Hayat Invest Trading Company حيات انویسټ سوداګريز شرکت

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • Hayat Invest Trading Company حيات انویسټ سوداګريز شرکت

Hayat Invest Trading Company حيات انویسټ سوداګريز شرکت This is a trading company

الله تعالی د انسان له لویو لویو مشکلاتو څخه د ساتلو لپاره عموما پر هغه کوچني کوچني مصیبتونه راولي، دا کوچني کوچني مصیبتو...
10/07/2024

الله تعالی د انسان له لویو لویو مشکلاتو څخه د ساتلو لپاره عموما پر هغه کوچني کوچني مصیبتونه راولي، دا کوچني کوچني مصیبتونه د لویو لویو مصیبتونو په وړاندې خنډ جوړېږي او انسان له غټو پریشانیو نجات مومي.

له کلارک کورنۍ سره هم همداسي وشول.

خاوند او ښځې دواړو کار کاوه، نهه اولادونه یې درلودل، عایدات یې لږ او مصارف یې ډیر وو، ښکاره خبره ده چې په داسي حال کې ژوند چندان ډیر خوند نه کوي.دوی هم په سختو حالاتو شپې سبا کولې.

کلارک ته معلومه شوه چې امریکا د ټولې نړۍ لپاره ’’ګولډ مائن‘‘ د سرو زرو کان دی.له یورپ څخه غریبان، مسکینان او مفلس کسان امریکا ته ځي او هلته په لږ وخت کې د لویو لویو کانونو، کارخانو وغیره څښتنان جوړیږي او شاهانه ژوند تیروي. کلارک او د هغه ښځې هم امریکا ته د تګ او خپل بخت ازمویلو فیصله وکړه.

فیصله خو وشوه، مګر د لارې خرڅ او مصرف نه و. د نهو اولادونو، خاوند او ښځې لپاره د ډیرو روپیو ضرورت و او دوی چې به له دولس ساعتونو سخت کار کولو څخه وروسته څه ګټل هغه به د میاشتې په اخیر کې مصرفیدل.

دا د سمندري کښتیو زمانه وه، د یورپ له اتو لویو بندرونو څخه به لویې کښتۍ تلې او له دریو څخه تر شپږو میاشتو موده کې به امریکا ته رسېدلې.

کلارک او د هغه ښځې په هر ډول چې و امریکا ته د تګ فیصله کړې وه، او د مصارفو په غونډولو یې پیل وکړ، له وخته زیات کار یې پيل کړ، خوراکونه یې کم کړل، د یخنۍ د جامو اخیستل یې بند کړل، له خپلوانو او اشنایانو یې روپۍ پور کړې، پلرنۍ ځمکه یې خرڅه کړه، کور یې ګرو کړ او په دې ډول یې له دوه کاله مسلسل کوشش وروسته دومره روپۍ جمعه کړې چې ورباندې لاس اینجلس ته رسېدلای شوای.

دا د کلارک د ژوند تر ټولو ښه ورځ وه کله چې هغه بندر ته لاړ، روپۍ یې جمعه کړې او د کښتۍ د درېیمې درجې لس ټکټونه یې وپېرل، د ټکټونو په لیدلو ټوله کورنۍ له خوښۍ په جامو کې نه ځایېدله.

ملګرو ورته الوداعي میلمستیاوي پيل کړې، کلارک کورنۍ د سفر لپاره اړین توکي هم تیار کړل او په کارځایونو کې یې له خپلو کارونو استعفاوي هم وړاندې کړې، مګر له روانېدلو وړاندې کلارک کورنۍ ته یوه وړه مسئله پېښه شوه او دا وړه مسئله د هغوی د راتلونکې ورځې تر ټولو بده پېښه وګرځېده.

د کلارک کورنۍ یو ماشوم په همدې ماښام خپل ملګري ته د خدای پاماني لپاره کورته ورغی، په بیرته راتلو کې په لاره یوه خروړي سپي وداړه، کلارک هغه ډاکټر ته ورښکاره کړ، ډاکټر د هغه مټ ور وګانډه مګر له دې سره یې هغه د سپي داړل شوی ناروغ وباله.

په هغه زمانه کې په سکاټ لېنډ کې دا رواج و چې ډاکټرانو به د خطرناکو نارغانو د کور پر دروازه ژېړه نښه لګوله چې مطلب به یې دا و چې ناروغ تر علاج لاندې دی او تر څو چې ډاکټر اجازت ور نکړي تر هغو به له کوره نه راوځي.

