Mehraban Academy

Mehraban Academy مهربان سکالرز مدیریتی خدمتونه د مدیریت، انجنیرۍ، پراج

18/07/2026

د دندې ترلاسه لاسه کولو د مهارتونو سیمینار ppt فایل مو د مهربان اکاډمۍ وټساپ ګروپ ته پورته کړ، کولای شئ له لاندې لینک څخه یې ترلاسه کړئ.
https://chat.whatsapp.com/B5OCd5PGrSZL19XQgEozgi?s=cl&p=a&ilr=1

د دندې ترلاسه کولو د مهارتونو ویبنار ترسره شو!د دندې ترلاسه کولو د مهارتونو ویبنار چې لسګونو ځوانانو په کې برخه اخیستې و...
12/07/2026

د دندې ترلاسه کولو د مهارتونو ویبنار ترسره شو!
د دندې ترلاسه کولو د مهارتونو ویبنار چې لسګونو ځوانانو په کې برخه اخیستې وه د استاد عبادالرحمن مهربان او استاد هدایت الله باور له لوري په ۲۱/۴/۱۴۰۵ نېټه وړاندې شو. په ویبنار کې د دندې ترلاسه کولو لپاره په اړینو مهارتونو او لارو چارو تفصیلي بحث وشو، په پای کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې، همدارنګه ګډونوالو د ورته نورو ګټورو ویبنارونو د دایریدو غوښتنه وکړه.
مهربان اکاډمي – هڅه او پرمختګ

12/07/2026

د مهربان اکاډمۍ له وټساپ ګروپ سره د لاندې لینک له لارې یو ځای کیدی شئ.

د ویبنار خبرتیادنده څنګه ترلاسه کړو؟ How to get job?وړاندې کوونکی: استاد عبادالرحمن مهربانورځ: یکشنبهنېټه: ۲۱/ سرطان/۱۴۰...
11/07/2026

د ویبنار خبرتیا
دنده څنګه ترلاسه کړو؟
How to get job?
وړاندې کوونکی: استاد عبادالرحمن مهربان
ورځ: یکشنبه
نېټه: ۲۱/ سرطان/۱۴۰۵
وخت: مازیګر ۴:۰۰ بجې
د ګوګل میټ لینک https://meet.google.com/cmm-jfdg-tmu
هیله ده پوسټ در سره شریک او ملګري مو منشن کړئ چې خبر شي.
څوک څوک به ګډون کوي اطمینان راکړئ.
مننه
مهربان اکاډمی- هڅه او پرمختګ

د سیمینار راپورد خپلې خوښې دنده څنګه ترلاسه کړو؟ تر عنوان لاندې سیمنیار تر سره شو!د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۱۶مه نېټه ...
08/07/2026

