Pashtoon Academy

Pashtoon Academy پښتون اکاډمي ټوله درسي مواد تاسو ته په وړيا بڼه تدريسوي.

I’m very pleased to share that my research paper, “Determinants of Female Entrepreneurial Success: The Influence of Soci...
26/11/2025

I’m very pleased to share that my research paper,
“Determinants of Female Entrepreneurial Success: The Influence of Social, Financial, and Institutional Support,”
was selected for presentation at the 4th International Conference on Finance, Business and Banking, hosted by the Faculty of Islamic Economics and Business, State Islamic University of Mataram, Indonesia.
The selection was made by the conference’s scientific committee, and I had the opportunity to present my work online alongside scholars and practitioners from around the world. I’m grateful that my paper was chosen, especially considering the number of submissions received this year.
This study is part of my PhD research and focuses on the realities of women entrepreneurs in Kandahar, Afghanistan; a topic that remains under-researched but deeply relevant. Through this work, I examined how financial support, family encouragement, training, and institutional programmes shape women’s business performance, and why factors such as self-efficacy or independence do not always translate into measurable outcomes in contextually constrained environments.
For me, this research is more than an academic exercise. I have seen firsthand the challenges Afghan women face when trying to start or grow a business, particularly due to social norms, mobility constraints, and limited access to finance. I hope the insights from this study can support organisations and policymakers working to create more opportunities for women across the country.
Thank you to the organising committee at UIN Mataram for the chance to share my findings, and to everyone who has supported me throughout this research journey.
Looking forward to continuing my work on women’s entrepreneurship, development, and policy in fragile contexts.

13/11/2025

د پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ د مطلق بندیز د اغېزو شننه او د افغانستان لپاره د فرصتونو تحلیل

لیکنه: دوکتور رحمت الله پښتون

۱. د صادراتو سقوط او د افغانستان د بازار له لاسه ورکول

پاکستان تر ټولو زیات خپل منځني صادرات، چي د خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو، او فابریکې تولیدات و افغانستان ته لېږل.
د نړیوالو راپورونو له مخي، د پاکستان کلنۍ صادراتي ارزښت له افغانستان سره شاوخوا ۱.۷ تر ۲ میلیارده ډالرو پوري رسېدی.
د دې پرېکړي په نتیجه کي به دغه بازار په یو وخت له منځه ولاړ سي، او پاکستاني صنعتونه به د تولید د کچي په ټیټوالي، د عاید له کمښت، او د فابریکو د بندېدو سره مخ سي.

په ځانګړي ډول د پېښور، کوټي، کراچۍ، او د پنجاب د صنعتي زونونو هغه شرکتونه چي د افغان مارکېټ لپاره تولید کوي، به سمدستي زیان وویني، ځکه د هغوی د توکو اصلي اخیستونکي افغان تجاران وو.

۲. د ترانزیتي عاید له منځه تګ

پاکستان له اوږدې مودې راهیسي د افغانستان د ترانزیتي سوداګرۍ څخه ګټه اخلي. د هر کانټینر، هر لارۍ، او هر لېږد لپاره یې د لوړي کچي مالیه او فیس اخیسته.
کله چي افغانستان دا لاري وتړي، پاکستان به نه یوازي دغه عاید له لاسه ورکړي، بلکي د خپلو ګمرکي تاسیساتو کار به هم ټيټ سي، او زرګونه هغه کسان چي په تورخم، چمن، او ګوادر بندر کي په ترانزیتي لېږد بوخت دي، بې‌کاره سي.

دا د پاکستان د کارګر بازار لپاره یوه بل ضربه ده، ځکه دا سکتور د زرګونو کورنیو د ورځني عاید منبع وه.

۳. د کرنسۍ (روپۍ) د ارزښت سقوط

کله چي د صادراتو او ترانزیت له لاري ډالرونه پاکستان ته ور نه سي، د روپۍ تقاضا ټیټېږي او د اسعارو نرخ ورسره خرابیږي.
په تېرو کلونو کي چي کله د افغانستان د لېږد لارو یا بندرونه تړل کېدل، پاکستانۍ روپۍ به سمدستي کمزورې کېدله.
دا ځل به د بشپړ سوداګریز بندیز پرېکړه د روپۍ په ارزښت کي غیرمعمولي فشار راولي، ځکه دا به د پاکستان لپاره د بهرنۍ کرنسۍ یوه مهمه سرچینه له منځه یوسي.
د ډالرو تقاضا به لوړه سي، او د وارداتي تادیاتو لپاره به د بهرنیو اسعارو کمښت رامنځته سي، چي دا د انفلاسیون لامل هم ګرځي.

