ننګرهار وادي کرنیز شرکت لوی ریاست/Nangarhar valley agriculture corporation

  • Home
  • Afghanistan
  • Jalalabad
  • ننګرهار وادي کرنیز شرکت لوی ریاست/Nangarhar valley agriculture corporation

ننګرهار وادي کرنیز شرکت لوی ریاست/Nangarhar valley agriculture corporation Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ننګرهار وادي کرنیز شرکت لوی ریاست/Nangarhar valley agriculture corporation, Business service, Kabul Jalalabad Road, surkhrud dosaraka, Jalalabad.

سهار په خېر .!  #درېيم فارم
27/02/2020

سهار په خېر .!

#درېيم فارم

د ننګرهار وادي کرنيز (کانال ) شرکت د بېلابېلو برخو د رغونې ، سروې ، ظرفيت لوړونې او نورو اړتياوو د موندنې او ژر حلونې په...
27/02/2020

د ننګرهار وادي کرنيز (کانال ) شرکت د بېلابېلو برخو د رغونې ، سروې ، ظرفيت لوړونې او نورو اړتياوو د موندنې او ژر حلونې په موخه له مرکز کابل نه د ملي پراختياشرکت مسلکي استازي هدايت سادات تېره ورځ د کانال اړوند فارمونو څخه د لېدنې پر مهال په سمه بڼه د معلومو بوټٶ پر کرلو ، په سمه بڼه د کودونو يا سرو په کارونې ، په ټاکلي وخت اوبه کونې او نورو برخو کې اړينې مشورې ورکړې .

د دوهم فارم په څلورم بلاک پنځلس نمره ساحه کې د شاخه بري شوو زیتونو ونو د قطعه شوو برخو د رنګونې پروسه پېل شوه . د دوهم ف...
26/02/2020

د دوهم فارم په څلورم بلاک پنځلس نمره ساحه کې د شاخه بري شوو زیتونو ونو د قطعه شوو برخو د رنګونې پروسه پېل شوه . د دوهم فارم امر عبدالباچا شینوارې وايې چې په دې رنګونې سره به د یو شمېر افتونو نه په امن پاتې شي .

انجینرعبد القهارحېدري :  نور پخپل دسترخوان د پردیو ډوډۍ نه غواړو .! د ا خبرې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت ریس انجینر عبدالق...
26/02/2020

انجینرعبد القهارحېدري : نور پخپل دسترخوان د پردیو ډوډۍ نه غواړو .!
د ا خبرې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت ریس انجینر عبدالقهار حېدري د ننګرهار ولایتي شورا د یو شمېر وکیلانو او قومي مشرانو سره په خپل کار ځای کې د کتنې پرمهال وکړې . حېدري زیاته کړه نور پخپل دسترخوان د پردیو ډوډۍ نه غواړو هغه ځکه چې ننګرهار کانال پخپل ځان کې ډېره لویه او هر اړخیزه سرمایه لري ، موږ به ستاسو او ټول ننګرهاري ولس په مرسته په کرنیزه ، مالدارۍ او نورو ورته برخو پخپل ځان بسیا کیږو او دغه مو ژمنه هم ده . نوموړي کانال ریاست ته په ترسره کېدونکو نوو کارونو هم رڼا واچوله . د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال محمد اجمل عمر د نورو په استازۍ ننګرهار وادي کرنیز شرکت ریس ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ .

د ننګرهار وادي کرنیز (کانال ) شرکت ریس انجینر عبدالقهار حېدري رسنیو سره په لنډه مرکه کې د کانال شرکت ته د ډېر ګټورو ترسر...
26/02/2020

د ننګرهار وادي کرنیز (کانال ) شرکت ریس انجینر عبدالقهار حېدري رسنیو سره په لنډه مرکه کې د کانال شرکت ته د ډېر ګټورو ترسره کېدونکو کارونو ترڅنګ وویلی : په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان په سطحه کرنیز او تحقیقاتي مرکز ، مالدارۍ تحقیقاتي کمپليکس او نور په ننګرهار کې جوړ شي . چې په دې برخه کې ساحې کتل شوي او عملي سروي روانه ده . چې له نېکمرغه په دې برخه کې مو د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او ددغه پوهنتون د درنو استادانو سره یوه کمېټه هم جوړه کړه چې کارونه منظم او مسلکي ترسره شي .

