يې د كتاب مطالعه ده د``، دا هم ستونزه رامنځته كوي. ځكه چې اجتماعي علوم د كتاب د مطالعې ترڅنګ، اجتماعي فعاليت يوه مهمه برخه هم ده.
- لنډه دا چې مسلكي ټيم د هابي په خانه كې د معلوماتو نه دا پته لګولى شي چې زده كوونكى كه هر څومره بريالى هم وي، د خپلې كورنۍ نه لرې په پردي هېواد كې، پردي كلتور او پردۍ ژبې باندې د تحصيل لپاره په رواني ډول څومره تيارى لري؟ زده كوونكو ته ښايي چې پدې خانه كې خپل د ډاډ وړ معلومات وليكي. پدې خانه كې د ځان په اړه ريښتني معلومات وليكئ او د مبالغې نه ډډه وكړئ.

- په نيت یا اراده ليك چې انتیند لیټر هم ورته وایی پدی كې د لیسانس لپاره باید کاندید لومړى د خپل ځان او كورنۍ په اړه لنډ معلومات وركړئ او بيا د خپلې راتلونكې د پلانونو په اړه خپلې موخې او هيلې وليكئ او د ماستری او دوکتورا لپاره د ریسرچ موضوع ، ریسرچ پوښتنه ، د پوښتنی تحلیل په لنډه توگه او د تحلیل منبع او سرچینه.
که یی خپله نشې لیکل زمونږ ټیم یی هم درته برابروي.
پاملرنه!
- كه چېرې مركې `` انټرويو`` ته را وغوښتل شئ نو د نوم ليكنې پر مهال ستاسې لخوا د آپلاډ شوو ټولو اسنادو اصلي نسخې غوښتل كيږي.
مشوره:
- د نوم ليكنې پرمهال تر ټولو مهمه تېروتنه ، د زده كوونكو لخوا د رشتو د انتخاب په برخه كې ده. د بېلګې په ډول يو زده كوونكى چې په لېسه كې يې د طبعي علومو د نمرو اوسط تر ۹۰ سلنې ټيټ وي د طب پوهنځني ته مراجعه نشي كولاى. يا هغه كسان چې په لېسه كې يې د رياضي او فزيك د نمرو اوسط تر ۷۵ سلنې ټيټ دى خو دى بيا د انجينرۍ پوهنځنى انتخابوي. دا ډول انتخابونه په اتوماتيك ډول د نوم ليكنې د بهير د ردولو سبب كيږي. زده كوونكي بايد لومړى د خپلې سويې سره موازي رشتې انتخاب كړي.
- د طب د پوهنځي لپاره بورسونه ډېر كم دي. ددې امله د طب د پوهنځي په انتخابوولو كې ډېر احتياط وكړئ.
- د نوم ليكنې د بهير د پاى ته رسولو نه وروسته بيا نشئ كولائ چې په فورمه كې خپلو معلوماتو ته بدلون وركړئ. ددې امله د نوم ليكنې د پاى ته رسولو نه وړاندې د فورمې په خلاصه كې خپل معلومات په دقيق ډول كنترول كړئ او بيا نوم ليكنه پاى ته ورسوئ.
نوم ليکنه به د جنوري په لسمه پيل کېږي.

که غواړئ چې زموږ دفتر درته نوم لیکنه وکړي نو په لاندې پته دفتر ته راشئ او یا هم وټسپ کې پوښتنه وکړئ.
یادونه: وټسپ کې یواځې هغه پوښتنې وکړئ چې ځواب یې پورته متن کې نه وی، او پوښتنه مو یو مسېج کې په لیکلې بڼه را ولېږئ، له وایس مسېجونو تېر شئ).
#وټسپ: 0093 779133804
#پته: ننگرهار ، جلال اباد ، میا اسلم پلازه ، A بلاک رحیم انترنیټ کلب او مبایل سافټویر لوی مرکز.

