05/08/2026
يووشتمه پېړۍ او ډيجټالي #ژوند
ولي په #امريکا کښي يوه ساده افغانه #مېرمنه د ډېر سخت #تور په #جرم ونيول شوه.
مونږ او زمونږ ټول #کلتور د #تغير په حالت کښي يو ، هغه هم په ډېر سرعت سره ، که خوښ مو وي او که نه وي ...
د افغاني ټولني له #نړۍ سر نيغ توپير همدا د افغانانو خپل کلتور وو چي يوبل ته له احترام ، ټولنيز ليد ، ګډ ژوند ، له يوبل سره کلکي #اړيکي ، تر ماديانو او ګټو يوبل ته ډېر ارزښت ورکول ، يوبل ته زيان نه رسول او پر يوبل ، د يوبل پر خبرو او کړنو باور وو...
خو هغه وخت نور تېر او ياد کلتور نور ډېری رژېدلی او لا مخ په #مرګ روان دی...
نن سبا مونږ په داسي #زمانه کښي ژوند کوو چي ياد ليد ، ارښتونه ، ټولنيزي اړيکي ، د يوبل په وړاندي احترام او ليده کاته نور له ورځني ريښتيني ژوند څخه تمام شوي او پرځای يې يادي اړيکي په سمبوليک ډول يوازي په مجازي ډول د ټولنيزو رسنيو پر ډيجټالي محيط کښي له لري پالل کېږي ، هغه هم په ډېره کمه کچه او ټيټ کيفيت سره داسي چي په خلګو کښي د ډيجټال ټکنالوژي د ټيټ #سواد په سبب دا ډول اړيکي د ښو په ځای ډېری د بدو پايلو سبب کېږي.
کله چي نړيوالو په لومړي ځل ټولنيزي #رسنۍ رامنځته کړلې نو د هغوئ تر ترويج مخکي يې پر خلګو د د يادي ټکنالوژۍ #مثبت او #منفي اړخونه دواړه وڅېړل او ددې لپاره چي د يادي ټکنالوژي له منفي تاثيراتو خپلي ټولني وساتي نو د ټولنيزو ديجټالي رسنيو د کاروني سواد ، زدکړي يا پوهنه يې د ارتباطاتو د مديريت يا Communications Management تر نوم لاندي رامنځته او پخپلو ملتونو کښي خپرې کړه.
خو دا چي زمونږ ټولنو ته دا #خواله رسنۍ ، لکه واټزپ ، فيسبوک ، ټيک ټاک ، انسټاګرام ، شبکوي ګېمونه او په سلګونو نور د نړيوال تړاو بنسټونه له ډيجټالي يا ټکنالوژيک سواد پرته رانصيب کړل شول نو #ټولنه او خلګ مو ددې ټکنالوژۍ له ښېګڼو څخه په کمه کچه خو له خراپو تاثيراتو څخه په پراخه کچه اغيزمن شول او د نويو نسلونه رالويېدنه لدې ټکنالوژيک انقلاب سره هر څه لا د فنا په لور روان کړي دي.
د بېلګي په ډول ، ټولنيزو رسنيو #تجارت او له يوبل سره ډيجټالي اړيکي اسانه کړلې خو ، ټولنيز ارزښتونه يې کمزوري کړل او په خلګو کښي يې تنهايي او ګروپ بازي ته وده ورکړه. د لږ ډيجټالي سواد په سبب ، د رنګارنګ ويډيوګانو خپراوی آسان شو چي ورسره شخصي او ټولنيز حريمونه له منځه لاړل او يادو حريمونو ته درناوی هم له منځه ولاړی. دا لا پرځای پرېږده ، ډېری نويو نسلونو ته خصوصي او د کورنيو حريم هسي يوه بابيزه مفکوره او غير متمدن او جاهلانه فشارونه ښکاري ، چي دا د ټولني او کلتور د بنسټ اصلي نړېدل دي.
نن سبا د همدې ډيجټالي سواد د کمښت په سبب زمونږ په ټولنه کښي زمونږ کلتور او پکښي زمونږ هغه پخوانئ ريښتينې او هم دا ننئ مجازي اړيکي ورځ تربلي د ړنګېدلو او خرابېدلو په لوري رواني دي.
که د يوې لحظي لپاره پام وکړو نو وينو چي:
زمونږ هغه پخوانی يوبل ته تګ راتګ ، له يوبل سره ليدني ، ناسته ولاړه ، روغبړ او د يوبل پوښتنه نور ډيجټالي بڼه خپله کړې ده چي دا چاري نن سبا په ټولنزو رسنيو باندي په غږيزو يا ليکلو پيغامونه بدل شوي ، ان دا چي له ويډيويي پيغامونو څخه خلګ ډډه کوي.
د يوبل له ستونزو ، خوښيو او ورځنيو لوړو ژورو او حالاتو خبرېدل په ټولنيزو رسنيو د يوبل د سټيټس ابډيټ ، د سمبوليکي ژبي کاروني يا emoji او سټوري ګانو خپرولو او کتلو ته اوښتي دي.
