Relaxation 8K

Relaxation 8K Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Relaxation 8K, Business service, Kabul.

14/11/2022
د HP کمپنۍ ولې د ايچ پي په نامه یادېږي؟!!!د HP ستره کمپنۍ چې په نورو برخوسربېره د کمپيوټرونو او پرېنټرونو د جوړولو په بر...
02/11/2016

د HP کمپنۍ ولې د ايچ پي په نامه یادېږي؟!!!

د HP ستره کمپنۍ چې په نورو برخوسربېره د کمپيوټرونو او پرېنټرونو د جوړولو په برخه کې په نړۍ کې مشهورشرکت دی، د دوو کسانو هيولټ بيل او پاکارډ ډيو له خوا يې بنسټ اېښودل شوى، دا دوه کسان په لومړيو کې په دې نه سره جوړېدل چې په خپلې کمپنۍ د هيولټ پاکارډ نوم کېږدي يا د پاکارډ هيولټ. ځکه هريوه یې غوښتل چې له بل څخه یې نوم مخکې راشي.
نوبالاخره یې پچه سره واچوله، چې د هيولډ بېل نوم پکې لومړی راووت،نو له هغه وروسته یې د هيولټ بېل نوم د شرکت د لومړى تورى (H)او د پاکارډ د نوم د سر تورى (P)يې د دويم توري په توګه وټاکه. نو ځکه نن سبا د HP په نامه مشهور دی.

26/10/2016
د توپاني وريځو په ډول ښکلي لاسپيکرونه چې د بلوټوت له لارې له موبايلونو سره وصل کولای شئ!د ريچارډ کلرکسن په نامه يوه ډيزا...
12/10/2016

د توپاني وريځو په ډول ښکلي لاسپيکرونه چې د بلوټوت له لارې له موبايلونو سره وصل کولای شئ!

د ريچارډ کلرکسن په نامه يوه ډيزاينر له Crealev شرکت سره په ګډه داسې لاسپيکرونه جوړ کړي دي چې کټ مټ دسختو توپاني ورېځو په ډول ښکاري ، دا سپينو ورېځو ته ورته لاسپيکرونه له پليسټر اليافو څخه جوړ شوي دي او مقناطيسونه پکې داسې کارول شوي چې له خپلې اصلي پايې څخه څو سانتي متره لوړ بې له کومې پايې لکه ورېځې په هوا کې تاوېږي. يوه بله جالبه پکې داده چې ددې لاسپيکرونو (ورېځو) په منځ کې داسې (LED )څراغونه نصب شوي دي چې د موسيقي له غږ سره خپله رڼا رنګارنګ کوي او هم يې رڼا تېزېږي، او کټ مټ لکه په ورېځو کې د برېښنا په ډول ښکاري، که څه هم دایې لومړنۍ نمونې دي، خو ډېر ژر به په پرېمانه توګه بازارته راشي.

08/10/2016
د وای فای د اېښودلو او ورته کېناستلو ښه ځای کوم دی؟که چېرته مو کمپیوټر او موبايل (سمارټ فون) د هوا له لارې په (بې سيم ډو...
26/09/2016

د وای فای د اېښودلو او ورته کېناستلو ښه ځای کوم دی؟

که چېرته مو کمپیوټر او موبايل (سمارټ فون) د هوا له لارې په (بې سيم ډول) له انټرنيټ سره وصل وي نو تاسې له وای فای موډيم سره وصل شوي ياست.
ددې لپاره چې له دغه دوديز د هواوې کمپنۍ وای فای چې سيم کارت ور اچول کېږي او په بېټريو تر ۴ ساعته يا له هغه څخه ډېر کار کوي ، په موبايل او لپ ټاپ کې له فول شبکې او څپو څخه برخمن شوو،او د وای فای سيګنالونه او څپې په ښه او پوره ډول ستاسې کمپيوټر او موبايل ته درورسېږي ، وای فای موډيم د کور په منځ يا د اتاق په منځ کې په تر ټولو لوړ ځای نصب او کېږدئ چې مخه یې خلاصه وي،ځکه چې راډيويي سيګنالونه له فلزي موانعو او کانکرېټي دېوالونو څخه په سختي تېرېږي.او هم به د تري جي انټرنيټ څپې لکه د ايف ايم راډيو څپې مخامخ ځغلي، ځکه د کور په ځينو اتاقونو کې تري جي سم کار نه کوي او دا چې د وای فای سيګنالونه د څپو په ډول حرکت کوي نو په هغه وخت کې ښه کار ورکوي چې وای فای له تاسې جګ او په لوړ ځای کې وي.ځکه چې په عمودي ډول یې د سيګنالونو حرکت قوي دی.
ددې پر ځای چې وای فای موډيم په ځمکه کېږدو کم ازکم په يوه مېز او يا د کور او اتاق په داسې ځای کې یې نصب کړئ چې د باندې يا خلاص لوري ته نږدې وي.
همدارنګه هغه سيګنالونه چې له دباندې څخه ستاسې لخوا د نصب کړي وای فای څخه ستاسې اتاق ته راځي د اتاق په منځ کې یې ځواک ډېر دی نو که غواړئ چې په لپ ټاپ او موبايل کې مو د وای فای سيګنل فول وي نو د کوټې په منځ کې کېنئ.
وای فای موډيم بايد له فلزاتو سره په خوا کې په ځانګړي ډول المونيمو سره کېنښودل شي، ځکه دا فلز د وای فای موډيم د سيګنالونو مخنيوی کوي.

