Engineer Hakimullah wolasmal

Engineer Hakimullah wolasmal Asia Trvel agent

21/02/2017

دالله ج د ۹۹ نومونو ژباړه:

الله ج رحمان دى : زيات مهربانه .
رحيم : رحم كونكی
الملك : حقيقي پاچا .
القدوس : زيات سپېڅلی.
السلام : دهرعيب څخه سلامت .
المؤمن : ومؤمنانو ته دعذاب څخه امن وركونكی.
المهيمن : ساتونكی.
العزيز : پر هر چاباندي غالب .
الجبار : دټولو چارو سمونكی .
المتكبر : دلويۍ څښتن .
الخالق : دهر شي پيداكونكی.
البارئ : بې مثله .
المصور : تصوير وركونكی .
الغفار : زيات بخښونكی.
القهار : پرهرشي باندي برلاسي .
الوهاب : دبدلې پرته وركونكی.
الرزاق : زيات روزي اورزق وركونكی وټولو مخلوقاتو .
الفتاح : خلاصونكي درحمتونو عامو اوخاصو ته .
العليم : په ټولو پټو اوښكاره شيانو باندي علم لرونكی.
القابض : دبندګانو دزړو تنګونكي اوروح قبض كونكی .
الباسط : دزړونو اوروزۍ خلاصونكی .
الخافض : كښته كونكی.
الرافع : دخپلو دوستانو دمرتبو لوړونكی .
المعز : عزت وركونكی.
المذل : خوارونكي .
السميع : زيات اوريدونكی .
البصير : زيات ليدونكی .
الحكم : حكم وركونكی .
العدل : انصاف كونكی .
اللطيف : دخپلو دوستانو سره نرمي كونكی .
الخبير : زيات خبردار.
الحليم : زغم كونكی .
العظيم : زيات لوي ذات دي .
الغفور : زيات بخښونكی .
الشكور:دلږ نېك كارپه بدله كي زياته مزدوري وركونكی.
العلي : زيات لوړ .
الكبير : دومره لوي چي ترهرڅه زيات وي چي انسان يې فكر كوي .
الحفيظ : دټولو مخلوقاتو ساتونكي .
المقيت : ټولو مخلوقاتو ته قوت وركونكي .
الحسيب : حساب اخستونكي .
الجليل : زيات لوي .
الكريم : زيات سخاكونكي .
الرقيب : زيات ساتونكي .
المجيب : دعا قبلونكي .
الواسع : پراخي راوستونكي .
الحكيم : دحكمت څښتن .
الودود : په زړونو كي محبوب .
المجيد : سخا يې بيخي زياته ده .
الباعث : مړي دقبرو څخه پورته كونكي .
الشهيد : په پټو اوښكاره شيانو باندي خبردار .
الحق : شتون يې ثابت دي .
الوكيل : دبندګانو چاره كونكی.
القوي : زيات ځواكمن .
المتين : زيات محكم چي په هيڅ كار كي نه ستړي كيږي .
الولي : دمؤمنانو دوست .
الحميد : ستايل سوی.
المحصي : دټولو مخلوقاتو دشمير لمخي اداره كونكى .
المبدئ : دهرشي لومړي پيداكونكی .
المعيد : دوهم ځل ګرځونكی.
المحي : ژوندی كونكی.
المميت : مړ كونكی .
الحي : تل ترتله ژندی.
القيوم : په خپله قائم اودنورو قائمونكی.
الواجد : بي پروا.
الماجد : لوی.
الواحد : په ذات اوصفاتو كي يودئ.
الصمد : بې نيازه اوبې احتياجه دئ.
القادر : زيات توانا دئ.
المقتدر : خپل واك څرګندونكی دئ.
المقدم : وړاندي كونكی دهغه شي دئ چي دوړاندي والي وړتيا لري .
المؤخر : وروسته كونكی دهغه شي دئ چي دوروسته والي وړتيا لري .
الاول : دهرشي لومړی دئ .
الآخر : دهرشي وروستی دئ.
الظاهر : په نښانو اودلايلو سره ښكاره دئ .
الباطن : دخلګو دسترګو څخه پټ دئ.
الوالي : دهرشي مالك دئ.
المتعالي : دمرتبې لمخي زيات لوړدئ.
البر : پر خپلو بندګانو باندي احسان كونكی دئ.
التواب : توبه قبلونكی دئ.
المنتقم : بدله اخستونكی دئ.
العفو : بخښه كونكی دئ.
الرؤف : زيات مهربانه دئ.
مالك الملك : دټولو موجوداتو مالك دئ.
ذوالجلال والاكرام : دلويۍ او وركړي څښتن دئ.
المقسط : دعدل اوانصاف څښتن دئ.
الجامع : دقيامت په ورځ دټولو مخلوقاتو يوځای كونكی دئ.
الغني : بي پروا دئ.
المغني : بې پرواكونكی دئ.
المانع : دتاوانو څخه ژغورونكی دئ.
الضار : ضرر رسونكی دئ.
النافع : ګټه رسونكی دئ.
النور : روښنايي كونكی دئ.
الهادي : دسمي لار ښووونكی دئ.
البديع : بېله مادې دمخلوقاتو پيداكونكی دئ .
الباقي : تر تله به پاته وي .
الوارث : دټولو مخلوقاتو اصلي وارث دئ.
الرشيد : لارښودونكي دئ .
الصبور : صبر كونكی دئ .

