Aziz CTP

Aziz CTP Aziz CTP is one of the finest CTP service across all Afghanistan. It has qualified computer operators, graphic designers & machine operator.

It has been active since 2005 with having high profile amongst others.

02/02/2024

بابا څه ښکلې جواب ورکړی

07/01/2024

ډیره نامې او له درد ډکه کیسه ده ددی کیسې له اوریدو وروسته باید هغو خوندو باندی پام وکړئ چې تاسو ورنه خپه یاست

16/11/2023

پروفېسر ډاکټر ياسين اقبال يوسفزی وايې ؛
يو قام ته د خپلو معدنياتو سمه ګټه هله رسېدلای شي چې د سياسي شعور تر څنګ په سائنس او ټېکنالوجۍ کې هم تکړه ماهران او تربيت يافته اولس و لري .

27/10/2023

یو طالب ورور د افغانستان د بریا او د پاکستان د ماتولو په اړه غږیدلی.❤️😘 د Asghar Afghan سخت مینوال هم ده

18/08/2023

کليوالي ژوند

12/08/2023

څه يوه ښايسته ويډيو دی، مور د مهربانيو ټولګه!
#مور❤️❤️
❤️❤️

10/08/2023

ته ولې خفه يې، ولې ډېر شکايت کوې؟

ایا ستا کومه لور طلاقه شوې؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه لوڼو ته طلاق ورکړل شوی!!

°°°°
ایا تاسو خپل یو ماشوم له لاسه ورکړی؟
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول اولادونه په خپل ژوند کې وفات شول، پرته له مېرمن فاطمې څخه چې هغه هم دنبي علیه السلام له وفات څو میاشتې وروسته وفات شوه!!

°°°°
ایا تاسو په بي بي کله تورلګېدلی ؟
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مېرمنې (عایشه رضی الله عنها) دزنا تور ولګېد. چې الله تعالی یې بیا پاکي بیان کړه !
°°°°
ایا تاسو په پور کې یاست؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو او ډال یې دیو یهودي و!

°°°°
ایا تاسو اقتصادي حالت دومره کمزوری شوی؛ چې ورځ ـ دوه مو په کور کې اور نه وي بل شوی ؟
د پېغمبراکرم په کور کې څو میاشتې تېرې شوې چې اور پکې نه ولګېدلی!!

°°°°
ایا تاسو د خپل مور او پلار څخه یو له لاسه ورکړی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم دواړه په کوچنیتوب کې دلاسه ورکړل، یتیم رالوی شو!!

°°°°
ایا تاسو د خپل هیواد څخه جبرا ایستل شوي یاست؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل قوم وشړلو.

°°°°
ایا تاسو د قتل هڅه چاکړې؟
د رسول الله صلی الله علیه وسلم قتل هڅه یهودانو اومشرکانوکړې وه!!

°°°°
ایا ستاسو ګاونډیانو څخه چا تاسو ته زیان رسولی ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپل ښار اوسیدونکو دومره په تنګ کړ چې د مهاجر په توګه ولاړ!!

°
°°°°
ایا تاسو د چا لخوا توهین شوي یاست؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل قوم وښکنځه، په غاړه کې ورته دحیواناتو لري اوکولمې واچول شوې، په کوڅه چې تېرېده، دپاسه پرې خاورې اوایرې غورځول کېدې

°°°°
ایا تاسو کله محاصره شوي یاست؟بندیزونه درباندې لګیدلي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم درې کاله خپل قوم په شعب ابي طالب کې محاصره کړ!!

°°°°
ایا چا درته دروغجن ویلي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د هغه قوم دروغجن وویل او د هغه خبره یې رد کړه!!

°°°°
آيا ستاسو غاښونه درد کوي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم څلور غاښونه مات شول!!

°°°°
ایا تاسو په هغه څه تورن یاست چې تاسو ندي کړي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم په سحراوجادو
تورن شو!!

°°°°
ایا تاسو د الله تعالی په عبادت کې ستړي شوي یاست؟
رسول الله صلى الله عليه وسلم پښه به له ډېر قیام په وپړسېده.

کاپی

07/08/2023

✍️: عبرت نه ډکه کیسه !!

وايي چې په پخوا زمانې کې يوې ښځې د واده لپاره شرط ايښې وي، چې يوازې له هغه چا سره به واده کوی، چې نوموړې زماپرده وساتي، له ډېرو هڅو وروسته يو ځوان د دې شرط منلو ته غاړه کېښوده او له نوموړې ښځې سره يې واده وکړ، له کال تېرېدو وروسته الله پاک هغوی ته يو زوی ورکړ، خاوند يوه ورځ نوموړې ته وويل: ګرانې! زه ټوله ورځ په پټو کې کار کوم او د ډوډۍ خوړلو ته چې کور ته راځم، نو وخت مې ضاېع کېږي، داسې وکړه، چې ډوډۍ را پسې نوره پټي ته راوړه، ښځه راضي شوه او پټي ته به يې د خاوند پسې ډوډۍ ور وړله، څه موده وروسته نوموړې ته الله پاک يو بل زوی ورکړ، دا ځل يې خاوند ور څخه غوښتنه وکړه، چې ګرانې! په پټو کې کار ډېر شوی، نور يې زه په يوازې ځان نه شم کولای، ته هم راځه او له ما سره په پټي کې مرسته کوه، ښځې د خاوند دا غوښتنه هم ومنله او په پټي کې يې له خاوند سره کار پيل کړ، خو دا ځلې د نوموړې پوره پرده چې لا له مخکې څخه پټي ته په تللو سره يو څه کمه شوې وه، له منځه لاړه او د يوې مودې له تېرېدو وروسته يې درېیم زوی هم پيدا شو.
يو وخت چې يې زامن ځوانان شول، خاوند په خندا، خندا کې ښځې ته وويل، تا پرده، پرده کوله، آخر دې هم پرده ختمه شوه، ښه په بې پردګۍ سره څه فرق راغئ، ژوند خو لا هم روان دی.

