18/01/2025
ډیره ښکلي او د عبرت څخه ډکه کیسه!"
لوستل یې ضرور دي، قدرمنو!"
په بصره کې يو عابد انسان وه، مرض او ويرې او ژړا ډير ډنګر کړی وه، کله چې ورته مرګ راغی، اهل او عيال ترې ګرد چاپيره ناست او په ژړا ول، نو ورته يې وويل: ما راکينوئ، چې را کيناست، پلار ته يې وويل: پلار جانه ته ولې ژاړې؟
پلار يې ورته وويل: ستا په جدايۍ او د ځان په تنهايۍ.
مور ته يې مخ واړاوه چې مورجانې تا څه شی ژړوي؟
مور وويل: ستا په مرګ به زه بوره شم او د زهرو جام به په سر واړوم.
ښځې ته يې وکتل: تا څه شی ژړوي؟ ښځې وويل: کونډتوب او د بل احتياج مې ژړوي.
اولادونو ته يې مخ واړاوه چې تاسو ولې ژاړئ؟ ټولو په يو اواز وويل: د يتيمتوب ذلت او بې عزته د نيستۍ ژوند ته ژاړو.
نو په دې وخت کې يې ټولو ته وکتل او په ژړا شو، هغوی ترې پوښتنه وکړه چې ته ولې ژاړې؟
نو ده وويل: تاسو ټول د خپل ځان لپاره ژاړئ، يو هم پکې نشته چې زما لپاره وژاړي.
داسې څوک درکې نشته چې زما اوږد سفر ته ژاړي؟
داسې څوک درکې نشته چې زما لږ عمل ته ژاړي؟ داسې څوک درکې نشته چې زما د خاورو بستر ته ژاړي؟ داسې څوک درکې نشته چې زما د قيامت د ورځې حساب او سخت حالت ته ژاړي؟ داسې څوک درکې نشته چې رب الارباب مخې ته زما اودريدلو ته ژاړي؟
بيا پړمخې ولويد چې ويې کتل سړی مړ وه.
دوکتور : إظهار الحق عزيز
:
که مو لیکنه پوره لوستلي نو په کمینټ کي (🌷 جزاک الله خیرآ 🌷) ولیکي.
د ثواب په نیت یې، نورو ملګرو سره شریک کړئ!