Afghan Cart افغان کارت

Afghan Cart افغان کارت Providing products and services with the best quality to Afghan governmental, non-governmental Customer’s Satisfaction is our priority.

08/08/2026

له چین هېواد څخه د برېښنايي تجهیزاتو د انتقال او بارګیرۍ لړۍ په منظم ډول روانه ده.

د چين هېواد څخه د برېښنايي تجهيزاتو د واردېدو لړۍ پيليږيد افغان کارټ امارتي شرکت او د افغانستان برېښنا امارتي شرکت تر من...
05/08/2026

د چين هېواد څخه د برېښنايي تجهيزاتو د واردېدو لړۍ پيليږي

د افغان کارټ امارتي شرکت او د افغانستان برېښنا امارتي شرکت تر منځ څه موده وړاندې د برېښنايي تجهيزاتو د تدارک قرارداد لاسليک سو. له دې وروسته د دواړو شرکتونو مسلکي پلاوي د چين هېواد ته سفر وکړ او هلته يې د يادو تجهيزاتو د توليد له فابريکو څخه ليدنه او تخنيکي ارزونه ترسره کړه، د ارزونې له بشپړېدو وروسته له يو شمېر فابريکو سره قراردادونه هم لاسليک سول، ترڅو ياد تجهيزات د ټاکل سويو معيارونو او نړيوالو سټنډرډونو سره سم توليد او افغانستان ته وارد سي.

په همدې اساس اوس د افغان کارټ امارتي شرکت او د افغانستان برېښنا امارتي شرکت تر منځ د سوي قرارداد له مخې د برېښنايي تجهيزاتو د توليد او بارګيرۍ بهير پيل سوی دی، د چين هېواد څخه د دغو تجهيزاتو د واردېدو چارې به د افغان کارټ امارتي شرکت له لوري په څو پړاوونو کې ترسره کېږي، چې په هر پړاو کې به د توليد له بشپړېدو وروسته اړوند تجهيزات هېواد ته را واردېږي.

د لومړي پړاو په ترڅ کې د افغانستان برېښنا امارتي شرکت لپاره د توزيعي شبکو د متفرقه تجهيزاتو او د انسولېټرونو د ملحقاتو په ګډون د شاوخوا ۲۷ کانټينرونو بارګيري پيل سوې، چې له بارګيرۍ وروسته به افغانستان ته را وارد سي.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د فيسبوک پخوانۍ پاڼه د څه تخنیکي ستونزو له امله بنده سوې، هيله ده چي پر دې نوي پاڼي به يې درس...
30/07/2026

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د فيسبوک پخوانۍ پاڼه د څه تخنیکي ستونزو له امله بنده سوې، هيله ده چي پر دې نوي پاڼي به يې درسره پالو او تعقیب کړی.

صفحه فیسبوک قدیمی رياست عمومی شرکت های امارتی به دلیل برخی مشکلات فنی مسدود گردیده است. امیدواریم این صفحه جدید را دنبال و حمایت کنید.

د افغان کارټ امارتي شرکت لنډه پېژندنهد شرکت پېژندنهافغان کارټ امارتي شرکت د افغانستان له مخکښو امارتي سوداګریزو شرکتونو ...
19/07/2026

د افغان کارټ امارتي شرکت لنډه پېژندنه
د شرکت پېژندنه
افغان کارټ امارتي شرکت د افغانستان له مخکښو امارتي سوداګریزو شرکتونو څخه دی، چي د څلورو لسیزو څخه ډېره تجربه لري. دغه شرکت د صادراتو، وارداتو او سوداګریزو توکو د پلور په برخه کي د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو لپاره فعالیت کوي او د نړیوالو سوداګریزو معیارونو، عصري ټکنالوژۍ او اغېزمنو مدیریتي سیستمونو په کارولو سره خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
افغان کارټ امارتي شرکت د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ په چوکاټ کې هڅه کوي، چې د کورني تولید د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

لیدلوری (Vision)
د هېواد په کچه د مجازو سوداګریزو توکو د صادراتو، وارداتو او سوداګریزو خدمتونو په برخه کي د یوه مخکښ، باوري او معیاري امارتي شرکت په توګه مطرح کېدل.
د فعالیت ساحه او خدمات
افغان کارټ امارتي شرکت د کورنیو او نړیوالو بازارونو د اړتیاوو له مخې په لاندې برخو کې فعالیت کوي:

واردات
• برقي او ټکنالوژیکي وسایل
• صنعتي او تولیدي ماشینري
• قرطاسیه او دفتري تجهیزات
• موټرسایکلونه
• موټر او نور بېلابېل نقلیه وسایط
• تنظیفاتي توکي
• ارتزاقي توکي (غنم، وریجې، چای، بوره، غوړي او نخود)
• تازه مېوه
• درمل او طبي تجهیزات
• د صنعتکارانو لپاره خام مواد
• نور مجاز سوداګریز توکي

صادرات
• افغاني زراعتي محصولات
• کورني تولیدات
• معدني محصولات
• پنبه
• تازه مېوه
• وچه مېوه
• لاسي صنایع
• قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې
•او نور صادراتي توکي

لاسته راوړنې
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، افغان کارټ امارتي شرکت وکولای سول، د خپل فعالیت په تاریخ کې د پام وړ پرمختګونه ترلاسه کړي، چې مهم یې په لاندې ډول دي:

• د لومړي ځل لپاره د شرکت په خپل نوم د ځانګړو او اعلی کیفیت لرونکو سېله وریجو واردول.
• د خصوصي سکتور په مشارکت د سپین کاغذ د تولید پروژه پیلول، چې پکښي د A4 (80 ګرامه)، A3 (80 ګرامه)، آفسیټ (80 ګرامه) او آفسیټ (70 ګرامه) کاغذ شامل دی.
• د هېواد د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د برقي تجهیزاتو او بېلابېلو سوداګریزو توکو واردول.
• له بېلابېلو امارتي ادارو سره د شاوخوا (۵) میلیارده افغانیو په ارزښت د قراردادونو لاسلیک، چې یو شمېر یې بشپړ سوي او د پاتې قراردادونو تطبیق روان دی.
• د کورني تولید، سوداګرۍ او اقتصادي ودې په برخه کې فعاله ونډه اخیستل.

زموږ مشتریان
افغان کارټ امارتي شرکت خپل خدمات د لاندې مراجعینو لپاره وړاندې کوي:
• امارتي ادارې
• امارتي شرکتونه
• خصوصي سکتور
• کورني او بهرني سوداګریز شریکان

زموږ سره اړيکه
په لاندي لارو او ادرسونو باندي زمونږ سره اړيکه نیولای سی.
د اريكې شميره:0202924696
د واټساپ شميره: 0093745700015
برېښناليک : [email protected]
دمرکزي دفتر ادرس: د کابل ګمرک څنګ ته، د خواجه رواش سړک، نهمه ناحيه، كابل افغانستان

د افغان کارټ امارتي شرکت له لوري د خپلو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د عقودو د قانون په اړه جوړ سوی درې ورځنی ...
02/07/2026

د افغان کارټ امارتي شرکت له لوري د خپلو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د عقودو د قانون په اړه جوړ سوی درې ورځنی روزنیز سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

په یاد سمینار کې د عقودو د قانون مهم موضوعات، د بېلابېلو بیعو شرعي او قانوني احکام، د صحت او فساد شرایط او نور اړوند مسائل ګډونوالو ته په تفصیلي ډول وړاندې سول، ترڅو وکولای سي د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال یاد اصول په سمه او اغېزمنه توګه عملي کړي.

د شرکت د ظرفیت لوړونې مديريت وايي : د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لا پیاوړتیا او د اداري چارو د ښه والي په موخه به په نږدې راتلونکي کې د پلان او ستراتیژۍ او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم ورته روزنیز سمینارونه او برنامې ترسره سي.

________________________

سمینار آموزشی سه‌ روزه پیرامون قانون عقود که از سوی شرکت امارتی افغان کارت به‌ منظور ارتقای ظرفیت مسلکی کارمندان برگزار شده بود با موفقیت به پایان رسید.
در این سمینار، موضوعات مهم قانون عقود، احکام شرعی و قانونی انواع بیع، شرایط صحت و فساد معاملات و سایر مباحث مرتبط به‌ گونه مفصل برای اشتراک‌ کنندگان ارائه گردید تا بتوانند این اصول را در جریان انجام وظایف روزمره خویش به‌ گونه درست و مؤثر تطبیق نمایند.
مدیریت ارتقای ظرفیت شرکت اظهار داشت که به‌ منظور تقویت هرچه بیشتر توانمندی‌ های مسلکی کارمندان و بهبود امور اداری، در آینده نزدیک سمینارها و برنامه‌ های آموزشی مشابهی در زمینه پلان و استراتیژی و شماری از موضوعات مرتبط دیگر نیز برگزار خواهد شد.