طياره ساخت يك أفغان
30/01/2017

طياره ساخت يك أفغان

خوشحالئ خبر ننګرهار په بهسودو کې د شولو د پروسس او بسته بندۍ فابريکه تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.لايک او ...
29/01/2017

خوشحالئ خبر
ننګرهار په بهسودو کې د شولو د پروسس او بسته بندۍ فابريکه تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
لايک او شير کړئ که د افغانستان په پرمختګ خوشحاليږئ

سفیر افغانستان در اتحادیه اروپا از اخراج اجباری هموطنانش از اروپا حمایت کرده است.هموطنانی که تمام دنیای شان را در افغانس...
28/01/2017

سفیر افغانستان در اتحادیه اروپا از اخراج اجباری هموطنانش از اروپا حمایت کرده است.

هموطنانی که تمام دنیای شان را در افغانستان فروخته و مرگ را در آب های بحر به گردن گرفته و به اروپا میروند!

اگر واقعاً افغانستان کشور امنیست پس چرا فرزندان تمام بزرگان یا در خارج زندگی میکنند و یا پاسپورت کشور های دیگر را دارند؟!

‏‎دسکندر مقدونى وروستی وصیت هيله كوم په ځیر سره يي ولولي  !‏‎کله چي سکندرمقدوني دځکندن پرحال وو،نوخپل جنرالان يې راوغوښت...
27/01/2017

‏‎دسکندر مقدونى وروستی وصیت هيله كوم په ځیر سره يي ولولي !

‏‎کله چي سکندرمقدوني دځکندن پرحال وو،نوخپل جنرالان يې راوغوښتل او خپل اخري وصیت يې داسي ورته وکړی:

"زه ددې نړۍ څخه تلونکی یم،درې غوښتنی لرم او تاسي هغه باید حتمي عملي کړئ:

اول: زماجنازه دي طبیبان(یعني ډاکټران)قبر ته يوسي.

دوهم: دهمدې ماڼۍ څخه دي تر هديرې پوري
ټوله لارزما دخزانې په سرواوسپینوزرواو
جواهراتووپوښل شئ.

دریم: دتابوت څخه زما دواړه لاسونه راوباسئ.

