Commercial Advertisement تجارتي اعلانات

Commercial Advertisement  تجارتي اعلانات Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Commercial Advertisement تجارتي اعلانات, Business service, Jalalabad.

سلام ملګرو!!د افغانستان او زمبابوې تر منځ لوبې چې په شارجه لوبغالي کې به تر سره کیږي د هندوستان مشهور او نړیوال تلویزیون...
16/12/2015

سلام ملګرو!!

د افغانستان او زمبابوې تر منځ لوبې چې په شارجه لوبغالي کې به تر سره کیږي د هندوستان مشهور او نړیوال تلویزیون نیو سپورټس څخه به په ژوندی بڼه خپرې شي، زموږ او نیو سپورټس تر منځ همدا اوس ددې لوبو د خپرولو هوکړه وشوه، همدا شان مو د پاکستان جیو سوپر، د ګلف او اس این او په افغانستان کې ټولو تلویزیونونو ادارو سره اړیکې نیولي دي، په خاصه توګه مو افغان تلویزیونونو ته وړاندیز کړی چې د نوموړو لوبو حقوق واخلي، ستاسو ملاتړ هم غواړو چې په داخلي تلویزنونو فشار راوړو تر څو نوموړي لوبې په ټول افغانستان کې په ژوندی بڼه نشر شي، کرکټ بورډ خپله وعده پوره کړه اوس نو د داخلي تلویزیونونو کار دی چې څه کوي،

دویزو مشکل هم په حل کیدو دي، انشاالله
مننه ورور مو دانش

16/12/2015

نرخ ارزها
چهارشنبه 25 قوس 1394
1_ دالر ............................. 67.75
1_ یورو ............................ 73.80
1_ پوند .............................. 101.20
1_ ریال سعودی ..................... 17.90
1_ درهم امارات .................... 18.30
1_ فرانک سویس .................... 67.70
1_ دالر استرالیا ...................... 48.20
1_ دالر کانادا ......................... 49
1_ کرون دنمارک ..................... 9.65
1_ کرون ناروی ....................... 7.60
1_ کرون سویدن ...................... 7.75
1_ دینارکویت ........................... 219.50
1_ لیره ترکیه ........................... 23
1_ سامانی تاجکستان .................... 10
1_ ین چین ............................... 10.50
1_ روپیه هندی .......................... 1.02
هزار روپیه پاکستان ...................... 633
هزار روبل روسی ........................ 900
هزار تومان ایران ......................... 18.60
هزار ین جاپان ............................. 540
یورو به دالر ............................... 1.09
پوند به دالر ............................... 1.4950
تومان به دالر .............................. 3640
کلدار به دالر .............................. 107

16/12/2015

زمبابوې افغانستان سره راتلونکو سیالیو دپاره د کرکټ ملي ټيم اعلان کړ
سیالۍ د دسمبر پينځویشتم نه دوبۍ شارجه او نورو میدانو کې دي
او ریښتیا په تلویزون هم شته
ZIMBABWE Squad in Camp for UAE tour
1 Ryan Burl
2 PJ Moor wk
3 R Mutumbami wk
4 Sean Williams
5 Craig Ervine
6 Elton Chigumbura
7 Malcolm Waller
8 AG Cremer
9 C Chibhabha
10 Tinashe Panyangara
11 Luke Jongwee
12 Neville Madziva
13 Hamilton Masakadza
14 Wellington Masakadza
15 Muzarabani
16 Sikander Raza

15/12/2015

تغیرات در نرخ ارزها
سه شنبه 2:20
1ـ دالر ............................ 67.70
1ـ یورو ........................... 74.10
1ـ پوند ............................. 101.70
1ـ ریال سعودی..................... 17.85
1ـ درهم امارات.................... 18.25
هزار روپیه پاکستان................. 632
هزار تومان ایران ................... 18.55

په ړومبي ځل ...۲۵۰۰۰ نوي افغانان کاریګران به ډیر ژر په افغاني پاسپورټ سعودي عربستان ته ولاړ شي ښاغلي اشرف غني له سعودي ب...
15/12/2015

په ړومبي ځل ...
۲۵۰۰۰ نوي افغانان کاریګران به ډیر ژر په افغاني پاسپورټ سعودي عربستان ته ولاړ شي ښاغلي اشرف غني له سعودي باچا سره خبري کړي هغه ډاډ ورکړي چي راتلونکي کال به ۲۵۰۰۰ افغان کاریګرانو ته ویزي ورکړل شي