ډاکټر د کلارک د کور پر دروازه هم ژېړه نښه ولګوله.

له نښې لګېدلو وروسته کلارک کورنۍ امریکا ته نه شوای تلای، دا د کلارک کورنۍ لپاره نه برداشت کېدونکی غم و، هغوی داسي ګڼله لکه اسمان چې د بلېدونکې شمعې په څېر سوکه سوکه ویلېږي او د دوی پر زخمونو څاڅي.

کلارک او د هغه ښځې خپل زوی د دې لوی مشکل ذمه وار ګاڼه او ډیرې ستغې سپورې یې ورته وکړې، په دا بله ورځ چې کله کلارک د ټکټ واپس کولو لپاره لاړ نو ورته معلومه شوه چې د ټکټ د واپس کولو وخت تېر شوی دی او په دې ډول یې پیسې هم له لاسه ووتې.

د کلارک زړه مات شو، په کومه ورځ چې کښتۍ له ساحله روانېده کلارک، د هغه ښځه او اته اولادونه یې د سمندر پر غاړه ولاړو او کله چې کښتۍ په اوبو کې خپل مزل پیل کړ نو دوی تر ډیره پسې وژړل.

راتلونکی وخت د کلارک کورنۍ لپاره ډیر له خطره ډک و، کور یې ګرو و، ځمکه یې خرڅه کړې وه، مزدوري یې له لاسه وتلې وه، خپلوانواو ملګرو به، ته امریکې ته څه وخت ځې، په ویلو ځوراوه.

دې حالاتو د کلارک کورنۍ په رواني ناروغۍ اخته کړه.

دوی به ټوله ورځ په کور کې غلي وو او هغه ماشوم به یې راټه، چې زخم یې د دوی د کامیابي په لار کې خنډ جوړ شوی و.

په همدې کې څو ورځې تېري شوې. یوه ورځ کلارک کورنۍ په کور کې ناشته کوله چې دروازه وټکېده، په دروازه کې د دوی همسایه ولاړ و د همسایه په لاس کې ورځ پاڼه و او مخ یې د احساساتو له کبله پړکېده.

همسایه وویل: د دنیا تر ټولو لویه او نوې کښتۍ ټای ټینيک د اوقیانوس په سمندر کې ډوبه شوې ده او پکې ۱۵ سوه ۱۷ کسه مړه شوي دي.

کلارک چې اخبار پرانیست او په همدې خبر یې سترګې ونښتې نو له خولې یې بې اختیاره(تهینک ګاډ!) شکر خدایه! چیغه ووتله او له خوښۍ په ټوپونو شو.

هو! کلارک کورنۍ هم په ټای ټينیک کښتۍ کې امریکا ته روان و چې په عین وخت کې د سپي د داړلو له وجې سفر ځنډیدلی و او په دې ډول له مرګه خلاص شول. کلارک اخبار په لاس کې په تلوار کورته منډه کړه، خپل ناروغ زوی یې په غیږ کې ونیو او تر ډیره یې د هغه شکریه ادا کړه. د کلارک ښځه او اولادونه هم د ناروغ ماشوم ګير چاپیره ولاړ و او له هغه یې مننه کوله.

اوس ته له دې کیسې وروسته حالت ته ګوره، هغه ماشوم چې تر همدا نن سهاره د کورنۍ د خوښیو قاتل ګڼل کیده، په څو ثانیو کې د کورنۍ مسیحا شو، هغه چې کورنۍ خپل مجرم ګاڼه اوس د کورنۍ محسن وګرځېد، هغه کسان چې تر پرونه یې د امریکا د نه تګ له امله پیغورونه ورکول اوس یې د خوش قسمتي مبارکۍ ورکولې.

کلارک چې تر پرونه یې ځان د دنیا تر ټولو لوی بد بخت ګاڼه، ناڅاپه احساس کړه چې هغه د دنیا له خوش بختو کسانو څخه دی، دې احساس د هغه باور زیات کړ. هغه د خپل کاروبار د پیل کولو فیصله وکړه.

د کلارک کورنۍ د چمپلو او بوټونو جوړولو کاروبار پیل کړ او نن د هغوی جوړ شوي چمپل او بوټان په ټوله دنیا کې مشهور دي.