یوجنرال په حیراني سره ورڅخه وپوښتل چي لوی ټولواکه ! ولي باید دغسي وکړو؟سکندرځواب ورکړ،چي:

"غواړم نړیوال په هغو عبرتونووپوهوم چي همدااوس مي زده کړل،داچي زه وایم طبیبان دي زما جنازه يوسي ،مطلب مي دادئ چي خلګ باید پوه شي چي هغوی چاته روغتیا اوژوند نشي ورکولای اونه يې هم له مرګه را ګرځولای شي.

داچي ما وویل دماڼی څخه ترقبره دي زماټوله خزانه پرلاري وپاشل شي،مطلب مي دادئ چي ما ونه کړای شوای ددومره ډیري خزانې څخه حتی یوه دانه لاهم د ځانه سره یوسم نوځکه دهغوی دډیرولو کوشش صرف دوخت ضایع کول وواوبس.

اوداچي ما وویل چي دتابوت څخه مي لاسونه راوباسئ ،مطلب مي دادئ چي خلګ پوه شي چي زه دې دنیا ته په تشو لاسو راغلی وم اودادئ په هماغو تشولاسو بېرته ځیني ځم"
دده وصیت دده دغوښتنی سره سم عملي شو.

هو! دایوتریخ حقیقت دی چي انسان باید پیسې مصرف کړي دژوند لپاره نه ژوند دپیسو لپاره،خونن موږ ګورو چي هرڅوک دپیسوبندګي کوي،دڅوکۍ بندګي کوي اودنوم او شهرت بندګي کوي نوځکه هرڅه وران دي اوهرځای لاره دخلګو څخه ورکه ده.

27/01/2017

د سپين بولدک او چمن تر منځ پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته کې یو افغان سرحدي عسکر وژل شوی او ۲ تنه نور ژوبل شوي .

نښته نن ماپښین یوه بجه پيل شوې او د دواړو لورو ترمنځ جګړې ۲ ساعته دوام کړی .
پېښه دقیقآ د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کې پر ډیورنډ کرښه رامنځ ته شوې .

د کندهار پولیس مقامات وايي چي لمړی افغان ځواکونو پر هغو وسله والو طالبانو برید وکړ چي پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ملېشه وو په مرسته افغاني لوري ته دتګ په هڅه کې وو .

د کندهار د امنیه قومندان سکرتر غورځنګ افریدي امریکاغږ اشنا را دیو ته وويل چي د سرو څاهانو په سیمه کې وسله والو طالبانړ پر موټر سائکلو باندي تګ کاوه او غوښتل يې چي د افغانستان لوري ته دا خل شي چي سرحدي پوليسو ورباندي برید وکړ.

د ټانګ لوګر څخه د چهارآسیاب ولسوالۍ تر بازار پورې سړک ته لس میلیونه ډالره بودجه ځانګړې شوهد کابل ګردیز سړک چې سویلي ولای...
27/01/2017

د ټانګ لوګر څخه د چهارآسیاب ولسوالۍ تر بازار پورې سړک ته لس میلیونه ډالره بودجه ځانګړې شوه

د کابل ګردیز سړک چې سویلي ولایتونه ( لوګر،پکتیا،پکتیکا،خوست او غزني ) له پلازمېنې کابل سره نښلوي زیاتره وخت د موټرو د ګڼې ګوڼې له امله د ترافیکو پر مخ په ساعتونو ساعتونو تړلې وي چې د دې ولایتونو اوسېدونکي د تګ راتګ پر مهال له زیاتو ستونزو سره مخ وو.

یو کال وړاندې د یادې سیمو ګذر وکیلانو د ولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځي وطندوست سره نوموړی سړک د پراخېدو (څلور لينه سرک) په برخه کې خپلې غوښتنې شریکې کړې.

د ولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځي وطندوست د ډېرو هلو ځلو وروسته د یاد سړک د پراخېدو (څلور لينه سرک) په برخه کې یوه میاشت وړاندې د هیواد ولسمشر ډاکټر اشرف غني ، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او همدارنګه د کابل ښاروال سره پر له پسې لیدنې وکړې چې په پایله کې یې د نوموړي سرک د پراخېدو (څلور لينه سرک) لپاره لس میلیونه دالره بودجه ځانګړې او په ۱۳۹۶ کال ملي بودجه کې یې شامل کړ،چې د نوموړي سرک د پراخېدو(څلور لينه سرک ) چارې به د ټولګټو وزارت لخوا په رسمي توګه انشاالله پیل شي.

په پای کې د هیواد ولسمشر او په ځانګړي ډول د مالیې وزیر څخه د زړه له تله مننه کوو چې د پورته ستونزې د حل په برخه کې یې پوره همکاري راسره وکړه.

افغانستان سرشار از منابع آبی، اما تشنه به آب.براساس معلومات وزارت انرژی و آب، ذخایر آبی افغانستان به ۷۵ میلیارد مترمکعب ...
19/01/2017

افغانستان سرشار از منابع آبی، اما تشنه به آب.
براساس معلومات وزارت انرژی و آب، ذخایر آبی افغانستان به ۷۵ میلیارد مترمکعب می‌رسد که از این میان، ۷۰ درصد آن را کشورهای همسایه استفاده می‌کنند و ۳۰ درصد آن در مقاصد داخلی استفاده می‌شود. درحال حاضر افغانستان به 6000 میگا وات انرژی برق نیاز دار که صرف 6 فیصد آن در داخل کشور تولید شده بقیه آن از بیرون وادر میشود.
بر اساس معلومات وزرات احیا وانکشاف دهات 50 فیصد جمعیت افغانستان دسترسی به آب صحی ندارند.
یگانه راه حل به این معضله، مدیریت درست منابع آبی است.

محاسبه تاریخی با ایراننوشته محمد هاشم میوندوال صدراعظم اسبق افغانستان  (حکمروایی افغان ها بالای ایرانیان وبرعکس آن در طو...
18/01/2017

محاسبه تاریخی با ایران
نوشته محمد هاشم میوندوال صدراعظم اسبق افغانستان

(حکمروایی افغان ها بالای ایرانیان وبرعکس آن در طول تاریخ)

از مدت ۲۴۰۰ سال به اینطرف ایام سلطه وقدرت مردم ایران کنونی بر ما چقدر بود ؟
وبالعکس مردم این سرزمین بر آنجا چقدر حکم رانده اند؟

اینک ببینید:

سلطه ایرانیان:

یک: سلطه ماد ازهمدان ۸۰ سال بریک قسمت افغانستان.
دو: سلطه هخامنشیان پارس ۱۵۰ سال بر تمام.
سه : سلطه ساسانیان پارس ۱۰۰ سال بر یک قسمت.
چهار: سلطه صفویان اصفهان ۲۰۰سال فقط بر نصف غربی
جمله ۵۳۰ سال

سلطه مردم افغانستان:

یک: سلطات ساکها،پارتها ، پهلوا اشکانیان بر یک قسمت ایران ۲۰۰ سال.
دو: سلطه هفتالی بریک قسمت پنجاه سال.
سه : دورهء اسلامی از طاهریان تا غوریان ۴۰۰ سال بر تمام ایران.
چهار: دورهء تیموریان هرات برتمام ایران ۱۰۰ سال.
پنج: سلطه هوتکیان وابدالیان قندهار وهرات پنجاه سال.
جمله ۸۰۰ سال

با این حساب اګر سلطه شاهان ایران با وقفه ها وخلا ها در طول بیست وسه قرن فقط پنج قرن آنهم بر یک قسمت ازین خاک بوده، سلطه هشت قرنه بر آنها با وقفه ها وخلا وتسلسل از ۲۰۰ ق تا حدود ۱۲۰۰ ق ثابت است.