۴. د بیو لوړېدل او د داخلي مارکېټ ګډوډي

پاکستان ډېری واردات لکه تازه مېوې، وچي مېوې، او سبزیجات له افغانستان څخه ترلاسه کوي.
کله چي دا لاره بنده سي، د خوراکي توکو، سبزیجاتو، وچو مېوو، غالیو، مېوو، او نورو خوراکي موادو بیي به ناڅاپه لوړي سي.
په تېرو مشابه حالاتو کي د پاکستاني مارکېټونو لکه اسلام‌اباد، لاهور او کوټه کي د رومیانو، پیازو او انار بیې تر درې چنده لا هم زیاتي سوي وې.
اوس چي دا پرېکړه اوږدمهاله ده، د انفلاسیون عمومي کچه به هم لوړه سي، چي دا به د عام ولس پر ژوند مستقیم اغېز ولري.

۵. د سوداګریزو اړیکو د باور له منځه تګ

دا پرېکړه د پاکستان د سوداګریزو سیاستونو لپاره یو اخطار دی. د یو همجواره هیواد سره د اوږدمهالو تجارتي اړیکو د له‌منځه‌تلو خبر، د نړیوالو پانګه‌والو اعتماد هم زیانمنوي.
نړیوال شرکتونه چي په پاکستان کي د لوژستیکي یا صادراتي برخو کي پانګونه کوي، به اوس د سیمه‌ییزي بې‌ثباتۍ له امله د خپلو پانګو د وتلو فکر وکړي.
دا په مستقیم ډول د FPI (Foreign Portfolio Investment) او FDI (Foreign Direct Investment) کچه راټیټوي.

۶. د غیرقانوني سوداګرۍ او قاچاق زیاتوالی

کله چي قانوني لاري بندې سي، غیرقانوني بدیل لاري فعاله کېږي.
په پاکستان کي به د توري سوداګرۍ، سمګلینګ، او قاچاق له لاري د وارداتو او صادراتو حجم نور هم لوړ سي، چي دا د حکومت د مالیاتي نظام ته سخت زیان رسوي.
د ګمرکونو عاید به کم سي، خو د غیرقانوني اقتصاد حجم به پراخ سي، چي دا بیا په خشبل وار سره د مالي ثبات لپاره خطرناک بدلون سبب ګرځېدای سي.

۷. د سیمه‌ییزو اړیکو خرابوالی او د انزوا زیاتوالی

پاکستان له مخکي څخه د ایران، هند، او افغانستان سره په بې‌اعتماده فضا کي ژوند کوي.
د افغانستان له خوا دا پرېکړه د پاکستان د سیمه‌ییز نفوذ لپاره یو ډیپلوماتیک شاتګ ګڼل کېدای سي.
افغانستان اوس د منځنۍ آسیا، ایران، او چین سره د بدیلو مسیرونو په لټه کښي ؤ او دی، چي دا به د پاکستان د جغرافیایي امتیاز ارزښت نور هم ورسره راکم کړي.
په منځنۍ موده کي به د پاکستان نړیوال انځور یو داسي هېواد وي چي له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د دوام‌داري سوداګرۍ اړیکي به نه سي ساتلای.

۸. د کورنیو صنعتي سکتورونو اقتصادي بحران

هغه فابریکې او شرکتونه چي د افغان بازار لپاره محصولات تولیدوي، لکه د خوراکي توکو، درملو، او پلاستیکي موادو جوړوونکي، به د تولید کمښت له امله له سخت مالي بحران سره مخ سي.
دا کار به د فابریکو د بندېدو، د کارکوونکو د ګوښه کېدو، او د مالیې د عاید د کمېدو سبب وګرځي.
په ځانګړې توګه د پېښور صنعتي زون، د کراچۍ صنعتي زون، د لاهور مارکېټ، او بلوچستان سوداګریز شرکتونه به زیات تاوان وویني.

۹. د سوداګریز توازن خرابېدل او د وارداتو فشار

پاکستان له وړاندي د سوداګریز کسر سره مخ دی.
کله چي صادرات بند سي، خو واردات دوام ولري، د تادیاتو توازن به لا پسي خراب سي.
په دې توګه به د پاکستان بانکونه د وارداتي فواتیرو د ورکولو لپاره له سختو کمبودونو سره مخ سي، چې دا د IMF او نړیوالو پور ورکونکو اعتماد ته هم زیان رسوي.