سوداګري او د کریکټ پرمختګشریک یې کړئپه افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کریکټ د شپږیزې په نامه سیالیو سوادګریزه بڼه غوره ...
14/12/2015

سوداګري او د کریکټ پرمختګ
شریک یې کړئ
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کریکټ د شپږیزې په نامه سیالیو سوادګریزه بڼه غوره کړه، او لوبېدلې لوبډلې د بېلو شرکتونو له خوا په بیه واخستل شوې، له دې درکه په ټوله کې افغان کریکټ بورډ درې لکه او اتیا زره ډالر وګټل چې یو ښه پیل ګڼل کېږي.
د افغانستان د کریکټ بورډ مشر نسیم دانش وايي که دغسي کورني عایدات ولري او خپله تر نیمايي ډېره بودیجه چمتو کړي، نو د کریکټ له نړیوالې شورا به په اسانه سره لومړۍ درجه مالی بودیجه یانې درې میلیونه ډالره تر لاسه کوي.
مصطفی سالک پرې له کبله راپور لري:
که نړیوالې تجربې په پام کې وي، نو دا وینا سمه ده چې لوبې سوداګریزې شي نو وګړنیزې شي، افغانستان کریکټ بورډهم د لومړي ځل لپاره د ۶ ایزې په نامه یوداسې لوبیز سوداګریز ټورنمنټ تر سره کړ چې واړه ګډونوالې لوبډلې یې له بیلو سوداګریزو شرکتونو له خوا په بیه اخیستل شوې وې.
د افغانستان کریکټ بورډ مشر نسیم دانش بي بي سي ته وویل چې له سیالیو یې ۳ لکه او اتیا زره ډالر ترلاسه کړل چې ۱ لک او اتیا زره یې پر شپږیزه سیالیو ولګیدل او ۲لکه ډالر کریکټ بورډ ته ګټه پاتې شول:
''له موږ سره ډېرو شرکتونو اړیکې ونیولې، شپږو شرکتونو شپږ لوبډلې واخیستې، چې له دې نه موږ درې سوه او اتیا زره ډالر ترلاسه کړي دي، خو زموږ د ټول ټورنمنټ بودیجه یو سل او اتیا زره ډالره وه.''
افغانستان کریکټ بورډ هیله لري چې په راروانو کلونو کې به د افغانستان کریکټ هم سوداګریزو ګټو له کبله لوړ پوړ خپل کړي، چې په وینا یې د افغانستان د کورني او نړیوال کریکټ د لا پرمختګ لامل به وګرځي.
دا ګټلې پیسې د کریکټ بورډ خزانې ته ځي، او د کورنیو لاس ته راوړنو د کڅوړې برخه ګرځي چې ډېرېدل یې د کریکټ د نړیوالې شورا څخه د کلنۍ بودیجې اخیستل اسانه کوي.
ښاغلی دانش وايي کوم هېواد چې د خپل کریکټ بورډ د بودیجي تر نیمايي ډیره برخه چمتو کړي، تر ټولو ډیره یانې ۳ میلیونه ډالر بودیجه تر لاسه کوي:
''د کریکټ نړیوالې شورا د پیسو راغونډولو پالیسي دا ده، کوم هېواد چې یوپنځوس فیصده پیسې پیدا کړي، هغوی دې بورډ ته په الف کتګورۍ کې پیسې ورکوي، چې په کال کې درې میلیونه پیسې ورکوي.''
مصطفی حکیم زاده یو تن افغان سوداګر دی، نوموړي خپله سوداګري هم له ۶ ایزې سیالیو سره همهاله پیل کړه، نوموړی وايي یوه لوبډله یې سپانسر کړه، او ګټور سوداګریز اغېز یې ولید:
''ډېر خوشحاله یم چې له کریکټ بورډ سره همکار پاتې شوم، موږ د عینکو مسک لوبډله سپانسر کړې وه، چې تقریباً پنځلس - شپاړس زره ډالر لګښت به پرې راغلی وي.''
د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي د ۶ ایزې ټورنمنټ غوره لوبغاړی و، نوموړی به ووايي چې په ۶ ایزه کې لوبېدونکو لسګونو لوبغاړو ته په کې څه ورسېدل.
کتونکي باور لري چې ۶ ایزه په افغانستان کې لومړۍ سوداګریزې سیالۍ وي او هیله لري چې راروان کال ته به کریکیټ بورډ له دې هم ډیرې پیسې تر لاسه کړي.
افغانستان کریکټ بورډ مشر نسیم دانش بي بي سي ته وویل چې له سیالیو یې ۳ لکه او اتیا زره ډالر ترلاسه کړل چې ۱ لک او اتیا زره یې پر شپږیزه سیالیو ولګیدل او ۲لکه ډالر کریکټ بورډ ته ګټه پاتې شول
په نړیوالې کریکټ لوبډلې او په سر کې یې لس بشپړ غړي هیوادونه د کریکټ له سوداګرۍ نه پوره برخمن او تر ډیره پر ځان بسیا شوي دي، دغه راز لوبډلې د یوې لوبې د تلویزیوني خپراوي له حقوقو هم میلیونونه ډالر ګټه کوي.
د افغانستان کریکټ بورډ هیله لري چې په راروانو کلونو کې به د افغانستان کریکټ هم سوداګریزو ګټو له کبله لوړ پوړ خپل کړي، چې په وینا یې د افغانستان د کورني او نړیوال کریکټ د لا پرمختګ لامل به وګرځي.