د ننګرهار وادي او کرنیز ( کانال ) شرکت انکشافي او حمایوي شورا  دندو لایحه .! د حکومت او خلکو ترمنځ د شته واټن له منځه وړ...
26/02/2020

د ننګرهار وادي او کرنیز ( کانال ) شرکت انکشافي او حمایوي شورا دندو لایحه .!
د حکومت او خلکو ترمنځ د شته واټن له منځه وړل او د آباد افغانستان لپاره ګډ کار کول .
د کرنیز شرکت ( کانال ) د ټولو اړونده ملکیتونوڅخه ساتنه ، پالنه ، څارنه او ملي شتمنۍ په شکل ورڅخه وکالت کول او د نېمګړتیاو په شتون کې د کرنیز شرکت رهبري په جریان کې اچول .
د کرنیز شرکت ( کانال) د ټولو عوایدو په راټولونه کې د اړونده مسوولینو سره لازمه مرسته کول ، او د ټولو منقوله او غېر منقولو جایدادونو څخه په کلکه ساتنه کول .
د کرنیز شرکت د شنه بڼونو او ځنګلونو څخه ساتنه او اړونده کرنیزو ځمکو د خودسره کښت مخنیوی کول دي او همدارنکه د کرنیزو او بکرو بایرو ځمکو څخه کلک مخنېوي .
د حقابه اړونده طرزالعلمونو په رڼا کې له شته اوبو څخه لازمه ګټه پورته کول او د اوبو د کمښت په صورت کې د نوبت مراعت کول دي .
د کانال د اړونده فارمونو د مسوولینو سره مرسته کول ، د عمومي کانال کې د کثافاتو او فاضله موادو د غورځولو څخه مخینوې کول دي .
په عمومي کانال کې د لامبو وهونکو او کرنیز شرکت اړونده ساحو کې مخنېوې کول دي .
د علما کرامو ، قومي مشرانو او ځوانانو لخوا د کانال اړوند ګاونډ خلکو ته د بیت المال د ساتنې او غېرې قانوني استفادې په هکله عامه پوهاوی ورکول .

نېټه : ۷ / کب / ۱۳۹۸د هنر سالار ځوانانو بنسټ د ننګرهار وادي کرنیز (کانال ) شرکت د زیتونو فابریکي څخه لېدنه وکړه .!د هنر ...
26/02/2020

نېټه : ۷ / کب / ۱۳۹۸
د هنر سالار ځوانانو بنسټ د ننګرهار وادي کرنیز (کانال ) شرکت د زیتونو فابریکي څخه لېدنه وکړه .!
د هنر سالاربنسټ ولایتي او فرهنګي مسوول الیاس الفت وايې د ننګرهار ، هرات ، کابل ولایتونو په شمول په کې ټولټال د اوه ولایتونو ځوانان برخه لري او راځۍ چې خبرې وکړو تر عنوان لاندې يې په دغه اوو ولایتونوکې برنامه پېل کړې .
چې موخه يې د ځوانانو له لوري سولې پیغام لېږدونه ، ځوانانو هڅونه ، او منفي تاثراتو او تعصب له منځه وړل دي .
الفت وايې چې نن مو د خپل سفر په دریم ورځ د ننګرهار ، کابل او هرات ولایتونو ځوانانو په ملتیا د ننګرهار وادي کزنیز (کانال ) شرکت د تاریخي او عوایدي فابرکي زیتونو څخه هم له نږدې لېدنه ترسره کړه او له دغې لېدنې په ترڅ کې مو ددغه فابرکي له امر څخه موډېر څه زده کړل . نوموړې زیاتوي زموږ دغه لېدنې به همداسې جریان ولري .

د ننګرهاروادي کرنیز( کانال) شرکت انکشافي او حمایوي شورا جوړه شوه .!د ننګرهار ولایت د دوه ویشت ولسوالیو د انکشافي،علماؤ ا...
26/02/2020

