لیونتوت,lewantoob

لیونتوت,lewantoob afghan

سترګي مي هسی نه دي سري کافري ده له مودو دې شوګيري کافریڅه مونږ دزړه په ناروغي احته یوڅه اداګاني دهغي کافري ای ته چي ځي ن...
06/08/2020

سترګي مي هسی نه دي سري کافري ده له مودو دې شوګيري کافریڅه مونږ دزړه په ناروغي احته یوڅه اداګاني دهغي کافري ای ته چي ځي نو څه خو پريږده کنه ده تصویرونه ولي وړی کافریبلها موده اوشوه چي هغسی یمخوب راله نه راځي دشپی کافریته زما مينه سپکه مه بوله نوزه به هم پريږ دمه نشي کافریمصرور به نه وی سخت ارمان به وکړیڅوک به دی وړی دومره نخري کافری

ناول: پاتې شه باران دی دریمه: برخه:(3)لیکوال: مصطفی سالکوړاندې کوونکی:(مسرور)ـــــــــــــــــــــــــــــــــــما د افغ...
02/08/2020

ناول: پاتې شه باران دی
دریمه: برخه:(3)
لیکوال: مصطفی سالک
وړاندې کوونکی:(مسرور)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ما د افغانستان ډېرې غرنۍ سيمې ليدلې دي خو د بدخشان د فطري ښکلا په اړه مې يوازې کيسې اورېدلي او يو څو انځورونه مې ليدلي، نور نو داسې وګڼه چې ”شهزاده په ناليدلي مخ مين دی“.
څانګې زه د بدخشان غرونه ډېر وخت په خوبونو کې وينم خوله بده مرغه چې خپل منځي اختلافاتو زما لپاره هلته ورتلل د ښاپيريو له کوه قافه هم ستونزمن کړي دي، بويه چې دا هيله به مې کله پوره کېږي.
خبره تر همدې ځايه رارسېدلې وه، چې د دري استاد راننوت څانګې په موسکا راته و ويل: (يار زنده صحبت باقي) اوس به د حافظ ژبې ته غوږ شو.
پس له دې ورځې به اکثره وخت ما د کتاب پر ځای د رباب په تارونو او د نغمو په مريو د څانګې يادونه لمانځل.
ډېر ځل مې د زمرک دوی په حجره کې له ماښامه تر سهاره د رباب سره شوګېرې کړې دي خو ښوونځي ته به هم په خوښۍ سره تلم ځکه چې څانګه به راسره غږېده او له يوې ورځې نه بلې ته نوره هم په زړه راننوته.
په هر بنډار کې مې په زړه ورېده هر چا سره مې ناسته تر جسمه تړلې وه پر روح مې د څانګې د ښايست سيوری خپور ؤ.
رباب مې د زړه لويه تکيه وه، نغمو به مې ټول وجود سپک کړ، عجب کيفيت ؤ. داسې به برېښېده لکه چې د نغمې سېلۍ مې د مادي وجود ټول ګرد او غبار وړی وي. ټول روح يم ټول سرور، سرور يم، لکه د آسمان د برجونو نوراني کوتره په غېرې مريي وزرونو الوزم او د ابدي سمندر پر سر د ښايست د ورکې جزيرې پر لور پرواز کوم.
کله، کله به مې احساس کاوه چي پېښور کې نه يم د يوه شنه او څپاند سمندر غاړه ده، باغي موجونه راځي د څانګې پښو ته تندی رسوي او بېرته ګرځي زه يې د سترګو خاموش طوفان ته له ربابه ژبه په پور اخلم او د سمندر د لافاني سندرې برخه يې ګرځوم هغه چې کاينات يې له ازله تر ابده اوري خو مړېږي پرې نه.
د رباب نغمو به زما په وجود کې نه ايره کېدونکی انګار شينده او په غرونو غرونو اتش فشان به اوړېده، بېخي هغسې لکه وحشي سيلۍ چې پر يوه بوټي لګېدلی اور پر ټول ځنګل خپور کړي هغه چې لامده نښتر او وچې څېړۍ يو شان خپلې غېږې ته راکاږي، لمبه يې آسمان ته خوله ورکوي او له جلاله ډکه سندره وايي.
يوه ورځ چې ښوونځي ته لاړم او د څانګې سترګې مې لکه د بزکشۍ آسونه په مستۍ کې وليدې، نو پوه شوم چې د صبر واګې مې له واکه په وتو دي. ټوله ورځ نشه، نشه وم روايتي لاره مې غوره وبلله او نيت مې وکړ چې ليک ورته وليکم خو ويره هم راسره وه، ما ويل هسې نه چې وړاندې تر لوستو مې ليک ونه څيري، خفه نه شي.
که خفه شوه په هر قيمت به يې پخلا کړم خو که ليک مې د ”ايمرجنسي“ تر سر ليک لاندې راغی ښه به ونه شي، بلکې وبه شرمېږم د ”ايمرجنسي“ اصطلاح زموږ په ټولګي کې ځانګړې مانا لرله او هر څوک پرې پوهېده. دې وېرونکو اټکلونو هم له خپله هوډه وانه ړولم قلم کاغذ مې راواخيستل او د خط په ليکلو مې داسې پيل وکړ.

زما د وجود پر کايناتو د نغمو خورې ورې څانګې!
د ښايست سر او تال دې مات مه شه

سپين سترګی مې ګڼې او که مطلبي، بې وقوف درته ښکارم او که لېونی ستا خوښه ده، خو زه مجبور يم بلکې بيخي مجبور يم، ستا دې په خپلو نوراني سترګو قسم وي، ستا دې په خپلو ورېښمينو سندرو قسم وي زما الفاظ يو ځل ولوله، ايله يو ځل، وايي چې روحونه لکه د وجود سر او تال جوړه پېدا کيږي.
يو د بل مينه او تکميل وي، خو فلک غمازي کوي. يو يې په يوه زمانه کې دنيا ته راشي او بل په بله کې، ليده کاته يې ونه شي، زندګي يې زندان شي او يوه ورځ يې د ژوند سقراط د اجل شراب وسکي، بيا نو تر محشره په لحد کې د زړه داغ د انتظار څراغ وګرځوي بيا به څه کيږي (والله علم).
کله، کله په يوه زمانه کې راشي، خو يو يې د مشرق شي او بل د مغرب، دا ټپه يې انځور ددی:

چې د ديدن نصيب يې نه وي
په يو کوڅه کې سره وړاندې وروسته شينه

خو کله بيا زما نه زرينه پېرزوينه وکړي او دواړه روحونه د يو چم ګاونډ وګړي کړي. ادم او درخو له همدوی نه و.
ته زما له وجوده جدا شوې څانګه يې، خدای ته وګوره نيمګړی مې مه پرېږده، تکميل راوبخښه، تر ځوابه مې د انتظار چاړه پر زړه خښه وګڼه.
غزن-

سبا چي ښوونځي ته لاړم، ليک لا زما په جيب کې و، خو پوهېدم چي ساعت په ساعت خپل حواس بيلم کېدی شي حالت مې هغه مجرم ته ورته و چې د پوليسو مرکز ته يې بم وړی وي تفريح ښه موقعه په لاس راغله، اخوا دېخوا مې وکتل دوه درې کسه په ټولګي کې پاتې وو خو خپل نوټونه يې رسول، څانګه او نور زده کوونکي د باندي وتي وو.
ليک خو مې د څانګې د الجبر په کتابچه کې کېښود، خو ماته ځمکې ځای نه راکاوه، ايسارېدل راته لويه نفسياتي ستونزه ښکارېده په لنډو ټکو مې د رخصتۍ يوه رقعه وليکله سره د دې چې ټول ښوونکي په اداره کې راغونډ و او دا پوښتنه يې ذهن ته راتله چې زه ولې رخصت اخلم؟ خو رقعه مې له مدير صاحب نه را امضاء کړه، هېچا ته مې ورنه کړه.
د حاضرۍ په کتاب کې مې کېښوده او د ليسې دروازې ته مې مخه کړه بيا نو هغه د دروېش دراني خبره:

زه په داسې تلوار و وتم جانانه
لکه خلاص چې څوک بندي شي له زندانه

د اطمنان ساه مې واخيسته او د کور په لور روان شوم په کور کې هم مضطرب وم، ځان ته مې مشغولا کته له ځان سره مې فکر وکړ فلسفه جړه تنسته او لاينحله معما ده کېدی شي چې د څو شېبو لپاره مې په خپله دنيا کې ورک کړي، خو خوند يې رانه کړ، توري ګونګ شوي و،
بې مانا تورې کرښې د کاغذ پر سينه غزېدلې وې هېڅ يې نه ويل تلويزون مې روښانه کړ هغه هم د موهومو عکسونو او ګډو وډو آوازونو امتزاج و، رانه هير دي چي تلويزون مې بند کړ او که روښانه پاتې شو. له کوره و وتلم او د زمرک دوی حجرې ته لاړم، رباب مې له مېخه راکوز کړ، خو ګوتې مې رېږدېدې هيڅ يوې نغمې سر نه نيو، بيرته کور ته راغلم، له پرېشانۍ ډکه شپه راخوره شوه کله وېښ کله وده، خو سحر شو لمونځ مې وکړ، نيمه پياله چای مې وڅښه، له ځانه سره مې کرل رېبل چې لاړ شم او کنه، څه به راته وايي؟ ليک خو يې حتماً لوستی دی، ځکه چې نن بيا الجبر لرو او پرون معلم کورنی کار هم راکړی و، چې لوستی يې وي څه به يې ويلې وي هسې نه ترپايه يې لوستی نه وي، ټوټه، ټوټه يې نه وي کړی. وه خدايه ”ايمرجنسي“ نه شي، زړه نا زړه وم، خو توکل مې وکړ ښوونځي ته لاړم او ټولګي ته ننوتم سلام مې واچوه خو د شيندلو حواسو له کبله پوه نه شوم چې چا راته وعليکم السلام و ويل، څانګه راغلې وه، چې ور ومې کتل په څېره کې يې حيا او حېرت خاموشه ښکلا پنځولې وه. نوراني سترګې يې ښکته وې، د اوربل وېښتان يې بار، بار له تندي راښوېدل او هغې په ارام سره په خپل لاس پورته کول.
پوه شوم چې ليک يې لوستی، خو د ځواب اندازه يې راته نه لګېده، مالا په تصور کې د اټکلولو غوټې پرانستې چې پېکۍ د تختې له مخه چغې کړې. (ايمرجنسي، ايمرجنسي، ايمرجنسي) دي سره په ټولګي کې داسې خاموشي خپره شوه چې د استاد په ټينګار هم نه راتله، دا لومړۍ ورځ نه وه د ”ايمرجنسي“ غږ به تل له ځانه سره داسې خاموشي راوسته.
پيکۍ و ويل: حسب معمول بيا ”ايمرجنسسي“ کېس دی يو چاته محبت نامه ليکل شوې ده چې ستاسو پاملرنه ورته را اړول غواړم.
زړه مې درز وکړ له ځانه سره مې و ويل: هماغه څه وشو چې ترې مې ډار درلود تر دولسمه راورسېدم په ايمرجنسي کېس کې نه وم راغلی خو نن ګير شوم او پوخ ګير شوم.
ليک د پېکۍ په لاس ؤ، خو د شاګردانو د تلوسې لپاره يې خبره اوږدوله او نه يې لوسته پوښتنې يې کولې، چې دا ليک به چا ليکلی وي او چاته؟ که څوک سم ځواب و وايي: يو خود کار قلم انعام لري، چا شوخي جينۍ آواز ورکړ، زرينې به څانګې ته ليکلی وي. څانګه لکه د تصوير څانګه غلې وه، خو زرينې له وروستني کتاره و ويل:

هغه تېر شول چې مې مينه په غلا، غلا کړه
اوس په درست جهان رسوا ده په غلا نه ده

زموږ خبره خو ايمرجنسي نه ده هر څوک پوهېږي چې څانګه زما ملګرې ده، زمرګ ورته و ويل په ارام کېنه دا لندن نه دی چي له جينۍ سره دې د جينۍ مينه جواز پيدا کړي.
- محترمه ستا له قانوني معلوماتو يوه اروپا مننه، زموږ مينه داسې پرنګۍ هم نه ده چې ته يې انګيرې.
د مشرق تقدس خو هم موږ نجونو ساتلی، ګنې ستاسو زړونه خو به د اروپا په عياشۍ هم ساړه نه شي.
زمرک په دې ځواب پرېشان غوندې شو له زرينې يې بخښنه وغوښته او ورته يې و ويل چې: زما مقصد يوازي او يوازي ټوکه وه، که زه پوهېدی چې ته به پرې خفه کېږې يوه کليمه به مې هم نه وه ويلې، دې خبرو نور هم پرېشانه کړم ځکه چې زرينه د څانګې ملګرې وه، بله دا چې د هلکانو کردار ته ګوته نيول شوې وه په ټولګي کې لا اټکلونه روان و چې پېکۍ و ويل (Be Quite) غلي شئ، هوايي ډزې مه کوئ، د بې ګناه خلکو پر سرونو پرېوزي، دا محبت نامه د يوولسم ټولګي يو ماډرن مجنون ماته ليکلې ده، نو ځکه يې لوستل هم مناسب نه ګڼم.
دې خبرې سره مې زړه ښه شو، خو بيا هم پوره آرام نه و، شاګردانو پېکۍ ته چغې کړې نه، نه، نه منو اوس به يې خامخا لولې.
پېکۍ هم شرمېده او هم خندېده.
ويل يې مجنون صاحب په يو پاکټ کې د مادهوري او شاه رخ خان پوسټ کارډ او يو ليک لري د هلک په نوم به حاضر ساعت کاڼی کېږدو خو ليک يې واورئ:
”مای ډارلنګ پېکۍ (I love you) ته زما ډېره خوښه يې، ځکه چې ستا سترګې د کاجل او شونډې د مادهوري دي، که انکار دې وکړ نو د خيبر هسپتال مخې ته چې کوم د اوسپنې هوايي پل دی له هغې نه به هغه مهال سړک ته راټوپ کړم چي د ښوونځي د نجونو موټر تېرېږي
پرېږده چې چخپيت مې کړي او که له رخصتۍ نه وروسته د ښوونځي مخې ته د شيرو کاکا له دوکانه د فانتا بوتل واخلې او ويې سکې په ليدو به دې زه وګڼم چې ته له ما سره محبت کوې“.
زرينې له شوخۍ نه په ډکه لهجه ورغږ کړ د فانتا پيسې يې رالېږلي که نه؟ پېکۍ وخندل او د ټوکې په انداز يې و ويل که پېسې يې رالېږلې وای ولې به يې کيس ايمرجنسي کېده.
خبرې تر همدې ځايه رارسېدلې وې چي ښوونکی راننوت، پېکۍ ترې بخښنه وغوښته او خپلې چوکۍ ته لاړه، ښوونکي هېڅ هم ونه ويل ځکه چې ټول ښوونکي زموږ له شوخۍ نه خبر و، ډېر ځل داسې شوي چې ښوونکی به راغی موږ به چوکۍ يوې ډ ډې ته کړې وې او په ټولګي کې به مو اټن کاوه.
ساعت ختم شو ښوونکی و وت او پېکۍ يو ځل بيا د تختې مخې ته ودرېده، ليک او پوسټ کارډ يې په لاس کې وو. موږ هيله درلوده چې په ليک کې به څه خبري پاتې وي، اوس به هغه ولولي، خو پېکۍ و ويل چې: بل څه په کې نشته ټيپر ته ورته يو زړه يې رسم کړی، دومره ډېر غشي په کې خښ دي لکه پوځيانو چې پرې ”چاند ماري“ کړې وي.
پېکۍ دا و ويل: ليک او پوسټ کارډ يې ټوټه، ټوټه کړل او له هماغه خپله پاکټه يې ورته تابوت جوړ کړ.
زموږ د ټولګي نجونو ته کله، کله همداسې محبت نامې راتلې خو ټولو ژمنه کړې وه چي د ايمرجنسي په اعلان به يې د ټولو په مخ کې لولي، بيا به يې ټوټه، ټوته عاشق ته ورلېږي، خو د خدای فضل دی هېڅ عاشق به په ليک کې په ورکړي اخطار وفا نه کوله، نجونو به په خپل دې کار وياړ کاوه، خو په هلکانو دا خبره ښه نه لګېده کله، کله به يې په ټوکه، ټوکه کې ويل چې نجونې دغه محبت نامې د کورنيو له غړو پټې په تشنابونو کې لولي، که خوند يې ورکړ، خو هماغسې په مينه ځواب ورکوي او که ليک يا شخصيت بې خونده وي، نو بيا يې په ټولګي کې ايمرجنسي کړي او کله، کله به يې د نجونو نه د هلکانو انتقام په بل ډول اخيسته، په خپله به يې ځانونو ته د نجوو له خوا ليکونه ليکل د ايمرجنسي تر عنوان لاندې به يې لوستل او بيا به يې د نجونو په څېر ټوټه، ټوټه کول خو ډېرې نجونې د دوی پر دې چل خبرې وې.
ساعت پسې ساعت تېرېده خو څانګه خاموشه وه د رخصتۍ زنګ و وهل شو، څانګې ته مې کتل چې ماته، ماته له ټولګي و وته، زه هم کور ته لاړم.
سره د دې چې د څانګې په يو دوه خبر نه شوم خو بيا هم له تېرې ورځې نه مې پرېشاني کمه وه ځکه چې د ”ايمرجنسي“ له شرمه بچ شوی وم.
بل سحر چې ټولګي ته لاړم څانګه راغلې وه، زما د سلام سره يې ايله يو نظر راوکتل، د يو مرموز سرور احساس يې راکړ، په سپينه منګل يې راپريونې زلفې پورته واړولې او ځان يې د کتاب په لوستلو مشغول کړ، د ورځې په تقسيم اوقات کې جغرافيه هم ليکلې وه خو څانګې په غلطۍ هم نه راکتل لومړي ساعتونه پای ته ورسېدل تفريح شوه. څانګه وروستي کتار ته لاړه زرينې سره کېناسته نورې نجونې او هلکان بهر و وتل ما په ځان کې د وتلو تاب نه درلود، ناست پاتې شوم او ځان مې د فزيک د سوالونو په حلولو بوخت کړ، قلم مې په سپين کاغذ ګرځېده خو غوږ مې وروستي کتار ته و، زرينې څانګې ته و ويل چې نن سبا مړاوې، مړاوې ښکارې کوم نوی باد خو به نه وي را الوتی، څانګې ورته په غلې او سنجيده لهجه و ويل په اسانه ژبه راته و وايه څه ويل غواړې.
زرينه ورته په خندا شوه په اوږه يې ورته لاس واچو او په نرمه او خوږه ژبه يې ورته و ويل: ښکلې څانګې بلکې زما خپلې څانګې، ولې خفه يې؟ ناروغه يې که کوم بد خبر دې اورېدلی؟ څانګه يوه شېبه غلې وه.
داسې ښکارېده چې د هغې دا خاموشي به زما زړه هم خاموشه کړي، خو رښتيا ده چې تر ګل نازک انسان کله، کله کاڼي نه هم کلک شي، خبرې بندې شوې ځان مې لږ څه په ډ ډه کړ او د سترګو له کونجونو مې ورکتل، څانګې د زرينې سترګو ته وکتل قلم يې راواخيست سرپوخ يې ترې لرې کړ پر سپين چونه شوي ديوال يې وليکل ”ايمرجنسي“.
څه، څه اميرجنسي!؟ اخر د دنيا سترګو ته هم وليدې د دې په ځای چې ځان مې ستا په زلفو کې پټوه په کار وه چې ته مې چېرته پټه کړې وای، خو تر کومه به مې پټولې لمر خو په ګوته نه پټيږي خېر، دې ښاپيرک سرسه خو په وروسته ګورو، اوس په تخته يوازې خبرتيا ليکم ”ايمرجنسي“ زرينه ودرېده خو زما زړه ولوېده، بس قسمت مې مل ؤ، څانګې د لمنې له کونجه ونيوه او ورته يې و ويل: د خدای ومنه مه کوه داسې ولې مې شرموې.
زرينه بېرته کېناسته او په شوخۍ سره يې څانګې ته و ويل ښه صاحبې چې راز په راز ساتې نو بيا ځان ولې خفه کوې، چا درته دومره پوخ دام کېښود چې له دواړو پښو په کې ونښتې، دا ماهر ښکاري دی څوک چې په هوا يې درته ”ايمرجنسي“ دام کېښود او ته يې ونيوې.
د زرينې پوښتنې داسې وې لکه چې: زه ملزم يم او د دعوې وکيلان زما د جرم د اثبات لپاره قاضي ته دليلونه وايي.
څانګه چپ وه، خو چې څو ځله زرينې ورته اوږه وسکونډله او په خوږه لهجه يې ترې پوښتنه وکړه، ما ورته د سترګو له کونجو ورکتل چې څانګې راته ګوته ونيوله، په زرينې مې هم يو سرسري نظر تېر کړ د غم او خوښۍ ګډ احساس يې په څېره کې وپړکېده.
دواړه څو شېبې غلې پاتې شوې، خو زرينې سکوت مات کړ دې صاحب خو کله د ښايست وجود نه مانه او کله به يې په مينه شک کاوه، واه، واه شيخي څه شوه او هغه فلسفې په کومه لاړې، بيا يې د څانګې لاس په خپلو لاسونو کې ونيوه ا و ترېنه يې پوښتنه وکړه، آيا تاته د هغه مينه منظوره ده؟ څانګه غلې وه او زما پر ژبه د دعا الفاظ ښوېدل، بس حالت مې داسې و لکه مجرم چې قاضي ته مخامخ ولاړ وي، يو خوا خوږه آزادي وي او بله خوا اعدام، خو خبره تر بلې نېټې وځنډېده د ښوونکي سلام د چاپېريال هغه خاموشي ماته کړه. چې د څانګې ځواب ته منتظره وه.
څانګه هم راپاڅېده او په خاموشو قدمونو خپل ځای ته راغله د زنګ په پرله پسې ټنګولو درسي ورځ پای ته ورسېده، د څانګې خاموش ځواب هيله من کړی وم، د رخصتۍ زنګ نه و هغه د حمزه بابا خبره د اسرافيل شپېلۍ وه روغ قيامت يې راوست له څانګې يې بېل کړم کورته لاړم، شېبې لکه پيلوځي تېرېدې، سيزونکې وې خو زما د زړه په ژورو ګړنګونو کې يې خوږه نڅا کوله، سبا چې د ښوونځي پر دروازه ورننوتم زرينه راته له مخکې ولاړه وه.