پس ما نمیدانیم که این برادران عزیز چرا این حقایق را فراموش میکنند. اګر ایران وقتی شهنشاهی داشته وملت قوی بوده، افغانستان هم شاهنشاهی های متعدد قوی و پیروز در طول تاریخ داشته است واګر درجوار ما کسی به استناد چنین چیز ها بر تاریخ وجغرافیای تاریخی ما تعرض میکند وخاکهای کشور مارا جزو کشور دیګر به قلم میدهد، باید بدانند که این محاسبه ها پیش ما هم موجود است، نمیتوانیم عظمت شاهنشاهی های کوشانی وهفتالی وصفاری وسامانی وغزنوی وغوری وتیموری هرات وهوتکی وابدالی قندهار را که از کانون عظمت واصالت این سرزمین نشو ونما نموده اندفراموش کنیم این یک محاسبهء تاریخي بود که ما در رد نشرات ودعاوی کنونی برادران ایرنی نوشتیم ،والا برای ملت مانند ایران وملتی مانند افغانستان که سخت نیازمند انکشاف واصلاح اوضاع حیاتی خویش اند زیبنده نخواهد بود که اوقات ګرانبهای خود را به چنین دعاوی پر هیا هو صرف کنند.امروز هردو کشور افغان وایران مرز های مشخصی دارند، وقایع تاریخ خود را به محیط بیکران ماضی سپرده اند، ما نباید اکنون در آن بپیچیم ، وتنها به مفاخر ګذشته ضیاع وقت وسعی نماییم.

برگرفته شده از (تاراج تاریخ) اثر محمدهاشم میوندوال 1350

17/01/2017

ملا وژنه
د سي ډي اخیستلو لپاره يو دکان ته ورغلم ، هلته ډزې وې، ځوان لګيا وو د (Hitman2 ) په نوم ګېم يې کاوه او سترګې يې د کمپیوټر پر سکرین د ولاړ جومات په دروازه کې ګنډلې وې. ده وويل: زه بايد ددې زينو له لارې جومات ته ننوځم او د محمد زهير په نوم يو ملا ووژنم.)) په ياد ګيم کې چې د(Danish video game developer) ډنمارکۍ کمپنۍ له خوا جوړ شوی دی، پر بت ډزي کول ميشن ختموي، خو په جومات کې پر ليکل شويو اياتونو ډزې او خلک وژل د ګېم بریا ده. همداراز بايد ګېم کوونکی جومات ته پر هغو زينو ننوځي چې د الوهاب، المصور او داسې نور د الله جل جلاله نومونه ورباندې ليکل شوي دي. په دې ګېم کې پر دېوال را ځړول شوی د بت انځور د قران کريم او جومات په پرتله د درناوي وړ ښودل شوی، د بت پر انځور ډزې ګېم کوونکی ناکاموي او ګېم ختموي، مګر اسلامي شعايرو ته سپکاوی او د جومات په منځ کې د ملا وژل يې د برياليتوب پوړيو ته رسوي. دا مهال د افغانستان په بازارونو کې دېته ورته ګڼ ګېمونه وجود لري، چې د ځوانانو د بې لارې کولو لپاره جوړ شوي دي، که مسلمان دعوتګر همداسې د فيل په غوږ کې ويده او د پر مختللې ټکنالوژۍ له زیانونو نا خبره وې، نو د ځوان افغان کول له ذهنونو څخه د اسلامي مقدساتو کډه پر لنګه چرګه بار وبوله .
محمد ایاز ترنک

 #ادې د ستا همت، صبر او مینې ته زما سلام ده. یوه مور د خپل اولاد لپاره هر قسم درد، تکليف او بوج برداشت کولی شي.
15/01/2017

#ادې د ستا همت، صبر او مینې ته زما سلام ده.
یوه مور د خپل اولاد لپاره هر قسم درد، تکليف او بوج برداشت کولی شي.

Address

Kabul
0093770774066

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Engineer Hakimullah wolasmal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Engineer Hakimullah wolasmal:

Share