25/07/2025
عنوان: "د انسان له انسان سره د ظلم فلسفه؛ د ځمکې شکایت او د الهی عدالت وړاندوینه"
مقدمه
په دې زمانه کې، چې تمدن د تکنالوژۍ او معلوماتو له مخې لوړ سوی، خو د اخلاقو له پلوه د زوال تر حد را رسېدلی، یوه مهمه پوښتنه ذهن ته راځي: ایا انسان نور هم اشرفالمخلوقات پاتې سوی؟
انسانان نن ورځ یو بل وژني، تحقیر کوي، عزت تر پښو لاندې کوي، سپکاوی کوي، او د الله تعالی له خوا ورکړل سوی امانت (بشري مقام) له یاده وړي. دا ټول هغه عوامل دي چې نه یوازې آسماني خفګان راپاروي، بلکې د ځمکې زغم هم ختموي.
۱. د انسان له انسان سره ظلم — د فطرت ضد عمل
الله تعالی انسان ته عقل، اختیار او ذمه واري ورکړې. دا درې صفات هغه ځانګړتیاوې دي چې انسان ته یې د اشرفالمخلوقات مقام ورکړ. خو کله چې انسان خپل اختیار د نورو انسانانو د عزت تر پښو لاندې کولو لپاره وکاروي، هلته د انسانیت قبر کیندل کېږي.
> "وَلا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ"
(البقرة: ۱۹۰)
(سرغړونه مه کوئ، الله تعالی سرغړوونکي نه خوښوي.)
په معاصر بشري تاریخ کې که وګورو، د جګړو، نسلوژنو، استبداد، اشغال، او غلامۍ اوږده فهرست شته، چې دا ټول د یو انسان لخوا بل ته د ناروا عذاب بیلګې دي.
۲. د ځمکې شکایت – د فطرت ژړا
کله چې انسان خپله ضمیر ووژني، فطرت چیغې وهي. د قرآن د بیان له مخې، ځمکه هم د انسان د اعمالو شاهد ده:
> "يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا"
(الزلزله: ۴)
(په هغه ورځ به ځمکه خپل خبرونه ووایي.)
نو که دا ځمکه خبرې وکړې، شاید تر ټولو لومړی دا ووایي:
"دا مخلوق چې ما ورباندې بار سوی و، دا زما د صبر له حد نه اوښتی و!"
ځمکه لکه مور ده، خو چې اولاد یې ظالم شي، نو دا مور هم د ستر خالق دربار ته فریاد کوي. دا یوه ادبي تمثیلي جمله نه ده، بلکې د طبیعت هغه فلسفه ده چې بشر یې له فهمه ایستلی دی.
۳. د بشریت څخه نفرت – د غرور، ظلم او شهوت پایله
کله چې انسان ځان ته خپلساخته مقام ورکوي، لکه فرعون، نمرود، یا معاصرو مستکبرو ته ورته، نو دا غرور د زوال دروازه خلاصوي. غرور د دوزخ لمبه ده، او ظلم د دې لمبې تېل.
> "إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلا فِي الْأَرْضِ..."
(القصص: ۴)
دا غرور نه یوازې الله ته د دښمنۍ اعلان دی، بلکې د انسان د ځان لهمنځه وړلو یو اخلاقي سرطان دی.
نن انسان د شهوت، حرص، مقام، او سیاسي قدرت لپاره انسان وژني، بمونه غورځوي، ملکي خلک قتلوي، ښځې یتیموي، ماشومان بې سرپناه کوي، او دا هر څه د عدالت او امن تر نامه لاندې.
۴. د الهي عدالت غوښتنه – د مخلوق چیغې او د خالق غضب
نن سبا د الله تعالی خلق، لکه یتیمان، مهاجرین، مظلوم ملتونه، بندهګان، د الله دربار ته لاسونه پورته کوي، او وایي:
> "ای ستر خالقه! ته چې عادل یې، ته دې زمونږ فریاد واورې!"
د الله عدل خاموش نه دی. دا به خاموش ښکاري، خو کله چې را برسېره سي، نو د فرعون ماڼۍ هم د اوبو لاندې کېږي.
> "وَلا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ..."
(ابراهیم: ۴۲)
او که دا نسل توبه و نه باسي، شاید همد هغه نسل وي چې د ځمکې له خوا الله ته د ابدي دوزخ غوښتنه پرې وسي.
۵. پای – د بیدارۍ ناره
دا مقاله یواځې شکایت نه دی، بلکې یو ږغ دی.
بشر ته د بیدارۍ ږغ :
که انسان خپل حال بدل نه کړي،
نو نه به ځمکه پاتې وي، نه انسانیت، او نه به الهی رحمت نازل سي.
خو که دا اشرفالمخلوقات د توبې، عاجزۍ، رحم، عدل، او اخلاقو لاره غوره کړي، نو دا نسل به بیا د رحمت مستحق شي.
پایانی دعا
ای ستر خدایه!
د انسانانو زړونه بیدار کړه،
د ظالمانو لاسونه مات کړه،
د مظلومو آهونو ته لبیک وایه،
او د دې ځمکې څخه ظلم ورک کړه