د ننګرهاروادي کرنیز( کانال) شرکت انکشافي او حمایوي شورا جوړه شوه .!
د ننګرهار ولایت د دوه ویشت ولسوالیو د انکشافي،علماؤ او ځوانانو شوراګانو د مشرانو څخه د وادي کرنیز شرکت انکشافي او حمایوي ګډه شورا جوړه شوه چې موخه يې د کانال شرکت د پرمختګونو ، څارنې او مشورې ورکول دي .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د دې ولایت د دوه ویشت ولسوالیو د انکشافي،علماؤ او ځوانانو شوراګانو د مشرانو څخه د وادي کرنیز شرکت انکشافي او حمایوي ګډه شورا جوړه شوه .
د دې شورا د جوړیدو په موخه د کب په ۶مه د جلال اباد ښاروالۍ میلمستون کې د ولسوالیو د علمآؤ،ځوانانو او انکشافي شوراګانو د مشرانو په ګډون غونډه جوړه شوې وه چې په ترڅ کې ننګرهار والي د شورا د مشر،د دې ولایت د وادي کرنیز شرکت رئیس د مرستیال،د حج اواوقافو رئیس د منشي او د ولسوالیو په کچه د یادو درې قشرونو د شوراګانو مشران یې د غړو په توګه وټاکل شول .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل،په اقتصادي لحاظ د پرمختګ او بې روزګارۍ کچې د را کمولو په موخه دې ولایت ته د ولسمشر خآنګړې پاملرنه شته او همدا لامل دی چې د وادي کرنیز شرکت په برخه کې ورځ تر بلې پرمختګونو ته زمینه برابریږي .
نوموړي زیاته کړه،د دې شورا په جوړیدو سره به د حکومت ترڅنګ د خلکو ملاتړ هم د کانال ادارې سره شتون ولري چې له امله به یې د غصب او فساد مخې په نیولو سره زرګونه بې روزګاره ځوانانو ته په یاده اداره کې د کار موندنې زمینه برابره شي .
هغه وایي، د دې ولایت کانال په تقویې او پرمختګ سره به مېوه جاتو،غله جاتو او لبنیاتو په تولیداتو کې زیاتوالی راشي،چې له امله به یې په کور د ننه او بهر ته صادرات او بازار زیات او له دې لارې به مو ملي عواید لوړ شي .
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت انجینر عبدالقهار حیدری وویل، د کانال د ځمکې څخه په ښه توګه د ګټې پورته کولو په موخه ولسي شورا جوړه شوه چې قومي مخور،علماؤ او ځوانان په کې شامل دي او د دوی په مرسته به د غصب مخنیوي وشي،شاړې ځمکې به ابادي شي او د کانال څخه به په سمه توګه ګټه واخیستل شي .
د نوموړي په وینا د جوړ شوي پلان د تطبیق په ترڅ کې به وکولای شي،راتلوونکي کالونو کې خپل تولیدات د افغانستان ټولو ولایتونو ترڅنګ بهرنیو هېوادونو ته هم صادر کړي .
د ولسي جرګې غړي عبدالرؤف شپوون او ولایتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال د ولس په استازیتوب د یادې شورا پر جوړیدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، د امنیت وروسته په دې ولایت کې بې روزګاري لویه ستونزه ده چې د کانال ادارې په پرمختګونو سره به خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر شي .
دوی ټینګار وکړ چې د کانال ملي پروژې لپاره جوړ شوي پلانونه تطبیق او پرمختګونو لپاره یې چارې ترسره شي .
په جوړه شوې غونډه کې د علمآؤ کرامو،ځوانانو او قومي مخورو د شوراګانو مشرانو د یادې شورا پر غړیتوب خوښي وښوده او له ټولو چارو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. همدارنګه د غونډې په پاي کې د جوړې شوې شورا استازوته د کانال د اوسني حالت ښودنې په موخه د زیتونو فابریکه ، نجارۍ فابریکه ، مالدارۍ فارم او نوی جوړېدونکي وترنرۍ تحقیقاتي مرکز څخه له نږدې لېدنه ترسره کړه .

د ننګرهار وادي کرنیز ( کانال ) شرکت ریس انجنیر عبدالقهار حیدري وايې .! د ننګرهار وادي کرنیز ( کانال ) شرکت د لا پرمختګ ،...
24/02/2020

د ننګرهار وادي کرنیز ( کانال ) شرکت ریس انجنیر عبدالقهار حیدري وايې .!

د ننګرهار وادي کرنیز ( کانال ) شرکت د لا پرمختګ ، او لا غوړېدا لپاره د هر چا سالمه مشوره ، سالم نظر او سالمه نېوکه په ورین تندي منو ، د کانال پرمختګ ته کار مو لومړیتوب دې .

نیالګیو سمه ساتنه او پالنه زموږ او ستاسو د ټولو دنده او مسوولیت دې .
24/02/2020

نیالګیو سمه ساتنه او پالنه زموږ او ستاسو د ټولو دنده او مسوولیت دې .

دوهم فارم امرعبدالباچا وايې چې نن يې ددغه فارم د ګارګرو پرمټ د څلورم بلاک پنځلس نمره ځمکه کې (۱۰۰۰)کيلو ګرام ډي اى پي سر...
24/02/2020

دوهم فارم امرعبدالباچا وايې چې نن يې ددغه فارم د ګارګرو پرمټ د څلورم بلاک پنځلس نمره ځمکه کې (۱۰۰۰)کيلو ګرام ډي اى پي سره او په همدې اندازه يې يوريا سره وکاروله .

Address

Kabul Jalalabad Road, Surkhrud Dosaraka
Jalalabad
26000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ننګرهار وادي کرنیز شرکت لوی ریاست/Nangarhar valley agriculture corporation posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share