21/05/2025
مخکې باور لاټري بيا باور خدمات اوس @باور برياني
کله به چې وطن کې ناخوالې زياتې شوې او ما به دا درک کړه، چې زما شتون وطن ته هيڅ ګټه نه لري، او نه راته څوک د وطن لپاره ارزښت راکوي، نو د بې ځايه زوريدلو په ځای به ښه وي چې کوم بل هيواد ته ولاړ شم، کله به مې چې خدای بخښلي ضيا ودان ته ياده خبره وکړه، راته ويل به يې خير همدرد صيب خير بل هيواد ته ولاړ نه شې، د بل وطن تږ خبره به داسې پرې لګيدله لکه د توپک ډز، ودان خو له مونږ ولاړو خو ما د Bawar Lottery - باور لاټري په داسې حال کې شروع کړه چې هيڅوک ورسره بلد نه و، او ټولو ويل دا نه کاميابيږي دهوکه ده چل ده فريب ده، خو ما او بشير په څو مياشتو کې د څو کلونو مزل وکړ ،کاروبار مو بيخي مخکې کړ چا به چې اول تورونه لګول هغوي به ټکټ اخيستلو ته قطار کې ولار ول، د ډير پراخ کيدلو فکر مو درلود، څو ولايتونو کې مې ځايونه مشخص کړل، دا هدف و چې هره جمعه هر ولايت کې بايد يو يو قيمتي موټر د سلو افغانيو بدل کې لاټرۍ کې جايزې په توګه وګټل شي، يعني 34 کسان به هره جمعه په ۱۰۰ افغانۍ د موټر څيښتن کيدل، زمونږ هره جمعه او دو شنبه به اختر وه، هغه موټر چې په سل افغانۍ يو کس ته جايزه کې ووتلو تر اوسه يې زه ګورم غريبي پرې کوي، پاس يې نوم شته هغه کې ټول معلومات وګوری، او په دې پوهيدلو چې مونږ به ځان سره ډير ژر زرګونه کسان مصروف کړو، بيا به دې وخت کې که چا خارج راته ياد کړ، ورته به مې ويل که چهاراهي ته هم خارج راشي دايمي تږ لپاره نه ورځم، ځکه اوس زه پوهيږم چې ډير هيواد وال راته ضرورت
لري، اوس بيا همغه شان وخت دی، مخکې به چې کله د امريکا لاټړۍ نتيجه اعلان کيدله ما به ورته ورځې شميرلې، ما دې ځل هم ثبت نام کړی و، دا دې څو اونۍ کيږي چې نتيجه يې اعلان شوې، نه يې ما تر اوسه نتيجه کتلې، نه راته مهمه دی نه مې ورته وخت پيدا کړی، عثمان راته وويل ، پلاره وې ګوره چې څنګه شوې خير ځو به نه، زه ځکه د تللو ليوالتيا نه لرم چې يو ځل بيا هغه وخت دي ، چې هم ستر پلان لرم، هم ډيرو خلکو اميدونه راپسې تړلې او هم فکر کوم وطن راته ضرورت لري او هم مې يو نيم وطن لپاره ګټور ګڼي.
هره ورځ د کار لپاره راته لسګونه مسجونه راځي.