افغان ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني نن تورکمنستان ته روان شو. نوموړی به هلته د TAPI پروژه رسما پرانیزي. افغانستان ته د ټاپي...
12/12/2015

افغان ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني نن تورکمنستان ته روان شو. نوموړی به هلته د TAPI پروژه رسما پرانیزي.
افغانستان ته د ټاپي پروژې ګټې:
۱ - ددې پایپ لاین له ترانزيت څخه به هر کال له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیونه ډالر د ټېکس پیسې نغدې افغانستان ته ورکول کېږي.
۲ - اټکل شوی چې یوازې په افغانستان کې به ددې پایپ لاین د غزېدو له امله نږدې ۱۲۰۰۰نفرو ته د کار زمینه برابره شي.
۳ - د افغانستان په هغو سیمو کې چې پایپ لاین تېرېږي د سیمې خلک کولای شي له ګازو ګټه واخلي.
۴ - د ګازو له پایپ لاین سره سړک غزیږي چې په اقتصادي لحاظ یې افغانستان ته ډېره ګټه رسیږي هغه خلک چې د پایپ لاین په شاوخوا کې مېشت دي ډېر کاري فرصتونه، او د ژوند د ښه کېدا عصري چانسونه لري.
۵ - افغانستان هم ګاز لري د وخت په تېرېدو افغانستان کولای شي خپل ګاز د همدغه پایپ لاین له لارې وپلوري.
۶ -دا پروژه ښایي په سیمه کې د افغانستان - پاکستان او د پاکستان -هندوستان تر منځ د ډېرو امنیتي او سیاسي کړکېچونو په راکمولو او ختمولو کې مرسته وکړي ان کېدای شي دا پروزه په سیمه کې د سولې د پروژې په نوم ونوموو .
۷ -ددې پروژې په تګلوري کې د سیمې د اوسپنې ډېر ستر کان د حاجي ګک پروت دی چې د اوسپنې د استخراج په برخه کې له همدغو ګازو څخه ګټه اخیستل کېږي.
۸ -ددې پروژې له پلي کېدا سره به د افغانستان اقتصادي وړتیا څو چنده لوړه شي، نوي ښارګوټي به جوړ شي او اوسنۍ ډېرې نا امنه سیمې به په څو کلونو کې په هر لحاظ خورا پرمختګ وکړي.
۹ - د نړیوالو اړیکو په برخه کې به د سیمه ییز سیاست د ځینو منفي اړخونو په ځانګړي ډول د پاکستان په وړاندې افغانستان ته د سیاسي فشار یوه اله په لاس ورشي، خو ددې پروژې د عملي کېدو لپاره امنیت حیاتي موضوع ده، ددې پروژې ډېره سیمه ییزه ګټه د خونړۍ او نا منل شوې کرښې ډیورنډ دواړو غاړو مېشتو ولسونو ته رسېږي، نو تر هر چا د دوی ډېر مسوولیت دی چې د دې زرین چانس نه ګټه واخلي کنه نو ټول عمر به د نورو د ګټو لپاره مري.