۱۰. سیاسي او ټولنیز فشار

په پاکستان کي د خلکو د اقتصادي ناخوالي له امله د حکومت پر وړاندي د نارضایتۍ څپه لا پسې پیاوړې کېږي.
د بیو لوړېدل، د کار د موقعو له لاسه ورکول، او د روپۍ سقوط د عامو خلکو پر ژوند مستقیم اغېز لري.
له همدې امله، دا پرېکړه یوازي اقتصادي نه، بلکي د سیاسي بې‌ثباتۍ خطر هم په پاکستان کي زیاتوي.

په ټوله کي، دا پرېکړه د پاکستان لپاره به لاندي پایلي ولري:
• د صادراتو د ۲ میلیارده ډالرو له بازار څخه بې‌برخي کېدل؛
• د روپۍ د ارزښت کمزوري کېدل؛
• د انفلاسیون لوړېدل؛
• د پانګي وتل او د نړیوال باور له منځه تلل؛
• د داخلي بې‌کارۍ او د عاید کمېدل؛
• د غیرقانوني اقتصاد پراخېدل؛
• او د سیمه‌ییز نفوذ کمېدل.

د دې اقتصادي پرېکړي اصلي پیغام دا دی چي افغانستان خپل تجارتي ځواک د وسلې په توګه وکاروي، او دا ځل پاکستان هغه هېواد دی چي د دې پرېکړي ټول بار او زیان ورپغاړه دی.
په اوسني وضعیت کي که پاکستان سمدستي اقدام ونه‌کړي، نو د دې پرېکړي منځنۍ موده اغېزي به د هغه د GDP پر ودي، د افراطیت د کچي پر زیاتېدو، او د سیاسي بې‌ثباتۍ پر فضا ژور اغېز وکړي.

و افغانستان ته د فرصتونو د تحلیل:

کله چي یو هېواد د خپل اقتصادي سیاست د وسلې په توګه کاروي، دا د هغه د خپلواکۍ نښه ده. د پاکستان د حکومت پر وړاندي د راکړي ورکړي په اړه وروستۍ پرېکړه چي له پاکستان سره یې ټول تجارتي اړیکي بندي کړي، په ظاهره یو فشار ښکاري، خو له اقتصادي لیدلوري دا پرېکړه یو نوی اقتصادي فصل پرانیزي. دا د افغانستان لپاره د درېیو بنسټیزو فرصتونو پیل دی:
(۱) د اقتصادي تنوع فرصت، (۲) د سیمه‌ییز بدیل بازار پراختیا، او (۳) د داخلي تولید د ودي او ځان‌بسیا فرصت.

۱. وارداتي تنوع او د سوداګرۍ د لارو بدلون فرصت

اقتصادي اصول وایي: «هرکله چي یو هېواد له یوې سرچینې یا یوه شریک پوري تکیه لري، هغه د خطر لاندي اقتصاد دی.»
افغانستان له ډېرو کلونو راهیسي د پاکستان د بندرونو او لارو سره تړلی و. کله چي دا تړاو پرې کېږي، هېواد اړ کېږي چي نوي بدیلي لاري او نوي تجارتي شبکې جوړې کړي.

اقتصادي ارزښت:
•دا پرېکړه افغانستان ته دا موقع ورکوي چي له ایران، ازبکستان، ترکمنستان، چین او تاجکستان سره د نوو ترانزیتي تړونونو پراختیا ته جدي ګامونه واخلي.
•د بندر عباس، چابهار، حیرتان او اقینه بندرونه کولای سي د نوي سوداګریز محور رول ولوبوي.
•د دریاب ته د مستقیم لاسرسي امکانات، افغانستان ته د ترانزیت د فیسونو په سپما او د صادراتو په وختي لېږد کي لويه ګټه ورکوي.

ددې کار منطق دادی، کله چي د پاکستان لاري وتړي، د ایران او منځنۍ آسیا له لاري سوداګري په طبیعي ډول ډېره ارزانه او باثباته کېږي، ځکه هلته سیاسي مداخله کمه او د ګمرکي تعرفو کنټرول هم منظم دی.
دا بدیل مسیرونه به په اوږدمهال کي افغانستان ته د خپل تجارتي مسیر د «تنوعي ځواک» حیثیت ورکړي.

