Oil Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Oil, Business service, kabul, Kabul.

افغانستان / د تیلو بيې په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ټيټې کچې ته کوزې شوېد تیلو بيې په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ټيټې ک...
12/12/2014

افغانستان / د تیلو بيې په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ټيټې کچې ته کوزې شوې

د تیلو بيې په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ټيټې کچې ته کوزې شوې

نړیوال بازار کې د خامو تیلو د بیو د کښته کېدو سلسله لا هم روانه ده، خامو تیلو بیې په تېرو پنځو کلونو کې ټيټې کچې ته راکوزې شوي.
د تيلو تولیدوونکو او صادرونکو هېوادونو نړیوال سازمان اوپيک نن د جمعې په ورځ د یو بیرل تیلو بیه ۲،۸۸ ډالر کښته کړه چې له کبله یې په تېرو ۵ کلونو کې د تیلو بیې تر ټولو ټيټې کچې ته کوزې شوې.
د تیلو یو بیرل په بیو کې د ۲،۸۸ ډالرو کمېدو سره د یو بیرل تیلو بیه ۶۲،۹۴ ډالرو ته ښکته شوې چې د ۲۰۰۹ز کال د جولايي د میاشتې څخه وروسته تر ټول ټيټه بیه ده.
خام تیلو بيې د تېرې اونۍ له پیله ۹ سلنه ټيټې شوي او د جون د میاشتې وروسته ۴۵ سلنه کمې شوي. په جون کې د یو بیرل خام تیلو بیه ۱۱۵ ډالر وه.
د اوپیک د ناستې وروسته د سعودي د تیلو وزیر په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دوي به د تیلو تولید راکم نه کړي.
نوموړي په وینا د اوپيک غړي هېوادونه د نړۍ ۳مه برخه تیل پیدا کوي.
اوپیک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ۱۲ هېوادونو مشتمل دغه سازمان پریکړه کړې چې دوی به هره ورځ ۳۰ میلیونه بیرل اومه یا ناتصفیه شوي تیل تولیدوي.
اوپيک هېوادونه له تېرو ۳ کلونو راهیسې په دغه کچه روان دي.

هراتي صنعتکاران وايي، په ياد ولايت کې ۵۰ قلمه توکي توليديږي، چې ۱۰ قلمه يې د ټول افغانستان لپاره کفایت کوی، خو تر ۹۰ سلن...
09/12/2014

هراتي صنعتکاران وايي، په ياد ولايت کې ۵۰ قلمه توکي توليديږي، چې ۱۰ قلمه يې د ټول افغانستان لپاره کفایت کوی، خو تر ۹۰ سلنه د همدې مشابه بې کيفيته توکي له بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه ايران څخه په ښکاره او پټه راوړل کېږي، چې له امله يې ۲۳۰ افغانی فابريکې له کاره لوېدلي دي.

ځايي خبريالان وايي، په هرات کې څوځله له ايران څخه تازه را وارد شوي توکي نيول شوي، چې وخت يې تېر او کیفیت یې د زهرو وي.

ځايي خلک په امنيتي او ګمرکی مسوولينو تور پورې کوي، چې دوی د خوراکي توکو او درملو له هغه مافيا سره شریک دي، چې بې کيفيته او وخت تيرې درمل را واردوي.

هراتي صنعتکار وايي، په ياد ولايت کې د ۴۷۰ فابريکو له ډلې يوازې ۲۴۰ يې فعالې او نيمه فعالې دي، که يې پر وړاندې همداسې چلد وشي، پاتې فابريکې به هم له ځنډ پرته سقوط شي.

د پانګوالو د معلوماتو له مخې، هغه توکي چې په هرات ولايت کې توليديږي، ډېری يې د ياد ولايت اړتياوې پوره کولای شي، خو نېږدې نوي سلنه همدا مشابه خو بې کيفيته توکي له بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران څخه په ښکاره او پټه راوړل کېږي.

دوی وايي، د ازاد بازار په نوم چې کومه پروسه په هرات کې روانه ده، ځايي توليد يې په ټپه درولی او ۲۳۰ فابريکې يې له سقوط سره مخ کړي دي.

د هرات د صنعتکارانو د ټولنې مشر حميدالله خادم محور ته وويل، د هراتي چارواکو په ځانګړې توګه د ګمرک مسولينو بېغوري او په فساد کې ښکېلتیا د دې لامل شوې، چې د فابريکو زياته برخه له سقوط سره مخ شي او يا په خپلو توليداتو کې د پام وړ کموالی راولي: ((په هرات کې ۵۰ قلمه توکي توليديږي، چې ۱۰ قلمه يې د ټول افغانستان لپاره کفايت کوي، ۴۰ قلمه نور بيا تر ۶۰ سلنه پورې د هېواد د لوديځو ولايتونو لپاره بسنه کولای شي، حال دا چې تر ۹۰ سلنه پورې همدا مشابه خو تېر وخته او يا بې کيفيته توکي له بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران څخه په ښکاره او پټه راوړل کېږي.))

