Shaheer Omar poultry.com/ شرکت خدمات مرغداری شهیر عمر

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • Shaheer Omar poultry.com/ شرکت خدمات مرغداری شهیر عمر

Shaheer Omar poultry.com/ شرکت خدمات مرغداری شهیر عمر د شهیر عمر مالدارۍ شرکت خپلو هېوادوالو ته غوښین چرګان، دانه، درمل او د فارمونو خدمات وړاندې کوي

29/07/2025
29/12/2022

Improve poultry farm management on sanitation
د حفظ الصحی پواسطه د مرغداری پرمختګ

نن سبا د چرګانو په فارمونو کی د ناروغې مسئله په هر ځای کی د پراخه مشکلاتو څخه شمیرل کیږی
په یوه ساحه کی د فارمونو د تعداد ډیروالۍ او څنګ په څنګ جوړیدل د ناروغیو کنټرول د زیات مشکل سره مخامخ کوی
او همدا راز د چرګانو په فارمونو کی د ناروغیو ښکاره کیدل د مستقیم او غیر مستقیم تاوان سبب ګرځی نو اړینه ده چی پدغه برخه کی تر ټولو ډیره توجه حفظ الصحی ته وشی ځکه چی د حفظ الصحی پواسطه د ناروغیو مخنیوی فوق العاده اهمیت لری او د تداوی څخه مهم دی او د چرګانو هغه وایروسی ناروغی چی اطمینانی تداوی نلری کولای شو ددی لاری کنټرول کړو
او همدا راز د حفط الصحوی شرایطو تر څنګ باید د ناروغیو د مخنیوی لپاره د چرګانو په خوراکه کی د اڼتی بیوټیکو استعمال ، د ضد عفونی اصولو مراعات کول او د مختلفو ناروغیو په وړاندی د لازمو واکسینونو څخه هم باید استفاده وشی

ډاکټر شکرالله “ سمیر “

22/12/2022

جوجه 11 روزه، شهیر عمر.

14/12/2022

Farm site selection !
د فارم لپاره د ساحی یا موقیعت انتخاب چی د ښه فارمدارۍ لپاره یو له مهمو کارونو څخه شمیرل کیږی.
کله چی فارمداران یو فارم جوړوی, نو لومړی د هغوی په ذهن کی د ساحی د انتخاب موضوع ګرځي.
د مناسب ځای انتخاب د چرګانو په روزنه کی یو له مهمو فکټورونو څخه دی ځکه چی د سرمایی زیاته برخه پری مصرفیږی
کچیری د چرګانو لپاره مناسب (Sheed) صالون جوړ شی خو مناسب موقیعت ورته نه وی انتخاب شوی نو فارمر هغه هدف ته نشی رسیدلی کوم یی چی په نظر کی نیولی وی هیڅ وخت ښه تولید د مناسب محیط څخه پرته لاسته نشی راتلی د مناسب محیط څخه هدف به دا نه وی چی د فارم په ساختمان ډیر لګښت شوی وی بلکی هغه اسانتیاوی او ځانګړنی باید ولری چی د یو فارم لپاره ضروری دی. هغه عمده ټکی چی د فارم د ساحی په انتخاب کی باید په نظر کی ونیول شی په لاندی ډول دی!
- د فارم ساحه باید مناسب محیط او تازه آب و هوا ولری ، داسی ساحه نه وی چی اقلیمی شرایط یی ډیر شدید وی یعنی ډیره سړه او ډیره توده سیمه نه وی
- فارم باید په خاره ځمکه باندی جوړ شی خو کچیری خاره ځمکه نه وی نو په زراعتی ځمکه یی هم جوړولای شو
- د ځمکی سطحه باید همواره وی لوړی او ژوری باید ونلری
- ځمکه باید لنده بل ونلری یعنی په جبه زارو ساحو کی باید فارم جوړ نشی
- د خلکو د ګڼی ګوڼی له ځایونو باید فاصله ولری یعنی د پارکونو ، فابریکو ، نورو فارمونو ، عمومي ترانزیټی لارو ، کلیو او کورونو سره نژدی نه وی
- کومه ځمکه چی د فارم لپاره انتخابیږی باید قانونی یا حقوقی مشکل ونلری
- د فارم ساحه باید یو فرعی سړک ولری تر څو د فارم د ضرورت وړ مواد په اسانۍ سره فارم ته انتقال شی
- داسی ساحه باید انتخاب شی چی د پاکو او صافو اوبو درلودونکی وی
- د فارم ساحه باید د وحشی ژوو او الوتونکو نه په امن وی
او پکار ده چی دی ته ورته نور ډیر ټکی په نظر کی ونیول شی ځکه له یوی خوا د فارم په اقتصادی اړخ ډیر تاثیر لری او بلخوا د مساعدی ساحی انتخاب د چرګانو سلامتیا لپاره ګټور تمامیږی