د يوبل سره ملګرتيا او اړيکي ساتل پر ټولنيزو رسنيو د يوبل نظرياتو ، ليکنو او نشراتو ته پاملرني کولو او په اړه يې د ملاتړ عکس العمل او تشويقي تبصرو ته اوښتې ده.
له يوبل سره وخت ناوخت ليده کاته ، او اړيکي ساتل يوبل ته د خندونګو او يا هم ديني معلوماتو کليپونه او ويډيوګانو لېږلو ته اوښتي دي.
او همداسي نور ډيجټالي اړيکي ....
اوس دا پورتني توضيحات لا د ډيجټالي يا مجازي نړۍ او ډيجټالي سواد ډېر لوی تور اړخونه ندي بلکه د يادي ټکنالوژي او بيسوادي تور اړخونه په لاندي ډول دي:
په دې تېرو ورځو کښي په امريکا کښي مېشته يو افغانه مېرمنه د پوليسو لخوا د تورو بيرغونو له ډلي سره په تړاو له خپل کور څخه ونيول شوه چي لا تر اوسه يې لوری او درکورک دی!!!
کورنۍ او ماشومان يې د غم په ټغر ناست دي ...
پوهېږئ سبب يې څه دی؟
کمزوری سواد هغه که ډيجټالي سواد دی که علمي سواد!!!
ډېری افغان مېرمني هغه په افغانستان کښي دي که په پوره نړۍ نن سبا په انټرنټ د دين او اشپزي خپروني او د علماوو خبري او خطبې ګوري چي پکښي په پرتو پيغامونو يا ادرسونو ډېري نه پوهېږي ، لايک کوي يې او يايې هم پر خپل فيسبوک بيا خپروي او يا هم د ټلفون او ډيجټالي بنسټونو د سواد د کمښت په سبب په همدې لايکونو او نورو شخصي مسوليتونو نه پوهېږي ، بېپامه يو څه لايک کوي ، ورڅخه يوڅه بې اختياره کليک کېږي او يا يې هم وړوکي ماشمان په ټليفون د لوبو په وخت کښي د کوم ډيجټالي عکس العمل لکه لايک يا ميني ښکارولو سبب کېږي.
همدا کمزوري ډيجټالي سواد ، د يادي مېرمني په څېر ، ټوله افغاني ټولنه په سر اخيستي ده ، خلګ يې تر دښمني سره رسولي او افغاني کلتور يې مخ په نسکورولو روان کړي دي...
که يو څوک پخپل پروفايل وليکي چي السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته، نو په رسنۍ يې ډېری ملګرو د ډيجټالي سواد د کمښت په سبب همدا سلام خپل ځانته په سپکاوي تعبيروي.
دا يې زما له قصده فلاني ته سلام وکړ...
دا يې پرون زه پخپل زرنج سپور وليدم نو دايي زما په غربت پوري وخندل...
بل وايي دايي له غروره وليکل چي مونږ ته زور راښکاره کړي ....
بل وايي دا اوس موږ ته ځان ډېر ديندار راښکاروي....
ښه علمي موضوع چي څوک وليکې نو پر رسنۍ ملګري به يې پکښي لکه حشاشين د واضح پيغام تر شا پټه مانا يا مطلب لټوي او د اصلي مانا په خلاف به يې بل تعبير ته په اړولو يا ځان ته منصوبوي او يابه يې د ليکوال له ژبي د خپل سيال په وړاندي پر خپله صفحه خپروي او يا به يې هغه چاته چي غواړي د ليکوال او ياد کس ترمنځ ستونزه او دښمني راوټوکوي د نقل قول په ډول له مبتزلي مانا سره وړاندي کوي.
په ډېری نورو حالاتو کښي به د يوچا ليکنه ، خوښي يا بيان ډېری ښکلی علمي يا ادبي اثر وي چي او يابه د ستري ټولنيزي يا انساني ژوند هنداره وي چي ښکلې مانا په سبب به يې په وړاندي د لايک يا ميني عکس العمل وړاندي کړې ترڅو يادي ليکني او ليکوال تشويق کړې خو چي ګورې نو يا به له ليکوال سره د ترپګني په سبب او ياهم له ليکني څخه د باطني او ناسمي مانا اخيستونکي به درسره دښمني پيل کړي...
د يوچا پر ليکنه نقد خو پرځای پرېږده ...
نو په لنډ ډول که ووايو ، په خواله رسنيو ، د خبروو کولو يا ليکلو ، او له ليکنو څخه د مانا اخيستلو ، خپل اصول او سواد دی چي ددې پوهي يا سواد نه شتون زمونږ ټولنه لکه د نشه يې توکو کارونه ، د تباهي په لور روانه کړې ده.
ليکونکي مو په خواله رسنيو د پيغام د ليکلو له اصولو خبر ندي.
لوستونکي مو په خواله رسنيو د پيغام د لوست او مانا اخيستني پوهه نلري او د خپل فکر او خوښي مطابق يې مانا کوي.
