Alama Habibi Translation and Research Company - HTRC

Alama Habibi Translation and Research Company - HTRC HTRC closes the language gaps that hinder critical humanitarian and welfare development efforts in Af

رمضان المبارکد حبیبي د ژباړې او څېړنې کمپنۍ د رمضان المبارک د سپېڅلې میاشتې د رارسېدو له امله تاسو او ستاسو درنې کورنیو ...
17/02/2026

رمضان المبارک
د حبیبي د ژباړې او څېړنې کمپنۍ د رمضان المبارک د سپېڅلې میاشتې د رارسېدو له امله تاسو او ستاسو درنې کورنیو ته صمیمانه مبارکي وړاندې کوي.
هیله ده دا مبارکه میاشت مو د رحمت، مغفرت او برکتونو سرچینه وګرځي، عبادتونه مو قبول او چارې مو له بریاوو ډکې او سوکالي مو په برخه شه.
په درنښت،
د حبیبي د ژباړې او څېړنې کمپنۍ مشرتابه او ټيم

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ*اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ، لا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَك...
08/06/2025

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ
*اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ، لا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ، وَلِلَّهِ الْحَمْدُ*

ګرانو وروڼو، خوږو دوستانو او عزتمندو هېوادوالو!

د لوی اختر له مبارکو، سپېڅلو او خوښیو ډکو شپو ورځو سره، تاسو ټولو عزیزانو ته د زړه له کومې د اختر مبارکي وایم.
دا اختر دې ستاسو او زمونږ د عباداتو، قربانیو، دعاوو، زحمتونو او نیتونو د قبولیت، رحمت، بخښنې، یووالي او اخلاص زېری وي.
الله (ﷻ) دې زموږ زړونه له کینې، غرور او نفرت پاک، ژوندونه مو له برکته ډک، کورونه مو د مهربانۍ تمثیل، او راتلونکې مو له خوښیو او نېکمرغیو ډکه کړي.

اختر مو مبارک شه!

ټولو ملګرو، دوستانو ،افغانانو او د نړی ټولو مسلمانانو ته دنیکمرغه کوچنې اختر په رارسیدو تاسې او ستاسو درنې کورنیو ته د ا...
09/04/2024

ټولو ملګرو، دوستانو ،افغانانو او د نړی ټولو مسلمانانو ته دنیکمرغه کوچنې اختر په رارسیدو تاسې او ستاسو درنې کورنیو ته د اختر مبارکې وایم. نیکمرغه کوچنی اخترمو مبارک شه، او الله ج مو ټول عبادات، طاعات او صدقات قبول کړه، او دا نیکمرغه کوچنی اختر د سولې امن او په افغانستان کې د تل پاتې او دايمي سولې او په ټوله نړی کې د یو سوچه اسلامي نظام د جوړيدو اختر وګرځوي.

تقبل الله منا و منکم صالح الاعمال عید کم مبارک.

Congratulation of Eid to all of you and your noble family.

سرغانه سرونه: لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي د وطن د ادب اوتاریخ، ژورنالیزم او فرهنګ لایق اوصادق نومیال اوایډیال ادیب علا...
23/09/2023