د سیمینار راپور
د خپلې خوښې دنده څنګه ترلاسه کړو؟ تر عنوان لاندې سیمنیار تر سره شو!
د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۱۶مه نېټه د سه شنبې ورځ د مهربان اکاډمۍ لخوا د لغمان په مرکز، څپاند ښوونیز مرکز کې ( د خپلې خوښې دنده څنګه ترلاسه کړو؟ ) تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار دایر شو. یاد سیمینار کې چې د مهربان اکاډمۍ مؤسس او د لغمان پوهنتون استاد پوهنمل عبادالرحمن مهربان له خوا وړاندې شو په لسګونو ځوانانو برخه اخیستې وه. سیمینار د قاري صاحب واصف الله له خوا د کلام الله په تلاوت پیل شو. ورپسې د څپاند ښوونیز مرکز مسؤل انجنیر صاحب فضل الرحیم فکرپال ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د څپاند ښوونیز مرکز په خدماتو او موخو یې خبرې وکړې، انجنیر صاحب فکر پال وویل چې: ((څپاند ښوونیز مرکز د ځوانانو د روزنې او ظرفیت لوړونې په موخه تل ستاسې په خدمت کې دی)). هغه ځوانان تعلیم او ظرفیت لوړونې ته وهڅول او د سیمینار په اهمیت وغږېد، له استاد مهربان ځخه یې مننه وکړه چې دغسې فرصتونه برابروي او له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه چې له سیمینار څخه اعظمي استفاده وکړي.
بیا د لغمان پوهنتون استاد پوهنمل هدایت الله باور خورا ارزښتمنې خبرې وکړې، د څپاند ښوونیز مرکز د پرانیستې په مناسبت یې د دغه مرکز مسؤلینو ته مبارکي وویله او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ، همدارنګه یې ګډونوال د خپلو ظرفیتونو لوړونې ته وهڅول، استاد د مسلکي پوهې تر څنګ د نرمو مهارتونو په اهمیت خبرې وکړې او نرم مهارتونه یې په کاري ساحه کې د نن ورځې مهمه اړتیا وبلله.
د پروګرام په بله برخه کې د استاد عبادالرحمن مهربان لخوا سیمینار په خورا مسلکي توګه ارایه شو، چې په لاندې موضوعاتو باندې تفصیلي بحث پکې وشو:
1. د خوښې وړ دنده څه ته وايي؟
2. د ندې له چا سره دي او څوک دندې ته خلک روزي؟
3. د دندې تر لاسه کولو لارې (ګام پر ګام)
4. سخت او نرم مهارتونه
5. په دنده کې د ردېدلو عمده لاملونه
6. د نویو فارغانو لپاره ځانګړې لارښوونې
7. د ځان ارزونه ( د قوتونو، ضعفونو، فرصتونو او تهدیدونو یا SWOT تحلیل) عملي کار
8. د راتلونکي لپاره د عمل پلان جوړول (عملي کار)
سیمینار په اغېزمن ډول ارایه شو، چې سوال او ځواب، عملي کار او تفریحی فعالیتونه پکې شامل و، په پای کې د سیمینار ارزونه ترسره شوه چې ټولو ګډونوالو مثبت وارزوه او د نورو ورته سیمینارونو غوښتنه یې وکړه.
د یادونې وړ ده چې په سیمینار کې د کرکټ د ملي لوبډلې غړي ارواښاد شاه پور ځدران روح ته د الله تعالی له دربار څخه د مغفرت دعا او کورنۍ ته يې د صبر او اجر غوښتنه وشوه. سیمینار د دعاې په ویلو سره پای ته ورسېد.
په درنښت

نن مازیګر څلور بجې ان شاءالله پخیر راشئ.
07/07/2026

نن مازیګر څلور بجې ان شاءالله
پخیر راشئ.

د سیمینار خبرتیا!د خپلې خوښې دنده څنګه پیداکړو؟How to find our dream job?یو ورځنی سیمینارکه تاسې  له پوهنتون څخه تازه فا...
05/07/2026

د سیمینار خبرتیا!

د خپلې خوښې دنده څنګه پیداکړو؟
How to find our dream job?
یو ورځنی سیمینار
که تاسې له پوهنتون څخه تازه فارغ شوي یاست او غواړۍ د دندې ترلاسه کولو مهارتونه زده کړئ او یا هم غواړئ په اوسنۍ دنده کې پرمختګ وکړئ په دې ګټور سیمینار کې تاسې ته د ګډون بلنه درکوو.
وړاندې کوونکی: استاد عبادالرحمن مهربان-د لغمان پوهنتون استاد
نېټه: ۱۶/سرطان/۱۴۰۵
ورځ: سه شنبه
وخت مازیکړ ۴:۰۰ بجې
- 0781967954- اړیکه او وټساپ: 0772811169 - 0705153554
پته: څپاند ښووند مرکز، شمس ټاور ته مخامخ د ښارې امنیتې حوزې تر څنګ، یونس چوک، لغمان

