27/12/2024
منظور خاموش/چپ دى، منظور ولې خاموش دى؟
دا هغه پوښتنې دي چې دا څو ورځې دا جذباتي خلکو لا لورې مخې ته راځي...
اول خبره خو ده
چې نه خو منظور خاموش دى او نه پي ټي ايم پرشا شوې.
هر کله چې پي ټي ايم فيصله کړې يا کوي يې قام/قوم ته ګوري او قدم اخلي ځکه چې غورځنګ دا چا ذاتي ګوند/تحريک نه دى چې هغه به دا خپل ذات په بنياد فيصلې کوي
بلکه غورځنګ دا ټول قام دى نو دا ټول قام حالات ته به کتل شي او د هغې په بنيادونو به فيصلې کيږي۔
تاسو ته معلومه دا چې موږ يعنې د ptm غړي او ملګري په يو داسې لاره لوڅې پښې راوان يو چې تش کاڼې او اغزي دي،
په داسې لاره مزل کې به کله په منډې ځو کله به په ارام ځو کله به تکليف وي کله به وينې وي
خو منزل/هدف طرف ته به مزل نه پرېږدو. راوان به يو او همداسې دوام به ورکوو
غورځنګ يو طرف ته دا قام تربيت کوي
بل لوري دا استعماري او ظالم رياست قوتونو مخه نيسي
دريم په پښتون قام لګېدلي الزامونه هم وينځي
يعنې په يو ځاى درې کارونو ته يې مټ ورکړې
په داسې حالاتو کې يوه جزباتي فيصله نه يواځې زموږ منزل کې خنډ جوړيدلى شي بلکې دا قوم دا بربادۍ سبب ګرځي
زموږ قام جذباتي دى
پکار هم ده ځکه چې رياست او د کابل شته واکداران لا لورې څه څه نه ورسره وشول
خو پي ټي ايم کار دا دى چې هغه به قام جذباتو په ځاى په يوه منظمه لار راوانول او خوندي ساتل دي
غورځنګ مشر او ملګرو يې خپل سرونه په ورغوي او لاسونو ايښي دي
او د مقابل لورې هغه قام د پاره داسې نه ده چې مونږ ټوپک نشو اخستې او په سينې ګولۍ نشو خواړلى
خو که داسې وشي نو دهغې نتيجه/ريزلټ به څه وي دا سوچ چا کړې؟
دا قام دا منظم کېدو بغير داسې قسم/ډول فيصلې چې کوم نقصان راوړي د هغې زمه دار به څوک وي؟
بلکل غوځنګ او د هغه جذباتي فيصله به يې وي
سامراج او نړيوال قوتونو تر تېرو 72 کالونو نه چې پښتانه ته کا کوم غټ نقصان ورکړى
هغه به زما په آند د هغه وي چې دوى يې سياسي تربيت ته نه پرېښودل ځکه اوس برباد او ذليل دي، سنګه چې مه اول خبره وکړه چې غورځنګ په يو ځاى درې کارونه کوي چې هغه کې يو دا پښتون قوم سياسي تربيت کول دي
او دغه تربيت زموږ لومړى هدف ده
زموږ هدف ټول قوم پر يو ځاى راټول او د هغې يوځاى يو موټى او حفاظت کول دي
دوى ته موږ ښايو چې سخت وخت کې به سنګه فيصلې کوۍ او دنيا سره سنګه قدم اخستل پکار دي،
غورځنګ هيڅ کله هم داسې په وړه دايره او يعنې وقتي حل د پاره جذباتي فيصلې نه کوي
بلکې يو مستقل امن، سکون او خوشحالۍ د پاره پوره په هوش او ارامۍ سره فيصله کوي
زه او تاسو په خپل مشر او ملګرو باور وکړئ
غورځنګ ولاړ دى هيڅ کوم بل طرف ته نه ده تللى نه دى او په ميدان ولاړ دى
او دا قام/قوم په صحي معنا تربيت کوي
لايق شاه افغان