سرغانه سرونه: لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي

د وطن د ادب اوتاریخ، ژورنالیزم او فرهنګ لایق اوصادق نومیال اوایډیال ادیب علامه حبیبي، نه یوازي د تاریخ په زړه کې بلکې د ملت په زړه کې هم د ځای اومقام مستحقه اومسلمه حقدار دی، ويښ ولسونه د خپلو منورو اشخاصو د قدروني او یادوني په غوره دود کې نوري ژوندی محسوسي مادي اومعنوي ګټي هم پلټي او ترلاسه کوي، هغه داسي چې: یو خو د ټولني د قدرشناسی او درناوي ټولنیز شعور لوړېږي او د خپلو معنوي ارزښتونو سره يې لاهم مینه اوژمنه پخېږي او زیاتېږي، بل د ټولني د فکري خلکو د هڅوني او خوځوني د انګېزې د ایجاد سبب هم ګرځي، له بله پلوه د الګواخستني او اډیال جوړوني ګټوره روحیه هم په اوسنیو ژوندو انسانانوکې راټوکوي.
د لوی استاد د ګټوراومنور ژوند د څېړلو اوشنلو هراړخېزه هڅه اوزیار له پخوا څخه ترسره سوی دی، یاد یې سوی، علمي اوڅېړنیز سمینارونه پرې دایرسوي دي، لوی لوی پوهان اوعالمان پرې ږغېدلي دي، ولي کارلا پای ته نه دی رسېدلی، داسي وړ خلک د زمانې په هره مقطع کې د خپلو خلکو او ولسونو لپاره نوي او هم مهاله فکري اوشعوري غنایې رغونکي پيغامونه او معنوي درسونه وړاندي کوي، د علامه حبیبي بیا بیا یاد زمونږ لپاره د وطن د تاریخ، ادب، ژورنالیزم، فرهنګ… سره د میني اوژمني د تعهد تار لا ټینګوي، د استاد د ژور علمي تحقیقي اوتخلیقي کار هر اړخیزه شننه او پلټنه پردې جوت دلالت کوي چې د نوموړي (ملي نیت) څومره پاک اوخالصانه دی، مونږ که نن دده د وطن د ادب تاریخ لولو، یايې د ژبنیو څېړنو او پلټنو محصول ګورو، اویا د وطن د جغرافیا او تاریخي اباداتو د موندنواوکشفولو لاسته راوړني مطالعه کوو نو دا د استاد د هیوادني عشق پرشتون د کره دلایلو پاخه ثبوتونه اوسندونه دي، مونږ که چېري خپل دا لوی ادبي اوفرهنګي مورخ وپېژنو زه فکرکوم چې افغانستان به لا ښه ترا وپېژنو د استاد او افغانستان پېژندل سره تړلي دي، ځکه د وطن د پېژندني په برخه کې چې زمونږ دې لوی عالم کوم کار اوزیار ترسره کړی دی هغه ددې وطن د مادي او معنوي پېژند په باب کې زمونږ سره غوره مرسته کولای سي، اوبرعکس که مونږ د وطن معاصرتاریخ، ادب، فرهنګ، مطبوعاتو، لرغون پېژندني… په اړه هڅه او پلټنه کوو نو علامه حبیبي به زمونږ د هرفکري ګام سره ملګری، لارښود اومرستندوی وي، د پوهنتون په دوره کې یوه ورځ د تاریخ استاد د وطن پرادبي، فرهنګي اومطبوعاتي تاریخ بحث کوی، د خپلو توضیحاتو په لړکې يې دا خبره د یو تاریخي حسرت اوتشي په روحیه یاده کړه چې د وطن د هراړخیزتاریخ بې مادي امتیازه اوبې سیاسي نازاو نوازه بې بدیله مورخ بل علامه حبیبي به خدای ج خبر چې پردې خاوري بیا کله را څرګندېږي! نوموړي زیاته کړه چې استاد حبیبي ددې ټاټوبي د تاریخي معنوي پانګي ملاتړلی بې معاشه پاسداروو، داسي ساتونکی چې خپل ټول غنیمت ژوند يې ددې لاري د مطلوب ملي مرام لپاره وقف کړی اوځانګړی کړی وو.
د استاد د شخصیت څخه زما انتباه داده چې د وطن لپاره يې (نیت) پاک، خالص او بې جوړې وو، هره علمي اوادبي کړنه يې ددې خاوري سره د زړه له کومي د محبت له عمقه را ولاړېدل، ځان يې هیر خو د هیواد عشق يې ډېر وو، تخلیق يې د تحقیق اوتحقیق يې د تخلیق له خوږلنو خوند اورنګ اخستی دی، هم يې د خیال عروج لوړ وو او هم يې د حال حضور پوخ اوسنجیده وو، دده د حضوري څيړنیزي زحمتکښی وس او وړتیا لا اوس هم بې سیاله اوبې مثاله ده، ده د وطن په هره شګه اوهره ډبره کې د ملي هویت او تاریخي اصالت راز لیدلی او پلټلی دی، دده د هڅو اوهاند اسلوب ځانته جدا، بېل طرز او کیف لري.
زمونږ لپاره د لوی استاد ارواښاد علامه حبیبي صاحب روحي اومعنوي شتون بیا بیا غوره غنیمت او ښه فرصت دی، که مونږ غواړو چې په پاک نیت اوپرته له کوم غرضه د ځان نه بلکه د وطن د تعالی او پرمختګ په پار څه وکړو نو د ددې مخلص او بې ریا لوی انسان د زرین ژوند حکمتي درسونه په دې لاره کې زمونږ لاسنیوی په ډاډسره کولای سي.
د استاد په دروند او مغتنم شخصیت کې نوې او دده د شان متناسبه خبره کول ډېره سخته او ناشونې ده، خو مونږته بویه چې د نوموړي د پرانستي لاري د (رسی سر) و مومو او د خپلو ويښو فکرونو په شعوري مزو يې لا ټينګ ونیسو.
پر سپېڅلي روح دې د نوراو رحمت سيوری خپور وي.
او زمونږ پر زړونو دې د یادونو شور وي.
په پېرزوینه اودرناوي.
همت عمرزوی