12/12/2015

نرخ ارزها
شنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۴
۱.. دالر ..................... 67
۱.. یورو .................... 73.20
۱.. پوند .................... 101
۱.. ریال سعودی .......... 17.70
۱.. درهم امارات ........... 18.10
۱.. فرانک سویس .......... 67.50
۱.. دالر استرالیا ............. 47.50
۱.. دالر کانادا ................. 48.30
۱.. کرون ناروی .............. 7.50
۱.. کرون دنمارک ............ 9.55
۱.. کرون سویدن ............ 7.65
۱.. دینار کویت ............... 217
۱.. لیره ترکیه ................. 23
۱.. ین چین .................... 10.30
۱.. سامانی تاجکستان .......10
۱.. روپیه هندی ................1.01
هزار تومان ایران ............. 18.40
هزار روپیه پاکستان ......... 625
هزار ین جاپان ................. 540
یورو به دالر ..................... 1.0930
پوند به دالر ...................... 1.5070
تومان به دالر ....................3640
کلدار به دالر ......................106.80

دماغ د تقويه کولو لارېلیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینوارید دومره پېچلتیا او وسعت سره دا مسئله مهمه ده چې د خپل مغز د دندو ...
12/12/2015

دماغ د تقويه کولو لارې
لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
د دومره پېچلتیا او وسعت سره دا مسئله مهمه ده چې د خپل مغز د دندو او کار د ډول په باب پوه شو؛ هغه که په کار کې وي، که په تفریح کې او که په اړیکو کې. دا چې تاسو د خپل بدن او ژوند د نورو اړخونو د ښه کولو لپاره ځینې کارونه کوئ، د دې چانس هره شیبه شته چې د خپل مغز روغتیا او تقویه مو هېره شي. که تاسو په هر عمر کې یاست، د لاندې لارو په عملي کولو سره مو مغز پیاوړی کولی شئ:
د دماغ حجرې مو رافعالې کړئ
څېړنو ښودلې ده چې د فزیکي تمرین په صورت کې د دماغ حجرې تر عادي حالته ډېرې زیاتېږي، د دماغ د هایپوکمپس ناحیې حجرې چې د زده کړې او حافظې مسئوله برخه ده، د ورزش په نتیجه کې دوه چنده کېږي، خو ورزش باید د مینې له مخې وکړئ نه د جبر له مخې؛ ځکه د مینې له مخې د ورزش په صورت کې انسان هوښیار، بیدار او خوشاله وي.
دماغي تمرين هم وکړئ
یوازې فزیکي فعالیت کافي ندی، دماغي فعالیت هم زیات کړئ او په نوې او مبتکرانه ډول یې تر سره کړئ. نوی اواز، بوی، رنګ، خوند، فکر کول، لیدل، تصور کول، ډریوري، تګ، سفر، ارت، هنر، خوش اوازي، لیکنه، لوستل او نور ټول هغه دماغي فعالیتونه دي چې ستاسو مغز لا فعالوي او پیاوړی کوي یې.
تل د ولې پوښتنه وکړئ
د انسان مغز کنجکاو او پلټونکی دی. هره ورځ له ځان او نورو څخه د ژورو مسایلو په باب لږ تر لږه لس پوښتنې وکړئ. ځواب یې په داسې ډول ومومئ چې مغز او فکر مو قانع کړي.
تل خندانه اوسئ
خندا په بدن کې اندورفین او نور کیمیاوي مواد ازادوي چې Stress (رواني فشار) له منځه وړي او خوشالي او دماغي فعالیت مو زیاتوي. خندا ته د دماغ د [چټک بیا چارجونکي] نوم ورکړل شوی دی.
هغه غذاګانې وخورئ چې دماغ ته ګټورې دي