ځان يې سنجيده کړ پر شونډو يې دومره موسکا خپره کړه چې ايله حساس يې کېده ويل ېې خانه پرون له رخصتۍ وروسته څانګې ستا ليک راوښود دا د خبرو کوډې دې د همدې لپاره زده کړې وې چې په څانګه يې وکړې، که د الفاظ زور د محبت اثبات شي د بې زبانه مخلوق په مينه به څوک باور وکړي.
- زرينې دا د څو کتابونو ګرځول زما د پوزې پېزوان شو اور ولګه په ادب او فلسفه، زه خو يې په خوند مړوم، د کوډو په نظر مې په عمر نه دي ورکتلي، زرينه موسکۍ شوه خو دا ځل لږه ډېره، ويل يې غل مه نيسه چې غل به تا ونيسي کار دې هم کړی او په الفاظو کې سپرغۍ هم شيندې.
رښتيا يې ويل زه هم لږ جذباتي شوی وم، خو صرف په دې خبره چې زما مينه يې د خبرو استادي ګڼلې وه. دا ځل مې په نرمه لهجه ورته و ويل ګوره زرينې! خير دی هغه ليک به پر ځای پرېږدو ته زما د سترګو خاموش موسيقيت وګوره، آيا د څانګې تصور په کې نه ناڅي؟ توري غريبان به زما د زړه خبره څه وکړي، زما مينه سمندر او توري د کلال پيالې، څنګه به يې ظرفيت ولري.
زرينې په کړس، کړس وخندل ويل: ”زه مرم له غوچې ته بيا وايې چي غوچې“ نوره نه پوهېږم څانګه دې د ځان په لور درکږه کړې ده پخوا راباندي ښه لګېدې، اوس راباندي بد لګې، خو څومره چې راباندي بد لګې هومره راباندې ښه هم لګې.
ورته ومې ويل د لفاظۍ تور په مالګوې او معما ته وايې هم درباندې اوس ښه لګم هم بد.
ويل پوخه استاده ماشوم مه جوړېږه ښه هم راباندې د څانګې له مخه لګې او بد هم ما غوښتل چې خبره پرې بيخي بربنډه کړم، خو شوخ يې راوکتل او په تګ، تګ کې يې و ويل: (عاقلان پی نقطه نګردند).
زه هم ورپسې غلی، غلی د ټولګي په لور روان شوم، چې ننوتم سترګې مې د څانګې چوکۍ ته وې لکه د برېښنا پړک يې په ځغلند ځلېدونکي نظر راوکتل او سترګې يې دوه مستې توتکۍ وبرېښېدې هغه توتکۍ چې د سرور په وزرونو له شنې څانګې والوزي، په ملاق ملاق تيرې شي خو د خوږې سندرې په څېر يو مرموز خوند د فضا په رګونو کې پرېږدي.
زه هم لاړم او په خپله چوکۍ کېناستم، د ټولګي نګران ښوونکی راننوت د تختې تر څنګ ودرېد او داسې يې خپله وينا پيل کړه.
ګرانو زده کوونکو! تاسو به خبر ياستئ چې کلنيو ازموينو ته مو ايله څو ورځې پاتې دي، سر له سبانه درسونه بند دي، بلکې له نن ورځې يې بند وګڼئ خو اداره هيله لري، چې غير حاضري به نه کوئ، استادان به هم راځي ستاسو مشکلات او ستونزې به هواروي، هڅه وکړئ چې وخت بېځايه تېر نه کړئ، هوښياران وايي چي (وخت لکه سره زر دى) ستاسو د برياليتوب په هيله مو په خدای سپارم، هو رښتيا د ازموينو د مهال وېش پاڼه د ادارې پر دېوال لګېدلې ده کتی يې شئ.
د استاد خبرو ورو، ورو زړه راتنګوه خو ښه وه خبرې يې په لنډو غوڅې کړې، د استاد له وتو سره سم د رخصتۍ زنګ وټنګېده د ليسې په انګړ کې شاګردان ډله، ډله د مهال وېش خواته روان وو او ځينو خو د مهال وېش کتل مناسب نه ګڼل ويل يې بيا به شي، په دومره خوښۍ سره له دروازې وتل لکه له بنده چې وځي، خو زما د قد مو سر او تال مات و، ځکه چې له دولسمه وروسته د څانګې ليدل راته يقيني نه ښکارېدل څانګه هم ماته ماته له زرينې سره روانه وه.
د کور په خوا رهي شوم پښې مې پر ځمکه وې خو فکرونه مې د شک او يقين په کش مکش و، کله به مې ويل چې له امتحانونو وروسته به مې بيا نظرونه د څانګې په ورېښمين اوربل ونه زانګي بيا به مې ځان ته ډاډ ورکاوه، کېدای شي چې هغه د پوهنتون لپاره له کلي راشي او سره يو ځای په يوه څانګه کې داخله واخلو ټوله ورځ او شپه مې د ښکلې ماضي او شکمن مستقبل په سوچو کې تېره کړل،سبا چې ښوونځي ته لاړم څه شاګردان راغلي و او څه په راتلو کې و، څانګه هم راغله، د فزيک ښوونکی راننوت او له شاګردانو يې د هغوی د درسي ستونزو په اړه پوښتنه وکړه، ډېرو شاګردانو ويل لومړی تمرينونه اسان او وروستي ګران دي.
له پايه به د پيل په لور حرکت وکړو، خو څانګې د ټولو مخالفت وکړ ويل يې له پيله به د ستونزو هوارول ښه وي، زه که په الف پوهه نه شم د ”ب“ ګردان به راته بې ګټې وي، خو بله خوا بغير زما نه ټولو د څانګې مخالفت وکړ. استاد يوه شېبه غلی شو بيا يې د ټولګي د پرانستې دروازې له لارې د ليسې په منځ کې شنه چمن ته وکتل بيا يې شاګردانو ته مخ کړ او ورته وې ويل ستونزه به حل شي د غزن له کورنيو کارونو راته اندازه لګېدلې چې په فزيک کې هم تکړه دی، که څه مشکلات نه لري نو بيا دې غزن او څانګه خپلې چوکۍ پورته کړي او د چمن په منځ کې د توت سيوري ته دې د څانګې پوښتنو ته ځواب ورکړي او که کومه ستونزه رامنځ ته شوه، زه همدلته يم.
ماچې د استاد خبره واورېده پر دې خبره مې هيڅ فکر ونه کړ چې زه په وروستيو تمرينونو کې ستونزې لرم او که نه، ودرېدم چوکۍ ته مې لاس کړ او استاد ته مې و ويل زه تيار يم. استاد څانګې ته هم و ويل چي خپله چوکۍ اوچته کړي او له ما سره چمن ته ووځي زه تر دروازې تللی وم چي شاته مې وکتل څانګې هم خپله چوکۍ راخسته، زرينې ته مې هم پام ور واوښت په مانا خيزو موسکو سترګو يې زموږ پر خوا راکتل، ما او څانګې د چمن د اونې سيوري ته مخامخ چوکۍ واچولې، هغې په رېږدېدلو ګوتو د فزيک د کتاب پاڼې اړولې خو هېڅ پوښتنه يې نه کوله، زما سترګې هم ښکته وې او د بڼو لاندې مې د هغې د مضطرب پېغلتوب ننداره کوله.
ما سترګې پورته کړې خو هغې لا لاندې کتل، بالاخره يې منورې تورې سترګې راپورته کړې سترګې مو سره وجنګېدې، بل راز کيفيت و، د لومړي ځل لپاره مې حواس له داسې تجربې سره مخ و، په تېره باڼه يې لکه په شاتو لړلي غشي زما په زړه راخښېدل ځان راته لکه د افلاطون فلسفه له دې مادي نړۍ نه ماورا د ازل په لاهوتي سيمه کې ښکارېده چې دوه سترګې په کې لکه روښانه توري ځلېدل وخت هم خپله مانا بېللې وه، داسې راته ښکارېدې لکه چې دا سترګې ما ليدلي دي هغه زمان چې کاينات نه و.
خدايزده تر کومه به مو سترګې جنګولې وي خو د څانګې باڼه ښکته شول زه هم څو شېبې غلی وم، زړه مې وغوښتل چې څه و وايم خو الفاظو ترتيب نه مونده خو زړه مې ټينګ کړ او ورو غوندې مې ورته و ويل:
څانګې باور لرې چې درسره مينه لرم؟ د هغې شونډې لکه د ګلورينې څانګې په رپېد و شوې ما احساس کاوه چې ساه يې لنډه، لنډه کېده، څو ځله يې ځان ځواب ته جوړ کړ خو جرآت يې ملګرتيا ونه کړه کټ مټ هاغسې لکه وزر غوڅې کوتره چې له برجه د پرواز اراده وکړي، ټيټه پورته شي خو پر ځای ناسته پاتې شي، بالاخره په ډېره ستونزه يې دا جمله له خپلو ګلابي شوډو رابېله کړه:
(با، با، باور نه ايمان لرم).
په دغه وخت کې يوې ابدي نېکبختۍ زما روح ته خوله ورکړه او يو نه بيانېدونکی سرور يې زما په وجود کې له وېښتو نه تر پښو خپور کړ.
د چمن د غاړې ګلان په نرۍ هوا کې داسې رپېدل لکه زه او څانګه، د اونې د پاڼو جنګېدو نرۍ نغمه جوړوله لکه زما په خوشبختۍ چې لاسونه پړ کوي.
له څانګې نه مې پوښتنه وکړه چې ولې دې له سندرو لاس واخيست؟ په ټيټو سترګو موسکۍ شوه ويل غزنه، وړاندې خو په ما الفاظ سندره کول، ستا مينې زه ټوله سندره، سندره کړم اوس خو کله، کله زه د خپلو سختو هډوکو او مادي بدن احساس هم نه کوم، بس لکه ستا د مينې له اهنګه چې جوړه يم، ما پخپلو سترګو واوره زه ټوله سندره، سندره يم.
څانګې ته له اوله سندره وې د ستر شاعر سندره ستا سترګې لکه غېرې مريې الفاظ له ازله زما د زړه په ګنبد کې موزونې غزونې کوي.
زما له داسې خبرو سره به هغه د حيا په اوو پردو کې پټه شوه، د پښتنو مينه چې له سترګو الفاظو ته رسي همداسې کيفيت راځي، موږ خبرې هم کولې او د فزيک د کتاب پاڼې مو هم اړولې، په دې کار سره زموږ هڅه دا وه چې څوک شک ونه کړي هغه مهال چې د ګلانو سيوري راګرځېدل موږ له ښوونځي راووتو او بېلتون په بېلو لارو د کورونو په خوا ولېږلو، زه په دې ورځ له ډېرې خوشالۍ نه په کايناتو کې نه ځاېدم نغمه، نغمه وم، لارې راته د رباب تارونه ښکارېدل، هر قدم يو مضراب و چې زما روح ته يې پرواز ورکاوه...
څلورمه برخه سبا شپه!
هیله ده چې شییر یې کړئ!