۲. سیمه‌ییز نفوذ او جغرافیایي ارزښت لوړوالی

افغانستان د سیمه‌ییز اقتصاد د تقاطع نقطه ده.
کله چي دا هېواد خپله سوداګري له پاکستانه بېلوي او د منځنۍ آسیا او ایران پر لور متمرکزه کوي، نو د سیمي د اقتصادي محور په توګه راڅرګندېږي.

اقتصادي ارزښت:
•د منځنۍ آسیا هېوادونه (لکه ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان) د افغانستان له لاري د جنوبي آسیا مارکېټونو ته رسېدل غواړي.
•د افغانستان له لاري دا د ترانزیت مسیرونه جوړېږي، چي دا هېواد ته د ټرانزیتي فیسونو، سټوریج، لوژستیک او خدماتو له لاري سلګونه میلیونه ډالر عاید برابروي.
•دا بدلون د «افغانستان د جغرافیایي پوزېشن» اهمیت زیاتوي، چې دا یو Geo-Economic leverage ګڼل کېږي.

اقتصادي منطق:
په اقتصاد کي «Strategic Geography» یوه سرچینه ده — هغه هېوادونه چي د نورو د بازارونو منځګړي وي، په سیمه کې د قیمت او عرضه د سیاست قدرت لري.
افغانستان اوس دا موقع لري چي له واردوونکي څخه د تېرېدونکي او صادرونکي اقتصاد په لور ولاړ سي.

۳ د کورني تولید د ودې او ځان‌بسیا فرصت

د پاکستان د توکو د بندېدو سره، د افغانستان مارکېټ به د وارداتي خلا سره مخ سي.
هره وارداتي خلا د کورني تولید لپاره یو بازاري فرصت دی.
په اقتصاد کي دا مفکوره د Import Substitution Industrialization (ISI) په نوم یادېږي، یعني کله چي بهرني توکي بندېږي، کورني تولید ته د ودي زمینه برابریږي.

اقتصادي ارزښت:
•د کرني، خوراکي موادو، ساختماني توکو او درملو کورني تولید به زیات سي.
•کوچني او منځني شرکتونه (SMEs) به د نوو محصولاتو د تولید او بسته بندۍ په برخه کي پراختیا وکړي.
•د سوداګرۍ وزارت د مالي انګیزو (tax holidays او subsidy packages) له لاري دا سکتور پیاوړی کولای سي.

اقتصادي منطق:
کله چي واردات بند سي، محلي شرکتونه په طبیعي ډول د بازار ځای نیسي.
دا به د ظرفیت لوړوني (Capacity Building)، تخنیکي روزني، او ځان‌بسیا صنعت ته وده ورکړي.
په اوږدمهاله توګه دا د افغانستان د GDP په جوړښت کي د تولید برخه لوړه کوي، او د بهرنیو اسعارو د ضایع کېدو مخه نیسي.

۴ د صادراتو د تنوع او بدیلو بازارونو موندنه

افغانستان د زراعت، منرالو، وچو مېوو، غالیو او عضوي محصولاتو له مخي د نړۍ له غني هېوادونو څخه دی.
کله چي له پاکستان سره سوداګري بنده سي، حکومت اړ کېږي چي د خپلو محصولاتو لپاره نوي بازارونه پیدا کړي، چي دا په ځان کي یو ستراتیژیک اقتصادي فرصت هم دی.

اقتصادي ارزښت:
•د منځنۍ آسیا، ختیځي آسیا، ترکیې او عربي هېوادونو بازارونه اوس د افغان محصولاتو لپاره خلاصي دروازې لري.
•د ترانسپورټي تړونونو له لاري د صادراتو وخت او لګښت کمېږي.
•د صادراتي انحصار ختمېدل د اقتصاد ثبات زیاتوي.

اقتصادي منطق:
د یو بازار له لاسه ورکول که په لنډمهاله زیان وي، خو د څو بازارونو موندل د اوږدمهاله ګټي ضمانت دی.
افغانستان د خپلو محصولاتو لپاره د نوي «Regional Export Portfolio» جوړولو ته زمینه لري، چي دا به د هېواد د Current Account حالت ته ثبات ورکړي.