ماهیان، د ماهي غوړي، جنغوزي، غوزان (چارمغز)، نورې مغزلرونکي وچې میوې،کوکمن، اومیګا -۳- او نور خواړه چې دماغ پیاوړی کوي، وخورئ. دا خواړه زړه او دماغ ته د وینې جریان ښه کوي او پدې ډول د دماغ د تقویې سبب کېږي. د ژور خفګان، هېرېدو او د تمرکز د مرکز کمزورۍ هم رغوي. د دماغ حجرې لویو خوراکي توکو (پروټین، غوړو، قندونو) او کوچنیو غذایي توکو (ویټامین او منرال) دواړو ته تر نورو حجرو زیاته اړتیا لري. د بدن ۲۰٪ اکسیجن د دماغ له خوا مصرفېږي. قند ورته د عضلي حجرو په نسبت درې چنده ضرور دی. اوبه دماغ ته تر هرې بلې حجرې ډېرې پکار دي، ځکه د دماغ ۷۵ تر ۸۰ سلنه حجرې له اوبو جوړې دي.
تېرې (خوږې) خاطرې مو رايادې کړئ
د انځورونو پخوانی البوم مو مخې ته کېږدئ او د تېر وخت، ځای، حالت، اشخاصو او نورو جزئیاتو خاطرې مو رایادې کړئ. که البوم نه لرئ، هسې له خپل فکر څخه تېرې خاطرې رایادې کړئ. کوښښ وکړئ چې خوږې شیبې او کیسې رایادې کړئ. د بدو خاطرو رایادول ګټور ندي؛ ذهن خفه او پریشانوي.
په بدن کې مو د شحمو (غوړو) ذخېرې کمې کړئ
په وینه کې ډېر غوړ د اکسیجن لرونکې وینې اندازه کموي، د ګلوکوز اندازه چې د دماغ تر ټولو ښه خواړه دي، هم کموي. د ورځنې ضرورت ۳۰٪ انرژي له غوړو واخلئ، خو د زیتون، جوارو، ماهي او نورو تخمونو غوړي استعمال کړئ.
معماګانې حل کړئ
هر څومره پېچلې معماګانې چې حل کړئ، دماغ مو پیاوړی کېږي. دا کار د ساعت تېرۍ په خاطر وکړئ، نه د مجبوریت او جبر له مخې.
خواږه او ارام اوازونه واورئ
که ارام او خواږه اوازونه واورئ، مغز مو اراموي، دمه کوي او تقویه کوي. د قرآن شریف خوندور تلاوت کول او اورېدل تر ټولو زیات دماغ او زړه اراموي.
دموسیقۍ په باب ډېر نه پوهېږم، ځکه په دې باب نظریات بېلابېل دي. ځینو څېړنو ثبوت کړې ده چې ارامه موسیقي مغز اراموي او له شرو شور ډکه موسیقي د بدن مقاومت کموي او مغز نا ارامه کوي. د وخت ضیاع او زموږ په ټولنه کې ترې د ټولنیزو فسادونو د پیدا کېدو خطرونه هغه مسایل دي چې تر بحث لاندې راتلی شي.
په ورځنيو کارونو کې مو مهارت زيات کړئ
که پخپل کار حاکم یاست، د تشویش او سودا څخه خلاصېږئ، د رضایت او سکون احساس درته پیدا کېږي چې دماغ ته مو ګټه رسوي. البته هره ورځ کوښښ وکړئ، پخپل کار کې یوه اسانه او نوښتیزه لار راوباسئ، باغواني، ګنډل، لوستل، لیکل، رسامي، معماري او هر کار چې وي، نوې او مغلقې طریقې پکې را پیدا کړئ، پدې صورت کې مو مغز قوي کېږي او د نوښت قوه مو زیاتېږي.
د الکولو او مخدراتو څخه ډډه وکړئ
الکول د هایپوکمپس حجرې تخریبوي، د دماغ د نوو حجرو د جوړېدو مخنیوی کوي او د ماغ د دندو د اجرا کار ټکنی کوي. سګرټ دماغ ته د اکسیجن په رسېدو کې کمښت راولي، باید له سګرټو، الکولو او نورو مخدراتو ډډه وشي.
لوبې وکړئ
بېلابېلې لوبې مغز ته ګټه رسوي. په لوبو کې د رنګونو او مغلقو شیانو استعمال مغز فعالوي او ستراتیژیک فکر کولو ته یې هڅوي.
د مثبتو مسايلو او زده کړې په باب د فکر کولو په حال کې ويده شئ