ښځې وويل، ته دې کوټې ته لاړه شه، زه تا د پردې او بې پردګۍ په فرق پوهوم، خاوند په کوټې کې پټ شو، ښځې خپل ويښتان ګډوډ کړل او په ژړا يې پيل وکړ، مشر زوی یې راغئ، پوښتنه يې وکړه، چې مور جانې! ولې ژاړې؟ مور وويل: پلار دې ووهلم، مشر زوی يې د مور د پوهلو لپاره وويل، که يې وهلې يې، نو څه خبره نشته دی، هغه خو له تا سره مينه هم کوي، پام هم در باندي کوي، نور يې څه ونه ويل او په خپله مخه لاړه.
ښځه غلې نشوه او د ژړا تمثيل ته يې لا پسې دوام او زور ورکړ، منځنی زوی يې چې راغئ، نو د ژړا په علت باندې له پوهېدو وروسته يې په پلار پسې کنځلې او ردې، بدې وويلې او آخر په خپله مخه روان شو، درېيم او کشر زوی چې د مور ژړا وليدله، نو سخت غوسه شو، په زوره، زوره يې کنځلې پيل کړې، بيا يې لرګی را واخيسته او ويل يې چې د پلار سره به وګوري، خو مور يې په يوه بهانه هغه غلی کړ او له کور يې وويسته، بيا يې خاوند را وغوښت او ورته يې وويل، چې مشر زوی مې د پردې په حالت کې پيدا شوی و، نو پر تا يې پرده واچوله، منځنی زوی مې چې د نيمه پردې په حالت کې پيدا شوی و، نو ستا يې نيمچه غوندې خيال وساته او پوره يې بې پرده نه کړې، خو درېيم او کشر زوی مې چې د بې پردګۍ په حالت کې پيدا شوی و، ستا د عزت پرده او جنازه يې پورته کړه.
درنو لوستونکو! پرده که له یوې خوا الهي حکم دی، نو له بلې خوا د ژوند په حالاتو هم ژوره اغېزه لري، لهذا مؤمنانو مېرمنو ته ښایي، چې په هر حال کې د پردې خیال وساتي.

08/07/2023

دبینک منیجر صاحب ۱۵ کالا دسهار لمونځ نه ده کړې له ده ئې خپله واوري

09/05/2023

دا زموږ د کلی جامع جومات دی الله ج دی ټول کلیوال په اتفاق او اتحاد لری

د پښتنو ضد:قهر فقیر، نقص فقیر:‏وایي د هلمند په کجکي ولسوالی کې دغه ولاړ تراکتور له شا او خوا دېرشو کالو راهيسې دلته ځای ...
29/04/2023

د پښتنو ضد:
قهر فقیر، نقص فقیر:
‏وایي د هلمند په کجکي ولسوالی کې دغه ولاړ تراکتور له شا او خوا دېرشو کالو راهيسې دلته ځای پر ځای ولاړ دی. ځایي اوسیدونکي وایي دغه تراکتور د دوه باجه ګانو (سانډوګانو) په شراکت و. یوه ورځ داسی پېښه شوه چې دغه تراکتور د دواړو باجه ګانو په یوه ورځ پکار شو. یو ویل زه یې بیایم او بل ویل چې نه، زه یې بیایم.

اخر خبره تر دې را ورسیده چې یو ویل چې ته یی ولاکه راڅخه بوځې. بل وویل چې ته یې هم ولاکه راڅخه له ځایه وښوروي. خبره قصد او باجه ګلوی ته ورسیده. فیصله پر دې شوه چې یو به هم تراکتور نه له ځایه نه بیځایه کوي. بل دا چې دغه تراکتور یو تراکتوروان درلود چې په معاش و، نومړي ته یې لومړي څو کلونه معاش ورکړ، اخر چې تراکتوروان ولیدل باجه ګان نه سره جوړیږي نو ویې ویل چې دا معاش ورته حلال نه دی او نور یې نه غواړي. له هغې ورځې تر ننه دغه تراکتور چا قدم مخته او شاته نکړ. د تراکتور او د باجه ګانو د نکل شوقیان کولئ شي د هلمند کجکي ته د سیل لپاره ورشي.
۸ غویی/ثور ۱۴۰۲
کاپی

Address

Sadarat Square, Itihad Market Kabul-
Kabul
1001

Opening Hours

Monday 08:00 - 12:00
Tuesday 08:00 - 12:00
Wednesday 08:00 - 12:00
Thursday 08:00 - 12:00
Saturday 08:00 - 12:00
Sunday 08:00 - 12:00

Telephone

+93782889497

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Aziz CTP posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Aziz CTP:

Share