24/10/2022
د کرېکټ د شل اوریز نړیوال جام د دوهم پړاو د لوبو په ترڅ کې بنګله دیش په خپله لومړۍ لوبه کې هالنډ ته په ۹ منډو ماتې ورکړه. هالنډ د ټاس تر ګټلو وروسته بنګله دیش ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د بنګله دیش وتلي توپ وهونکي سومایا سرکار، لېټن ډاس او شکیب الحسن دومره ښه و نه ځلیدل خو بیا هم بنګله دیش خپلې سیالې لوبډلې ته یې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.
د بنګله دیش د توپ اچونکو پر وړاندې د هالنډ توپ وهونکي ټینګ نه شول او د ۱۵ په مجموعي منډو د هالنډ د سر څلور لوبغاړي سوځیدلي وو. داسې انګیرل کیده چې ښایي هالنډ به دغه لوبه په لوی توپیر وبایلي. خو لوبه د وروستي اور تر وروستي توپه وغځیده او هالنډ د خپلو لسو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۵ منډې وکړې. په دوهم ګروپ کې بنګله دیش اوس د دوو نمرو په لرلو سره لومړی ځای لري. هند هم په دغه ګروپ کې دی او د یکشنبې په ورځ یې له پاکستان څخه لوبه ګټلې او د دوو نمرو په لرلو سره د رن رېټ له مخې د نمرو په جدول کې دوهم ځای لري. په دوهم ګروپ کې بنګله دیش، هند، سویلي افریقا، زمبابوې، پاکستان او هالنډ دي. په لومړي ګروپ کې پر افغانستان سربیره نیوزیلنډ، سریلانکا، انګلستان، آیرلنډ او د آسترالیا لوبډلي دي. په لومړي ګروپ کې د یوې، یوې لوبې په ګټلو سره په ترتیب سره د نیوزیلنډ، سریلانکا او انګلستان لوبډلې قرار لري او هره یوه یې دوه، دوه نمرې لري. افغانستان خپله لومړۍ لوبه پر انګلستان بایللې او خپله دوهمه لوبه به د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۲۲مه) له نیوزیلنډ سره وکړي.