کله چې په یوه مهمه موضوع فکر کوئ، درس زده کوئ او یا نوې موضوع لولئ ورپسې متصل ویده شئ. ۲۰٪ – ۳۰٪ معلومات مو د خوب پر مهال زده کېږي. خوب ته په نږدې وخت کې په ویښه کې ناتکمیل زده شوي شیان په خوب کې په کره ډول زده کېږي. که د ویده کېدو پر مهال خوږه خاطره یا ښکلی ځای ذهن کې مجسم کړئ، مغز ته مو ګټه رسوي.
تمرکز وکړئ
تمرکز د مغز قوت ډېر پیاوړی کوي. کوم کار چې کول یې ضرور وي، کولو ته یې لومړيتوب ورکړئ، په دغه شېبه کې نورو فرعي فکرونو ته مغز مه متوجه کوئ. که یو کار ته تیار نه یاست دا پخپل فکر کې ومنئ چې دغه کار بل وخت ته معطلوئ، او اوس یې نه کوئ. یعنې یا یو کار سمدستي پیل کړئ او یا یې مشخص وخت ته وځنډوئ. کوم کار چې بل وخت ته ځنډوئ، په باب یې فکر د هغه کار په باب له فکر سره مه ګډوئ چې اوس یې کوئ. دا کار تمرکز خرابوي، او تمرکز د مغز د پیاوړتیا لپاره خورا ډېر مهم دی.
خپل مغز سره مو مينه وکړئ
د مغز د ارامتیا وسایل او فرصتونه برابر کړئ. ارام کورنی ژوند، له خپل اولاد، مېرمنې/ خاوند او کورنۍ سره فوق العاده مینه، د ژوند له شریک سره تفاهم او موثرې/ مشروع جنسي اړیکي ټول ستاسو د مغز له ارامتیا او تقویې سره مرسته کوي.
د ژورې مينې له مخې کار وکړئ
که هر کار او مسلک پر مخ وړئ په ژوره (لېونۍ) مینه یې تر سره کوئ. د مینې له مخې د کار کولو په صورت کې یې حاصل ۱۲۷٪ زیاتېږي. مشهوره خبره ده چې ځان روښانه کړئ چې جهان روښانه کړئ. که خپل کار ښه نه شئ تر سره کولی، د نورو سره به څه مرسته وکړئ. له خپل کار سره هغسې مینه وکړئ، لکه ماشومان چې له لوبو سره د مینې له امله په ساعتونو نه ستړي کېږي، تاسو هم له خپل کار سره مینه وکړئ.
د شعور دورې وپېژنئ
دا څرګنده شوې ده چې زموږ مغز په دوراني ډول کار کوي. کله چې موږ ویښ یوو، مغز مو ۹۰ دقیقې پوره بیدار او بیا ۳۰ دقیقې د نیمه استراحت په حالت کې وي. دغه دورې باید وپېژندل شي. مهم او جدي کارونه د پوره بیدارۍ پر مهال وکړئ او هنري، نوښتیز او شاعرانه کارونه هغه وخت وکړئ، چې مغز مو د نیمه استراحت په حال کې وي، ځکه د نیمه استراحت په دغه مهال د دماغ د نوښت قوت زیات وي.
هره ورځ يو نوی شی زده کړئ
هره ورځ یو نوی شی یا لږ تر لږه یو نوی لغت زده کړئ چې مغز فعال او ځوان ساتي. که هره ورځ یوه نوې موضوع ولولئ او نژدې کسانو یا د کورنۍ غړو ته یې شرح کړئ، د دماغي ودې پر لور ځئ، نژدې کسانو ته مو خیر هم رسېږي. پر مربوطه موضوع مو پوهه هم زیاتېږي.
داسې څه وليکئ چې ولوستل شي
لیکنه مو مغز تقویه کوي، تنبیه کوي، ظرفیت یې زیاتوي او ټولنیز خیر مو هم رسېږي او هغه شیان در زده کوي، چې لوستي مو وي. که د خپرولو وړ څه نه لیکئ، د ماشومتوب کیسې، ملګرو سره مو وختونه، د کورنۍ خوږې شیبې او دوی ته ورته شیان ولیکئ. که کولی شئ، یو بلاګ جوړ کړئ او خپلې لیکنې پکې د نورو د مطالعې لپاره کېږدئ.
خوشبويي استعمال کړئ
خوشبویي مغز ته ګټه رسوي. که د طبیعي ګلانو او ښو بویونو څخه استفاده درته ممکنه وي، ډېره ښه ده که نه وي ښه اصیل عطر استعمال کړئ، خواوشا مو معطروي، مغز مو تقویه کوي، بیداري مو زیاتوي او تمرکز مو پیاوړی کوي. د نعناع، لېمو او سروې په شان خوشبویۍ انرژی ورکوونکې او د ګلاب، نرګس، جریبن او رامبېل په شان خوشبویۍ ارامونکې دي. البته د عطرو په اخیستو او استعمال کې ډیر احتیاط پکار دی. طبیعي عطرونه ښه دي، خو په زیاترو مصنوعي عطرونو کې د ښه بوی د زیات دوام لپاره د فټالیټ په نوم مواد ګډ وي، چې حافظه کمزورې کوي. باید عطر په دقت انتخاب او وکارول شي.