د افغان کارټ امارتي شرکت له لوري د خپلو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او د عقودو د قانون د لا ښه پوهېدو او عملي تطبیق پ...
29/06/2026

د افغان کارټ امارتي شرکت له لوري د خپلو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او د عقودو د قانون د لا ښه پوهېدو او عملي تطبیق په موخه، نن دوشنبه (1447/1/13ه ق) د یاد قانون په اړه درې ورځنی روزنیز سمينار پیل سو.
د سمینار په لړ کې به د عقودو د قانون مهم موضوعات، د بېلابېلو بیعو احکام، د صحت او فساد شرایط او نور اړوند مطالب له ګډونوالو سره شریک سي.
د سمینار ورکونکي ( د شرکت حقوقي مشاور) ښاغلي عرفان الله (متین‌زاده) وویل: د عقودو قانون په ځانګړي ډول د تدارکاتو په برخه کې ډېر مهم دی، او د دې روزنې موخه دا ده چې کارکوونکي یې په خپلو ورځنیو کاري چارو کې په سمه توګه تطبیق کړي.

شرکت امارتی افغان‌کارت به‌ منظور ارتقای ظرفیت مسلکی کارمندان خود و افزایش آگاهی و تطبیق بهتر قانون عقود امروزدوشنبه (1447/1/13 ه ق) یک سمینار آموزشی سه‌ روزه را در مورد این قانون آغاز نمود.
در جریان این سمینار موضوعات مهم قانون عقود، احکام انواع بیع، شرایط عقود و سایر مطالب مرتبط با کارکنان شرکت شریک خواهد شد.
عرفان‌الله (متین‌زاده)، مشاور حقوقی شرکت و ارایه کننده این سمینار، اظهار داشت که قانون عقود به‌ ویژه در بخش تدارکات از اهمیت ویژه‌ای برخوردار است و هدف از برگزاری این برنامه آموزشی آشنایی هر چه بیشتر کارکنان با مفاد این قانون و تطبیق درست آن در امور روزمره کاری ‌شان میباشد

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان کارټ امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا!                             اعلان داوطلبی شرکت اما...
20/06/2026

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان کارټ امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا!

اعلان داوطلبی شرکت امارتی افغان کارت رياست عمومی شرکت های امارتی!

https://www.acc.gov.af/tenders/afghan-cart-1405-001

نوی او عصري Topmatic سپر  #مېکسرستاسو د پخلنځي لپاره يو پياوړی، ښايسته او څو کاره مېکسر! اوس خپل جوسونه ،غوښي او نور خور...
25/05/2026

نوی او عصري Topmatic سپر #مېکسر

ستاسو د پخلنځي لپاره يو پياوړی، ښايسته او څو کاره مېکسر!
اوس خپل جوسونه ،غوښي او نور خوراکونه په آسانۍ او چټکۍ سره تيار کړئ 🥤🍰

✨ #ځانګړتياوې ✨

✅ 1000 واټه قوي موټور
✅ ۵ ليټره لوی ظرفيت
✅ 1.5 ليټره شيشه يي بلېنډر
✅ ۶ سرعته سيستم
✅ د سټينلس سټيل قوي جوړښت
✅ ښکلی او عصري ډيزاين

همدا اوس يې د افغان کارټ امارتي شرکت د مرکزي مغازې څخه تر لاسه کولای سی.

📞 د اړيکې شمېره:
+93 74 570 0015

قيمت ثابت :6191 افغانۍ

#ادرس :دکابل ګمرک څنګ ته، د خواجه رواش سړک، نهمه ناحيه، کابل افغانستان

💥ښه کیفیت، ځواک او ښکلا — ټول په يو مېکسر کې !!!

د مرکزي مغازې د پرانستلو دوهمه غونډه ترسره سوهافغان کارټ امارتي شرکت چي د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندي د صادرات...
11/05/2026

د مرکزي مغازې د پرانستلو دوهمه غونډه ترسره سوه

افغان کارټ امارتي شرکت چي د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندي د صادراتو، وارداتو او فروشاتو په برخه کي فعالیت ترسره کوي.

د ياد شرکت رهبري غواړي، هيوادوالو ته پر وخت او مناسبه بیه د لوړو کیفیت لرونکو بېلابېلو توکو وړاندې کولو په موخه، په پلازمېنه کابل ښار کي يوه رسمي مغازه فعاله کړي.
د مسؤولین په وينا، چي موخه یې له دې مغازې څخه هيوادوالو ته پروخت، د لوړ کيفيت لرونکي او په مناسب بیه توکي وړاندي کول او د خپلو هيوادوالو د اړتیاوو پوره کول دي.

Address

Khwaja Rawash Street, Customs Road, 9th District
Kabul

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00

Telephone

+93202924696

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Cart افغان کارت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghan Cart افغان کارت:

Shortcuts

Share