او ډېری دا ټکنالوژي کارونکي مو لدې شرکتونو سره د اکاونټ جوړولو په وخت کښي پخپل قرارداد ناخبر دي ، د دې رسنيو د استعمال په مسوليتونو نه پوهېږي ، ددې سيستمونو په ګرافيکي ژبه نه پوهېږي ، پر دې سيسټمونو د خپل پيغام د خپرولو ، له پيغامونو څخه د مانا اخيستني او د پيغامونو په محتوی او منبع او د هغو په رښتيا او درواغو نه پوهېږي او پردې سربېره نه پوهېږي چي د دوئ هريوه خپل خصوصي حريم کوم او ټولنيز مسايل کوم دي او د بل چا خصوصي حريم او قانوني حقونه کوم او په سبب يې څه پېښېدلای شي.
نو نن سبا مونږ افغانان په ډيجټالي عصر کښي ژوند کوو چي تر اوسه لا پدې خبر نه يو چي همدا خواله رسنۍ زمونږ د دې دنيا عملنامه ده چي زمونږ هر کړنه پکښي ثبتېږي: ستاسي خواله رسنۍ حتي دا هم ثبتوي چي تاسي کومذ ويډيو ګورئ او اړ کومه ليکنه لولئ او ډېری د چا مينه وال ياست.
په ناپامي کښي ، ياهم په ناپوهي کښي دا چي له چا سره ملګري ياست ، د چا پر وينا لايک ، د چا له وينا ناسمه مانا اخيستل ، يا د چا په هکله ليکنه او د يوې وينا په محتوی نه پوهېدل مو تر زندان او مرګ پوري رسولای او په سياسي ، حقوقي او ټولنزو شخړو کښي ښکېلولای شي ، په خاص ډول هغوئ چي له هيواد څخه بهر ژوند کوي.
هغوئ چي د هيواد دننه ژوند کوي ، پدې سبب چي په خواله رسنيو د ليکلو ، لوستلو ، ځان پوهولو او عکس العمل ښودلو پوهنه په خلګو کښي ډېره ټيټه ده نو:
۱. يوازي هغه ملګري وساتئ چي ستاسي له طرز د فکر سره آشنا وي او ستاسي له ډيجټالي فعاليت څخه ناسم بوئ نه ورځي.
۲. له چا سره تر ډيجټالي ټکر سمدلاسه ياد ملګری په احترام رخصت کړئ تر څو د مو د نظر اختلاف فساد ته بدل نشي.
۳. خپل او د نورو خلګو خصوصي حريم وپېژنئ او له هغو ډيجټالي کړنو څخه ځان لري وساتئ چي د بل چا له شخصي حريم سره په ټکر کښي وي.
۴. د هغو ټرينډونو Trends يا مشهورو څېرو ملتيا وکړئ چي پيغامونه يې واضح او په يوه معلوم مسير وي ، ستاسي خوښ وي او د معيارونو دننه فعاليت کوي.
۵. له ليکنو څخه د مطلب اخيستلو پوهنه ترلاسه کړئ. وګورئ چي د ليکوال د ليکني ټول بحث يا کم له کمه ۷۰٪ بحث په څه روان دی. ايا د ليکوال بحث په ټولنه کښي وجود لري او که نه. ليکوال څومره په عقل جوړي خبري کوي. ليکوال پخپله ليکنه کښي څومره بېپرې پاتي کېږي. ايا دا ليکنه له بل چا څخه نقل دی ، نظر څرګندوي د او که د سترګو ليدلی حال بيانوي.
۶. د لوست په وخت کښي هم د ليکوال د سخصيت او هم د بل چا يا بلي پېښي په هکله فکر له خپل سر څخه وباسئ او وګورئ چي ليکوال د چا يا څه په هکله خبري کوي.
۷. که کومه ليکنه درته ستونزمنه او پيچلې مالومه شوه نو مخکي لدې چي په هکله يې خپل نظر څرګند کړئ ، ليکنه درې ورځي هر ورځ بيا بيا ولولئ او وکورئ چي ورڅخه مو مخکنی برداست او فکر بدلېږي او که نه.
۸. تل هره ليکنه يا کليپ ته پدې نيت متوجه شئ چي پکښي ښې خبري پيدا کړئ که څه هم ټول بد درته ښکاره شي. يعني له ځان سره داسي وواياست چي دا ليکنه يا کليپ پدې نيت ګورم چي پکښي هغه څه چي ماته ښه دي پيدا کړم.
۸. د ليکني يا کليپ د څېړلو په وخت کښي دا درياد کړئ چي ليکوال ستاسي په شان ښاي پنځه زره ملګري ولري او د ليکني په وخت کي تاسي د ليکوال په ياد نه ياست نو دا ليکنه ستاسي په هکله نه بلکه د ټولني په هکله ده.
۹. په ډيجټالي نړۍ د سياسي خوځښتونو ننګه مکوئ. سياستونه اوړي رااوړي خو ستاسي اوسنی سياسي فعاليت ستاسي د اوسني او راتلونکي شخصي ژوند د لوړو ژورو سبب کېږي.
۱۰. د ښو خبرو او افغارو ملګرتيا وکړئ. هغه خبري چي د ډېرو خلګو پکښي ګټه او خير وي.