ناول: پاتې شه باران دی دوهمه برخه: (2)لیکوال: مصطفی سالکوړاندې کوونکی: (مسرور)ــــــــــــــــــــــــــــــــــبنډار ښک...
01/08/2020

ناول: پاتې شه باران دی
دوهمه برخه: (2)
لیکوال: مصطفی سالک
وړاندې کوونکی: (مسرور)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بنډار ښکلی ؤ کليوال سيلاني و يو لويه کېږدۍ يې لګولې وه د رباب او منګي غږ په غرونو کې داسې انعکاس کاوه، لکه ټول فطرت چې سندره وايي د کېږدۍ په منځ کې اور بل ؤ او څڼورو زلمو ترې د اتڼ ځنځير تاو کړی ؤ،
حيران خو هغه وخت شوم چي: زمرک رباب په غېږ کې ونيو او يو ځل بيا له سره يې د سوات غرونه له نغمې وپنځول.
بنډار پای ته ورسېد د هوټل پر لور رهي شو، زمرک ته مې و ويل: اشنا هره ورځ به دې رباب، رباب کاوه نن مې ومنله چي په زړه کې دې جوش او په ګوتو کې دې کوډې دي،
زړه خو مې غواړي چې پس له ننه دې ادم خان وبولم.
- نه، نه اشنا ډېر پام به کوې زه د وخت له درخانيو وېرېږم بلکې سخت وېرېږم همدا خپل نوم زمرک مې په سر سترګو قبول او منظور دی.
- ښه ماته به رباب را زده کړې؟
- هو خو هله چې درخانۍ پيدا کړې”
- بس داسې وګڼه، چې در مې موندلی او خانۍ ته لا ورځې پاتې دي.
- مطلب دا چي د رباب تنه دې موندلې، خو تارونه ورخېژول يې پاتې دي، خو ګوره کله چې ما د خيال جان استاد نه رباب زده کول پيل کړي و ګوړه مې ورته اېښې وه په داسې حال کې چې درخانۍ مې هم نه درلوده، ته خو يې درخانۍ لپاره زده کوې په ګوړه کار نه کيږي د شاتو بوتل به راته راوړې.
- بنده ته منظور ده.
- ښه اوس دا راته و وايه: چې درخانۍ بي بي ده چېرته؟
- دا به درته وايم، خو هله چې رباب را زده کړې.
زمرک موسکی شو ويل څه دا د انتظار غر به هم پر اوږو واخلم، پوره استاذ يې مجبور يم چې اوس زر تر زره درته رباب در زده کړم.
- دا کار خو در په غاړه دی، خو ځه چې اوس هوټل ته ځو.
د هوټل کوټې ته چې ورننوتو زمرک په خپل کټ کې وغزېده او ما تلوېزون روښانه کړ ايله مې ورسره پام اوختی و چې زمرک په کټ کې اړخ بدل کړ او راغږ يې کړ:
غزنه وه غزنه ځواب مې ورکړ هن! بيا دې څه په زړه راوګرځېدل؟
- هسې ما ويل چي خوشال بابا پېژنې او کنه؟
- هو څه نا څه خو يې پېژنم، خو دلته د خان موصوف يادولو ته څه اړتيا وه؟
- اړتيا دا ده چې دا مهال زه او ته دواړه په سوات کې يو او خان بابا د دې سيمې په اړه د سوات نامې په نامه منظوم کتاب ليکلی دی، يو دوه بيته يې راته ياد دي:

تر کابل نه يې هوا د وړي ښه ده
د کابل هوا ترخه د ده خوږه ده

په هوا کې د کشمير په آب و رنګ دی
حيف دا چې کشمير ارت دی سوات تنګ دی

زړګيه! زه چې لومړی ځل سوات ته راتلم د پښتو له ښوونکي مې سوات نامه اخستې وه او د هغه وخت له سواته مې ځان خبر کړی ؤ، پاتې شوه دا خبره چې خوشال بابا د سوات او کشمير تر منځ ورته والی ليده، نو ما خو کشمير نه دی ليدلی، خو چې خوشال بابا وايي خامخا به همداسې وي.
- ته يې منه، خو زه د خوشال بابا په جغرافيه پوهنه شک لرم، نه منم چې د سوات هوا دې تر کابله خوږه وي.
ګوره ګيله من کېږه مه، څلور موسمه دي خوشال بابا وايي چې په وړي کې د سوات هوا د کابل له هوا خوږه وي، مانا دا چې په نورو موسمونو کې د کابل هوا په شاتو لړلې وي په دې خبرو زه او زمرک دواړه په خندا شو او بيا مو سره پرېکړه وکړه چي د جغرافيه پوهنې په اړوند په همدې خبرو خبرې پای ته ورسو او د خوب جزيرې ته د تللو هڅه وکړو.
خو داسې نه شوه کېدی، د جغرافيې په اړه دومره ډېرو خبرو، ټولګى، د جغرافيې ساعت، څانګه او د هغې په ترڅ کاته راياد کړي ؤ، زمرک ويده شو خو زما به د څو، څو شېبو لپاره ايله سترګې ورتلې.
سحر شو او غرنيو مرغانو په خپلو نغمو سره د لمر د لومړيو وړانګو هر کلی وکړ، موږ چای وڅکلې د هوټل د پیسو بيل مو ورکړ، بکسونه مو اوږو ته کړل او د پېښور د موټرو اډې ته روان شو.
پر لاره مو د شنو غرونو، سيند، مرغانو، ځناورو سيلانيانو او غرنينو وګړيو ننداره کوله، د واورين سوات د غرونو څوکې داسې برېښېدې لکه چې پېغلو ځانونه د سپينو زرو په پرېمانه ګاڼو پسوللي وي. يو ځای موټر ودرېده ماشومانو رامنډې کړې د دنداسې ګېډۍ يې پلورلې زمرک راته و ويل: ”عجيبه ده خلک دلته د مزو لپاره راځي، خو خپل اوسېدونکي يې په بده ورځ دي تر دې چې واړه ماشومان يې په دې ګنګل، ګنګل واورين چاپېريال کې د موټرو پسې د دنداسې ګېډۍ ځغلوي، آخر ولې“؟
ورته مې و ويل ستا د ولې ځواب ښايي د ماضي د حافظې په کوم ګوډ کې خوندي وي.
خو زما په خيال دلته غرونه دي، د کر وړ مځکې لږې دي، له ښاره لری دی، چي سړی سحر مزدورۍ پسې وځي ماښام راشي، غر د حکومت تر ولکې لاندې دی، خو که خلکو ته وسپارل شي زر به سپيره شي.
زمرک پوښتنه وکړه حکومت هيڅ نه شي کولای؟
- ولي نه خو که دلته کارخانې راشي، ښار راشي فطري او ځنګلي ښکلا له منځه ځي، د سيلانيانو د زړه راښکون لپاره دا خلک همداسې وروسته پاتې ساتل شوي.
دا خلک داسې مثال لري لکه چې په واورو کې وچ کړل شوي وي او د نړۍ د خلکو لپاره ترې موزيم جوړ شوی وي.
بله بېلګه يې نورستان او له غرونو بله غاړه د چترال کافرستان دی، امير عبدالرحمْن خان د خپلې واکمنۍ په کلونو کې نورستاني مسلمانان کړل خو بل پلو کافرستان په زړه بڼه له خپلو کفري دودونو سره د نړۍ د نندارې لپاره موجود دی.
زمرک پوښتنه وکړه دا ښه کار دی او که بد؟
ما ورته و ويل د کافرستان ساتل د يو مغربي لرغون پېژندونکي په اند ښه کار دی، خو مسلمان مبلغ به يې خامخا غندنه کوي.
زمرک وخندل ته هم عجب استدلال کوې، غوڅه خبره نه کوې چې دا څېز ښه دی او که بد.
- رښتيا هم همداسي ښکاري د اشياو ارزښت نسبي دی، يو څيز له يوې زاويې ښه او له بلې بد کېدی شي.
له دې خبرو وروسته خاموش شو، نه پوهېږم چي زمرک د خيال په کومه جزيره کې ؤ، خو زما د ذهن محور څانګه وه، تادي مې وه چې کله به بيا د څانګې سترګې ګورم.
پېښور ته راورسېدو خپل سامان راسره و او څه ناڅه غرني سوغاتونه مو هم اخيستي ؤ، بار دروند برېښېده، ګاډۍ مو ونيوله د زمرک دوی کور پر لار ؤ، اول هغه کوز شو او بيا څو شېبې وروسته زه خپل کاله ته وروسېدم.
رخصتۍ دوه ورځې پاتې وې هغه هم په انتظار، انتظار تېرې شوې او ليسې ته لاړم.

بيا د استاد له راتلو ترمخه په ټولګي کې شر او شور ؤ خو ماله وروستي کتاره غلې او خوږه سندره اورېده، کټ مټ هاغسې وه لکه د ګلورينې څانګې په نرمو لوړو ژورو کې چې د سحر د باد له مستانه رقصه پېدا کيږي.
سندره په ختمېدو وه، زرينه راننوته څانګه يې ښکل کړه د څو اونيو تږې وه د شونډو بې واکه خرپ يې د ټولګي په شور کې داسې وبرېښېد لکه تنکۍ څانګه چې د مرغانو د سيل تاب رانه وړي، ماته شي او سندريز غږ يې په شنه ځنګله کې تر لرې، لرې خپور شي.
زرينه او څانګه ملګرې وې او بيا دواړه نجونې وې خو بيا هم دې ښکلولو زما په زړه کې د رقابت سپرغۍ وشيندلې. نه پوهېدم، چې څه وکړم د تختې خواته لاړم تباشير مې راواخيست او د غره يو انځور مې وکښه.
زه انځور ګر نه وم خو د فطرت سره د مينې له کبله مې د غره د انځور د کښلو لپاره غېر منظم خو پوره رياضت کړی و. انځور پوره شو او ترې لاندې مې ولکيل ”فطرت له جمال او جلاله ډک د خدای (ج) هغه کتاب دی چې د نړۍ د هر نالوستي انسان سترګې يې هم لوستی شي“.
دا جمله مې ليکلې وه يو ځل بيا مې لوسته چې د جغرافيې ښوونکې راننوته، غوښتل مې چې تخته بېرته پاکه کړم، خو چې د ښوونکې سترګې مې په کې خښې وليدې جرات مې ونه کړ نېغ لاړم او په خپله چوکۍ کېناستم. ښوونکې ته انځور او ترې لاندي ليکل شوې جملې خوند ورکړ ستاينه يې وکړه، د غرونو په اړه يې ښايسته اوږده شېبه خبرې
وکړې.
دا بېله خبره ده چي د غرونو د ښکلايز ارزښت پر ځای يې د هغوی په جغرافيوي او ټولنيز ارزښت ډېر ټينګار وکړ ويل يې غرونه د زلزلو مخه نيسي، کانونه لري، څړ ځايونه لري، ځنګلونه لري او ځنګلونه بيا د ميوې باغونه، د ځناورو کورونه، د مرغانو ځالۍ او نور ډېر څه لري، د باران اورښت ته لاره برابروي او د نېزونو مخه نيسي، خو په ټولو کې يې وروستۍ جملې خوند راکړ، چي ويې ويل: ”غرونه او ځنګلونه د ځمکې ګاڼه ده“.
ما د ښوونکې د وينا پر مهال د هغې خبرې اورېدې خو کله، کله به مې څانګه هم د سترګو له کونجونو څارله ځنې وخت به يې سترګو لکه د غرنيو عقابونو زما په لور ځغلند پرواز کاوه.
د جغرافيې ساعت پای ته ورسېد او استاده ووته، څانګې ماته رامخ کړ او په لومړي ځل يې راسره داسي خبرې پيل کړې چي نېغ په نېغه يې د درس سره تړاو نه درلود.
- ”غزنه غرونه دې ډېر خوښ دي؟“.
- هو غرونه سيندونه بلکې ټول فطرت مې خوښ دی که غلطي نه کوم نو تاسو د تختې له انځوره دا پر ځای اټکل وکړ څانګه په خندا شوه ويل يې ”تاسو تېروتئ زه له پخوا نه پوهېدم چې په غرونو مئين يې اريانونکې ده ما خو له تا سره هيڅکله پر دې اړه خبرې نه وې کړې“.
د دې پر ځای چي څانګه ځواب راکړي نوراني سترګې يې چې نرۍ شرابي موسکا په کې خپره وه زما سترګو سره وجنګولې لاس يې زما کتابونو ته ورتېر کړ او په موسکا يې راته و ويل:
”ستاسو په اجازه“.
زما د جغرافيې کتاب يې راپورته کړ په غور يې وځيره او راته يې و ويل: ”له کومې ورځې راهيسې چې ما ستا په کتاب دا عکس ليدلی نو زړه ته مې پرېوتې چې غرنۍ سيمې دې خوښې دي او نننۍ انځور ګرۍ خو دې زما يقين د پخلي تر کوره ورساوه“.
زړه مې ولوېد د ځان سره مې و ويل: اخر د معما حل دا راووت تا ماته نه بلکې انځور ته کتل ما د سوچ په درياب کې غوپې وهلې چې څانګې وپوښتلم” د خيال مرغه دې له کومې شنې څوکې نه طوافونه پيل کړل، دا راته و وايه چي دا ښکلی عکس د کومې سيمې دی“.؟
نه داسې هم نه ده د غروو په شنو څوکو سربېره زما د خيال او زړه مرغانو د يو انسان نه هم طوافونه شروع کړي. په دې خبره هغه له حيا نه لکه مڼه سره شوه زه هم د خپلې خبرې د اغېزې لاندې راغلم او د خبرو سر او تال مې مات شو.
څو شېبې زموږ دواړو سرونه ښکته و. داسې حالت و لکه چې ورته مې سپينه خبره کړې وي. چې څانګې درسره مينه لرم، خو بيا مې خپل شيندلي حواس راټول کړل او ورته مې و ويل: دا عکس چې زما پر کتاب لګېدلی دا زموږ د خپل هيواد يوه ښکلې سيمه ده، دا بدخشان دی....