۵ د ملي هویت او اقتصادي خپلواکۍ پیاوړتیا

په تېرو دوو لسیزو کي د افغانستان سوداګري د نورو هېوادونو د سیاسي خوښي تابع وه.
دا پرېکړه په عملي ډول به د دې مفکورې پای ته ورسوي.
دا ځکه کله چي یو هېواد د خپلي سوداګرۍ لاره د خپل تصمیم پر بنسټ بدلوي، نو دا د Economic Sovereignty نښه بلل کیږي.

اقتصادي ارزښت:
•حکومت ته دا موقع ورکوي چي خپل تجارتي پالیسۍ د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم کړي.
•دا پرېکړه د داخلي تولید، د اسعارو کنټرول، او د مالي سیاست د استقلال په برخه کي یو قوي ګام یادېږي.

اقتصادي منطق:
اقتصاد د خپلواکۍ له سیاست څخه باید جلا نه‌سي.
کله چي افغانستان د خپل بازار دروازې د سیاسي اصولو پر ځای د اقتصادي ګټو پر بنسټ پرانیزي، نو دا به د هېواد د «اقتصادي حاکمیت» یو عملي ثبوت وي.

پایله او تحلیلي استنتاج

په تحلیلي ژبه، دا نوې پرېکړه درې لوی اقتصادي فرصتونه افغانستان ته ورکوي:

ستراتیژیک فرصت؛
اوږدمهاله ګټه
د وارداتي تنوع او بدیلو لارو جوړول؛
د ایران، منځنۍ آسیا او چین له لارې د نوې سوداګرۍ لارې؛
دترانزیت عاید؛
د انحصار ختمېدل؛
د کورني تولید او SME سکتور وده؛
د وارداتو خلا د محلي صنعت لپاره موقع جوړوي؛
ځان‌بسیا؛
د بیکارۍ کموالی
د صادراتو تنوع او سیمه‌ییز نفوذ؛
د نوو بازارونو موندل او د منځګړي هېواد رول؛
داقتصادي ثبات او ملي عاید زیاتوالی

افغانستان د دې پرېکړي له لاري د «انحصاري اقتصاد» له بندیزه ځان خلاصوي، او د «تبادلې اقتصاد» په لور ګام اخلي.
دا نه یوازي یو سیاسي دریځ دی، بلکي د اوږدمهالي اقتصادي خپلواکۍ د بنسټ‌کېدو یو اقتصادي تحول دی.

19/09/2025

زما نوې څېړنیزه مقاله د اندونيزيا د ماتارام پوهنتون د اسلامي اقتصاد او سوداګرۍ د پوهنځي تر چتر لاندي په معتبر علمي مجله کي خپره سوې ده. د مقالې موضوع د متشبثينو د بريا عوامل څېړي، په ځانګړي ډول د ټولنيز، مالي او اداري ملاتړ رول ته پاملرنه کوي. د دې څېړني یوه لویه ګټه داده، چي د کوچنيو او منځنيو کاروبارونو په اړه علمي بحثونه لا پياوړي کوي او د پاليسي جوړونکو او متشبثينو دواړو لپاره د عملي لارښوونو سرچينه ګرځېدای سي.

دغه علمي څېړنه څرګندوي چې د ښځينه متشبثينو د وړو او منځنيو کاروبارونو د پرمختګ لپاره بنسټيز عوامل د کورنۍ او ټولني ملاتړ، مالي سرچينو ته منظم لاسرسی، او د مسلکي مهارتونو د لوړولو فرصتونه دي. پايلي څرګندوي، چي د متشبثينو د وړتياوو پياوړتيا، د پانګي مؤثره کارونه، او د ښوونيزو پروګرامونو برخه‌اخيستنه کولای سي د کاروبار ثبات او پايداري تضمين کړي. د دې څېړني لوستل د هغو کسانو لپاره ارزښتناک دي چېي غواړي خپل کوچني او منځني کاروبارونه د علمي او عملي لارو چارو له مخي بريالي او دوام پذیر وګرځوي.