د پروژې په سکوپ کې د تغیراتو مدیریت
05/06/2026

د پروژې په سکوپ کې د تغیراتو مدیریت

د پروژې سکوپ کې د تغیراتو مدیریت:
لیکنه: عبادالرحمن مهربان

پدې لیکنه کې په لاندې موضوع ګانو بحث شوی:
د پروژې سکوپ څه ته وايي؟
په سکوپ کې تغیر یعنې څه ؟
په سکوپ کې د تغیراتو راتللو لاملونه څه دي؟
په سکوپ کې د تغیراتو د راتلو اغیزې په پروژه باندې.
په سکوپ کې د تغیراتو راتللو مدیریت

د پروژې سکوپ څه ته وايي؟
سکوپ د هدف اویا د پروژې د محدودې او یا په کاري محدودي سره معنی کولای شو، د سکوپ په تعریف کې باید هغه موارد (فعالیتونه، Deliverables) چې د پروژې هدف ته د رسېدو او تسلیمولو لپاره لازم وي شامل شي. یعنې ټول هغه فعالیتونه او نتایج چې د پروژې د تکمیل او د غوښتنو د ترسره کولو لپاره لازمي وي د پروژې دسکوپ برخه ده.

په سکوپ کې تغیر یعنې څه ؟
یوه خبره ډیره واضحه ده چې زیاتره وخت د پروژې په سکوپ کې تغیرات راځي، خصوصا په ساختماني پروژو کې. یعنې کله چې پروژه پیل شي نو Scope baseline سل په سلو کې هماغه شان نه پاتې کیږي بلکه څه ناڅه بدلون پکې راځي، یا کار زیاتیږي ، یا کمیږي اویا د سکوپ په مشخصاتو کې تغیرات راځي. مثلا یو سرک جوړیږي په لومړي سر کې پلان د 20 کیلومترو د جوړولو دی وروسته 15 کیلومترو ته راکمیږي یا 25 کیلومترو ته زیاتیږي نو دا په سکوپ کې تغیر دی.
یا مثلا په لومړي سر کې پلان دا وو چې د سرک پاسنۍ طبقه د اسفالټ کانکرېټو څخه جوړه شي وروسته پکې تغیر راځي د اسفالټو په ځای جغل اچول کیږي. دا هم په سکوپ کې تغیرات حسابیږي.
داسې هم کیدی شي چې په یوه تعلیمي خدماتي پروژه کې لومړي سر کې 50 کسانو ته ټریننګ ورکولو باندې موافقه شوي وي او وروسته دغه تعداد 100 کسانو ته ورسیږي. یا د یو کانال مسیر د مختلفو دلایلو په اساس بدلیږي، د تعمیر په ارتفاع کې او یا د منازلو په تعداد کې توپیر راځي، او داسې نور.....

د پروژې په سکوپ کې ولې تغیرات راځي؟
په سکوپ کې د تغیراتو راتللو مختلف لاملونه کیدی شي، چې ځنې یې دلته ذکر کوو، کیدی شي د بودیجې (پیسو) د کمبود په وجه سکوپ کې تغیرات راشي، چې عموما د بودیجې د کمبود په صورت کې یا سکوپ کمیږي او یا د کار په کیفیت او مشخصاتو کې تغیر راځي. د سکوپ د تغیر بل غټ لامل د پروژې د مالک یا مشتري فرمایش او غوښتنه وي، مثلا د یو تعمیر جوړولو پروژه کې په لومړي سر کې د لرګي په دروازو او اشدارو توافق شوی وروسته يې PVC باندې بدلوي، یا بازار ته نوي، ښایسته اوارزانه مواد راځي د پروژې مالک هم غواړي چې پروژه کې تغیرات راولي. او کله بیا د تخنیکي ستونزو او تخنیکي مسایلو په وجه په سکوپ کې تغیرات راځي، مثلا د سرک په یوه برخه کې دا جوته شوه چې د اسفالټو په ځای باید کانکرېټ استفاده شي. یا په یوه تعمیر کې د ډیزاین په وخت کې د سولري بريښنا سیستم په نظر کې نه وي نیول شوی او وروسته پکې اضافه شي. د اوبو رسونې په یوه شبکه کې انتخاب شوی واټر پمپ ممکن کار ورنکړي او د واټر پمپ په مشخصاتو کې تغیرات راشي. د تعمیر یا پول په تهداب کې ممکن تغیرات راشي دا او لسګونه نور دلایل شته چې د پروژو په سکوپ کې دتغیراتو راتللو باعث ګرځي.