دریمه برخه سبا ان شاءالله...
هیله ده چې شییر یې کړئ!

ناول: پاتې شه باران دیلومړۍ:برخه(1لیکوال: مصطفی سالکوړاندې کوونکی: ګلاب لونګ?ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ...
30/07/2020

ناول: پاتې شه باران دی
لومړۍ:برخه(1
لیکوال: مصطفی سالک
وړاندې کوونکی: ګلاب لونګ?
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پیل...
داسې ورځ به کمه راتله، چې زه دې ټولګي ته راشم او د هغې سندره دې وانه ورم. هغې به هره ورځ سندره ویله، په پيل کې خو به د هغې پر شونډو موزون کلمات زما لپاره یوه عامه سندره وه، خو د وخت په تېرېدو د هغې سندرې زما لپاره یو نوی خوند پېدا کړ.
زما احساسات به یې داسې په لړزه راوستل لکه د غره ویاله، چې به خپله نرمه او غلې سندره د خپلو غاړو نازک واښه په نڅا راولي.
زموږ ټولګی هم عجیبه و، بس چې د ښوونکي سترګې به پناه شوې، هر څه به بدل، بدل شو په یو کنج کې به یې داسې شور ما شور و لکه د مني په ماښام کې چې چینجڼې د ځنګله په ونو کې چڼېدل د خپل ژوند یوازینې مقصد ګڼي، خو په بل کنج کې به د څانګې غلې سندرې سړي ته د څېړیو په پاڼو کې د نرمې هوا له نڅا پېدا کېدونکې نغمه یادوله.
بیا به چې استاد راغی په صنف به د صحرانۍ شپې خاموشي خپره شوه او ټول زده کوونکي به، به خپلو خپلو چوکیو کېناستل نو زما ذهن به د ماضي په لور ګام واخیست او پر هغو شېبو به تم شو چې څانګه د لومړي ځل لپاره زموږ ټولګي ته راغلې وه. زموږ ښوونځی پېښور ښار سره نزدې و، نور کړه وړه یې د افغان مهاجرینو د عامو ښوونځیو و، بس دومره خبره وه چې نجونو او هلکانو به په ګډو ټولګیو کې زده کړه کوله. د ښوونځي ښکلې او پخې ودانۍ ګڼې خونې درلودې خو زموږ د ټولګي کوټه خامه وه.
کله چې د زده کوونکو او ټولګیو شمېره ډېره شوه، ادارې په عاجله توګه دا کوټه جوړه کړه او زموږ په برخه ورسېده.
ښه مې یاد دي چې به هاغه ورځ ښوونکی تازه له کوټې وتی و، اسمان د شړکنده باران په رګونو کې د برېښنا شوخې جلوې شیندلې او چې د تندر ګړز به شو نو ځینې شوخې نجونې به په هیبتناک ډول یو بل ته غاړې وتې او څرګنده به یې کړه چې ګنې تندر وویرولې.
ځینو به په غوږونو کې ګوتې منډلې،زمرک ور غږ کړ چې ځینې تاریخ پوهان په حقه پښتانه بني اسراﺉیل ګڼي هغوی به هم د تندر د غورځېدو پر وخت د مرګ له ويرې په غوږونو کې هم ستاسو په څیر ګوتې ورکولې. او چې باران زور واخیست نو د ټولګي چت څو ځایه په څڅېدو شو.
بیا نو شوخو نجونو ته خدای ورکړه، د ځانونو سره راوړې چترۍ یې په سرونو ونیولې او په ټولګي کې یې ښکته پورته کېدل پیل کړل.
په همدغه ګډوډۍ کې یو نا څاپه د لیسې سر معلم راننوته، چې تر شاه یې یوه لونده خیشته جینۍ هم ولاړه وه، حیا یې له رخسارونو په ورېدو وه او په خپل لامده څادر یې د خپل بدن د هغو برخو د پټولو هڅه کوله چې د جامو د لوند والي له کبله یې د ځوانۍ مرموز نمایش کاوه. سترګې یې ځلېدې او له زلفو یې د باران څاڅکي ورېدل کټ مټ هاغسې لکه د ستورو له شپې چې پرخه ووري.
جینۍ ښکلې او جذابه وه، ځکه خو ټولو هلکانو په تږو سترګو ورکتل.
سر معلمې وویل دا جینۍ څانګه نومیږي، کړه وړه او ځانګړتیاوې یې د روایتي کلي والې پېغلې برېښي،خو زده کړه یې همدلته په پېښور کې کړې ده،
پس له دې ګړۍ دا ستاسو ټولګي ملګرې شوه. پرې به پام کوﺉ، زړه به یې نه ماتوﺉ او په درسونو کې به ورسره مرسته کوﺉ. خدای دې وکړي، چې د ادارې دا هیلې پوره کړﺉ دا یې وویل او جینۍ یې پرېښوده.

زما تر څنګه چوکۍ تشه وه راغله او کېناسته،دا چوکۍ د زرینې وه په هغه ورځ نه وه راغلې او چې صبا راغله پخه یې ورته پرېښوده.
څانګه کېناسته په ټولګی کې بیا خبرې پیل شوې،خو څانګه چپ،چپ وه.
کله ، کله به یې د اږدو بڼو د پورته کولو جرات وکړ او په خپلو تورو بادامي سترګو به یې د ټولګي د لنډ تنګ چاپېریال جاج واخیسته.
هر څوک به چې ښوونځي ته نوي،نوي راغلل هفته نیمه به غلي و ، خو بیا به یې له شوخۍ نه زړو شاګردانو امان غوښت خو څانګه داسې ونه خته، د وخت په تېرېدو یې خپله خاموشي وساتله، بس سحر، سحر به یې د ټولګي نجونو ته په تت اواز سندره ویله.
هلکانو به ډېر غوښتل چې له هغې سره خبرې وکړي خو هغې به لکه د هوښیارې سیاستدانې خبره اوږدېدو ته نه پرېښوده بلکې لنډه به یې غوڅوله.
د هلکانو دا هڅې هم هېڅ بې هېڅه نه وې، څانګه له راښکونه ډکه وه، ښایست یې له حقیقته افسانو ته نږدې و، نریو شونډو سرخي یې تازه غوړېدلې غوټی ته پاتې کېده او چې موسکا به پرې خوره شوه تشبیه موندل یې ناشونی برېښېده، بنده ويل بس چې ورکتی مې، په څېره کې یې یو عرفاني راښکون و، صراحي غاړه،نرۍ ملا،هوارې هوارې نرۍ سپینې ګوتې بس د فطرت د تناسب او توازن غوره بېلګه وه نور به درته څه ووایم ، د حمزه بابا خبره ګوړې چکۍ وه که له هرې ډډې به دې په نظر وڅکله خوږه وه او زلفې یې ! داسې تورې،اوږدې او درنې وې،چې څه به یې درته ووایم،زرینې به کله،کله په شوخۍ سره ویل (ظالمې دا غرونه غرونه زلفې به دې اوږې ماتې کړي او نرې ملا ته خو دې لوی ګواښ دی، زه به یې درسره ګرځوم دا به یې وویل: د څانګې زلفې به یې پر خپلو اوږو خورې ورې کړې او داسې په کړس،کړس به یې وخندل لکه ځوانه برېښنا چې د ګورو ورېځو لاندې غزونه وکړي. د څانګې څوکۍ که هر څو زما تر څنګ وه خو په کومه ورځ به مو چې د جغرافیې ساعت درلود. کله،کله به یې زما پر لور سترګې را اړولې، د هغې پاملرنه زما د خوښې سبب ګرځېده،خو یوه پرېشانونکي معما هم وه. دا زما لپاره ستر سوال و ، چې څانګه اخر ولې په هغه ورځ زما په لور سترګې را اړوي، چې د جغرافیې مضمون لرو، خو هېڅ نه کېدل او دغه راز لکه د تېره ازغي لا پسی زما پر ذهن خښېده،هڅه به مې کوله، چې د څانګې د دې عجیب حرکت په اړه فکر کول پرېږدم او ځان د استاد په تشریح کې ډوب کړم کله به په دې هڅه کې پاتې راتلم او کله بریالی کېدم خو چې ښوونکی به نه و،ځان به مې بل راز مشغولاوه،بر شونډو مې لکه راګ بې کلیماتو زمزمه خپروله، تشه زمزمه به نه وه کومه پښتو اولسي سندره به وه خو اواز مې خوږ نه و له همدې کبله مې د کلیماتو له ادا کولو ډډه کوله او ورو ، ورو مې لکه د رباب تشه نغمه ویله.
شپې ورځې تېرېدې،د ژمې رخصتۍ راغلې ، زه چې له خپل سیلاني طبیعت نه مجبور یم د زمرک سره سوات ته لاړم، سره له دې چې عام وګړي په اوړي کې سوات ته ځي ، خو موږ د واورو مینې په ژمي کې بوتلو،د فطرت په منظرو کې ورک شوم،خو بیا به مې هم کله ، کله د جغرافیې ساعت او د څانګې په ترڅ کتل رایادېدل.
مرمرین وجود به یې لکه د یوې خیالي ښاپیرۍ په څېر د سیند په څپو کې غزونې کولې. کله کله به مې هلته هم زړه تنګ شو،ویل به مې چې وزرې وکړم او د سکون کومې ښکلې درې ته پرواز وکړم،خو دا ناشوني وه.
خو په یوه خبره کې مې بخت بېدار و او هغه دا چې زمرک راسره و هغه په ټولګي کې زما تر ټولو نږدې ملګری و ، ډېر ښه صفتونه یې لرل ، خو ذهانیت او شوخي یې زما ډېر خوښ وو. د هغه سره به مې خبرې اترې کولې،خو کله کله به ترې ګوښه شوم یوازې به مې د سیند سندره اورېده او د موجونو ښاماران مې په وړو کاڼو وېشتل،خو هغه هم پوه شوې و،چې څه خبره خو شته.