27/08/2025

________________________________________
📌 Description (YouTube)
🎥 In this video, you will learn how to perform and interpret Binary Logistic Regression in SPSS, explained step by step in Pashto language.
This analysis is widely used when the dependent variable has two outcomes (e.g., Yes/No, Success/Fail) and is highly important in social sciences, economics, health, education, and management research.
________________________________________
✨ What You’ll Learn
• Introduction to Binary Logistic Regression and its importance
• Types of variables (Categorical vs Continuous)
• Running logistic regression in SPSS
• Interpreting key outputs: Omnibus Test, Model Summary, Hosmer–Lemeshow Test, Classification Table, Exp(B)
• Practical and academic interpretation of results
________________________________________
🎯 Purpose of this Video
• To provide a practical guide for students, researchers, and academics.
• To make advanced statistical analysis easier in the Pashto language.
________________________________________
📊 Who is this Video for?
• Students and lecturers using SPSS in research.
• Researchers in economics, social sciences, education, medical, and management fields.
• Anyone who wants to apply logistic regression in practice.
________________________________________
👉 Don’t forget to Like 👍, Share 🔄, and Subscribe 🔔 for more statistics tutorials in Pashto.
________________________________________
⚡ Hashtags:

________________________________________

معلوماتي ليکنيد کتاب «تنبيه الغافلين باحاديث سيد المرسلين» لنډه پېژندنهلړ: ۱صفحې: ۲
10/07/2025

معلوماتي ليکني
د کتاب «تنبيه الغافلين باحاديث سيد المرسلين» لنډه پېژندنه
لړ: ۱
صفحې: ۲

08/07/2025

Reliability Analysis in Pashto (SPSS)

08/07/2025

Exploratory Factor Analysis (SPSS) in Pashto

07/07/2025

په څېړنه کي د نمونه ټاکني ميتودونه

02/06/2025
12/10/2024

کله چي افغانۍ د ډالرو پر وړاندي ارزښت لوړ کړي او په محلي بازار کي د وارداتي توکو بیي راټیټې نه سي، نو دا د څو منفي اقتصادي اغیزو لامل ګرځي. دلته ځیني اصلي پایلي او احتمالي حلونه غواړم ستاسو حضور کي یاد کړم:

منفي اقتصادي اغیزي:

1. د مصرف کوونکي د پیرود ځواک کميږي:
• د افغانیو د پیاوړي کیدو سره سره، محلي مصرف کوونکي د وارداتي توکو د ټیټو بیو څخه ګټه نه اخلي، چي له وجهي یې د پیرودلو ځواک کي د پام وړ زیان رامنځته کوي. مصرف کوونکي احساس کوي چي د اسعارو د ارزښت اقتصادي ګټي دوی ته نه رسیږي، کوم چي کولای سي د مصرف کوونکي باور کم کړي او په ټولیز ډول مصرف هم را کم کړي.

2. انفلاسیون
• کله چې د اسعارو د لوړوالي سره سره د وارداتي توکو بیي لوړي پاته سي، دا کولای سي داسي وضعیت رامینځته کړي چیري چي انفلاسیون دوام پیدا کړي (د لوړي بیي له امله) حتی که اقتصادي وده هم ورو واوسي. د انفلاسیون او جمود دا ترکیب کولای سي په ټولیز اقتصادي ثبات منفي اغیزه وکړي.

3. د کورنیو تولیدونکو لپاره د سیالۍ وړتیا له منځه وړل کیږي:
• کورني تولیدونکي ممکن خپل توکي د وارداتي محصولاتو په پرتله لږ سیالي ومومي، ځکه چي د افغانیو ارزښت د عمده پلورونکو لپاره واردات ارزانه کوي مګر د پرچون نرخونو ټیټ نرخونو ته نه تمایل کیږي. دا متحرک کولای سي محلي صنعتونو ته زیان ورسوي، په ځانګړي توګه هغه چي د وارداتو سره سیالي کوي، چي د بازار ونډه کموي او احتمالي د کار د نشتون له وجهي بیکارۍ رامنځته کوي.

4. د نابرابرۍ زیاتوالی:
• د توکو لوړ نرخونه په غیر متناسب ډول د ټیټ عاید کورنۍ اغیزه کوي، ځکه چي دوی د خپل عاید لویه برخه په اړینو توکو لکه خوراکي توکو او جامو مصرفوي، چي ډیری یې وارد سوي وي. دا کولای سي د عاید نابرابرۍ پراخه کړي ځکه چي بډایه مصرف کونکي د نرخونو بدلونونو جذبولو وړتیا لري، پداسي حال کي چې ي بې وزله کورنۍ به ورسره مبارزه کوي.