ټولو عزیزانو، دوستانو ،افغانانو او د نړي ټولو مسلمانانو ته دنیکمرغه کوچنې اختر په رارسیدو تاسې او ستاسو درنې کورنیو ته  ...
03/05/2022

ټولو عزیزانو، دوستانو ،افغانانو او د نړي ټولو مسلمانانو ته دنیکمرغه کوچنې اختر په رارسیدو تاسې او ستاسو درنې کورنیو ته مبارکې وایم. نیکمرغه کوچنی اخترمو مبارک شه، او الله ج د دا نیکمرغه کوچنی اختر د سولې امن او په افغانستان کې د تل پاتې او دايمي سولې او په ټوله نړی کې د یو سوچه اسلامي نظام د جوړيدو اختر وګرځوي.

تقبل الله منا و منکم صالح الاعمال عید کم مبارک.

Congratulation of Eid to all of you and your noble family.

ټولو عزیزانو، دوستانو ،افغانانو او د نړي ټولو مسلمانانو ته دنیکمرغه لوی اختر په رارسیدو تاسې او ستاسو درنې کورنی ته  مبا...
19/07/2021

ټولو عزیزانو، دوستانو ،افغانانو او د نړي ټولو مسلمانانو ته دنیکمرغه لوی اختر په رارسیدو تاسې او ستاسو درنې کورنی ته مبارکې وایم. نیکمرغه لوی اخترمو مبارک شه، او الله ج د دا نیکمرغه لوی اختر د سولې امن او په افغانستان کې د تل پاتې او دايمي سولې او په ټوله نړی کې د یو سوچه اسلامي نظام د جوړيدو اختر وګرځوي.

تقبل الله منا و منکم صالح الاعمال عید کم مبارک.

Congratulation of Edul Adha to all of you and your noble family.

30/06/2021

د ژباړې باریکۍ

هرګاه/ هر کله چې/ هر کله که

په فارسي کې کله چې «هرګاه» د جملې په سر کې راځي، اکثره وخت د «اګر» معنا لري چې په پښتو کې «که» کېږي خو ځینې ژباړونکي یې په «هر کله چې» ژباړي او بده لا دا چې یو نیم یې «هر کله که» لیکي. نو دا جمله

«هرګاه سیاسیون کشور به اختلافات شان نقطۀ پایان نګذارند، در آن صورت کشور دچار بحران شدیدی خواهد شد.» به داسې ژباړو: «که د هېواد سیاستوال خپل اختلافونه ختم نه کړي، نو هېواد به په سخت کړکېچ اخته شي.»

کېدای شي رامنځته شي/ رامنځته کېدای شي

«کېدای شي رامنځته شي» د انګلیسي د «may occur/ may be occurred/ can be occurred» بې خونده ژباړه ده؛ «رامنځته کېدای شي» تر هغه لنډه او خوندوره ده.

نوټ: په انګلیسي متنونو کې مجهول فعلونه(Passive voice) ډېر کارېږي او زموږ ژباړونکي یې هم په مجهول فعل ژباړي؛ زما په نظر، څومره چې ممکن وي هماغومره باید هڅه وکړو چې په پښتو کې یې په معلوم فعل واړوو [په دې اړه به بل وخت ځانګړې لیکنه وکړم].

کاهش میابد/ کموالی مومي/ کمېږي

«در بیماري ایدز مقاومت بدن کاهش میابد.» یعنې «د اېډز په ناروغۍ کې د بدن مقاومت کمېږي.» خو ځینې ژباړونکي یې داسې ترجمه کوي: «د اېډز په ناورغۍ کې د بدن مقاومت کموالی مومي.» همدارنګه «کموالی راځي»، «زیاتوالی راځي»، «خرابوالی راځي» … باید کمېږي، زیاتېږي، خرابېږي ولیکو.