ته لږ سوچ وکړه! که په هغه ورځ د کلارک زوی سپي نه وای داړلی، که ډاکټر د دوی پر دروازه ژېړه نښه نه وای لګولې، نو څه به کېدل؟

کلارک او کورنۍ به یې په کښتۍ کې سپرېدل او دوی به هم د هغو نورو بدنصیبو مسافرو سره یوځای په اوبو کې ډوبېدل، مګر الله تعالی څه وکړل؟ الله تعالی پر دوی یو کوچنی مشکل نازل کړ او له لوی مشکل څخه یې وژغورل او د مرګ له منګولو یې خلاص کړل.

موږ ټول هره ورځ له داسې ډیرو کوچنیو مشکلاتو او مصیبتونو سره مخ کېږو، زموږ د موټر ټائر پنچر کیږي، زموږ پر پاکو جامو چای توېیږي، موږ د یو ډیر مهم مجلس لپاره ځان تیارو او ناڅاپه زموږ د یو ماشوم سر، لاس یا پښه خوږ شي.

موږ ته د خپلې خوښې کاروبار په لاس نه راځي، موږ په امتحان له زیات کوشش سره سره ناکامیږو، زموږ پانګه او سرمایه ډوبه شي، زموږ تر ټولو نږدې یار او دوست چل راسره وکړي، زموږ پر سر باد پکه راولویږي، د طیارې ټکټ مو کړی وي مګر فلائټ مو مس شي، یا زموږ موټر ټکر شي، نو موږ تر ډیره خپل ځان بدنصیبه او خپل بخت کوټه ګڼو، موږ له الله تعالی ګيلې کوو، چې دا هر څه صرف له ماسره ولي کېږي، موږ له الله تعالی پوښتنه کوو چې ایا صرف زه ستا امتحان ته پاتي یم؟ موږ میاشتي میاشتي خپل ځان ګرموو، مګر موږ کله هم د دې وړو مشکلاتو په تل کې پټې خوش بختي ته توجه نه کوو، موږ کله هم د دغو مشکلاتو شاته د الله تعالی حکمتونه نه وینو موږ کله هم په دې سوچ او فکر نه دی کړی.

الله تعالی عموما د کوچني اغزي په واسطه لوی اغزی کاږي او د کوچنیو کوچنیو محکمو د فیصلو په واسطه حاکمانو ته د اقتدار حقیقت ورښيي.

نو که له نن څخه وروسته کله هم تاته یو کوچنی مصیبت درپېښ شو، نو خپل زړه ته متوجه شه، د اطمینان ساه وکاږه او الله تعالی ته خطاب پیل کړه: ای زما پالونکیه! ستا ډیر شکر دی زه ستا په مصلحتونو نه پوهېږم، مګر یقین لرم چې زما په باره کې به ستا فیصله هیڅکله هم غلطه نه وي، یقینا ته ما له یو لوی مشکل څخه خلاصوې. شکر خدایه

05/07/2022

د بريا راز!

د سترو انسانانو د بریا راز په څه کې دی؟ډېری خلک داسې تصور کوي، چې په ژوند کې د بریا له پاره، ځانګړو شرایطو ( پیسې، امکان...
05/07/2022