۱۰۰۰ جي بي ميموري هم جوړه شوه!د ميموري کارټونو جوړولو مشهور شرکت سن ډيسک SanDisk چې مخکې یې تاسې د بېلابېلو ميموري ګانو ...
23/09/2016

۱۰۰۰ جي بي ميموري هم جوړه شوه!

د ميموري کارټونو جوړولو مشهور شرکت سن ډيسک SanDisk چې مخکې یې تاسې د بېلابېلو ميموري ګانو او فلشونو په اړه زموږ له پاڼې لوستي و او په بازار کې مو ليدلي دي،او په ۲۰۱۴ کال کې مو ددې کمپنۍ د ۵۱۲ جي بي ميموری په اړه درته ويلي وو خو اوس یې په خپل تازه اقدام کې په نړۍ کې د ظاهراو شکل په حساب تر ټولو کوچنۍ خو د داخلي ظرفيت او حافظې په حساب تر ټولو بهترين ميموري کارت جوړ کړ، دا ميموري کارټ يو ټي بي (۱۰۰۰ جي بي) ظرفيت لري. ددې ميموري کارټ بيه تر اوسه نه ده معلومه خو کېدای شي بيه يې يو څه لوړه وي، چې د ۴کې او ۵ کې ويډيوګانو د ذخيره کولو لپاره ښه ميموري کارټ وي.
د سن ډيسک کمپنۍ لومړی ځل ۱۶ کاله مخکې ميموري کارټ جوړ کړی و، چې ۶۴ ايم بي و، چې دا ميموري کارټ یې له هغه څخه ۱۶ زره او ۳۸۴ ځلې ډېره ډېټا ځايوي.

د کمپيوټر او موبايل کاروونکي دې ارومرو دا ولولي!۲۰ – ۲۰ – ۲۰ – ۲۰ د کمپيوټراو موبايل کارونکو د سترګو لپاره ډېر مهم دي!د ...
20/09/2016

د کمپيوټر او موبايل کاروونکي دې ارومرو دا ولولي!

۲۰ – ۲۰ – ۲۰ – ۲۰ د کمپيوټراو موبايل کارونکو د سترګو لپاره ډېر مهم دي!

د ډيلي ميل د راپور له مخې د کمپيوټراو موبايل کارونکي کولای شي، دخپلو سترګو ستړيا د يوه اسانه ورزش په ترڅ کې ورکه او ارامه کړي .
د څېړونکو د خبر له مخې دا ساده ورزش دادی چې هر کمپيوټر کارونکی بايد په ۲۰ دقيقو کې ۲۰ ثانيې پرلپسې سترګې رپول او همدارنګه د کمپيوټر له ښېښي ۲۰ فوټه (شپږمتره) لرې يوه شي ته د شلو ثانيو لپاره کتل او پر هغه د خپلو سترګو د نظر تمرکز کول.
د ۲۰ – ۲۰ – ۲۰ – ۲۰ (چې په شلو دقيقو کې شل ځلې پرلپسې سترګې رپول او د شلوثانيو لپاره شل فوټه لرې شي ته کتل او د نظر تمرکز پرې کول مانا لري) د کمپيوټر د کارونکو لپاره هغه اسانه لار ده چې په نړۍ کې په سلهاوو ميلونه کسان کمپيوټر ته د کتلو له امله د سترګو د ستړيا په مشکل اخته دي.
د کمپيوټر کارونکي چې هر وخت د سترګو د خشکي، او ستړيا ، سردرد، د غاړې او بندونو درد ولري، که چېرته دا مشکل روزانه وي، نو بیا دې ډاکټر ته مراجعه وکړي
هغه کسان چې له پورته يادوو ستونزو کړېږي زياتره هغه کسان دي، هر ورځ دری يا تر دې ډېر ساعتونه د کمپيوټر ته کېني،چې کېدای شي د سترګو درد او طبي عينکو په سترګو کولو ته يې مجبور کړي.
د دامريکا د تکزاس پوهنتون د سوت ویسټرن طبي مرکز څېړونکی ډاکټر ايډوارډ منډلسن پر دې تاکيد کوي،چې په هرو شلو دقيفو کې بايد شل ثانيې سترګې په مسلسل ډول ورپول شي ، چې دا د سترګو د ستړيا، خارښ، سوي او خشکي له ورک کولو سره کومک کوي.