د دماغ د تقويې درمل هم شته
که ضرور نه وي بې له درملو خپل دماغ تقویه کړئ. خو که خاص ضرورت وي، له ډاکتر سره مشوره وکړئ. کافین موقتي او د کم وخت لپاره دماغ تنبیه کوي. نور له بوټو څخه جوړ او طبي درمل هم شته چې د اړتیا په صورت کې د ډاکتر په مشوره استعمالېږي.
په خپل مغز باور وکړئ
پخپل دماغ باور وکړئ. تاسو هم د ۱۰۰ زره میلیونه حجرو لرونکی مغز لرئ، له هڅوونکو خلکو سره راشه درشه کوئ، چې امید او هیلې درکوي، د مجلو او کتابونو له لوستلو څخه هغه لارې چارې زده کوئ چې مغز مو تقویه کوي. لوستل پخپل ذات کې هم د دماغ له تقویه کولو سره مرسته کوي. د خلکو، شیانو، ځایونو او موقفونو تر منځ اړیکې څېړئ او سبب یې پیدا کوئ. مغز مو له ننګونو (چلنجونو) سره مخامخوئ او کوښښ کوئ چې بریالی ترې راوځي.
د نوو ماشومانو د دماغ قوت ته متوجه اوسئ
د مور په نس کې له لومړۍ ورځې او تر زیږون وروسته د ژوند لومړۍ ۲۴ میاشتې د ماشوم د دماغ د ودې تر ټولو بهترین وخت دی. هیله ده دې ته جدي توجه وکړئ. امیندواره مور باید د امیندوارۍ له لومړۍ ورځې او حتی ترې مخکې د اوسپنې او فولیک اسید ګولۍ او اوسپنه لرونکي خواړه او ایوډین لرونکې مالګه ضرور استعمال کړي. تر زیږون وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور شیدې او تر هغه وروسته تر ۲۴ میاشتو پورې د مرو د شیدو سره یو ځای قوي، متوازن او ښه بشپړونکې خواړه ماشوم ته ورکړئ. البته پدې صورت کې به د ماشوم دماغي وده ډېره عالي وي او ذهني قوت یې ډېر زیات لوړېږي. البته که پدې موده کې لازمه توجه ونشي، نو د ماشوم په مغز کې منځ ته راتلونکي زیانونه د بېرته راګرځېدو وړ نه دي.
د دماغ ارزښت او ظرفيت
مغز یو کوچنی خو تر ټولو پیاوړی کمپیوټر د ی چې زموږ د ژوند هره برخه کنټرولوي. موږ څه ډول فکر کوو، څه ډول احساس کوو، څه ډول عمل کوو او په څومره ښه ډول له خلکو سره معاشرت کوو، دا ټول کارونه مو د مغز له خوا ټاکل کېږي. مغز مو حتی دا هم مشخصوي چې څه ډول انسان واوسو، څومره فکرمن، څومره مؤدب، څومره متوجه او څومره بامسئولیته. مغز مو د بدن د کړنو او فکر د هر څه د تنظیم مسئول دی.
زموږ مغز تر هر بل کمپیوټر ډېر پېچلی دی چې ۱۰۰ بیلیونه عصبي حجرې لري (سل زره میلیونه). دا هره عصبي حجره له نورو سره څو ډوله اړیکې لري. دومره ډېرې اړیکې چې په کایناتو کې تر ټولو موجودو ستورو یې شمېر زیات دی.
که مو مغز روغ او پیاوړی وي، نو بدن مو منظم او فعال وي او که مغز مو ناروغ او کمزوری وي، ژوند، شخصیت، روغتیا او بریاوې به مو له زیان سره مخ وي.

11/12/2015

Business service

Address

Jalalabad

Telephone

787893576

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Commercial Advertisement تجارتي اعلانات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Commercial Advertisement تجارتي اعلانات:

Share