د سترو انسانانو د بریا راز په څه کې دی؟

ډېری خلک داسې تصور کوي، چې په ژوند کې د بریا له پاره، ځانګړو شرایطو ( پیسې، امکانات، ملاتړو او نورو … ) ته اړتیا لري، خو د بریالیو کسانو ژوند ته په کتو دا څرګندېږي، چې له هغوی څخه ډېری کسانو یې نه پیسې درلودې او نه هم خاصې ځانګړتیاوې، هغوی یوازې د بریا په راز او رمزونو باندې ځانونه پوه کړل او په ژوند کې یې ترې کار واخیست. آیا پوهېږئ د سترو انسانانو د بریا راز په څه کې دی؟ که چېرې تاسو هم غواړئ، په ژوند کې یو بریالی کس واوسئ، نو د بریالیو کسانو اووه رازونه ولولئ، کوم چې په دې لیکنه ترې یادونه شوې ده او هڅه وکړئ، چې په تدریج سره، په خپل ژوند کې بدلونونه را منځته کړئ.
لومړی راز: پیسې خپله اصلي موخه نه ګڼي
که فکر کوئ، چې د بریالیو کسانو اصلي موخه د پیسو لاسته راوړل دي، نو تېروتنه کوئ. که چېرې یوازې د پیسو له پاره کار وکړئ، نو هېڅکله به کوم ځای ته ونه رسېږئ، هڅه وکړئ، چې د خپلې ارې موخې تر څنګ، له سخت کار او ډېرې مطالعې څخه، پیسې د یوې اړخیزې موخې په توګه په پام کې ونیسئ. بریالي کسان تل د بازار وضعیت او مخ پر وده کار و بار ته په پام سره نظریې وړاندې کوي او پرې پانګونه کوي.
هغه روغتیا پال ( ډاکټر ) چې د ناروغ د درملنې د تشخیص له پاره هڅې کوي، هغه وکیل، چې هر ډول درواغ وایي، ترڅو په محکمه کې بریالی شي او هغه انجینر، چې په ډېرو هڅو او کوښښونو سره یوه نقشه جوړوي، ترڅو یوه بې سارې ودانۍ جوړه کړي، ټول د یوې موخې له پاره فکر کوي. د بریا په تګلوري کې د دې ګټورو بوختیاوو، یو شاعر، موسیقي پوه یا د هغه هنرمند ترمنځ چې د نقاشۍ یوه تابلو را منځته کوي هېڅ توپیر شتون نه لري. بریالي کسان د امکان تر بریده، خپل ژوند د شتمني راټولو ته نه ځانګړی کوي.
دویم راز: له تبعید کېدلو څخه نه وېرېږي
د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې، تل دوه تګلوري شتون لري، یو له دې دوو تګلورو څخه خطره منل دي او که چېرې هغه وټاکئ، نو له نورو څخه به توپیر ولرئ. فرض کړئ، په یوې خاصه برخه کې، په یوې نوې تګلارې باندې، چې د نورو له نظره زیات خطر لري پانګونه وکړئ، پرته له شکه د هغې برخې د ډېری فعالینو له خوا به دا یو احمقانه کار وي، خو که چېرې په خپل تصمیم باندې بشپړ باور لرئ، نو ترسره یې کړئ او له تبعید کېدلو څخه مه ډارېږئ، البته دا تګلاره خپلې ځانګړې ښېګڼې او نیمګړتیاوې لري، له دې سره سره، مهمه داده، له خپل اقدام او هغه کار څخه، چې تمرکز مو پرې کړی دی، خوښ او راضي یاستئ.
درېیم راز: له تېر څخه سخت کار ترسره کوي
هغه شمېر کسان، چې چمتو دي، په حقیقت باندې د خپلو خوبونو د بدلولو له پاره لګښت ورکړي او سرښندنه وکړي، د ګوتو په شمېر دي. که چېرې څوک له پیله تاسو ته ووایي، چې خپلې موخې ته رسېدو له پاره، څومره وخت او څومره مطالعې ته اړتیا لرئ، نو احتمالاً هېڅکله به هغه کار ترسره نه کړئ، خو یو بریالی کس، د خپلې خوښې کار د ترسره کولو له پاره ډېر ساعتونه مصرفوي، دا نه یوازې بریا، بلکې په حقیقت کې د خپل ژوند په تګلاره کې یو ښکلی بدلون په پام کې نیسي. په یاد ولرئ، چې د بریا په لاره کې باید هرڅه حتا هغه تېروتنې، چې د تګلوري په اوږدو کې یې کوئ، ومنئ او پوه شئ، کله چې د لارې په خنډونو باندې غالب کېږئ، نو ستاسو له پاره بریا لا پسې خوږېږي.
څلورم راز: ماتې ته د پرمختګ د لامل په سترګه ګوري