فلش ته د شفر (پاسورډ) ورکول!په فلش کي مهم مالومات لرئ او نه غواړئ چې د ورکېدو په صورت کې د بل چا لاس ته ورشي نو فلش ته م...
07/09/2016

فلش ته د شفر (پاسورډ) ورکول!

په فلش کي مهم مالومات لرئ او نه غواړئ چې د ورکېدو په صورت کې د بل چا لاس ته ورشي نو فلش ته مو شفر/ پاسورد ورکړئ،او ځان ډاډمن کړئ.

ډېر ساده او اسانه دا کار(فلش ته شفر ورکول) کولای سو،لاندي لارښووني یو په یو عملي کړئ څو فلش مو شفر لرونکی سي:

۱-فلش مو له کمپیوټر سره وصل کړئ.

۲- د پیل (start) مینو کلیک کړئ او په لټون ځای کې bitlocker ولیکئ او بیاbitlocker drive encryption کیلک کړئ.

۳-په وروسته مرحله کې د ټاکلي ډرایو یا فلش پر turn on bitlocker کلیک وکړئ.

۴. خپل پاسورډ ولیکئ او پر next کلیک وکړئ.

۵-اوس تاسو ته دوه اپشنونه یا انتخابونه مخته راځي په لومړي اپشن recovery key سره کولای سئ پاسورډ د یو فایل په ډول ثبت کړئ څو د هیري په وخت کې ورڅخه استفاده وکړئ او دوهم ايشن د همدې پاسورد فایل درته چاپوي.(که پرینټر نصب وي)

۷-بیا پر next کلیک وکړئ.

۸-خپل مخکینی پاسورد د تایید لپاره بیا ولیکئ او پر start encrypting کلیک وکړئ.(ځیني کمپیوټرونو کې بیا پاسورد لیکل نه غواړي)

۹-اوس ستاسو فلش پاسورد لرونکی سو،او هدف ته ورسېدلاست(ځیني وخت کله چي فلش د data ډک وي نو پاسورډ اخیستل وخت نیسي.)

اوس د دې لپاره چې وګورئ چي ایا فلش مو شفر لرونکی سوی دی او که نه؟ د دې تشویش د رفع کولو لپاره مو فلش د بل کمپیوټر سره وصل کړئ او وګورئ چي فلش مو پاسورډ لرونکی سوی دی،اوس نو فلش ته د ننوتو لپاره همدا پاسورډ کاروئ او د ورکېدو په صورت کي د بل کس د ننوتو څخه ډاډه اوسئ.

له فلش څخه د پاسورډ بیرته لیري کول:

۱-فلش له کمپیوټر سره وصل کړئ

۲-پر start مینو کلیک وکړئ،په لټون ځای کې bitlocker ولیکئ،bitlocker کلیک کړئ او بیا پر bitlocker drive encryption کلیک وکړئ.

۳-اوس پرturn off bitlocker کلیک وکړئ او وروسته decrypt drive کلیک کړئ،تر اخیرني کلیک وروسته مو فلش بلکل له پاسورډه خلاص او د مخکې په ډول سو.

یادونه: پورته د شفر ورکولو کړنلاره یواځي فلش ته د شفر ورکولو لپاره نه بلکي ډرایو،باندیني هارډیسک او نورو ذخیروي الاتو (storage devices) لپاره هم کارولی

د کمپيوټر جوړولو مشهورې کمپنۍ ايسر د Acer Predator 21 په نامه د ګېم کولو(ګېمرانو) لپاره يو چټک، کلک او غټ لپ ټاپ کمپيوټر...
05/09/2016

د کمپيوټر جوړولو مشهورې کمپنۍ ايسر د Acer Predator 21 په نامه د ګېم کولو(ګېمرانو) لپاره يو چټک، کلک او غټ لپ ټاپ کمپيوټر د ټيکنالوجيکو توکو په روان نړيوال نندارتون IFA کې د جرمني په برلين کې نندارې ته وړاندې کړ. دا لپ ټاپ اته کيلو ګرامه وزن لري، ۲۱ اينچه خم شوی سکرين ، د لپ ټاپ ځينې برخې کولای شئ له لپ ټاپ څخه بېلې کړئ، د روښانه کولو لپاره دوه پاور سپلايي پکې نصب شوې دي، د يخولو لپاره پکې ۵ پکې کارول شوې، ريم یې ۶۴ جي بي دی،په يو وخت پکې ۵ هارډيسک کارولی شئ،خپل هارډيسک یې ۴ ټېرابايټه دی، بيه یې ۵۰۰۰ امريکايي ډالر ده.او د راتلونکي ۲۰۱۷ کال په جنوري څخه به بازار ته راشي.

Address

Kabul

Telephone

+93782801901

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Relaxation 8K posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Relaxation 8K:

Share