26/11/2024
د نرس(Nurse،) تعريف
نرس يوه لاتيني کليمه ده ، چې د Nutrix څخه اخیستل شوي ده او د تغذيې معنا ورکوي.
یا په بل عبارت ، نرس هغه څوګ دي چې علمي او فني توګه د ناروغانو ټپيانو او ناتوانو خلکو څارنه او درملنه کوي. او یا
که ووايو : نرس هغه شخص دی چې بغير له ملیت جنسيت او مذهب د ناروغانو درملنه او څارنه کوي دي ته نرس وايي.
د نرسنګ نظريه په لومړي ځل د Virginia Henderson امريکايي پوه .لخوا په کال د ۱۸۶۰کې وړاندې شو .
وروسته له دې څخه يوه انګليسۍ ښځه په کال د ۱۸۶۱کې نرسنګ په پښو ودرولو د دغې ښځې نوم فلورانس نایټنګل وه
د نرسنګ په تعريف کې عمومي موضوعات،:
۰نرسنګ مراقبت دی .
۰نرسنګ هنر دی.
۰نرسنګ جامع دی (چې يو نرس د يو ناروغ مراقبت د يو کامل وجود په څېر کوي).
۰نرسنګ روغتيا ساتنه ده.
نرسنګ تبليغ او د روغتيا پرمختګ دی.