دی وايي، ايران تر ډېره سوداګريزه مداخله کوي او دې مداخلې لار هواره کړې، چې افغاني توليد له سقوط سره مخ شي.

له ايران څخه د را واردېدونکو توکو په ځانګړې توګه، درملو او خوراکي توکو يوازې بسته بندۍ ته پام شوی وي، کيفيت ته يې هېڅ راز پام نه کېږي.

ځايي خبريالان وايي، په هرات کې څوځله تازه له ايران نه را وارد شوي توکي نيول شوي، چې وخت يې تېر وي. دوی وايي، په دې برخه کې ستر ګواښ د خوراکي توکو او درملو په برخه کې دی، چې تر ډېرو متضررين يې پېرودونکي دي.

ځايي خلک په امنيتي او د ګمرکونو په مسوولينو تور پورې کوي، چې دوی د خوراکي توکو او درملو له هغه مافيا سره شريک دي، چې بې کيفيته او وخت تيرې درمل را واردوي. دوی وايي، له قانوني او ناقونوني لارو دغه توکي افغانستان ته را د ننه کېږي.

د صنعتکارانو د ټولنې مشر ښاغلی خادم وايي، همدا اوس د لوديځو ولايتونو په ځانګړې توګه د هرات بازارونه له وخت تېرو او بې کيفيته توکو ډک دي، هېڅ مرجع يې د مخنيوي لپاره کار نه دی تر سره کړی. دی زياتوي، کله ناکله څار ډلې په بازار کې وګرځي، له يوه دوو هټيو دا ډول توکي راټول کړي، خو په اصل کې ګدامونه له بې کيفيته او وخت تيري توکو ډک دي.

په هرات کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې ايسا استازی عبدالستار الکوزی وايي، هڅه يې کړې، چې د پانګوالو ستونزې له اړوند ارګانونو سره شريکې کړي او د حل لار ورته پيدا کړي. دی زياتوي، د پانګوالو پر وړاندې ستونزې شته خو د حل لپاره يې دوی په ګډه کار کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د هرات د ګمرکونو د مسوولينو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره پرې بريالي نشو.

سلام دوستان بازار هایی تیل در افغانستان نیز کاش نموده است. ولی این نظر به کاهش جهانی کم بوده.چون در بازار هایی جهانی‌ نر...
09/12/2014

سلام دوستان
بازار هایی تیل در افغانستان نیز کاش نموده است. ولی این نظر به کاهش جهانی کم بوده.
چون در بازار هایی جهانی‌ نرخ تیل 30٪ کاهش نموده ولی در افغانستان تنها تا حال 12٪ کاهش نموده است

18/09/2012

Crude Oil and Commodity Prices
September, Tuesday 18 2012 - 03:50:05
WTI Crude Oil
$96.20 ▼0.42 0.43%
3:50 AM EDT - 2012.09.18


Brent Crude Oil
$113.15 ▼0.64 0.56%
3:50 AM EDT - 2012.09.18




Crude Oil Price by OIL-PRICE.NET ©
Price Change Trades Volume
03:50 - $ 96.20 0.42 0.43% 6,602 8,971
Range Open 52 Wk Range 1 Year Forecast
96.04 - 97.23 96.71 75.92 - 109.95 $111 / Barrel

دوستم ترکی ته وتښتید ایا د افغانستان تیل به استخراج شی که معافیه به خپل کار وکړی ؟
16/06/2012

دوستم ترکی ته وتښتید ایا د افغانستان تیل به استخراج شی که معافیه به خپل کار وکړی ؟

16/06/2012

جنرال دوستم ترکیې ته وتښتېد
Tuesday, 06.12.2012, 07:51am (GMT)

خبریال: میرویس جلالزی- راپورونه وايي چې د ازبک ملیشو مشر او په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د حامد کرزي ملاتړی جنرال عبدالرشید دوستم پرون سهار وختي د یوې څرخکې په مرسته له افغانستان څخه وتلی دی.د دوستم ویندوی او یا ملي جبهې تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر جنرال دوستم تور لګیدلی چې په سرپل ولایت کې ګاز او تېل په خپل سر باسي، پلوري یې او په سیمه کې د چینايي کمپنۍ د کار مخه نیسي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تېره اوونۍ جنرال دوستم لویې څارنوالۍ ته د تعقیب لپاره معرفي کړ.

لویې څارنوالۍ ته د ملي امنیت شورا د لیک په یوه برخه کې راغلي:

«د افغانستان په قانون کې معادن د ملت او دولت ملکیت پیژندل شوي، او هر څوک چې د دغو کانونو پر ضد په ناقانونه عمل لاس پوري کوي د ملت او دولت پر ضد عمل دی چې جرم پیژندل کیږي او له سرغړونو سره د قانون له مخي جدي او بي توپيره چلند کیږي.»

