New Baitul ILM Book store نوی بیت العلم خپرندویه ټولنه

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • New Baitul ILM Book store نوی بیت العلم خپرندویه ټولنه

New  Baitul ILM Book store نوی بیت العلم خپرندویه ټولنه که بریا غواړې د کتاب ملګرتیا وکړه !

 ټولو د زده کړې تږیو ځوانانو او په ځانګړې ډول د شرعیاتو پوهنځي هغو محصلانو ته چې پر عربي ژبه سم او بشپړ ډول د مطالعې توا...
11/11/2024



ټولو د زده کړې تږیو ځوانانو او په ځانګړې ډول د شرعیاتو پوهنځي هغو محصلانو ته چې پر عربي ژبه سم او بشپړ ډول د مطالعې توان نه لري دا زیری ورکول کیږي چې بنده د لوړو زده کړو وزارت لخوا په نوي نصاب کې داخل کړل شوی ( القواعدالفقهیة) نومی کتاب په روانه او آسانه پښتو ژبه وژباړلو او چاپ ته وسپارل شو چې ډېر ژر به ستاسو د ګټې ور وګرځي.

یادونه:
۱- اصل کتاب چې په عربي دی پېچلی، مسائل یې پرله پسې دي، خو په ژباړه کې یې د اصل موخې په را اخېستو او د شونتیا تر بریده د پښتو روان والي او آسانولو هڅه او کوښښ شوی دی.

۲- په اصل کتاب کې په بېلګو، تفریعاتو، اړوند مسائلو او استثناءاتو کې ځینې فقهي اصطلاحات راغلي چې د ژباړن لخوا د فقهې له باوري سرچینو څخه د هغو اصطلاحاتو تعریف او وضاحت او ځینې اړین شرطونه د یادونې تر سرلیک لاندې ور زیات کړل شوي دي.

۳- د هرې قاعدې له ژباړې، شرحې، تفریعاتو او اړوند مسئلو وروسته د وهغې استثناءات ټول تر بېل بېل سرلیک لاندې ژباړل شوي چې په اصل کتاب کې دا ټول مسلسل او پرله پسې راغلي چې کله ناکله لوستونکی له ستونزې سره مخ کېدای شي.
‏‎
‏‎کابل ولایت : اکسوس کتاب پلورنځۍ، سروش کتاب پلورنځۍ او نور کتاب پلورنځۍ
‏‎ننګرهار ولایت: مومند کتاب پلورنځۍ، ګهیځ کتاب پلورنځۍ او دوست کتاب پلورنځۍ
‏‎کندهار ولایت: مطالعه کتاب پلورنځۍ، کروړ کتاب پلورنځۍ، مکتبه غفاریه او مکتبه رشیدیه
‏‎هلمند ولایت: تاج منور کتاب پلورنځۍ
زابل ولایت: خیرخواه کتاب پلورنځۍ

د ښاغلی رحمت شاه(فراز) صاحب ښکلی کتاب دځواک وزرې چې دماشوم روزنې سل نکتې یادونه پکې شوې په دې کتاب کې تقریبا ټولې نکتې ا...
29/10/2024

د ښاغلی رحمت شاه(فراز) صاحب ښکلی کتاب دځواک وزرې چې دماشوم روزنې سل نکتې یادونه پکې شوې په دې کتاب کې تقریبا ټولې نکتې او لارښوونې والدینو ته متوجې دې چې د ماشومانو د روزنې ډیرې مهمې لارښونې مطالعه کولای شې خپلو ماشومانو ته د مجلس اداب ورزده کړې فعاله مور او پلار د کتاب لوستل، نظافت، ماشوم او کتابتون، ماشوم او رښتیا ویل، ماشوم او پلان جوړول…

‎ چي نوموړی کتاب په کابل او ولایتونو کي له لویو او مشهورو کتاب پلورنځیو کې ترلاسه کولای شی.