ادارهٔ ملی امتحانات نتایج امتحان ۱۰۵۸ بست قراردی وزارت مالیه را اعلان نمودازموینو ملي ادارې د مالیې وزارت د ۱۰۵۸ قرارداد...
05/09/2022

ادارهٔ ملی امتحانات نتایج امتحان ۱۰۵۸ بست قراردی وزارت مالیه را اعلان نمود
ازموینو ملي ادارې د مالیې وزارت د ۱۰۵۸ قراردادي بستونو د ازموینې پایلې اعلان کړې

د مالیې وزارت د ۱۰۵۸ قراردادي بستونو د ازموینې پایلې

02/06/2020

دوکتور العریفي حکایت کوي چې یوه ورځ مکي حرم کې بیت الله ته مخامخ ناست وم او زمونږ د صف په امتداد لږ فاصله کې مې یو ځوان د دعا په حال ولیده چې ډېرې توجو سره یې دعا کوله، ځوان له قیافې د یمن مالومېدۀ، دغه ځوان دعا کې دومره غرق وو چې خپل شاوخوا ته یې هم هیڅ خیال نه وو، دی لا په دعا وو چې یو سړی راغی او د ده مخې ته یې یوڅه کېښودل او بېرته لاړ خو د یمني ځوان توجو ورته نه وه او هماغسې خپلې دعا کې غرق وو، ځوان چې دعا خلاصه کړه نو مخې ته یې کېښودل شوې غوټه ولیدله خلاصه یې کړه او بېرته یې کېښوده.
دوکتور العریفي زیاتوي چې زه د دې سړي نه متاثره شوم او ومې غوښتل چې خبرې ورسره وکړم او د دغه غوټې په اړه هم ترې وپوښتم، وایي ورغلم له سلام وروسته مې ورته وویلې چې داسې ښکاري لکه د یمن څخه چې عمرې ته راغلی یې! ځوان وویلې هو، دوکتور عریفي ترې پوښتنه وکړه چې ډېرې توجو سره دې دعا کوله لکه چې څه مشکل لرې، ځوان ځواب ورکړ چې هو مشکلات مې لرل ځکه عمرې ته راغلم ډېر قرضدار وم له یوه څخه به مې قرض راخسته او بل ته به مې ورکول او له بل څخه به مې راخسته بل ته، قرضونو نه بیخي تنګ وم او قرضونه راباندې ډېر زیات شو ، اخره کې یوه ملګري راته وویلې چې فلانکي ته ورشه هغه به درسره مرسته وکړي پدې کې زما ذهن کې راغلل چې ولې یې له الله ونه غواړم ولې د الله درته ورنشم نو په همدې نیت عمرې ته راغلم.
دوکتور عریفي ترې پوښتنه وکړه تا چې کله دعا کوله نو یوه سړي دې مخې ته دغه غوټه غوندې کېښوده دا څه وو، ځوان ورته وویلې چې زما فکر نه وو دعا کې مې فکر وو او دعا مې د همدې قرضونو څخه د نجات غوښتله له دعا وروسته مې چې غوټه ولیده او خلاصه مې کړه نو ګورم چې روپۍ پکې وې او دا دومره روپۍ دي چې زما قرضونه هم پرې خلاصیږي او زما مشکلات هم پرې حل کېږي. ( سبحان الله )
دغه ځوان لا له دعا څخه لاسونه نه وو کوز کړي چې رب یې دعا قبوله کړه.
وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ. البقرة (186)
..وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ . ق (16)

دوکتور محمد بن عبدالرحمن العریفي د سعودي یو تکړه او جید عالم دی. ډېر کتابونه یې لیکلي چې کتابونه یې په نړیواله کچه په مختلفو ژبو ژباړل شوي،ځوان او خوش اخلاقه انسان دی او بیان ته یې چې کېنې ته به وایې چې ټوله ورځ ورته ناست وای ، د سعودي پایتخت ریاض کې خپل مسجد لري چې دی پکې خطیب دی خو نورو مختلفو حلقو مساجدو او د اسلامي چېنلونو له لارې دعوت کوي او په انګلش هم دعوت کوي، اتفاقاً یوه ورځ د ریاض په یوه لوی مسجد ( مسجد الراجحي) کې د مازیګر له لمانځه وروسته د ده د دعوتي حلقې ناسته زمونږ هم په نصیب وه، ډېر جذاب او مؤثر بیان کوي.
مشهور کتابونه چې په لکونو لکونو چاپ شوي او ډیرو ژبو ته ژباړل شوي دا دي. ( استمتع بحیاتك ـ نهایة العالم ـ ضع بسمتك ـ لا تغضب ولك الجنة).او داسې نور