5. د سوداګرۍ توازن خرابول:
• که چیري د وارداتي توکو بیه راټیټه نه سي په داسي حال کېي چي کورني توکي د اسعارو د لوړوالي له امله په بهر کې نسبتا ګران سي، افغانستان به د سوداګرۍ توازن له خرابیدو سره مخ سي. دا کولای سي د صادراتو عاید کم کړي او ممکن په وارداتو تکیه زیاته کړي او محلي تولید کونکو ته نور زیان ورسوي.

احتمالي حل لاري:

1. د تنظیمي نظارت پیاوړتیا:
• حکومت کولای سي مقررات معرفي یا پیاوړي کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چي کله د اسعارو ارزښت لوړ سي، سوداګر مجبور دي چي د وارداتو ټیټ لګښت منعکس کولو لپاره نرخونه تنظیم کړي. پدې کي د نرخ مارک اپ څارنه او کنټرول شامل کیدلای سي یا په سوداګرۍ باندي جریمې لګول شامل وي چي د مصرف کونکو ته سپما کولو پرته له وضعیت څخه ګټه پورته کوي.

2. د وارداتو په سکټور کې د لوړي سیالۍ هڅول:
• د واردونکو او پرچون پلورونکو ترمنځ د سیالۍ هڅول کولای سي د نرخونو په راټیټولو کي مرسته وکړي. پدې کي کیدلای سي د انحصاري کړنو کمول، د ډیرو واردونکو ننوتلو هڅول، یا د وارداتو تعرفو کمول او د ټول وارداتي لګښتونو کمولو خنډونه شامل وي. د سیالۍ زیاتوالی به په شرکتونو فشار راوړي چي نرخونه تنظیم کړي.

3. د قیمت د څارني میکانیزمونه پلي کول:
• د مهمو وارداتي توکو د نرخونو د څارني لپاره د یوې خپلواکي ادارې جوړول. د اسعارو د تغییر او پرچون نرخونو ترمنځ د توپیرونو په پیژندلو سره، حکومت کولای سي د اړتیا په صورت کي د نرخونو تنظیم کولو، منسجم کولو یا هڅولو لپاره مداخله وکړي، او ډاډ ترلاسه کړي چي د اسعارو ګټي مرصفوونکو ته ورسیږي.

4. د وارداتو ځایی بدیل هڅول:
• د وارداتو د ځای په ځای کولو لپاره په کورنیو صنعتونو کي پانګونه باید وهڅول سي. په ځانګړې توګه د اړتیا وړ توکو لپاره. دا د محلي تولید کونکو لپاره د هڅوني، د ټیکنالوژۍ لیږد، یا سبسایډي له لاري ترلاسه کیدلای سي. د محلي تولید یو پیاوړی سکتور په وارداتو تکیه کموي او هیواد ته اجازه ورکوي چي نرخونه ښه کنټرول کړي.

5. د وارداتو او صادراتو پالیسي ښه کول:
• د بازار د بدلیدونکي شرایطو د منعکس کولو لپاره د وارداتو صادراتو پالیسي بیاکتنه او احتمالي اصالحات راوستل سي. پدې کي په اړینو توکو بانذي د تعرفو کمول یا شرکتونو ته د مالیې معافیت چمتو کول شامل دي چي مصرف کونکو ته د پیاوړي اسعارو سپما ښيي. د صادراتو سبسایډي هم معرفي کیدلای سي ترڅو د کورنیو تولیدونکو سره په نړیواله کچه سیالي همداسي فعاله پاته سي.

6. عامه پوهاوی او د مصرف کونکو ملاتړ:
• عامه کمپاینونه پیل باید پیل سي ترڅو د پیرودونکو پوهاوی د دوی د حقونو او د متوقع نرخ کمولو په اړه لوړ کړي. د مصرف کونکي پیاوړي مدافع ډلي کولای سي په سوداګرۍ فشار راوړي ترڅو نرخونه راټیټ کړي، پدې پوهیدل چي باخبره مصرف کوونکي به د بازار شرایطو پراساس د مناسب قیمت غوښتنه وکړي.

د دې منفي اغیزو په حل کولو سره د تنظیمي او د بازار د انډول مطابق پرمخ وړل سوي تګلارو له لاري، د افغانیو د ارزښت د لوړېدو ګټي په اغیزمنه توګه د هیواد په اقتصاد ي دوران کي څرخ خوړلای سي، د محلي اقتصاد په ثبات او د مصرف کونکو هوسایني ته وده ورکولو کي به په مثمره توګه لاري هواري کوي.

Address

Kabul
1002

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashtoon Academy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Pashtoon Academy:

Share