‎کابل ولایت : اکسوس کتاب پلورنځۍ، سروش کتاب پلورنځۍ او نور کتاب پلورنځۍ
‎ننګرهار ولایت: مومند کتاب پلورنځۍ، ګهیځ کتاب پلورنځۍ او دوست کتاب پلورنځۍ
‎کندهار ولایت: مطالعه کتاب پلورنځۍ، کروړ کتاب پلورنځۍ، مکتبه غفاریه او مکتبه رشیدیه
‎هلمند ولایت: تاج منور کتاب پلورنځۍ
زابل ولایت: خیرخواه کتاب پلورنځۍ

دخواږه اودرانه ورور ښاغلی حبیب الله (فوزی) صاحب ښکلی  کتاب( مسنون لمونځ ) چې دحنفي مذهب په اساس ترتیب شوی،په دې کتاب کې ...
20/10/2024

دخواږه اودرانه ورور ښاغلی حبیب الله (فوزی) صاحب ښکلی کتاب( مسنون لمونځ ) چې دحنفي مذهب په اساس ترتیب شوی،په دې کتاب کې کوښښ شوی چی څو مقاصد ترلاسه شی: دلمانځه اهمیت اوغوره والی په ګوته او له لمانځه سره مينه پیداشي ،لوستونکي دلمانځه له ضروري مسئلوڅخه خبرشي، په لمانځه کې چې څه ویل کيږي دهغوی په معنا پوه شي حکمتونه، ګټې، فضائل ، طهارت، دلمانځه احکام، ډولونه، د اداء کولوطریقه ، اړوند ې مهمې او اړينې مسئلې ، خطبې، اذکار۰۰۰ د دلائلو د سرچينو له ذکر سره ،او په پایله کې يي پنځه وخته لمونځ په جماعت ، آدابو اوپابندۍ سره آداشي۰

کتاب :مَسنُون لمونځ
لیکوال : حبیب الله فوزې

په کابل او ولایتونو کې له لویو او مشهورو کتابپلورنځیو څخه ترلاسه کولئ شئ.

د حضرت محمد (ص) نیکمرغه میلاد دې ټولو مسلمانانو ته مبارک وي.د اسلام د عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې ورځ له ظلم...
14/09/2024

د حضرت محمد (ص) نیکمرغه میلاد دې ټولو مسلمانانو ته مبارک وي.
د اسلام د عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې ورځ له ظلم او وحشت څخه د بشریت د خلاصون د پیل ورځ ده.

عبدالرحمن بابا پدې هکله داسې وایی:

که صورت د محمد نه وای پیدا
پیدا کړې به خدای نه وای دا دنیا
کل جهان د محمد په نوم پیدا شو
محمد دی د تمام جهان پېشوا

د پينځه سوه اویایم میلادي کال د عام الفیل د ربیع الاول په اولسمه نیټه، یوماشوم دې نړۍ ته سترګې و غړولې .څلویښت کاله وروسته د الله (ج) دلوری دظلم او وحشت څخه د انسانی ټولنی د خلاصون په خاطر پر هغه انسان د پیغمبر په حیث وحې راغلې .حضرت محمد (ص) د الله (ج) په امرانسانان د واحد خدای پیروۍ اود ژغورنې او نیکمرغۍ لور ته رهبري کړل.حضرت محمد مصطفی له ناپوهۍ ، ظلم او بې عدالتۍ څخه د انساني ټولنې د خلاصون په خاطر د الله (ج) کلام قران عظیم الشان وړاندی کړی چې د دغه نوراني کلام په رڼا کې انسانانو ته تر ټولو لوړ او بشپړ دین یعنی داسلام مقدس دین وړاندې شو.کومو بختورو انسانانو چې دالله (ج) پر وحدانیت او دحضرت محمد(ص) پر پیغمبرۍ ایمان راوړی او داسلام په مقدس دین مشرف شول هغوی د مسلمان په ویاړمن نوم مفتخر شول.د حضرت محمد (ص) او دده دملګرود بی مثاله قربانیو په برکت نن داسلام دمقدس دین لمر د ځمکې دکُری پر هر ګوټ ځلیږی اودبشریت د دنیا او اخرت د نجات یوازنۍ لاره همدا داسلام د مقدس دین پیروی بلل کیږی. هر هغه څوک او هره هغه ډله چی داسلام د مقدس دین نقاب پر مخ اچوي او ددې مقدس نقاب څخه ناوړه استفاده کوی او خپل داسلام ضد کرغیړن اعمال د اسلام دمقدس دین تر مبارک نقاب لاندی پټوی هغوی به حتماً الله(ج) وشرموی هغوی به په ټولنه او نړۍ کی رسوا کړي ځکه چی الله (ج) د خپل دین ساتونکی دی.