21/10/2019

می گویند :
چوپانی ، گوسفندان خودرا در چهاردیواری شان داخل نموده و همه دروازه ها را بست ، گرگ های گرسنه با استفاده از تاریکی شب از راه رسیدند ، ناگاه دیدند که گوسفندان داخل چهاردیواری شده و دروازه ها همه بسته هستند ، نا امید شدند ، لحظاتی فکر کردند ، فورا یک جلسه اضطراری بخاطر رسیدن به گوسفندان تشکیل دادند ، به این نتیجه رسیدند که باید نزد خانه چوپان ، بخاطر حق آزادی گوسفندان از این چهاردیواری ، مظاهراتی راه بیندازند ، و فریاد آزادی و مساوات میان حقوق گوسفندان با خودشان سر دهند .
مظاهره طولانی شکل گرفت و گرگ ها در اطراف چهاردیواری می چرخیدند و شعار آزادی گوسفندان از این زندان و مساوات حقوق شان با حقوق گرگان را سر می دادند !
هنگامیکه گوسفندان شنیدند که گرگ ها بخاطر حقوق گوسفندان دارند مظاهره می کنند و آزادی شان را می خواهند ، تعدادی از گوسفندان بخاطر احساسات عاطفی و عجله در تصمیم گیری شان که فطرتا داشتند به مظاهره گرگ ها پیوستند و به زدن و کوفتن دیوار ها و دروازه های خانه خود با شاخ خود، آغاز کردند ، تا که همه در و دیوار را شکستند و در وازه ها را باز نمودند و همه به گمان شان آزاد شدند و به دشت و بیابان فرار نمودند و گرگ ها هم با میل خاطر در پی شان حرکت نمودند!
چوپان می دوید و فریاد می کشید و عصای خودرا بلند می نمود که برگردید تا شکار گرگ ها نشوید ، ولی کسی به فریاد او گوش نمی داد !
گرگ ها به گوسفندان رسیدند و هر یکی بیشتر از 100 گوسفند را شکار نمودند ، شبی بود شوم و سیاه بر گوسفندان و شبی پر اشتهاء بود برای گرگ های در کمین نشسته .
گرگ های خونخوار کاپیتالیزم و دموکراسی هم در روشنی تعریفی که از زن دارند ( زن یعنی نیروی کاری ارزان قیمت و وسیله جذاب برای جلب مشتری ) هنگامیکه درک کردند ، رسیدن به زن مسلمان در داخل این قلعه مستحکم اسلامی محال و نا شو است !
رسانه ها، مطبوعات ، سگ های قلاده ای ، افراد خائن ، مزدوران و اجیران خودرا به کار گماشتند تا شب و روز در باره آزادی زن و دفاع از حقوق زن و مساوات میان زن و مرد و محو خشونت علیه زن و ..... فریاد بزنند و برای ترویج این شعارهای دروغین ، اتحادیه ها ، انجمن ها و ... تشکیل دهند و کنفرانس ها و سیمینار ها دایر نمایند تا زن ها را به بازار كشيده و بي حجاب بسازند و به هدف شان برسند.
آيا ميتواني منطقي اين سوال را جواب بدهيد،
چرا فقط زن ها بايد بي حجاب باشد؟
اين را همه بايد بدانند كه حجاب مسونيت است نه
محروميت.

Address

Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 07:00 - 19:00
Tuesday 07:00 - 19:00
Wednesday 07:00 - 19:00
Thursday 07:00 - 19:00
Saturday 07:00 - 19:00
Sunday 07:00 - 19:00

Telephone

+93789595554

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AKA Online Services posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to AKA Online Services:

Share