ویل کیږي جنرال دوستم، چې لا هم په سرپل، جوزجان او فاریاب کې په زرهاوو ناقانونه وسله وال لري د ملي امنیت شورا لوري لویې څارنوالۍ ته له معرفي کېدو وروسته له ملک څخه تیښته غوره بللي ده .

دوستم ته د نږدې سرچینو ویلي چې نوموړي د ملي ټلوالي له غړو او مشرتابه شورا سره تر خبرو وروسته دا غوره بللې چې له افغانستان څخه ووځي. دا په داسي حال کې ده چې د ملي ټلوالي مشرتابه شورا هغه ته دا مشوره نه ورکوله چې له افغانستان څخه ووځي.

د سرچینو په خبره له جنرال دوستم ترکيي ته د تګ لپاره لومړی له ازبکستان څخه یوه چورلکه را وغوښته او وروسته له شبرغان څخه د ازبکستان پلازمیني او له هغه ځایه د ترکیي د انقرې ښار په لور وخوځید.

ویل کیږي چې د نوموړي د سپرلۍ الوتکه د افغانستان په وخت تیره نیمه شپه شاوخوا دری بجې د انقرې په اتاترک هوايي ډګر کې را کوزه شوه.

ترکیې ته له دوستم سره په سفر کې د هغه زوی باتور دوستم ، د هغه سکرتر او دوه ترکیي وګړي، چې ویل کیږي د نوموړي د سفرونو تنظیمونکي دي، شامل ول.

دا لومړی ځل دی چې په جنرال دوستم باندي د طبیعي زیرمو د لوټ کولو تور لګول کیږي او که پرې ثابت شي نو نوموړی به له سختي سزا سره مخامخ شي.

لوېدیځې سرچینې وايي چې د چینايي کمينۍ چارواکو تېره اوونۍ په پیکینګ کې له ولسمشر کرزي سره وکتل او هغه ته یې شکایت وکړ چې د دوستم د وسله والو کسانو له لوري د دوی انجنیران ګواښل کېږي، باج ترې غوښتل کېږي او کار ته نه پرېښول کېږي.

جنرال دوستم، چې په هیواد کې د فدرالي نظام غوښتونکی دی، څه موده دمخه طالبان خپل وروڼه بللي ول خو حکومت ته یي ګواښ کړی و چې که ځان اصلاح نه کړي- دی به د پخوا په څير د خلکو په مټ د حکومت پر وړاندي ودریږي.

جنرال دوستم چې یو مهال د وسله والو ځواکونو د اعلی سر قوماندان د مشر په توګه دنده تر سره کوله هغه مهال له حکومتي دندي ګوښه کړای شو چې په کابل کې یې د ترک تبارانو شورا د مشر اکبر بای په کور یرغل وکړ.

خلکو او په خپله اکبر بای پرهغه مهال د جنرال دوستم د نیولو او قانون ته د هغه د سپارلو غږ اوچت کړ خو د کرزي حکومت د خپلې مصلحتي پالیسۍ له مخې د دوستم پر جنایت سترګې پټې کړې.

په دې اړه نور خـــــبرونه

ملي جبهې تایید کړه چې دوستم لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی

د دوستم پرخلاف په لویه څارنوالۍ کې شکایت درج شو

15/06/2012

په افغانستان کی د تیلو د لوړ والی علتونه زیات دی یو دا چی په افغانستان کی د تیلو د طبعی زیرمو څخه په مکمله او یا هم هیڅ کټه نده اخستل شوی نو دا چی تیل د افغانستان تولید نه دی نو پدی خاطر د باندنیو هیوادنو څخه واردات کی خورا زیات مصرف لکه(کرایه،ګمرک،حق العبور اونور) لوړ وی په دی هیله چی د افغانستان دولت خپل تیل چی هر څه زر کیدلی شی وباسی او بازار ته یی وړاندی کړی نو بیا به د تیلو په بیه کی یو څه کموالی راشی دوهم علت یی دادی چی په ټوله نړی کی د خامو تیلو قیمتونه د پخوا په پرتله ګران شوی دی او هم یی د پاکونی (تصفیی ) لګښت لوړ تللی دی لکه د دولتونو مالیه ، د کارګرانو معاش او داسی نور.................ٔ!
خو په افغانستان کی یو علت د لوی لارو کی د امنیتی مشکلات هم شته چی ځینی ښارونو ته د تیلو موتران په خپل وخت سره نه رسیږی او په بازارونو کی د تیلو بیه د یو څه وخت لپاره لوړیږی او بل دا چی په لویی لارو د بندیدو مشکلات لا هم موچود دی .............!

14/06/2012

تاسی څه نظر لری جی په دی صفحه کی څه باید نشر شی ترڅو ټول ګډون وال یی غوره کړی ستاسی د نظرونو په تمه

13/06/2012
13/06/2012

د ایو اقتصادی او معلوماتی صفحه ده

Address

Kabul
Kabul
A1

Telephone

+93707967895

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Oil posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share