الهي! موږ ته ستا په قرآن کریم دسمې پوهې اوعمل اوستا دګران پیغمبر محمد(صلی الله علیه وسلم) په سنت او د صحابه وو په مَنْهَجْ اوتګلارې دتلو توفیق اوسعادت راپه برخه کړې !
"آمین"

ددې اونۍ نوی چاپ شوی اثر :   کتاب: زرین څاڅکې   لیکوال: واصف علي واصف  ژباړه: رحمت شاه فراز په کابل او ولایتونو کې له لو...
10/06/2024

ددې اونۍ نوی چاپ شوی اثر :

کتاب: زرین څاڅکې
لیکوال: واصف علي واصف
ژباړه: رحمت شاه فراز

په کابل او ولایتونو کې له لویو او مشهورو کتابپلورنځیو څخه ترلاسه کولئ شئ.

تر چاپ لاندې …کتاب: زرین څاڅکې    لیکوال: واصف الله واصف   ژباړن: رحمت شاه فراز  مخونه: ۸۰ پوښ: ساده
03/06/2024

تر چاپ لاندې …
کتاب: زرین څاڅکې
لیکوال: واصف الله واصف
ژباړن: رحمت شاه فراز
مخونه: ۸۰
پوښ: ساده

17/03/2024

کتاب: قرآني دعاوې
ژباړن : سلطان محمود صلاح
‏‎بيه: ۱۰۰؋
‏‎رسونه: په كابل كې تر كور او كار ځايه ۳٠افغانۍ
‏‎پته:
‏‎_ دهبوريو پارك جنوبي دروازې ته مخامخ
93202504652+
93798989696+
#اسلام

دقدرمن ښاغلي حبیب الله (فوزي) صاحب نوی ژباړل شوی کتاب (مختصر حـزب الاعظم) چی قرآني اونبوي دعاګانې دي الحمد لله چاپ شوی ی...
06/11/2023

دقدرمن ښاغلي حبیب الله (فوزي) صاحب نوی ژباړل شوی کتاب (مختصر حـزب الاعظم) چی قرآني اونبوي دعاګانې دي الحمد لله چاپ شوی یاد کتاب دشیخ الحدیث حضرت مولانا محمد زکریا کاندهلوي(نورالله مرقده) دهدایت اولارښونې موافق محمداقبال صاحب ترتیب کړی دی په دې کتاب کې له اصلي (حزب الاعظم )څخه یوازې جامعې،مسنونې اومختصرې دعاګانې غوره کړای شوې دي اودهرې دعاترڅنګ دهغې وارد شوی فضیلت هم لیکل شوی په دې ټولګه کې دویلو طریقه اوټول اړوند فوائدزیات شوې دي اوپه پای کې دمختصر تسبیح لمانځه طریقه بیان شوې ده دغه کتاب دبوختو خلکولپاره لوی نعمت دی یاد کتاب د کابل او ولایتونو کې له لویو او مشهورو کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کولای شی.

کتاب: مختصرالحزب الاعظم
لیکوال: محمد اقبال مدینه منوره
ژباړن: حبیب الله فوزی

ددې اونۍ نوی چاپ شوی اثر :   کتاب: مختصرالحزب الاعظم    لیکوال: محمد اقبال مدینه منوره ژباړن: حبیب الله فوزيپه کابل او و...
10/10/2023

ددې اونۍ نوی چاپ شوی اثر :

کتاب: مختصرالحزب الاعظم
لیکوال: محمد اقبال مدینه منوره
ژباړن: حبیب الله فوزي

په کابل او ولایتونو کې له لویو او مشهورو کتابپلورنځیو څخه ترلاسه کولئ شئ.

د پیغمبر (ص) پیدایښت؛ د یو امت پیدایښت وو هغه امت چې دده صلې الله علیه وسلم رسالت یې په اوږو واخیست او د اسلام دین یې د ...
27/09/2023

د پیغمبر (ص) پیدایښت؛ د یو امت پیدایښت وو هغه امت چې دده صلې الله علیه وسلم رسالت یې په اوږو واخیست او د اسلام دین یې د خپل ځان او مال په بیه اظهار کړ .

د میلاد نبي (ص) ورځ مو نیکمرغه.

Address

Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93748525091

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when New Baitul ILM Book store نوی بیت العلم خپرندویه ټولنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to New Baitul ILM Book store نوی بیت العلم خپرندویه ټولنه:

Share