بریالي کسان نه یوازې د لارې په اوږدو کې له هغو ماتو او تېروتنو څخه نه ډارېږي، کومې چې ډډه نه شي ترې کېدای، بلکې په خوا یې ور خوځېږي، په داسې حال کې، چې ډېری کسان له ماتې او له هغې څخه را ولاړ شوي، شرم او دغه راز د بریا په لاره کې د ډېر لګښت له ورکړې څخه وېرېږي او هڅه کوي، چې مخه یې ونیسي، بریالي کسان پوهېږي، چې تېروتنې له موږ سره مرسته کوي، ترڅو وپوهېږي، چې کوم کار نباید ترسره کړي او بریا ته د رسېدو په لاره کې کومو تجاربو ته اړتیا لري. هغه کسان، چې هېڅکله تېروتنه نه کوي، نو د ماتې له پاره چمتو والی نه لري او له دې امله، که چېرې کومه ورځ ورسره مخامخ شي، نو ډېر زیان به وویني؛ ځکه له ماتې سره د مخامخ کېدو تجربه نه لري، تر ډېره هېڅکله به ښه نه شي. کوچنۍ ماتې، چې په لنډو واټنونو کې را منځته کېږي، د دې سبب ګرځي، ترڅو ځان ښه وپېژنو او په پایله کې یو محافظه کار او هوښیار شخص شو.
پنځم راز: زغم لري، ځکه بریا په لاره ده
په نننۍ نړۍ کې ټول غواړي، چې په یو مخیزه توګه بریالي شي، بسنه کوي، چې د مجازي فضا ګانو او ټولنیزو رسنیو ورځ تر بلې ډېرښت ته وګورئ. بریالي کسان په یو مخیزه توګه بریا ته نه دي رسېدلي، بلکې کلونه کلونه تېر شوي، چې هغې ته رسېدلي دي. د حیرانتیا وړ خبره نه ده، چې ډېری ماشومان، چې په شتمنو کورنیو کې نړۍ ته راغلي دي، فلمي ستوري او یا د شرط وهنې د لوبې ګټونکي دي، په پایله کې په اروایي فشار، په مخدره توکو او الکولو اخته کېږي. ځکه هغوی پوهېږي، چې له وخت څخه یې سمه ګټه نه ده پورته کړې او هڅه یې نه ده کړې، ترڅو د هغه څه وړ شي، چې ښه بخت یې ورکوي او له دې امله هغوی ته ارزښت هم نه لري. دغه کسان په نفس باندې له ډېر ټیټ اعتماد څخه برخمن دي. تر ټولو خوشاله هغه کسان دي، چې د وخت په اوږدو کې په خپلې هڅې سره خپلې موخې ته رسېږي او په دې لاره کې ډېر څه زده کوي، لوړې او ژورې تجربه کوي، چې د ځواکمن کېدو سبب یې ګرځي.
شپږم راز: کله چې پرمخ یې لاره تړل کېږي، نو خپل تګلوري ته بدلون ورکوي
ډېری کسان په خپل تګلوري باندې ثابت پاتې کېږي او پرځای د دې، چې خپله نظریه د لارې له بدلونونو سره همغږې کړي، هڅه کوي، چې له هر ډول بدلونونو څخه ډډه وکړي او په یوه ثابت تګلوري باندې پرمخ لاړ شي، تر ټولو شتمن، خوشاله او ستر کسان هغه خلک دي، چې نړۍ په هغه ډول مني، په کوم ډول چې ده. هغوی هغو بدلونونو ته هرکلی وایي، کوم چې د لارې په اوږدو کې ورسره مخامخ کېږي او له هرې موکې څخه ګټه اخلي، ترڅو خپلو خوبونو ته د رسېدو چانس لا پسې زیات کړي. البته سمه نه ده، چې تل تګلوری بدل کړئ، هر څه ته په بشپړه توګه بدلون ورکړئ، خو په یاد ولرئ، چې انعطاف منونکی اوسېدل، د بریا کیلي ده.
اووم راز: خپل پیاوړي ټکي وپېژنئ او خپل کمزوري ټکي اصلاح کړئ
هر څوک پیاوړي او کمزوري ټکي لري او دا هېڅ د شخص د استعداد په کچې او یا دا چې څومره یې سخت کار او مطالعه کړې، تړاو نه لري. په یاد ولرئ، چې هېڅوک بشپړ نه دی. پوه او هوښیار کسان کولای شي، چې په چټکه توګه خپل کمزوري ټکي وپېژني او د هغو د لرې کولو له پاره هڅې وکړي، یا دا چې خپل کمزوري ټکي په پیاوړو ټکو بدل کړي، نو له دې امله نباید، له دې څخه وشرمېږئ، چې په ځینو مهارتونو کې کمزوري یاستئ. کمزوري ټکي په بشپړه توګه د دې سبب ګرځي، ترڅو له خپلو پیاوړو ټکو څخه ډېره او سمه ګټه واخلئ.

12/06/2022
19/04/2022

Address

Shar Naw Kabul
Kabul

Telephone

+93744944144

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hayat Invest Trading Company حيات انویسټ سوداګريز شرکت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Hayat Invest Trading Company حيات انویسټ سوداګريز شرکت:

Share