په سکوپ کې د تغیراتو د راتلو اغیزې په پروژه باندې څه دي؟
کله چې پروژې منځ ته راځي او دپروژې کار پرمختګ کوي،یو له هغو کارونو څخه چې د پروژې په لومړیو وختونو کې باید اجرا شي هغه د پروژې د سکوپ (کاري محدودې) پيژندل، واضح کول او لیکل دي. ځکه د پروژې د مصارفو براورد او د پروژې د مودې (وخت) ټاکل مستقیما سکوپ پورې تړلي دي، تر څو چې سکوپ نه دی لیکل شوی، نه دپيسو دقیق براورد کولی شو او نه هم د وخت تخمین. نو کله چې سکوپ تعریف شو او د هغې په اساس مو د مصارفو او وخت تخمین وکړ، اوس که په سکوپ کې تغیرات راځی نو حتمي ده (ډېر احتمال دی) چې د پروژې په مصارفوکې به هم تغیرات راځي او د پروژې موده به هم متاثره کوي، پدې معنی که په سکوپ کې زیاتوالی راشي نو اضافی مصرف او اضافي وخت ته ضرورت پیداکيږی، همدارنګه برعکس. له دې نه علاوه د پروژې نور اړخونه هم متاثره کوی شي، مثلا کیدای شی قرارداد کې تعدیلات راشی، مفاهمه یا کمونیکیشن ، ریسک ، ذیدخل اړخونه، تدارکات ، کیفیت، بشري منابع او د پروژې نورې برخې اغیزمنې کړي. کله کله د پروژې په سکوپ کې تغیرات د پروژې د مالک او قراردادي په منځ کې د جنجال او جګړې باعث هم ګرځي. نو پدې اساس باید د پروژې مدیر او مسؤلین دې موضوع ته ډېر متوجه وي.