12/12/2022

درنو هیوادوالو!
د شهیر عمر د کرنې او مالداری شرکت د دې فیسبوک پاڼې له لارې تاسو ټولو ته ښه راغلاست وایي. لکه څرنګه چې خبر یاست، د شهیر عمر شرکت په دې وروستیو کې په کابل ولایت کې په کار پیل کړی دی او رسماً د کرنې، اوبو لګولو او مالداری وزارت سره ثبت او راجستر دی.
د کابل او ولایتونو په بازارونو کې شته خلا ته په کتو سره، د شهیر عمر شرکت مسئولینو لازمه وګڼله چې د هیواد په آبادی او پرمختګ کې خپله ونډه ادا کړي او هغه څه چې ممکن او لازم وي ترسره یې کړي. په اساسي توګه، د شهیر عمر شرکت ‍‍پالیسي دا ده چې په مارکیټ کې مثبت رقابت عام او بازار معیاري شي. د تقابل او منفي رقابت څخه په کلکه ډډه کو او نورو څخه هم غواړو چې د تقابل او منفي رقابت څخه جداً لاس واخلي. ځکه چې دا د ځان او ولس په زیان بولو.
د هیوادوالو اقتصادي او اجتماعي وضعیت ته په کتو سره، شهیر عمر شرکت دا د وخت ټینګه اړتیا ګڼي چې په «لوړ کیفیت او ټیټ قیمت» سره خدمات وړاندې کړي او دا مو د پالیسۍ برخه دی.
د دې ترڅنګ، شرکت هڅه کوي چې په خپله کاري محدوده کې هیوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړي او دې ځوریدلي ولس ته د یوې ګولې دوډۍ د پیداکولو زمینه برابره کړي او په دې برخه کې خپل سهم ادا کړي.
دمګړی، د شهیر عمر شرکت د یو مجرب، متعهد او مسلکي ټیم به درلودلو سره، په لاندې برخو کې خپلو درنو هیوادوالو ته خدمات وړاندې کوي:
۱ – د یو مجرب او متخصص ډاکتر له خوا د امراضو تشخیص او د با کیفیته درملو تجویز؛
۲- د کورنیو او بهرنیو شرکتونو/هیوادونو د دانې عرضه کول؛
۳ – په خپل وخت، کابل او ولایتونو کې د ژوندیو چرګانو توزیع کول؛
۴ – د نړۍ له مشهورو کمپنیو څخه د فارمونو اړوند د هر ډول تجهیزاتو او وسایلو عرضه کول؛
۵ – د فارمونو او چرګانو اړوند د مسسکلي مشورو د خدماتو وړاندې کول.

موږ سره اړېکه ونيسئ !07901120340789558855
12/12/2022

موږ سره اړېکه ونيسئ !
0790112034
0789558855

 #موږ خپل خدمات تاسو ته په عمل کي ثابت و !د اړیکو شميري :079011203407895588550707419584
11/12/2022

#موږ خپل خدمات تاسو ته په عمل کي ثابت و !
د اړیکو شميري :
0790112034
0789558855
0707419584

Address

Kabul

Telephone

+93790112034

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shaheer Omar poultry.com/ شرکت خدمات مرغداری شهیر عمر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Shaheer Omar poultry.com/ شرکت خدمات مرغداری شهیر عمر:

Share