زما نه څو ګامه ور ایسته هغه هم د سیند په غاړه ناست و او د راډیو نه یې پښتو سندرې اورېدې،زما ذهن به هم کله نا کله د سندرې په لور اوړېده،په دې کې یو ناڅاپه د راډیو غږ بند شو.
د زمرک غږ مې واورېد ، چې وې ویل هیلو ! هیلو ! چې ور ومې کتل خپله راډیو یې لکه ګرځنده (موبایل) ټلیفون غوږ ته نیولې وه او ویل یې، هیلو ! غزنه غزنه وه دا ته په کومه دنیا کې ورک یې مړه سوات ته راشه،ستا خو نغمې خوښیدې سیند نغمه وایی د خوښۍ نغمه ډېره خوږه نغمه.
ما چې د هغه دا پېغام واورېد لمن مې څند وهله او خواته یې ورغلم ،ورته مې وویل ته وايي چې سیند د خوښۍ نغمه وايي،که زه خفه یم نو بیا د غم او ښادۍ د دې ګډون پایله به څه وي ؟
ځواب یې راکړ،چې ته خفه یې د سیند دا نغمه به دې له زړه نه د خفګان ټول ګردونه لري کړي او خوشاله به شې.
زمرکه ته چې څه وایي له یوې زاویې نه ښه وایې،خو زه فی الحال دا نه غواړم چې فطرت ته تسلیم شم، زه به هله له فطرت خوند واخلم چې د خپلې جذبې او تخیل په خم کې یې رنګ کړم هغه موسکی شو او راته یې وویل،تېره اوونۍ دې د فلسفې کتاب څه واخیست چې اوس په غمونو کې ښکلا لټوې، سمه ده چې ته فطرت په خپل رنګ کې رنګوې،زه به په غوږونو کې ګوتې ورکړم ته د غره نښترو ته اواز ورکړه چې ټول سریندې شي اوره بیا د ویر او غم سندرې.
زمرکه فطرت تر موږ ډېر پهلوان دی صرف په خیال کې مو پرې وس بر دی. د حقیقت په دنیا کې زموږ نه ، بلکې د خپلو ثابتو قوانینو منونکی دی.
ښه که ته خپله دنیا په خیال او تصور کې جوړوې،نو بیا خو ما تېری وکړ،چې ستا د خیالونو دنیا مې ړنګه کړه.
زمرکه له دې فلسفو به تېر شو،غور به وکړو،چې اوس کول څه په کار دي.
په موسکا یې راته وویل : سمه خبره دې وکړه له دې ځایه پښې ویستل په کار دي زما هم خوښ نه شو، منحوس غوندې ځای دی ما او تا په کې ډزې وکړې خو ځه خېر بلا وه او برکت یې نه و هوایي ډزې وې.
زمرک خبرې کولې چې ناڅاپه یې له خولې ووتل،وزرې خو نه لرو چې والوزو او د ټولو هسکو غرونو ننداره وکړو، خو پښې لرو چې والوزو او د ټولو هسکو غرونو ننداره وکړو،خو پښې لرو ځه چې د غره سر ته وخېژو دا سیند به له هسکه ځه خامخا یو داسې سپین ښامار ښکاری،چې له ډېره جنونه به یې خوله ځګونه کوي.
خو زه وایم چې د ښامار پر ځای د چندڼو نغمې واورو،غوږ شه د پورې غاړې نه د رباب اواز راځی،مطرب خپل فریاد ته څومره ښکلې د نغمې جامې اغوستي،ځه چې نن له دې قلندرانه بنډار نه فیض واخلو.
ښه چې راتلو نو له حجرې مې رباب راخسته منع دې کړم او اوس دې د نغمو ځنځیرونه زړه راکاږي.
د ټوکې به انداز مې ورته وویل ته مې ځکه د رباب له راوړلو ایسار کړې،چې دروند نه شې،زه خبر اوم،چې په سوات کې ربابونه ډېر دي،. ساړه مو کنګل کوي،ځه چې ورځو زمرک راته وویل که ورځو هم خو څه حل به یې راوباسو.
زمرکه! د رحمان بابا دیوان خو راسره نه شته چې په پال پرېکړه وکړو، نوره ستا خوښه د ګوتو ښکیل راسره کوې او که شیر و خط ولو.
ځواب یې راکړ نه اشنا یو کاڼۍ راواخله او د هغه کمره بیخ کې د ولاړو اوبو منځ ته یې وله که څپې یې تر کمره ورسېدې ستا او کنه زما خبره به منې.
ما هم کاڼی راواخیست او اوبو ته مې ووېشت ښه وه څپو یې کمره ته خوله ورکړه.
زمرک نه بل جواز درلود او نه ځواب.
راسره روان شو،خو بیا هم د خپل شوخ فطرت نه مجبور و ویل یې چل دې وکړ، خو ځه خېر دی،ما درته د کاڼي وویل تا د نر زوی هم داسې درغنه راواخسته چې په عمر به دې نه وه جګه کړې،هسې نه نوم یې درته ویستی وي.
په خندا مې ورته وویل نه زه بیخي روغ رمټ یم، چابک د رباب محفل ته درځه،په دې خبره ما او هغه دواړه په خندا شو او د رباب بنډار ته ورغلو...
دوهمه برخه سبا ان شاءالله
هیله ده چې شییر یې کړئ!

Address

ننګرهار
Kabul
2601

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when لیونتوت,lewantoob posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to لیونتوت,lewantoob:

Share