په سکوپ کې د تغیراتو راتللو مدیریت څنګه کیږي؟
تر ډېره باید هڅه وشي چې د پروژې په سکوپ کې تغیرات رانشي، بیا که راځي هم چې ډېر تغیر پکې رانشي، ځکه د تغیر مدیریت کول سخت کار دی. له لومړي سره باید کوشش وشي چې د پروژې د سکوپ پيژندلو او لیکلو په وخت کې ډېر دقت وشي، د پروژې مربوط ټول اړخونه دقیق وڅېړل شي، د پروژې ضروریات واضح شي، د اصلي ذیدخلو اړخونو غوښتنې او نظرونه واخیستل شي، په کومه منطقه/ولایت کې چې پروژه پلې کیږي د هغه ځای شرایط او ظروف په نظر کې ونیول شي، د پروژې لپاره د موادو موجودیت باید اطمناني شي، هغه تخنیکونه او میتودونه چې پروژه کې کارول کیږي باید واضح وي، د پروژې د حفظ او مراقبت مسئله باید روښانه وي، همدارنګه د پروژې د سکوپ حدود یا لیمټونه باید له هماغه لومړي سر نه معلوم او مشخص کړل شي. یعنې دا باید واضح شي چې کوم کارونه یا items د پروژې په سکوپ کې شامل یا include scope او کوم کارونه یا items د پروژې په سکوپ کې شامل ندي یعنې exclude scope دي.
لدې نه علاوه، لکه څنګه چې د ټولو هڅو سره سره بیاهم ممکنه ده د پروژې په سکوپ کې تغیرات راشي، نو د تغیراتو راوستلو لپاره باید یو واضح پروسیجر او کړنلاره معلومه وي. داسې نشي چې هر څوک هر وخت په خپل سره په پروژه کې تغیرات راولي.
د تغیراتو د راوستلو لپاره باید یو باصلاحیته بورډ یا کمېټه موجوده وي چې د تغیراتو هر اړخ (تخنیکي، اداري، مالي ....) وڅیړي او بیا د تغیر راوستلو ته اجازه ورکړي. عموما په پروژه کې تغیر یا د پروژې د مالک او مشتري لخوا راوستل کیږي او یا هم د قراردادي لخوا د موجه دلایلو په اساس د تغیر د راوستلو وړاندیز کیږي. په دواړو صورتونو کې باید د طرفینو مشوره او موافقه واخیستل شي، یعنې که د پروژې مالک هم په سکوپ کې تغیر راولي، تخنیکي او مالي اړخ به یې څیړي او د قراردادي مشوره او موافقه به (زیاتره وخت) پکې اخلي او بیا به سکوپ کې تغیر راولي ، د قراردادي موافقه ځکه مهمه ده چې ممکن د سکوپ په تغیراتو باندې اضافه مصرف او اضافه وخت ته ضرورت وي نو قراردادي به خپل نرخ/مصرف معلوموي چې دغومره نورې پيسې او نور وخت ته ضرورت دی. همدارنګه که کله نا کله قراردادي د پروژې د تطبیق په مهال کومه ستونزه (خصوصا تخنیکي ستونزه) درک کوي چې د پروژې په سکوپ کې د تغیر راوستلو ته اړتیا وي نود تغیر د منظورۍ لپاره به خپل موجه دلایل او د اړتیا په مهال اضافي مصرف هم رسما د پروژې مالک یا Client ته مکتوبي لیږي او د هغوي قبولي یا Approval به اخلي او بیا به تغیرات راولي.

که موضوع مو خوښه شوي وي هیله ده شیر یې کړئ. ډېره مننه

د پروژې مدیریت درسونه
05/06/2026

د پروژې مدیریت درسونه

د پروژې محدودیتونه Project Constraints :
لیکنه: عبادالرحمن مهربان

پدې لیکنه کې په لاندې موضوع ګانو بحث شوی:

د پروژې محدودیتونه څه ته وایي؟
د پروژې د محدودیتونو تر منځ څه ډول اړیکه شته؟
د پروژې محدودیتونه او د پروژې مدیر
د پروژې د محدودیتونو د مدیریت اهمیت

د پروژې مدیریت کې یوه اړینه موضوع د پروژې د محدودیتونو (Project Constraints) ده، په هره پروژه کې یو څه محدودیتونه شته، دغه محدودیتونه له یوه اړخه پروژوي کار د کارونو له نورو ډولونو یا کټګوریو (لکه عملیاتي کارونو) را بیلوي او له بله اړخه خپله د پروژې مدیریت له ننګونو سره مخ کوي.
د پروژې مدیریت کې د پروژې درې اساسي محدودیتونه د پروژې له سکوپ، وخت او مصارفو څخه عبارت دي. دا چې دغه درې محدودیتونه زیات مهم دي نو د اوسپنیز مثلث iron triangle، فولادي مثلث یا د پروژې د مدیریت مثلثtriangle of project management په نامه هم یاديږی. نور محدودیتونه هم شته لکه کیفیت، منابع ، ریسک او نور...