به … نیاز دیده می‌شود/ … ته اړتیا لیدل کېږي/ غواړي

«برای کنترول دیابت نوع اول نیاز به انسولین دیده می‌شود» زما ډاکټران ملګري داسې ترجمه کوي «د دیابت د لومړي ډول د کنټرول لپاره انسولین ته اړتیا لیدل کېږي» خو خوند به هله وکړي چې ولیکي: «د دیابت د لومړي ډول کنټرولول انسولین غواړي.» همدارنګه دا بله جمله «په الکهولو سره د دې سرنج د ستنې پاکولو ته اړتیا نه شته» داسې لیکلی شو: «د دې سرنج ستن په الکهولو سره پاکول نه غواړي.»

از طرف صبح/ د سهار له خوا/ سهار

«اومیپرازول باید از طرف صبح قبل از چای ګرفته شود.» زموږ په طبي ژباړو کې معمولاً داسې وینو «اومیپرازول باید د سهار له خوا تر چای د مخه واخیستل شي.»؛ حال دا چې پښتانه «د سهار له خوا، د شپې له خوا، د غرمې له خوا …» نه وايي. له بلې خوا په دې فارسي جمله کې «اخیستل» د «خوړلو» معنا لري نو ښه ژباړه به یې دغسې وي: «اومیپرازول باید سهار تر چای مخکې وخوړل شي.»

دارای/ لرونکی/ والا

اکثراً د فارسي «دارای» په پښتو کې «لرونکی» ژباړل کېږي. «افراد دارای وزن نورمال به این بیماری کمتر مبتلا می‌شوند/ د نورمال وزن لرونکي افراد په دې ناروغۍ لږ اخته کېږي»، «افغانستان دارای معادن زیادی است/ افغانستان د ډېرو معادنو لرونکی دی» لومړۍ جمله په پښتو کې داسې ښه ښکاري: «د نارمل وزن والا کسان په دې ناروغۍ لږ اخته کېږي.»؛ ان بې والا هم هماغه معنا لري. دوهمه جمله بیا داسې کېږي: «افغانستان ډېر کانونه لري.»

د ژباړې باریکۍ (۱) | ډاکتر محب زغم

برای اولین بار/ د لومړي ځل لپاره

پورته ترکیب په فارسي کې هم ډېر ځله بې ځایه کارول کېږي، مثلاً «ماشین بخار را برای اولین بار چه کسی اختراع کرد؟» حال دا چې اختراع خو وایي هغه ایجاد ته چې پخوا نه و شوی؛ نو که څوک په دوهم ځل د بخار ماشین جوړ کړي، هغه خو اختراع نه ده. دا ترکیب که په مناسب ځای کې هم راغلی وي، په پښتو کې یې سمه بڼه «لومړی» دی، لکه دا جمله: «د بخار ماشین لومړی چا وکاراوه؟»

به کدام نام یاد می‌شود/ په کوم نوم یادېږي/ څه بلل کېږي

«جدول دورانی عناصر به کدام نام یاد می‌شود؟» په فارسي کې هم رسا جمله نه ده خو ځینې یې همداسې لیکي او بیا پښتو ژباړونکي یې هره کلمه هو بهو ژباړي: «د عناصرو دوراني جدول په کوم نوم یادېږي؟»؛ حال دا چې سمه پښتو دا ده: «د عناصرو دوراني جدول څه بلل کېږي.»
ډاکتر محب زغم

May the New Year bring you happiness, peace, and prosperity. Wishing you a joyous 2021!Habibi Transation and Research Co...
01/01/2021

May the New Year bring you happiness, peace, and prosperity. Wishing you a joyous 2021!

Habibi Transation and Research Company (HTRC)

‏اختر مو مبارک شه!عید تان مبارک باد!هییتینگز قوتلوغ بولسین!                                                    Happy Eid...
01/08/2020

‏اختر مو مبارک شه!
عید تان مبارک باد!
هییتینگز قوتلوغ بولسین!
Happy Eid!

د علامه حبيبي د ژباړې او څېړنې کمپنۍ مشرتابه او کارکوونکې د غبرګولي نهمه د پښتو ژبې ورځ د ټولو پښتنو او د پښتو مینوالو ت...
29/05/2020

د علامه حبيبي د ژباړې او څېړنې کمپنۍ مشرتابه او کارکوونکې د غبرګولي نهمه د پښتو ژبې ورځ د ټولو پښتنو او د پښتو مینوالو ته مبارکې وايې.
راځى پښتو ته په ګډه کار وکړو
غبرکولې ۹
پښتوـــ ورځ

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Alama Habibi Translation and Research Company - HTRC posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Alama Habibi Translation and Research Company - HTRC:

Share