Haji M Tahir Barakzai الحاج محمد طاهر بارکزی

Haji M Tahir Barakzai        الحاج محمد طاهر بارکزی Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Haji M Tahir Barakzai الحاج محمد طاهر بارکزی, Business service, Kabul.

31/12/2019
د ژورې خواشینۍ پیغام!په ډېرې ژورې خواشینۍ سره خبر شوم، چې بدمرغې جګړې او د دین دښمنانو د حق ويلو يوه ډېره عظيمه ساه له م...
24/05/2019

د ژورې خواشینۍ پیغام!
په ډېرې ژورې خواشینۍ سره خبر شوم، چې بدمرغې جګړې او د دین دښمنانو د حق ويلو يوه ډېره عظيمه ساه له موږ واخیسته!
انا لله و انا اليه راجعون
زړور ديني عالم مولوي سمېع الله ریحان نن په کابل کې د جمعې په مبارکه ورځ، روژه په خوله د خطبې د ویلو پر مهال په محراب کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو له امله په شهادت ورسوه .
په دغه درانه او نه جبرانېدونکي غم کې یې له ټولې محترمې کورنۍ، قوم او دده د مینوالو سره ځان شریک بولم
او د الله ج درانه دربار ته په دغه مبارکه میاشت کې لاسونه لپه کوم، چې شهید ته جنت الفردوس او کورنۍ ته یې جمیل صبر په نصیب کړې.
الله تعالې د نور د دې مبارکې میاشتې پخاطر په ګران افغانستان کې دایمي سوله او ثبات د تل لپاره دایم او قایم کړي!

انالله واناالیه راجعون الله ج شهادت قبول کړی
24/03/2019

انالله واناالیه راجعون الله ج شهادت قبول کړی

نوى کال موبه بختور سه.!په دي هيله چي نوى کال مو له ځانه سره د تلپاتي سولي او ارامۍ پيغام له ځانه سره راوړي.اٶ په دي هيله...
22/03/2019

نوى کال موبه بختور سه.!

په دي هيله چي نوى کال مو له ځانه سره د تلپاتي سولي او ارامۍ پيغام له ځانه سره راوړي.
اٶ په دي هيله چي نوى کال مو د جنګ ټغر ټول او پر ځاى يې د يوالي ورورولۍ او سولي پراخه لمن وغوړوي.
نوى کال دي زموږ ټولو لپاره نيکمرغه وي.
درنښت
ستاسو ورور
الحاج محمد طاهر بارکزى.

  #عدلله څو اونيو راهيسې دمحکمو په دروازو ګرځېدم،عريضه مې لاس کې وشړېده،چې دهرقاضي صاحب ترڅنګ به مې دترازو عکس او دعدل پ...
16/07/2018


#عدل

له څو اونيو راهيسې دمحکمو په دروازو ګرځېدم،عريضه مې لاس کې وشړېده،
چې دهرقاضي صاحب ترڅنګ به مې دترازو عکس او دعدل په اړه قراني آيتونه وليدل خوشحاله به شوم.
ځان سره به مې ويل :زه په حقه يم خو دا چې ژر موضوع نه فيصله کېږي علت به يې داوي چې ښه عدالت
تامين شي .
نن بيا دمحکمې خواته ولاړ وم. يو تن چې شايد له پخوا يې څارلم راباندې غږ کړ:
وروره !عريضه خو دې وشړېده،خو که څپلۍ دې هم وشړېږي حق به دې ترلاسه نه کړې .
ما هماغه شان ور ته دشک په سترګه کتل،چې هغه خبره پسې وغځوله :په جيب لاس وواهه! په تشو ګرځېدلو نه شل کېږي.
اول خو په خبره ونه رسېدم،خو ورسته چې پوه شوم دهغه په مرسته مې قاضي صيب په ۵۰۰۰۰ راضي کړ .
احکام يې راکړل،خو کاغذونه يې رانه قيد کړل او وعده وشوه چې سبا به پيسې سپارم او اسناد به ترالاسه کوم. سبا له وعدې سره سم ورغلم، په مېز مې ورته دهغو پيسو پاکټ کېښود چې دلاس په تڼاکو مې
پاکستان کې ګټلې وې.
قاضي صاحب عينکو لاندې موسک ،شو خو چې پاکټ يې خلاص کړ او په کلدارو يې سترګې ولګېدې، په ټنډه کې يې کږې وږې ليکې پيدا شوې عينکې يې لرې کړې او بيا يې خوله پرانيسته :
افسوس !دا وطن به خاورې آباد شي، په خپلو افغانيو شرمېږئ!
تا نه دې اورېدلي ،چې اطاعت داولوالاوامرو واجب دى؟ څو ځلې اعلان شوى چې معامله دې په افغانيو
کېږي او تاسې بدبخته ولس! ...
هغه پسې اوږده کړه :يو شور جوړ شوى خوله په خوله همدا ناره ده چې په محکمو کې فساد دى، خو د خلکو دفساد او ناقانونۍ په اړه هيڅوک څه نه وايي .
قاضي صاحب هماغه شان لګياوو خو ما په ديوالونو هغو ليکلو ايتونو او احاديثو ته کتل ،چې دعدالت او بډو اخيستلو په اړه ليکل شوي وو .

#یادونه:
دکیسی په اړه مو خپل نظر راسره شریک....

سل کیسی او سل رازونه .....
#مننه

16/07/2018

ګرانو هیوادوالو!
زما د آیډی د ملګرو لیست پوره شوی دی، نو هیله ده زما صفحه درسره لایک کړی!

16/07/2018

ګرانو هیوادوالو زما صفحی ته ښه راغلاست ...!

Address

Kabul
0093

Telephone

+93707000893

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Haji M Tahir Barakzai الحاج محمد طاهر بارکزی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share