د پروژې په مدیریت کې د محدودیتو څخه هدف دادی چې معلوم او مشخص کار (سکوپ) به په تعین شوې موده (وخت) او ټاکل شوو پیسو (مصارف) سره اجرا کیږي. پورتني درې اساسي محدودیتونه په لږ تفصیلي ډول لاندې تشریح کوو:
1. سکوپ: دا چې سکوپ د پروژې په محدودیتونو کې شامل دی معنی يې داده چې د پروژې د کار محدوده باید مشخصه وي، یعنې د کار حدود معلوم وي، په بله اصطلاح هغه کارونه ( قلمونه یا items) چې په پروژه کې مطلوب دي باید محدود شي، ځکه تر هغې چې د پروژې سکوپ (کاري محدوده) معلومه نه وي نه پروژې ته وخت تعینولای شو او نه هم مصارف.
د مثال په ډول د یو مسجد د جوړولو پروژه په نظر کې نیسو، فرضوو چې د دې پروژې په سکوپ کې خپله د مسجد ودانۍ ، د اودسونو ځای، درسي صنفونه، شنه ساحه، د اوبو شبکه، څاه او ارتفاعي ذخیره او د مسجد احاطه شامل دي. اوس نو سکوپ محدود شو (یعنې سکوپ ازاد پرېنښودل شو) مطلب له دې نه ورهاخوا نور قلمونه لکه کتابتون، امنیتي کمرې، انټرنټ او پارکینګ د پروژې په سکوپ کې شامل ندي.
د سکوپ سم نه واضح کول، یا حدود سم نه تعینول ډیری وخت په قراردادونو کې د جنجال او د پروژې د ناکامۍ باعث ګرځي.
2. وخت: د پروژې وخت محدود دی، د پروژې د مالک لخوا چې څومره وخت قراردادي ته د کار د اجرا لپاره ورکړل شوی پروژه باید په هماغه موده کې تکمیل شي. پرته د موجه دلایلو څخه د پروژې ځنډول د جریمې باعث ګرځي.
3. مصارف: په پروژوي کارونو کې مصارف محدود دي، یعنې د پروژې مالک قراردادي ته یو مشخص مقدار پيسی (په څومره چې قرارداد شوی وي) ورکوي، پس قراردادي مجبور او مکلف دی چې کار په ټاکل شوي مصرف تکمیل کړي، کنه تاوان به کوي.
4. کیفیت: په لنډ ډول دلته له کیفیت نه هدف د کار مشخصات دي، کله کله دا په درې اساسي محدودیتونو کې راولي، په اصل کې کیفیت یا Quality د پروژې له سکوپ سره تړلې موضوع ده، یعنې سکوپ به اجرا کیږی په ټاکل شوي کیفیت سره، سکوپ بغیر له کیفیت (مشخصاتو) معنی نلري.
5. منابع: د پروژې د اجرا لپاره له محدودو منابعو باید استفاده وشي، مثلا بشري منابع، مواد، ځای، ماشینري او داسې نور. داسې نه چې څومره مو زړه غواړي کولی شو منابع استفاده کړو. ځکه بعضي وخت دا امکان نلري او که امکان ولري هم د مصارفو د لوړیدو باعث ګرځي.

د پروژې د محدودیتونو تر منځ اړیکه:
د پروژې د محدودیتونو (سکوپ، مصارف، وخت، کیفیت، منابع...) تر منځ داسې یوه اړیکه شته چې که په یو محدودیت کې تغیر راځي نو حد اقل په یو بل محدودیت کې هم تغیر راځی او کیدی شي څو محدودیتونه متاثر کړي، مثلا که د پروژې په کیفیت کې تغیر راشي واضح ده چې مصارف متاثره کوي، ممکن وخت کې هم تغیر راشي. یا که د پروژې په سکوپ کې تغیر راشي (کار کم یا زیات شي) نو د پروژې موده، مصارف او منابع هم خامخا بدلون کوي او ثابت نه پاتې کیږي. که سکوپ زیات شو مصرف او وخت باید زیات شي، که سکوپ کم شي مصارف او وخت هم کمیږي. پدې ځای کې یو مهم بحث دادی چې که د پروژې سکوپ ثابت پاتې شي او موده (وخت) یې راکم شي نو د پروژې مصارف لوړيږي، دې موضوع ته time-cost trade-off وايي، مطلب که یو پروژه د 12 میاشتو په ځای غواړو چې 8 میاشتو کې ختمه کړو پرته لدي چې په سکوپ کې تغیرات راشي نو باید اضافي پيسې مصرف شي.

د پروژې محدودیتونه او د پروژې مدیر:
دا چې د پروژې محدودیتونه بیخي زیات مهم دي، او په اصل کې د پروژې مدیریت ټول په همدې باندې څرخيږي چې ټاکل شوی سکوپ او کیفیت په معین وخت کې په معلومو مصارفو څنګه تکمیل شي. نو ځکه باید د پروژې مدیر له دې مسائلو مکمل اګاه وي او جدي پاملرنه ورته وکړي، یعنې مدیریت ته يې متوجه اوسي.
د پروژې مدیر باید سکوپ ټکی په ټکی مطالعه او ځان پرې پوه کړي چې کوم کارونه په پروژه کې شامل دي او په کومو مشخصاتو، کوم کارونه د پروژې د سکوپ برخه نده ( دا موضوع هم مهمه ده ځکه بعضې وخت په قراردادي باندې هغه کارونه اجرا کیږي چې په سکوپ کې یې نه وي) .
همدارنګه د پروژې مدیر باید د پروژې له وخت ا و سکیجول څخه دقیق معلومات ولري، کوم فعالیتونه باید څه وخت اجرا شي، پروژه د وخت له نظره څنګه روانه ده ایا له baseline schedule سره سم روان یو یا که له سکیجول شاته پاته یو، که شاته پاته یو څه باید وکړو. د پروژې یو تکړه مدیر هغه دی چې مصارفو ته هم متوجه وي، داسې نه وي چې مصارف سم مدیریت نشي او د مالي تاوان سبب شي.
تر ټولو مهمه دا چې د پروژې مدیر باید د محدودیتونو منځ کې په اړیکه پوه او د دې موضوع اهمیت درک کړي چې که په یو محدودیت کې هم تغیر راځي نو خامخا نور هم اغېزمنوي مثلا که پروژه ځنډیږی او په خپل وخت نه خلاصیږی نو مصارف اضافه کیږي، که منابع سم مصرف نشي ( کاریګر سم اداره نشي، مواد ضایع شي...) نو مصارف لوړیږي. که کیفیت اداره نشي د پروژې د ناکامۍ او د مالک د نارضایتۍ باعث ګرځي، که په سکوپ کې زیاتوالی راځي نو اضافی وخت او پیسو ته اړتیا چې باید ترلاسه شي.

د پروژې د محدودیتونو د مدیریت اهمیت
څرګنده ده چې د پروژې د مدیریت اصلي هدف د یوې پروژې کامیابول دي. همدغه درې اساسي محدودیتونه (سکوپ، وخت او مصارف) په اصل کې د پروژې د کامیابۍ په معیارونو کې هم شامل دي، یعنې د پروژې د بریالیتوب په مهمو معیارونو کې د پروژې په وخت تکمیلول، مصارف نه زیاتیدل او د سکوپ اجرا کول له ټاکل شوی کیفیت سره شامل دي.
د پروژې مدیر باید دا درک کړي چې دا محدودیتونه په اصل کې یو ډول پولې دي چې نه باید ماتې شي، همدا وجه ده چې د محدودیتونو موجودیت د پروژې مدیریت ننګوي او له یو مدیر نه دا په جدي ډول غوښتل کیږي چې د وخت، سکوپ، پيسو او کیفیت مدیریت ته باید متوجه اوسي، کنه پروژه ممکن د ناکامۍ خواته لاړه شي، د ادارې بګراونډ خراب او مليونونه افغانۍ/ډالر تاوان ورواوړي.

که موضوع مو خوښه شوي وي هیله ده شیر یې کړئ. ډېره مننه

تاسې د پروژې مدیریت نورو کومو موضوعاتو سره علاقه لرئ یا پکې ستونزه لرۍ چې راتلونکې کې پرې لیکنه وکړو.

Address

Kululah Poshta Road
Kabul
1001

Telephone

0093781967954

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mehraban Academy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Mehraban Academy:

Shortcuts

Share